ایپي فقیر، په سیمه کي،یو له هغو استثنایی مبارزینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار،او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته،د هغوی دلاس کښېنولي حکومت، سره مخالف پاته شو او یو له هغو د ګوتو په شمېر مجاهدینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسي سودا ونه کړه چي د ده خپلواکي ته لږ تر لږه زیان ورسوي.