د پښتنو د اصل او نسب په باره کې له ډیر پخوانه ډول ډول روایات او نظریات اظهار شوی دی. دا روایات او نظریات دومره زیات او له یو بل نه متفاوت دی چې معروف مستشرق او پښتو پېژندونکی، هنری راورټی، وایی: (د هیڅ قوم داصل او نسب په باره کې د نطریو اختلاف دومره زیات نه دی، لکه دافغانانو د اصل او نسب په باره کې چې دی.) (۱)