استاد حبيب الله رفيع

خبري او سندري دواړي د ژبي زړه پانګه ده او کله چي زمزمو او سندرو ذوق خړوب کړی نو بيا ورو-ورو په ژبنۍ پانګه کي هنر غزوني وکړې

انسان چې پر نړۍ پښه كښېښوده، دنيا له غږونو ډكه وه، د باد غورهار، د پاڼو شڼهار، د اسونو شيشنهار، د مارانو پښهار، د مرغانو چغهار، د اوبو شړهار او داسې نور ګڼ غږونه يې تر غوږ كېدل او ده به چې ژبه خوځوله د ګڼو غږونو پېښې يې كولاى شوې او پر دې سربېره يې چې كله ژبه په تالو كې خوځوله نو ده به په خپله هم نوي او ابتكاري غږونه له خولې ايستلاى او راز – راز اوازونه او غږونه جوړولاى شواى.

په اساس كې ژبه الهامي ده او لومړنى ښوونكى يې لوى خداى دى، انسان ته يې ټول نومونه وروښودل او بيا په كسبي توګه ده د خپل چاپېرټولو شتو موجوداتو ته نومونه كېښودل او په دې توګه غږونه په حرفونو، كليمو او جملو واوښتل او د انسان د خپل – خپل وخت اړتياوې يې پوره كړې او د بل وخت لپاره يې نور نومونه رامنځته كړل او هم د وخت په تېرېدو ګڼې ژبې او د ژبو كورنۍ وپنځېدې او د نوم ايښودنې او لغت جوړونې دا لړۍ دا دى تر ننه لا راروانه ده او دوام به لري.

ژبه يوه اړتيا وه، د انسان ستونزې يې حل كولې او د هر څه لپاره يو ټاكلى نوم او مفهوم رامنځته شوى ؤ خو كله به چې انسان يوازې شو، په كار او ښكار به بوخت شو نو د خپل ذوق د تسكين او د خپل وخت د تېرېدو لپاره به يې له خولې نه منظم اوازونه ايستل او زمزمې به يې كولې دا ځكه چې سندريز نظم هم په طبعيت كې موجود ؤ.

د آبشار منظم شړهار، د باد شمېرلى غوره هار او د مرغيو سندريز چغهار دا ټول د ده پر وړاندې وو خو ورو – ورو دا زمزمې د حروفو، كليمو او جملو له او ډون نه جوړې كړې او په هره وقفه كې يې د يوه آهنګ او ورته غږ كليمې راوړې او همدا وو چې د خبرو په كور كې سندرو سترګې وغړولې او د منظومو او منظمو خبرو بنسټ كېښودل شو.

زموږ اولسي سندرې د همداسې لرغونو سندرو نمونې دي چې قافيې يې د آهنګ له مخې جوړېږي او پښتنو ته د پښتو له زېږېدو سره سمې له ميندو ژبو نه راغلې او حتى د ماشومانو او ميندو په سندرو كې چې د پښتو ډېرې لرغونې سندرې دي، ژوندۍ- ژوندۍ مسرۍ له ميندو ژبو نه راغلې، سينه په سينه رالېږدېدلې او بې له دې چې څوك يې په موخه – وپوهېږي تر ننه پورې له يوه نسل نه بل نسل ته رسېدلې دي.

په دې ترتيب خبرې او سندرې دواړې د ژبې زړه پانګه ده كله چې خبرو انساني اړتياوې تر سره كړې او كله چې زمزمو او سندرو ذوق خړوب كړ نو بيا ورو – ورو په ژبنۍ پانګه كې هنر غزونې وكړې، الفاظ او جملې وتوږل شول، راڼه شول، شفاف شول، د غميو غوندې وځلېدل او د مرغلرو غوندې سره وپېيل شول دا وخت ؤ چې په زبه كې ادب او هنر راپيدا شو او د ادب ژبه معمولاً سمبوليكه، اصطلاحي، استعاري او انځوريزه شوه. دا ضرور نه ده چې ادب دې په نثر او يا په نظم كې وي بلكې د ادب ژبه دې هنري او عالي وي او كومه ليكنۍ يا ګړنۍ ټوټه چې دا هنري، عالي او ادبي ژبه ولري، كه نظم وي او كه نثر، كه ليكنى وي يا ګړنى دا ادب دى او ادبي تنده پرې ماتېږي.

يوه غلطي چې تر اوسه را روانه ده هغه دا ده چې زموږ په څېړنو كې د يوې ژبې ټوله پانګه ادب بلله كېږي او وايي ساينسي ادب، طبي ادبيات، منظوم ادبيات او نور خو دا سمه نه ده ځكه ادب كه په نثر كې وي يا نظم كې بايد ادبي ځانګړنې، ادبي جوړښت او هنري خواوې ولري او په لوړه او عالي ژبه وي، كه داسې نه وي ادب نه دى بلكې د ژبې عادي پانګه ده او بس.

يوه بله لويه غلطي دا هم ده چې موږ په پښتو كې ټول منظوم آثار او ايجادونه ادب بولو، دا هم سمه نه ده ځكه هغه آثار چې د تعليمي او روزنيز هدف لپاره ليكل شوي، د ادب برخه نه ده بلكې د دې لپاره نظم شوي چې شاګردان او زده كوونكي يې ياد كړي او په دې توګه يې د دې نظم هدف په ياد پاتې شي. له همدې كبله موږ لوى – لوى شاعران لرو چې ادبي آثار يې عالي او هنري دي خو تعليمي آثار يې په عادي او بې پېرايې ژبه دي.

خوشال بابا درې نيم سوه كاله وړاندې دې ټكي ته متوجه شوى او په شعوري توګه يې خپل ادبي او تعليمي آثارو سره بېل كړي. دى په فضل نامه كې وايي:

دا سږ كال چې دغفط دى

يو كتاب مې په نمط دى

چې يې نوى بنياد كېږدم

يو يادګار په جهان پرېږدم

ساده نظم بې دقته

بې اشكاله، بې لغته

په خفيف بحر ولى

تكلف ځنې وتلى

چې اسان په يادول وي

مختصر ښكلى په ښكل وي

چې هر څوك ورته وګوري

نېك عمل وته وښوري

سره له دې چې د ده د دې ساده وينا په وړاندې د ده دېوان او هنري بيان دروكان دى او د رنګونو زرغون ټال.

حميد بابا هم چې كومه شاعري او ساحري په خپل ديوان، نيرنګ عشق او شاه او ګدا كې كړې هغه د ده د شرعة الاسلام په پنځلس زربيتيز كتاب كې نشته.

دى په دې كتاب كې وايي:

حمد و شكر دى بېحده

تالره خدايه احده

چې د كړه پرما پيرزو

په خپل فضل دا آرزو

دم قدم مې ستا توفيق

په دا لار كې شه شفيق

راته تا كړه په احسان

دا مشكل مزل آسان

خو په نيرنګ عشق كې دا يو بيت:

هر اندام د ګل اندام په نڅېده

لكه موم د اور له تاوه څڅېده.

دومره هنر او شعريت لري چې يو كتاب خبرې پرې كيدلاى شي، دا بحث اوږده لمن لري خو لنډه نتيجه يې دا ده چې د يوې ژبنۍ پانګه پراخه او عامه ده او ټول ژبني توكي په كې راځي او ادبي پانګه بيا د ژبنۍ پانګې يوه برخه ده، همدا را د يوې ژبې ټول نظمونه هم ادبي پانګه نه بلكې يوه ياته برخه يې ژبنۍ پانګه ده.

په بله ژبه موږ كولاى شو ژبنۍ پانګه له هغو خښتو او خټو سره ورته وبولو چې سره راټولې يې كړې سر پر سر يې كېښودې يوه عادي كوټنۍ ترې جوړه كړې چې له يخنۍ او ګرمۍ نه په كې خوندي كېږي او په ژوند كې دى د مسكن اړتيا پوه كېږي يا لكه هغه ور چې له ساده تختو يې جوړ كړې او په دې كوټه كې يې كېږدې چې كور پرې خوندي كېږي خو د ژبې هنري او ادبي پانګه بيا داسې ده لكه د يوې ماڼۍ جوړښت چې پر خښتو او خټو سربېره سمټ، رنګونه، ډبرې او هيندارې ټول په كې راغونډېږي، په ذوق او هنر سره نظم كېږي او يو عالي او ذوقي تعمير ترې جوړېږي يا هم لكه د دړې پر وره چې ګلونه وكړې او رنګونه وركړې پر ضرورت سربېره هنري ذوق هم خړوبوي او جذبوونكې ښكلا هم لري.

دا د عالي او هنري ژبې يوه بليغه او فصيحه بېلګه ده.

يو ځلې بيا پر دې لار راشه

په پخوانيو پلونو دې پرېوتل ګردونه