تعصب

(29 Mai 2020) پښتو ورځ،غبرګولي ۸،پښتو ویل پښتو لیکل او پښتو چلول

تعصب

دا تعصب ندئ چې د خپلې ځپل شوې ژبې حق وغواړې. هغه څوک چې تا په داسې غوښتنې سره متعصب ښکاره کوي ، هغه خپله متعصب ، جابر،ظالم او ناولی وجدان لري چې ستا د ژبې حق خوړي . حق اخیستل کیږي او د خپلې ژبې د حق تر لاسه کولو په پار ته پرځنګ یا مبارزه وکړه ، ترهغه چې ظالم او متعصب پړ ، حق دې پلي او عدالت تأمین ، او ته برلاسۍ شې