نن دباجوړ او باړې بازار نه شته. د مموزيو او اورکزيو کورونه ړنګ دي. د سوات ښايست ته يې اور ورکړی. د بونېر غر اوس هم د دوي قبضه کې دی چې هلته د دهشت ګردي ټرينينګ (تمرين) ورکوي. وزيرستان ټول کنډر کنډر دی. د چمن لارې بندې دي. يو طرف ته د قبايلي علاقې يونيم لک کورونه ړنګ شوي، خو بل طرف ته جرنل کياني په اسټراليا کې جزيرې اخيستي. زمونږ د وطن په ورانولو دغو (پنجاب) خپل ځانونه اباد کړل.