د غږ ورکوونکي توري الپ ځینې اړخونه مو په تیرې ګڼې کې ووڅیړل، چې دوی هم بیل، بیل غږونه ورکوي. دوی په یو بل پسې په تړنو او راوړنو کې هم خپل غږونه یو بل نه بیلووي.ده غ غږ ورکوونکي توري ه ته به اوس خپل پام ور واړه وو. دغه غږ ورکوونکی تږری ه خپل بنسټ نوره هم ژور راښیي. ه پخپله په پښتو ژبې کې ګڼ اړخونه لري او د ده غ توري غږ هم کله یوو شاندې او کله هم بل شاندې بریښي، چې هغه د الپ ، او ح په مینځو کې خپل غږ ورکووي او ساي یې. لکه څنګه چې راښکاره دی نو پښتو ژبه ده غ توري ح غږ نه لري او که ده غ غږ ځینې پښتانه په تیره بیا په ښارونو کې پښتانه په کار اچووي، نو هغوی د پردو ژبو لکه عربۍ تراغیزو نیوونو لاندې راغلي پاتې دي او ځینې پښتانه د عربو نه هم ح ژوره وایي. دلته نو دپښتو ژبې یوو پوخ، پخوانی او پراخه بنسټ د ژبې نه وروکیدلو سره ورمخامخ دی. دې شخړې څرګندونو ده پاره به ده یوروپ ځینو ژبو ټکي راوړم، چې دغه شخړه پخپل بنسټ ګې مونږ ته نوره هم را ښکاره شي.پام ووشي دغو ټکوته : Operation,Organisation,Integration,Konstellation,Situation,Navigation