موقت حکومت

سراج ببرک زی

موقت حکومت نه افغان حکومت مني

موقت حکومت طالبان هم نه مني

موقت حکومت د امریکا متحده ایالات هم نه مني.

موقت حکومت د پنجابي پوځي اشتبلیشمنټ یوه ویجاړونکي طرحه ده، څو دوی خپل غلامانو بیا کابل کې واک ته ورسوي.

موقت حکومت د افغانستان په اوسني حالاتو د جنګ جګړو، د وینو بهیدلو او دکورنې جګړې د بیا پیلیدو تر ټولو ستر ګواښ دی.

افغان ځوریدلي ولس نه موقت حکومت مني او نه موقت امارت نه مني.

ولې افغانان له خپل تېر تاریخه نه زده کوي ؟

د جینوا په تړون کې مجاهدینو شتون نه درلود.

د بن په تړون که ستر تېروتنه دا وه، چې طالبانو په کې شتون نه درلود.

د امریکایانو او طالبانو د سولې تړون ستره تېروتنه دا ده، چې افغان حکومت په کې شتون نه لري.

دا تړون د امریکایانو په ګټه تمام شو، امریکایان خپله د خیر په غونډۍ کیناستل، څو د افغان وژنې تماشا وکړي. همدغه تجربه یا همدغه افغان وژنه روسانو هم پلان او تجربه کړي ده.

په اوسنیو خبرو اترو کې امریکایانو طالبانو ته ځښت ډیر امتیازات قایل شول، څو دوی خپلې پیښې سپکې کړي او تړون کې خپله ګټه ترلاسه کړي.

افغان حکومت د دوحې سولې تړون کې شتون نه درلود. افغان حکومت د دې ناسم تړون له امله تر ټولو ځښت ډیر انساني، امنیتي او مالي تلفات ورکړل، خو د ټرمپ منافقې ادارې او د سولې مکار او شیطانو مرچیانو افغان حکومت ته د سولې په خبرو اترو کې هیڅ اهمیت ور نه کړو.

طالبان د افغان څلویشت کلنې جګړې ماشومان دي، دوی ډېرې ناسمې لنډې، تنګې، غیر ډیپلوماتیک او د نه منلو وړ غوښتنې لري.

اوس پنټاګون وایې، چې د بایدن اداره د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بشپړ ایستلو ته ژمن نه دی، ځکه طالبان له متحده ایالاتو سره د سولې په تړون کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړي.

طالبانو ویلي دي، چې که اشرف غني واک پرېږدي، له نوي حکومت سره کار ته چمتو یو.

له دې خبرې مالومیږي، چې طالبانو د واک ترلاسه کولو لپاره جګړه کوله.

د طالبانو دغه خبر سمه ده، مونږ یو داسې حکومت غواړو چې له امریکا سره د نوي اسلامي حکومت جوړښت په هوکړه کې ذکر شوی، اسلامي حکومت په دې مانا چې د اشرف غني حکومت ختم شي او پر ځای یې داسې یو حکومت چې په افغانستان کې ټولو خواو ته د منلو وي رامنځته شي.

هو ؛ داسي یو اسلامي حکومت د ټولټاکنو له لارې رامنځ کیږي.

پرته له دې به د طالبانو حکومت کټ مټ د بن د تړون له مخې د کرزي موقت حکومت په څېر یو ناکامه او غلامه حکومت وي.

که طالبانو په حکومتوالۍ، په سیاست، په اقتصاد، په سوداګرۍ او د نن ورځې په سیاست او ډیپلوماسۍ پوهیدې او بلاخره په ولسواکۍ، ټولتاکنو او د بیان په ازادي باندې باور درلوداې،

نن به ټولو مخور، پوهانو مشرانو او کشرانو د طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړې واې، خو دا یوه ثابته خبره ده، طالبان له دې ټولو ارزښتنو څخه لېرې او بیل شوي دي.

د طالبان ناکامې له همدې ځايه پیلیږي.

تل دې وي جمهوریت

تل دې وي ملي وحدت

موقت حکومت