پنجابي ښکیلاکګر

د پنجابي ښکیلاکګرڅخه دپښتون کور او ژبه دقام غیرت،یووالي او پوهې پربنسټ له بلواکي ژغوړل کیدای شي

د یوه قام د پیژندګلوي با ارزښته وسیله ژبه ده چې د قام لرغونی تاریخ، ټولنډود، ټولنیز او ملي پیژندتوکي او نور آثار په کې راغونډ شوي وي.ژبه د قام لوړوالي او پایښت ضامنه او د ټولنې پرمختګ یې د اولس ترقي ده. د ژبې لوړوالی قام ته د پرمختیا زیری دی.لکه په دې شعر کې چې وایي :

په پښتو خبرې مونږ ته شرم ښکاري------------ تر دې حده قومیت زمونږه مړ دی

خپل وطن او ژبه پرې نه ږدې پښتونه---------- چې همدغه د قامي ترقي جړ دی

رسول اکرم(ص) وایلي دي: (من لاغیرة له لاایمان له) چې څوک غیرت نلري ایمان نلري. د نړی غیرتي اولس او مشران یې هغه دي چې د خپل قامي ژبه، فرهنګ او کلتور ساتنه وکړي.روڼ انده او لوستي ځوانان هم دا ذمه واري لري چې خپلې ژبې ته هر اړخیزه نه ستومانه کیدونکي علمي خیزمت وړاندې کړي.ګرم او مختور هغه دي چې دین په دنیا ، ملت او قام په پردیو پلوري یا د ځان ګټه کې د قام زیان لټوي.

د پښتونخوا افغانستان په اشغال شوې خاوره باندې د پنجابي ښکیلاکګرو او متعصب فاشیست سیاستوال یې د ناپاک پوځ او ای ایس ای په وسیله د محکومو پښتنو او بلوچو وینې ځبیښي او خپل نازولي پنجابي ته یې ډالۍ کوي.محکومو اولسونو ژبه، ډوډ، کلتور،انساني حقوق، ځمکنۍ شتمني او درنګونه یې لوټوي او د حق غږ پورته کولو سره د هغوی پر خوله برغولۍ ایږدي.

له ۷۲ کالو را پدیخوا چې انګریزي استعمارګرانوپه اسیا کې د افغان او هند په خاوره د پاکستان په نامه د انګریز پنجابي مرستیال ګوډاګی یې د مکار علي جناح په سرمشري جوړ کړ، نوله هغې ور ځ څخه تر اوسه پورې د افغانستان په اشغال شوې پښتونخوا کې ښوونځي، پوهنتونونه، مسلکي زده کړې ، دفترونه، رسنۍ او واړه مطبوعات په پنجابي او انګریزي ژبې ترسره کيږي.د څلویښت ملیونو پښتنو ژبه قصدي د زوال کنډې ته وتریل شوه او پښتانه یې ګونګ وساتل. البته د پاچاخان مبارزه د قدر وړ ده خو یو څاڅکی په سمندر کې ناچیزه دی خو د منظور پشتین مبارزه همدا اوس په محکومه پښتونخوا کې د ارزښت وړ دی.

د پنجاب جوړښت نه تر ننه پورې د پښتنو او بلوچو په لکونو خلک د بلواکې څخه د خپلواکې په لور وژل شوي چې زړه ور عارف وزیر شهید به وروستی نه وي. پلیت پنجابی د افغانستان په اشغال شوې خاوره کې په مدرسو کې طالبان او نورې ډلې او ټپلو په جوړولو سره د پښتونخوا قامي مشران په نخښه کوي او په افغانستان کې دحکومت پر ضد جنګوي. پنجاب تروریست ریاست د انګریز شیطاني سیاست په سیمه کې پلي کوي او افغان په افغان وژني.

حدیث شریف وایي : (حب الوطن من الایمان ) هیواد او خاورې سره مینه د ایمان جز دی.که د افغانستان اولس په لر او بر کې امن او پرمختیا ته ژمن وي نو باید ژر تر ژره لاس په کار شي. مونړ ته پردي سوله نه راوړي او یوازې

موږ خپله کولای شو چې په سیمه کې د رسنیو یوه پیاوړې اداره جوړه او د دښمن هر پروپاګند په وخت سره ځواب کړو او همداسې د خپل لر او بر اولس په ذهنیتونو کار وکړو او د مظلومو غږ په زغرده نړی ته ورسوو.ملي او هیواد پاله سفیران د نړی ګوټ ګوټ کې زمونږ داعیه نړیوالو ته په ښه ټوګه غبرګولی شي. د افغانستان په اولسي جرګې کې د پښتونخوا افغانانوله پاره چوکۍ تشې وساتل شي. له بده مرغه کور د ننه ځینې پردیپال او د پردیو جاسوسان او لاسپوڅي شتون لري چې د هغوی نیول او زندان کې اچول به کورنۍ کړکیچ لږ او د پردیو اغیز به شنډ کړي.

شعر دی چې وایي : چې جاسوس یې د کوره وي---------- خونه یې توره وي

اولسمشر غني ښایي چې په ملي روحیي سمبال ، وړ ، هغه ته او هیواد ته ژمن او وفادار جګپوړي او مهم چارواکي چې د ډاډ وړ وي په دندو وګماري ترڅو د اولسونو تر منځ ملي وحدت ټینګ او یو غښتلی مرکزي حکومت په درلودلو سره په چټکه خپلو موخو ته ورنږدې شو.

د لوی افغانستان د لر او بر پتمن نارینه او پتمنې ښځینه و ته اپیل کوم څرنګه مو چې پرون یرغلګر روس وشړلو او هاغه بل پرون مو انګریز په ګونډو کړ، نو ولې وروسته له ۷۲ کاله یرغلګر پنجاب له اشغال شوې پښتونخوا خاورې څخه نشو ایستلی؟ د هغوی جبر، ظلم، توکم وژنه، تجاوز، غصب ، توپیریز فاشستي چلند، زندان ته اچول، شکنجه ورکول، رټل، ربړاو، کوتک وهل ، موږ یو په بل وژل ، لوټول او بې عزتې خو هره ورځ ګورو او په ځان تیروو.دا بې رحمه ریاست مونږ په خپله خاوره کې دومره سپک کړي یو، چې ځان ړانده ، کاڼه او ګونګ احساسوو. تر کومه به د دښمن بې عزتي او مړیتوب ګالو. د عزت مرګ خو د غیرت مرګ وي. راشئ چې د لر او بر اولسونه د افغان تر چتر لاندې راټول او بیا یو تاریخي ویاړ راتلونکو ته پریږدو او خپله څپیڅله خاوره بیرته وګټو. په دې ټوګه به په مونږ دا څلویښت کلن تحمیل شوې جګړه هم پای ته ورسیږي او نړیوالو ته به ور وښایو چې پښتانه امن غوښتونکي دي او اصلي تروریستان د انګریز ګوډاګی پنجاب و.

پښتو کې متل دی چې وایي : غر که لوړ دی خو په سر یې لیار ده. طالبان که ځان خپلواک ګڼي نو د پنجاب د لومې څخه دې راووځي او پرته له پردیو او د هغو پیغور څخه خپله هم جوړ جاړی کولای شو. په پای کې د خپلې څپیڅلې خاورې په دفاع کې د ټول افغان اولس او پیاوړي مرکزي حکومت سره څنګ په څنګ تر وروستي بري پورې لکه غر ولاړ یو. ومن الله التوفیق

د پنجابي ښکیلاکګرڅخه دپښتون کور او ژبه دقام غیرت،یووالي او پوهې پربنسټ له بلواکي ژغوړل کیدای شي


د پنجابي ښکیلاکګرڅخه دپښتون کور او ژبه دقام غیرت،یووالي او پوهې پربنسټ له بلواکي ژغوړل کیدای شي


د پنجابي ښکیلاکګرڅخه دپښتون کور او ژبه دقام غیرت،یووالي او پوهې پربنسټ له بلواکي ژغوړل کیدای شي