د سړیتوب یا شخصیت نارامه او ګډوډ حالت

د سړیتوب یا شخصیت نارامه او ګډوډ حالت یا (پره نویید)

د ویجاړ شخصیت پریشانه حالت یو له سختو ناروغیو د لړۍ څخه ګڼل کیږي چې په دې رنځ اخته کسان د نورو وګړو په مقابل کې ډیر بدګمانه، بې اعتباره او شکمند وي.دوی معتقد وي او مني، چې نور کسان هغه ته بد، ناوړه او زیان رسوي نو ځکه چلند یې ډیر غوسناک او جګړه مار وي.داسې عصبي ناروغانو درملنه هم ډیره ستونځمنه وي ځکه چې چلند او بد کړه وړه یې د درملیار یا( پیزیتراپایت) په مقابل کې هم په بده رویه پیل کیږي.خو درملیار کولی شي چې غوره او ګټور چلون سره اندي نمونه یي موډل جوړ کړي.

په پره نویید یا ویجاړ شخصیت اخته ناروغان خپل ټول چاپیریال او هم درملیار د ځان دښمن بولي ، له همدې کبله درملنه یې ډیره سخته وي . دوی د نړی انځور ناوړه او بل ډول اړوي.په همدې پار د روغو انسانانو په پرتله هغوی په نورو خلکو ارمیش بې اعتباره او داسې انګیري چې نور ورته بد، ضرر یا خساره ور و به رسوي. پره نویید رنځور ته کارځي کې څوک خوله مسکا کړي نو دده په اند چې هغه پسې خاندي.که خاوند یا ملګری یې په کور کې نه وي نو داسې انګیري چې پردې ته تللی دی.که ګواښ په وشي نو په غوسه شي او په لوړ غږ په سپکو او متقابله حمله پیل کوي. دښمني او تربګني یې اوږده او هیڅ نه قانع کیږي که څه هم دهغه ناباوري ، اړمتوب او بدګوماني بې بنسته وي خو بیا هم نور ورته تورن ښکاري.ویجاړ شخصیت یا سړیتوب(پره نویید) ځانګړتوب هیڅکله ګړوینګه یا کره کتنه نشي زغملی او خپل ژوند کې ناکامیابي او بری نه موندنې ته ارمیش نور کسان مسؤل او ګرم بولي.ښوونځي کې د خرابو لمبرو پړه په ښوونکو، کارځي کې مشر ګرم بولي که چیرته کوم کار کۍ نیمګرتیا ولري. پره نویید ناروغان د بدګمانې، بدي او غلیمانه چلند سره ټولنه کې ناګران او د هر چا زښت وي، ځکه هر چا سره خوله اچوي او شخړه جوړوي. دوی ملګري هم نشي زغملی نو ټولنیزې اړیکې چا سره نلري او یوازیتوب کې پاتې شي. دا رنځ څه ناڅه ۲٫۵سلنه اولس کې شتون اوپه دې رنځ ښځمنې او نارینه اخته کیږي.

د اټکل له مخه په امریکا کې ۲٬۳تر ۴٬۴سلنه وګړي په ویجاړ شخصیت یا پره نویید ناروغي اخته دي چې ډیری يې سړي دي. پره نویید د نورو مل رنځو سره هم نږدیکت لري لکه: روحي یا لیونسدي ناروغي ، ځورونکې او نارامه ډار او ویره ، ټولنیزه ویره یا په الکولیات یا مخدره توکو روږد او ویجاړ حالت.

د ویجاړ شخصیت یا پره نویید رنځور اند، پوهیدنه یا ادراک، احساس او د چلند کړن لارو نښې او نښانې د ټولنې نورو وګړو په پرتله له سمې لارې کږیدل دي. دا زمول حالت له کوچنیتوب یا ژنیتوب له مهاله وده کوي او تر لوړ عمر پورې دوام کوي.ددې بحراني حالت تر څنګه ویجاړ شخصیت یا پره نویید د نړیوالو عقلي ناروغتیا (اي سي دي تر ۱۰) په درجه بندي کې راځي که چیرې لاندې څلور د رنځ نښې ولري.

-- د نه پرمختګ او ناکامي کې په مبالغه ډول د توند خویي غبرګون

-- دوامداره خوابدي او کرکې ته میلان او سپکاوی، ښکنځا او بدرد نشي بښلی.

-- ارمیش بدګمانه او بې باوره وي او رښتینولي تاووي.بې پلوه او خواخوږه معامله په دښمني او سپکاوی تعبیروي.

-- په جنګرتوب او اړمتوب سره په خپل ناوړه حق ټینګار ښیي.

-- ارمیش او پرته له کوم علت د خپل ژوند ملګري سره ښه نیت او وفا ته هیڅ ویسا او اعتماد نلري.

-- په ځان غره او هر څه خپل اړخ ته راڅکوي.

-- ارمیش د دسیسو او پټ پلان او سازشو سره لګیا وي او خپل چاپیریال او د نړی پیښې او حادثې سپړي او جوتوي.

پره نویید یا د ویجاړ شخصیت علتونه او د ویرې کړوني یا لاملونه :

د دې عصبې رنځ علتونه او لاملونه یې تر اوسه بنستیز جوت ندي. متخصصین د دې رنځورې لامل د بیلابیلو اغیزو وده او پرمختیا بولي.له یوه خوا وراثتي ټاکنه او له بلې خوا روزنه او تربیه او د چاپیریال اغیزې یو لامل کیدای شي. ځینې تورونه او فشار راوړونکي پیښې هم روحي او عصبي زمولونې ته لار پرانیزي. په پره نویید اخته کسان د ماشومتوب خیالي یا خوب لیده ژوند سړې تودې یادوي لکه د ساري په ټوګه د جنسي یا احساساتي ناوړه کارونه.

د مسلکي متخصصانو په وینا هغه ماشومان چې لږ د پام وړ او لږه مینه ورکړل شوي وي، نو زړه یې ماټ ، بدخوی او جګړه مار شي چې بیا خپله بدخویي او جګړه ماري په نورو کسانو په مقابل کې په بدګمانې او بې باورې سره ازمایي.

پره نویید عصبي ناروغان د نورو انسانانو د نه باوري او نا بنیاده تجربې په پلمه کهرجن او غوسه یي وي چې د هغوی دا ناوړه چلند شخړې او لانجې منځ ته راوړي، نوځکه د نورو تر پام بد شي او پخپل بدخویي کې تاو راتاو شي او چوړلیږي.د انسان ګرم مزاجي او طبیعي میلان د ویجاړ شخصیت په پراختیا کې غټ رول لوبولی شي. هغه ماشومان چې بدخویه او غوسناک وي نو دا رنځ ته ډیر تمایل مومي.

د ویجاړ شخصیت یا پره نویید رنځ ازمایښت او موندنه :

د دې رنځ موندنې دپاره اروا پوه، درملیار او ناروغ تر مینځ څو ځلې خبرې اترې ترسره کیږي ترڅو جوته شي چې کوم ځاني یا عضوي پروبلم یا د مخدره توکو پکارول دا رنځ رامنځته کړی نه وي. لمړی د ځان غړو ازمایښت ترسره کیږي چې د وینې او د ککرې ( ام - آر- تي) د ناروغ د ماغزو زیان بربنډ کړي.

د ویجاړ شخصیت یا پره نویید ازمایښت یا تست :

په انټرنیت کې د پره نویید رنځورانو د پاره ځان ازموینې لارښود شتون لري چې ناروغ ته لږ څه ورښیي، خو د اروا پوه او درملیار ځای نشي نیولی. د دې ناروغې موندنې د پاره درملیار دا لاندې پوښتنې ترسره کوي.

-- د نورو کسانو په خبرو او کړنو کې کوم پټ مانا او مفهوم تصور کولای شي؟

-- ارمیش دا اند یا فکر لرئ چې نور کسان به تاسې ته ضرر او زیان ورسوي؟

-- په دې اند یا فکر یاست چې د ژوند ملګرې یا خواخوږی به تاسره درغلي او بې وفایيوکوي؟

د پره نویید رنځ درملنه :

په دې عصبي ناروغې اخته کسان ډیر لږ د اروا پوه یا عقلي عصبي ډاکټر ته ډانګي. له یوه پلوه خپل چلند او پوهیدنه ورته غیر نورمال نه ښکاري او له بله پلوه په اروا پوه او درملیار اعتبار او ویسا نلري. که چیرې درملنې ته ځان وسپاري بیا نو د عصبي نارامې او ربړاو له کبله چې زمولونه او خپګان یې زیات شوي وي ور به شي.د دې ناروغانو درملنه څه ساده کار ندی ځکه رنځور په نورو هیڅ باور او اعتماد نلري. بریالۍ درملنې سره ناروغ اړ دی چې ناروغ پالونکي او درملیار ته د درملنې چانس ورکړي.

د ویجاړې ذاتي رویې او چلند درملنه :

دا درملنه په څو پړاو کې ترسره او لمړی بایده ده چې د ویجاړ شخصیت ناوړه اندونه او په تیره بیا فکري یا اندي نښو او نمونو ته بدلون ورکړ شي. د دې درملنې موخه دا ده چې ناروغ خپله بې اعتمادې او بې باوري د نورو انسانانو په مقابل کې لیري او ټولنیزې اړیکې د نورو کسانو سره له سیلمه زده کړي.دا ځکه چې د پره نویید په رنځ اخته ناروغان د یوازیتوب په رنځ اخته ، چې بیا دا د دوی خپل ناوړه خوی او چلند له کبله منځ ته راغلی. د ملګرو سره اړیکي د ژوند لوړوالي ته مخه کول او د ټولنیزو اړیکو تمرین د درملنې مهمه برخه انځوروي ، ترڅو چې د بدخویي او جګړه ماري نبض باندې حاکم شي. ځکه نو درملیار ناروغ سره نوې ستراتیږي پکار اچوي.

روحي تحلیلي لارښوونې سره درملیار د ویجاړ شخصیت یا پره نویید رنځور ته دهغه ورانوونکي کړه وړه او بده رویه زباتوي. په ټولیزه ټوګه ناروغ درملیار ته په بې اعتمادي غبرګون ښیي او ځان لدې حالت وکاږي او یا دا چې درملیار ته ګواښ او بد خویي څرګندوي.د درملیار او ناروغ ترمنځ د متقابل عمل سره درملیار ښیي چې څنګه د بې اعتباري او بې اعتمادي پروبلم د نورو انسانانو سره منځ ته راځي.

د وران شخصیت یا پره نویید ناروغ خپلوان :

پره نویید ناروغ نفرت خپروي او داسې کړه وړه په ځای ګڼي او د نورو په ښه نیت بې اعتمادي او د شک په سترګو کسي. هر چا سره د میرڅمن یا تربګني چلند غوره کوي ځکه بد نیت ورته عادت ګرځیدلی وي او بده رویه سره ځان ورته ډاډه ، خپلواک او تر کنترول لاندي ښکاري.اړیکي جوړولی نشي او په تمه وي چې له نورو په پټه او تر شا زیان به ومومي.په همدې ګومان لانجې او دښمني رامنځته کوي. په خپل او خپلوانو یې هم د رنځور بې اعتباري او بې اعتمادي یو لوی ګوزار وي. نو خپلوان د پره نویید ناروغ په وړاندې د هغه په بد چلند او ناوړه رویه کوم اغیز نشي پریباسلی.

د پره نویید ناروغ خپل او خپلوان څه باید تر سره کړي :

په پوهې سره د رنځور بې کچه بده رویه او چګړه ماړي د هغه د ویجاړ شخصیت پسې و ارزوي.د هغه غوسناک حالت ځانته پیغور او دښمني و نه بولي.له درملیار یا پیزیتراپایت څخه مشوره وغواړي. که رنځور د درملیار مرسته نه مني خو بیا هم درملیار یا مشورتي مسؤلې ډلې مرستې ته ور وډانګي.

ژباړه : عبدالله ځاځی

کورونا مریض