په موجوده وخت پښتونخوا ملي غوامي پارټي ډير په منظمه توګه او د شعور او پوهې په بنیاد پښتون قام منظم کوي. هغه ورځ لېری نه ده چې پښتانه به هم سره يو متحده ايالت ولري او په خپلو بجلو، ګازونو، اوبو او ځنګلونو به واک ولري. هغه ورځ نيزدی ده چې پښتانه مسافر به خپل وطن ته بیرته راشي او په خپل وطن کې به د ښه روزګار مالکان شي، حجری به ابادی شي او ډلي ډلی ځوانان به اتڼونه کوي.