د پښتون قام، پښتو ژبی ، قبایلو او د پښتنو د ټاتوبي او د هغوی د منشأ په باب په بهر او داخل کی پوهانو ډیری زیاتي لیکني کړی دي. چا بنی اسراییل، چاقبطیان، چا الباني اصله او چا هم د اریایانو اصیل زامن بللي دي. دلته زموږ هدف ددې نظریاتو او عقایدوردول او تاییدول نه دي بلکه دا خبره کوو چی دغو اکثرو مورخینو په پای کی د خپلو تحقیقاتو نتیجه بیرته پر هغو فوکلوری افسانو بنا کړې ده چی له لویه سره هیڅ اساس نه لري او زیاتره خو یوازي د یوه لیکوال پر هغو اطلاعاتو تکیه کوي چی یوازي په هغه لیکوال پوري اړه لري او په بل هیڅ کتاب کی راغلي نه دي. ددې فوکلوري تاریخ تر ټولو لوی نکلچي خواجه نعمت الله هروي پخپله د پښتنو او اسلام له تاریخ څخه بی خبره دی او چی هر څه یی زړه غوښتي دي هغه یی لیکلی دي. له بده مرغه چی بهرني او داخلي مورخین او څیړونکي، طبیعی خبره ده چی دده په دغو نیمګړتیاوو پوهیدلی دي، د هغه له تاریخی اشتباهاتو څخه په غټو سترګو تیر سوي دي او حتی لا وروسته یی په هغو کتابونو هم استنادونه کړي دي چی نورو له تاریخ څخه بی خبرو مورخینو د خواجه نعمت الله پر فوکلوري خوبونو اضافه کړي دي. د دې غلطو اطلاعاتو او څیړنو تاوان په دې کی نه دی چی موږ ته د پښتون قام په باره کی ګمراه کونکي معلومات راکوي بلکه لوی تاوان یی دادی چی دغه غلط اطلاعات په اصطلاح له آدمه تر دې دمه د پښتنو قومونو تر منځ د اختلافاتو عامل ګرځېدلی او تر نن ورځی پوري یی دوام کړی دی. فوکلور، افسانې او فوکلوري تاریخ د یوه قوم د هویت لویه برخه ده. په نړۍ کی چندانی داسی قام نسته چی د خپلی ریښې او منشأ په باره کی افسانې ونه لری. هر قام ځانته لیکلی او شفاهي تاریخ لري. فوکلوري افسانې په حقیقت کی د یوه قام د کلتور او فرهنګ ډول او سینګار دی. خو کله چی یو قام تعلیم یافته او لوستی سي نو افسانې له ریښتوني تاریخ څخه بیلي کړې. البته، په افسانو کی هم د خپل ریښتوني تاریخ څرک لټوي. خو زموږ د تحقیقاتو لویه نیمګړتیا په دې کی ده چی د خپلو افسانو په مقابل کی، چی زیاتره وختونه ريښتونی تاریخی اساس نه لری، او په مقابل کی یی د ردولو لپاره په زرهاوو کره ، تاریخی او لیکلي شواهد موجود دي، بیا هم پر خپلی خبری ټیګ ولاړ یو او غواړو په یوه او بل ډول هغو ته ریښتونی تاریخی رنګ ورکړو. د همدغو بې اساسو تاریخی افسانو پر اساس مو خپل تاریخی تحلیلونه بنا کړي او حتی د قومي جلاوالي او بدیو د دوام سبب مو ګرځولي وي. د پښتون قام د سرچینی او پښتنی قبایلو په باره کی زیاتره اطلاعات د خواجه نعمت الله هروي پر مخزن افغانی و تاریخ خان جهاني باندي، چی په اوه لسمه میلادي پېړی کی یی لیکلی دی، ولاړ دي.