واکسین او درمل بشپړه او پوره خوندیتوب نلري. د کرونا واکسین تر اوسني مطالعاتو سره په لسو زرو داوطلبو کسانو واکسین شول او دا شمیره بسیا کوي چې عوارضي اغیزې یې وموندل شي او یا جلا یې کړي. په هره توګه اوس به سلها ملیون وګړي په اروپا کې واکسین شي. کیدای شي چې کمیابه پیچلتیاوې راپورته کړي ، کومې چې د څیړنیزو زده کړو په اجازه ورکولو سره موندل شوي نه وؤ ځکه چې د ازمایښتي کسانو شمیر لږ وؤ. اوسني شوي ازمایښتو یا تستو پایله کې کوم جدي خطر ندی موندل شوی. د المان بیونیک - پیزر شرکت جوړ شوی واکسین یوازې دوه داوطلبو کسانو څو ورځې سختې تبې، او دوه نورو د تخرګ لاندې د لیمفو پړسوب درلودل. راتلونکي کې که چیرې د واکسین نه وروسته کومه رنځوري پیدا کیږي، دا نو مانا نلري چې د واکسین له وجې بیمار شوي وي. دا کیدای شي ناببره یا تصادفي وي چې دواره رنځوري په یو وخت رامنځ ته شوي وي. د اتیا کالو زاړو بوډا یا بوډیانې باندې د واکسین پیلولو سره کیدای شي چې ځینې ومړي. دا مړینه د شوي واکسین پسې اړه نلري ولې چې هسې هم هره ورځ په سلها داسې زاړه خلک مړي.