pashto tora wraz

زما پښتو ګراني پښتو مورنۍ ژبي

زما خـــــــوږی زما زیږی غرنۍ ژبی

زما یاغي د حـــــــــادثو اورنۍ ژبی

زما د جنګ زما د میدان مړنۍ ژبي

زما د تورو د شرنګي توریالی ژبی

...په جرګو کی له جنګونو پردی ژبی

زمــــا نغمو د چندڼي رباب ته مستي

زما د نیمو شپو د خیال درخانۍ ژبي

زما د پت او د غیرت تر بیرغ لاندي

د اهــــاړ د سرو غرمو ملالی ژبی

د غازی مورچل پر سر د بري چیغي

پر مزار د شـــــــــهیدانو جنډۍ ژبي

یــوه ورځ به افسانه د دی جهان یی

د ښایست به ملکه د دې جهان یې

له ستایلو به دي ژبي وي شیریني

د ښکلا به قصیده د دې جهان یې

ښــــکولوي به دی سندری غزلونه

زمـــزمه به د حمید او د رحمن یی

ستا د تورو له شرنګی به ز ړونه ریږدي

هنــګامه به د فرید او خوشال خان یی

ستا په نوم به بیرغونه پورته کیږي

ســــتا په مینه به جونګړي ابادیږي

ستا پر شاړو به ګلونه زرغونیږی

له کوډلو به دي بیا ښارونه زیږي

بیا به موږ یو بیا به کړنګ وي د جامونو

له سرو میو سره شرنګ د ربابونو

د غني پر پله به ځو د غرو تر څوکو

خزانې به دی را باسو د لعلونو

په درو کی به دی خرپ د تورو ګورو

افسانې به پاڅوو د تاریخونو

جوړوو به دي شهید شهید ښارونه

رغوو به دي ټپونه د قرنونو

له نامه به دي په تیښته دښمنان وي

ښکلی نوم به دي آغاز د هر دیوان وي

پر ډېوو به دي د شپو زمزمې ګرځي

پر لمبو به دي راغلي پتنګان وي

په ښارو کي به دي شوروي د زلمیو

پر دښتونو به دي دوړي د کاروان وي

زما پښتو زموږ دي له تاسره پیمان وي

چی دا خاوره چی دا مځکه دا اسمان وي

پر لمنو به دي بیا پسرلي ګرځي

چی په غرونو کی دی پاته یو افغان وي

ته به ښکلې د غزل غوندی رنګینه

او ړانده به دي په سترګو غلیمان وي.

عبدالباري جهاني

مسلمان یــم غلامی مـنلی نـشـم دکــفارو بـی رحـمی مـنلی نـشـم پښتنی مـور زیږولی یم پښـتون یـم بـی پـښـتو کـارونـه هیڅ مـنلی نـشـم که ټوټی ټوټی وجود می کړی دښمنه ...د وطن اشغالګری مـنلی نـشـم ما شیدی د پښتنی مور دي رودلې په وطن کی می پردې مـنلی نـشـم دا منم بی غزتی ستاسو رواج ده زه پښتون بی غزتی مـنلی نـشـم بی بنیاده ئې دښمنه زر به مات شی ای بی ننګه بی ننګی مـنلی نـشـم کامیابی می په تاریخ کی لیکل شوی ای نـاکامـــه نـاکـامـې مـنلی نـشـم سر لوړی می په قسمت ده هر میدان کی هیڅ دښمن ته سر ټیټې مـنلی نـشـم ببا خبر شه پښی به غبرګې کړم در ماتې زه (خوستوال)ستا چپړاسې مـنلی نـشـم

ګرد چاپیره که ښادي ده که ماتم دی

ما سره زما د خپلې پښتو غم دی

له هغې زلمې مې وینه مینه ځار شه

چې د ننګ په کار هم توره هم قلم دی

...

وطن نه وینې کورسۍ پسې ورځغلي

څه ړوند کړې غرضونو د عالم دی

که یې سر بیا بیا ماتیږي هم وردورمې

خټک داسې لیونې د خپل صنم دی

ما سره زما د خپلې پښتو غم دی

ګرد چاپیره که ښادي ده که ماتم دی

دخيبر په سر مې قبر را ته جوړ کړئ

ديورپ په منارو کې مې زړه تنګ شي

خړ تصو ير چې دپا مير او خيبر وينم

زړه مې وسوزي لمبه شي لوګی وکړي

لوی افغان چې بې ټوپۍ اوڅادر وينم

د کونړ او اباسين اوبه به پکې وي

په دقت چې اتلنتيک ته ژور وينم

دخيبر په سر مې قبر را ته جوړ کړئ

چې په مړينه لوی وطن سراسر وينم

خدمتګار به يې ګردخاوره پرې ور نه کړي

که پيردوس دلته دځمکې په سر وينم

شمله په اور وسيزه

تا ته به ياد وي لالا

زمونږ بابا به وائيل

چې زمونږ سيمه د تورزنو ميړنو سيمه ده

دلته زمونږ توريالو

په ننګ او پت باندې مئين سپيلنو

د هر طاقت د هر يو جبر خلاف

د خپلې خاورې په سرو وينو حفاظت کړے دے

جنګ ئې د پت کړے دے

بابا به دا هم وئيل

جوړ د الله د صفتي نوره تورزن پښتانه

دا د بيتان د دعاګانو په رنګ ،رنګ پښتانه

دا د ملالې ميرمانجي او شاه بوډئ بچوړي

د دريا خان د ايمل خان او خوشحال خان وارثان

د استبداد باغي نشه په خپل مازغو کښې لري

د چا د مټو زور ته

د سپينو تورو شور ته

چې د هر وخت سکندر

د هر يو دور مغل

په هر سنګر کښې ورته

دوئي سلامي کړے ده

دوئي غلامي کړے ده

بابا چې څه وائيل رښتيا به وي نو

خو دا چې بيا د وخت جابر لښکرو

زمونږ په خاوره نن يلغار جوړ کړے

هر کوڅه کښې د لاشونو ئې انبار جوړ کړے

د هر يو کور د پرده داره پښتنې سرتورې

پرده شلولې دکورونو ئې بازار جوړ کړے

نو زما ګرانه لالا

خور درنه سوال کوي دا

چې ستا په سترګو کښې د څه ويره ده؟

ژبه ګونګئ او سر د ې ټيټ ولے دے؟

په زړه تيارې اوخوف د مل ولې دے؟

لاسونه شل شعور ګنګس ولے دے؟

چې توره ډال د ورته وغورزول

د استبداد نشه د لاړه سپينه واوره شوله

نو زما ګرانه لالا

ستا د وجود د پښتني وياړ طاقت د څه شو؟

د پلار نيکه چې دې ګټلې وو عزت د څه شو؟

قبا د وشليده ريښې ريښي شوه

شمله دهم په سر مزه نه کوي

په اور ئې پورې که

چې وسوازيږي

چې بس اوس دا سرونه

د د غه جګو شملو

نور د تړلو نه دي

قلم ژاړي.

اوښکې تويوي.

په خاموشه ژبه داسې وايي.

زه هغه سپېڅلې وسيله يم چې الله پاک راباندې قسم کوي.

او وايي (زما دې قسم وي په قلم او په هغه څه چې قلم ېې ليکي).

خو زما درناوې نه کېږي.

زه د حق د ليکلو لپاره يم خو حق نشم ليکلي.

ان دا چې ځنې قلموال زما په مټ د حق د پټولو هڅه کوي.

زما څخه د چارواکو د خوښ ساتلو په موخه کار اخيستل کېږي.

په ما غوړه مالي کېږي.

زما څخه د کرغېړنو سياسي موخو لپاره ګټه اخيستل کېږي.

زه د ټولنې د اصلاح لپاره يم خوځنې قلموال مې د ټولنې د بې لارې کولو لپاره کاروي.

زما په مټ په ټولنه کې د پرديو کلتور خپروي.

هو کې: ماته سپکاوي کوي.

سپکاوي .

سپکاوي

تــــــــــه شــــــــــــهايــې شکـــر لبه ګل رخساره سيـــــم غبغبــــــــه

په نـــــــــادرو کـــــــــــــــې نـــــادره پـــــــــه عـــــــجبو کـــې عجبـــه

په جمله ؤ معشـــــــــــــــوقو کـې بوالعــــــجب يــــې منتخبـــــــه

بې زېوره ښايـــــــــــــــــسته يـــې بــــــــــــې تــــــــرتيـبه مـــــرتبــــه

دغـــــــــــه دادد الهـــــــــــــــي دی بـــــــــــې تــــــالاشه بــې طلبــــه

اب حيات چې حيات بيا موند ستـــــــادشـــــــونډو لــــه سببـه

مخ دې سپين ترسپين سبا دی زلــــفې تـــــورې تــرتــورشبـــه

ستــــــادمـــــــخ عــــــرق دانـه وو زينـــــــت رانيــــولــه کـــوکبـــه

دښایست مــــــخی دې نشتـــه تــــــــرمشـــــــرقـــــــه تـــرمغربه

دوصال مــــــونده دې ګـران دي مګــــــــــــر فضل شي له ربـــــه

چې درب فضـــــل پرې وشــــي هغــــــه خـلاص شي له غضبه

دادولت دخــــــــدای په داد دی مونده نه شــــــــي لـــــــــه نسبه

عشق څه هســــې علــــــم نه دی چـې حاصل شي لـه مـــــــکتبه

مـــکتب حال دمذهب وايـــــــي عـــشق سيـــــــوادی له مذهبه

دعـــــاشــــــق مذهب هـــم دادی چــــــې دم نـــــــه وي ب مطلبه

ستادحــسن په تعريـــف کــــــې رحمـان ګـــونـــګ دی له ادبه

(۱۷۱)

په هر زړه چــــې ديــــارمينـــــه شي غالبه بلـــــه ميــــنه يـــې هـــــېڅ نـــــــه وي مناسبه

نور ې واړه مـــــرتبې به ورتـــه هـــېڅ شي کـــــــه خبر شي څـــــــوک له هـــــسې مراتبه

ليـــاقـــــت يــــې هر وګړي څخه نشتــــــــه عـــــــــاشقي يـــــــــوه پايـــــــه ده عجــــــايبه

دطلـــــــب له کـــــــوتاهۍ وېــــــــــــره وکړه کـــــــــــــه هـــــــرڅـودې لارکـوتاهه ده طالبه

عـــــشق څـــرګنده خزانه ده خوار هغه شو چې څرګنده خـــــــزانه شــــــوه ترې غــايبه

غوره خط دمــــهرويــانو تــــــرخط نشته که هزاررنګ کتابونه کــــــــړې کاتبــــــــه

هېڅ يـــــې مـــه پوښه له فرضو له واجبو په هغو چې عاشقي کړي خدای واجبـــــه

عــــاشقان تر سرو ماله يــــارته تـــېر دي خـــــــدای دې داطائفه نه کانـــــدي کاذبه

زه رحمـــــان دخپل صاحب په رضا زیست کړم

څــــــه پــــه کار دی بنده بـــــې خپــــــــــله صاحبه

(۱۷۲)

تــاچــــې په داتـورو ستــرګـــو وکاته وماته زړه دې زما تورکړله له دې نوره مخـــلوقاته

ماخو چې ته وليـــدې هغه ســــاعت مـــې ووې نـــــوره به مې ميـنــــــه دزړه نه شي لــه تاماته

شېخان اوزاهدان چې نصيــحت وماته وايـــي نــــــه دي خبر شوي ستــــــادمخ له مـــحسناته

څه وشو که زه انګشت نما شوم ستا په ميـــنه لاتــــرمـــــانه خوښ يـــــې وقاضي وهـــم ملاته

مــــــرم پــــــه داچــې ماله تاجار باسي هغه خلق بیا په دیدن تر مــــاړومــــبی ځغلي وخواته

زه رحمان چې دې وينم ياره وايم خدایه خير کړې

ګـــــــــډه ښـــــــــاپېرۍ ده دبني آدم لـــــــــه ذاتـــــــــه

(۱۷۳)

کـــــــــــه دعقــــــــــــل څــه اثر لرې وسرته لاس پـــــــــــــــه ســرمــــــه شه دهرګېډي ودرته

په نظر دهغو خــــــــــاورې سره زر کېږي هـــــــــــــر چــــــــــــــې نه لــــري نظر وسيم وزرته

بې منته جـــــام دزهـــــرو څښلی ښه دی نـــــه هغـــــه چــــــــــــې منت بـــــار وي وکوثر ته

دیوسف له حالــــــه زده کــړم دغه پسه وايــــــــــــــه حـــــــــــــــــــال دزمـــــــــانې وبرادر ته

دې فــــــلک وچاته هېڅ بښلي نـــــــه دي چـــــــــــــــــې يـــــې نه دی راپېرودی ځـنې بېرته

دخروار دعــــــــوی يــــــــې وګڼــــه ممکنه که يــــــــــــې پوروي ديـــــــوې جودانـــــــې درته

که له خدايـــه دې وخـــــلق وته مـــــخ شي لـــــــــه فـــــــــــــــردوسه به دې مــــخ شي وسقرته

هـــــــــمېشه بـــــــــه درپــــــه درګرځې رټلی داستـــــوګـــــــنې ځای به بيـــا نـه مومې چېرته

ددې سســــــت بدن منت په رحمان باندې

چــې لـــــــه خپله دره تلی نه شي بــل درته

(۱۷۴)

چــــــــــې نظـــــــر کــــړم دخوبانوورخسار ته حـــق حيــــران دخدای په کړه شم ودې کار ته

لـــه دهشته يې ريبار پوښتېــــدای نه شم خدای زده څه به يــــــې ويلي وي ريبار ته

خــــــــــلوتيـــــــان لکه برده پکې خرڅېږي غږ يـــې نه خيـــــږي دحــــــــــسن وبازار ته

تــــه چـــــې ماپوښتې ديـــــار له حقيــقتـه څو ديــــــار خـــــــبرې کانــدي واغيــــار ته

درد وغم دعاشقۍ څــــه هـــــــومره نه دی چې يــــــې عـــقل دچارسي ومـــــــــقدار ته

زه ویار چې سره خــــپل غمونه شمارکړو يــــارومـــــــــاته حيــــــــرانېږي زه ويـــــارته

ددنیا چارې هــــــــمه واړه پــــــــه وارشـي ماديــــــــــــارغمــــــونه نه پــــرېږدي ووارته

رحمان هسې وزګار چېرې دی له عشقه

چې غوږ ونیسي ناصح غوندې وزګارته

(۱۷۵)

مــــــــــــــــاددهـــــــــــــــر غم وهلـی دی په لته دپيــــــــــــالــــــې دصـــــــــــــــــراحی لـــه برکته

که اوبه دي دحيـــــــاتـــو په ظلــمت کـــــــــې ســــــــــاده رويــــو ومــــــاراکړې بــــې ظلمته

هغه یار چې وماجـــــــام دميــــــــو راکـــــــړ ددښنو ويـــنې مې وڅـــــــــښې بــــــــې شدته

بې خودۍ ددنيــــــا له غمه خــلاص کــــــړم لارمې بيــــا مونده بیرون لــــــــه شش جهته

ددښمن په دښمنۍ مې خنــــــــــــداکـــــېږي لکه شمــــــع دمـــــــقراض لــــــــــــه خصومته

بې خیري مې کل په خیر باندې شمېرلې دزمري په خوله کـــې ناست يــــــــــــم فراغته

مړ بهتر دی ترهغه چې څوک بې پت شـــي په يارۍ کې دې خدای نه کا څــوک بې پته

داستي چې په اور سوځي مراد يـــې دادی چې په اور کې سوی ښه يــــــــــــم نــه بې پته

خدای هاله دسړي ياد شي چې دردمندشي کمــــــــه نه ده دردمنــــــــــدي تـــــــــــــرعبادته

په تدبيــــــــر وپه تلاش کله مونده شــــــــــي چــــــــــــې موقوف وي هغه کار په عـنايتــــــــه

که څوک ســـــــــل نصيــــــــــحتونه ورته وکا غـوږ يــــــې نه وي دهېــــــــــچا په نصيحتــــــــه

زه رحـمان په سل حلقو دزلفو بند يــــم

لا دپــاسه يــــــو پېزوان شو بله نتـــــــه

(۱۷۶)

ستا په مخ کې څه حساب دجمال نشته ځـــــــــــکه مـــــــــــــــــــــا څخه دصبر مجال نشته

ته دسرودمال وېره په مامــــــــــــــــــه کړه وېـــــــــــــره مـــــــا څــــــــــــخه دســـرود مال نشته

زه بــــــــــــــــه داســـبب له وېرې سره ږېدم چــــــې ستــــــا وېره کــــې ثواب دی وبال نشته

که وعده دیوې چارې یو ساعت کړې دهغــــــې چارې اميـــــــــــد مـــــــې په کال نشته

دشهید وحال ته ګــوره حال یې څه دی بې تـــــــــــاهـــــــــسې حال زما دی بل حال نشته

روښنايي مې دچشمــانو ستادیدن دی په داکور کــــې بــــــل چـــــــــراغ او مشال نشته

په جویبار زمــا دستـــرګو سرو ته يــــې په دانهــــــــــــــر باندې بل څه نهـــــــــال نــــــشته

مخ دې بې خـــطه بې خاله هسې زېب کا چې یې هېڅ حـاجت په خط وپه خــــــال نشته

مــــــــــــــــخامخ که راتــــــــه وګورې دلبره پــه کاته کې دې ثــــــــــواب دی وبـــــــــال نشته

دافتاب په مـــــخ کې هر ه ورځ زوال وي ستـــــــــــــــا دحســـــن په افتاب کې زوال نشته

په جذبه دمــــــــــحبت مې ځان ته راښکه نورحاجت مــــــــــې په ريبـــــــــار اودلال نـــشته

ستا په يـــاد ورحـــمان هسې رنګ مشغول دی

چې پـــــــه زړه کـــــې یې هېڅ غم دوصال نشته

(۱۷۷)

مخ ته که دې نمر وايم دنمر زلــــــــــفې تـارتار نشــته سرو که ستا قدبولم دسروې يـون رفتار نشته

هرڅوک چې دې ستا واتشين رخـــسـار ته ګل وايي پــوچ وايــي داور په مخ کې وقـردګلزار نشته

زلفـــــــــــــې دې نــــاحقــــــه څــــــوک سنبل بولي دلبره ولې چې لـه مښکو سره هېڅ دګيــاه کارنشته

مــــــــاچې غږ په غوږو ستا ددرد دسپيــــــو واورېده هسې رنګ بلبله په چمن کې په ګفتار نشته

يـــار به درقيب په لورې خدای نه کارحمانه سم

ولـــــې چـــې دسپيو فـــــــرښتو سره څه کارنشته

(۱۷۸)

که څوک لاس لــــه سوده وکاږي زيــــــان نشته پــــــــه ملنګ بانــــــــــدې قلنګ او تاوان نشته

دوفاخريـــــــــــــداران دې بـــــــل خــــــوا درومي دامــــــــتاع دزمـــــــــــــانې پـــــــــــه دوکان نشته

جدايــــــــــــی لــه اشنايــــــــۍ نه پيــــــــداکېږي نــــــــااشنا لره هــــــــېڅ غم دهــــــــــــــجران نشته

مـــګر ځان وخــــــــــدای ته وسپاري امان شي ګڼــــــــــــه بلــــــــــــــه خــــــــوا دهېــچا امان نشته

هغه یار به زه وکـــــــــومې خـــــــواته غـــــواړم چې يـــــــــــې هېــــــــچېرې مــــنزل ومکان نشته

دلبران که هـــــــــــــرڅو ډېر شي په جهان کـــــې زما يــــــــــا رغـــــوندې دلبر په جـــــــــهان نشته

چــــــې هــم قد لري هم زلفې هم سرې شونډې دغــــــــــه هســـــې رنګ افتاب په اسمان نشته

عشـــــــــق عـــــاشق لره يـــو هسې ګلستان دی چـــــــــــې وباغ وته يـــــــــې لاردخــــــزان نــــشته

عـــــــــــاشقـان په عشق کې واړه سلطانان دي پـــــــــــه داښهر کـــــې نېستګاراو ناتوان نشته

که مجنون غوندې په عشق کې څوک صادق شي دليــــــــــلی پــــــه دروازه کــــــــې دربـــــان نشته

دانايـــــــان به درحمان په قال پوهېږي

دلتـــــــــــه کاردهر نااهل ونادان نشته

(۱۷۹)

په دنيـــا کې مخ ديـــار دی نور څه نسته هـــــــــر چې دی دیار دیدار دی نور څه نسته

چې وهـــجر ووصـال ته يــــــــې نظــــر کړم يـــــــــــو دوزخ دی بــــل ګلزار دی نور څه نشته

کــــــارخــــــانې چــې ددې دهرلېدی کېږي همـــــــــــــګي دعـــشق سر کار دی نورڅه نشته

هرمژګان یې په مــا هسې چـارې کاندي وايــــــــــم عيـــــــــن ذوالفقــــار دی نورڅه نشته

بویه مردچې يـــــې له مخه زلـفې واخلي دغــــــــــه ګنــــــج دی دغه مار دی نور څه نشته

دمــــــــحسن دحسنات صــفت به څـــوکړم کـــوتاه وايـــــــم چې بې شمار دی نورڅه نشته

وهر لور ته چې دزړه پــــــه غوږو ځېر شم جــــــــــوړ دمــــــــــحبت بازار دی نــــورڅه نشته

چې سپين مخ او توري زلفې يې ليدی شي دغــــــــه ګـــــــــنج دی غــــه مار دی نورڅه نشته

هر طبيــــــــب تــــه چې ځان وښيم داوايي چــــې له عشقه دې ازار دی نــــــــورڅـــــه نشته

خوار رحمان که بې تاميــنه په بل چــــــــــا که

عيــــــــــن دقتل سزاوار دی نور څـــــــه نشته

دا مو د خاپوړو کلی کور دی

دا مو د نیکو د توری زور دی

ورک به شی غلیم چه مخ یی توردی

سر به تری قربان کړم د بدن سره

مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی

دا زموږه خوږ افغانستان دی

لوړ چه په هوا کی یی بازان ګرځی

هلته په ځنګلو کی یی زمریان ګرځی

جوړ په سردرو کی یی طوطیان ګرځی

مست یی بلبلان د باغ او بڼ سره

مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی

دا زموږه خوږ افغانستان دی

دا وطن خوشحال غوندی بچیان لری

دلته کی نازو انا لمسیان لری

لوی احمد شاه ستر نوم په جهان لری

ساتو به یی شاړی د چمن سره

مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی

دا زموږه خوږ افغانستان دی

وګوری هرات دی که لغمان

یا که ننګرهار دی که جوزجان

پورته قطغن که بدخشان

غرونه یی ښه ښکاری دمعدن سره

مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی

دا زموږه خوږ افغانستان دی

وایی هریرود اوبه خوږی لری

سیند د ارغنداب جګی څپی لری

ګوره د کنړ سیند څه نخری لری

جوړی تری بیالی دی د سربند سره

مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی

دا زموږه خوږ افغانستان دی

دا وطن زموږه افتخار دی

دی کی موعزمت دنیکه پلاردی

دا د افغانی کلتور یادګاردی

لاس په ګریبان ګرځوله دشمن سره

مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی

دا زموږه خوږ افغانستان دی


واچوه په غاړه کـی لاســـــونه مـــی

> وگوره پـه زړه کی پرهـــــــرونه مـــی

> راسه چی په کړیـــــــکو درتـــه وژاړم

> تیرسوله په هجر کی کـــــلونه مـــی

> ســـربه دفرهادپه کــــلنک مات کــړم

> څوایږدی پرسوی زړه داغـــــونه مــی

> ږغ می دجانان کلی ته نــه رســـــی

> وه وهل په شپوشـــپومــنزلونــه مـی

> ای ډیوی دوصل لږ خوبله سه رڼاوکړه

> تیرپه تاریکوکی سول کــلونه مـــــــی

> ای قاصده زما درویش ســــلام ورو ړه

> وروړه زما ویارته ســلامونــــــــه مـــی


مصريان ،تونسيان اونورعربی نړی د پشتنو په شان ملايان ، سياستوال، جنرالان ،لوړپوړی دولتی چارواکی ،اسلامی اورپکی ،ناسنولستان ... لری،دوی خپل منځنی اختلافت دخپل قوم ولس اوهيواد ګټو پخاطر پريږدی ،دهغه دريو لسيزو فرغونی اودکتاتوری نظامونه په سوليزومظاهروړنګوی.

ايا د پشتنودينی ملايان ،ناسنولستان،سياستوال ... په رښتيا دمشکل په ځان نشی ګللی چې خپل منځنی اختلافت ...پريږدی اووائی : .

ترڅو چې ز مونږديو لوی افغان په خاوره کی دجګړی پای ټکی اودومدار سوله ،خپلواک لوی افغانستان ضمانت ګونډيو، منطقی او نړيوالو زورواکو پوری راکړشوای نه وی زمونږ سوله يزی مظاهری به ترهغه روانی وی؟

د کابل او پیښور لوحې

پښتنو پخپله خپله ژبه سپکه کړې ځکه خو دوي هم سپک دي.

ولی ټول پښتانه پخپله ژبه خبرې او لیکنې نه کوي او پردی ژبې استمالوي، دوي خپلې ژبې په ویلوشرمیږي که څوک یی استمالولوته نه پریږدي او که کوم بل عامل دی سره ددې چې پښتو یو غنې او د ویاړ ژبه ده چې مونږ ټول پرې نازیږو.

فکر نه کوم چې داسې څوک پيدا شي چې ورته ووایي چې تا خپله د کور، دکان، کمپنی یا بل څه لوحه ولی په پښتو لیکې ده.

زه دې نتیجې ته ورسیدم چې په دوي خپله ژبه ګرانه هم ده او استمال یی هم غواړي خو غور نه پرې کوي چې څه وکړي.

د بی پروایی یو بیلګه یی د کابل او پيښور لوحې دي، په کابل او پيښور کې د پښتنو په خپلو کورونو، دکانونو، کمپنو او موټرو په دري او اوردو ژبو ټولې لوحې دي سره ددې چې دا د پښتنو خپل غټ ښارونه دي نو د نورې نړۍ خبره به پریږدم چې په لندن او امریکا او نوری نړۍ کې هرچا د اینګلیسي په خوا کې په خپلې ژبې هم لوحې لیکلې دي خو د پښتنو هغه نشته.

په کابل کې مې لوحو ته پام شو چې د ډیرو درملتونونو لوحو نه لاندې ٬ادویه فروشی او دواخانه هم لیکې وه سره ددې چې درملتون په ملي کچه پیژندل شوی نوم دی خو بیا هم خپله ژبه ورسره لیکي.

لیکنه به لنډه کړم او خپل وړاندیز به ووایم.

دا چې دري او اوردوهم د دواړو هیوادو ژبې دي درناوی به یی وکړو خو د خپلې مورنی ژبې درناوې هم په مونږ لازم دی نو د خپلو لوحو په چوکاټونو کې به پښتو هم ورډیره کړو لکه د درملتون سره چې ادویه فروشي لیکلې داسې به د خوراکه فروشی سره خوراکې پلورنځی او داسې نورو سره نور ورډیر کړواو پخپلو لوحو کې به مو خپله خوږه پښتو هم وي.

نااشنا شینواری