لنډه کيسه

لنډه کيسه لیکنه ده رفیع الله روشن

دژوند د اوولسم سپرلي، لمر وړانګويې دحسين مخ ګل غوټۍ سپړولې ،چې د رويبارانو تګ راتګ يې کورته پيل شو،ډله ډله خلک به له خپل کلي ،اونورولېرې ځايونونه به په جرګو شپه اوورځ راروان وو،خودشګوفې دکورنۍ ځواب به منفي وو،ويل به يې چې لايې لور کوچنۍ ده اوهغه بايدخپلوزده کړوته تداوم ورکړي،په دې وخت کې شګوفه د ښوونځي په نهم ټولګي کې زده کړياله وه، لايې دژوند دملګري په اړه فکر هم نه ووکړى، خو تقدير او قسمت داسې څه دي چې هغه د انسان په هېڅ راز مجبورۍ فکر نه کوي ،دهمدې سپرلي په پاى کې شګوفه يوښکلي او با استعداده ځوان ته کوژده شوه ،حال داچې دهغې زړه نه وه او په دې دوستۍ نه وه خوښه، داسې نه وه چې هلک يې خوښ نه و،هغې په دې عمر کې هېڅ نه غوښتل چې واده وکړي ولې چې لايې ځان کوچنى باله،په دې وخت کې مشال هم په يوولسم ټولګي کې وه، هغوي دواړو په يوه محله کې ښوونځي لوستل،يود ذکورو اوبله داناثوپه لېسه کې وه، داچې شګوفه ښکلې ، لايقه او ارامه انجلۍ وه نو دمشال هم ډېره خوښه شوې وه ،او له ځان سره يې پرېکړه کړې وه چې که دخداى پاک رضاوه نو له شګوفې سره به واده کوي، خوهغه ډېر جدي هم نه و، لکه د نورو خلکو او ځوانانو په شان چې يوڅه يې خوښ شي نوبيا يې چې په هره بيه وي دلاسته راوړلو هڅه کوي اولاسته يې راوړي ،که هغه په زړه بدوالي او دښمنۍ هم تمامه شي،مشال له دولسم ټولګي نه فارغ شو،او شګوفه لا يوولسم ټولګي ته تازه بريالۍ شوې وه چې واده يې وشو، وروسته له واده بياهم هغه له ښوونځي او زده کړو نه چامنع نه کړه، خپلو زده کړوته يې ادامه ورکوله لنډه داچې له همدې ښوونځي څخه فارغه شوه، کله چې دا فارغه شوه نو خاوند يې ورته وويل چې اوس به دواړه د کانکور په ازموينه کې يوځاى ګډون کوي ولې چې هغه غوښتل دواړه يو پوهنځى ووايي، شګوفې ورسره ديوځاى ازموينې ورکولو ومنله خو دمشال انتخاب پوهنځى دهغې نه وو خوښ،هغې غوښتل طب ووايي او يوه ډاکټره شي ،همداسې يې وکړل،دخداى پاک مهرباني وه دواړه دخپلو خوښو پوهنځيوته بريالي شول،دخپلوزده کړو ترڅنګ يې خپل کورني ژوند ته هم په سمه توګه توجه کوله ،دکورنۍ نور غړي يې هم نه پرېشانه کول ، شګوفې دخپل خسر اوخواښې سره ډېره مينه لرله ، دهغوى به يې ډېر عزت کاوه ،دانو اوس د٢٧کلونو وه چې له طب نه فارغه شوه، له فارغېدونه وروسته په خپله منطقه کې يي معاينه خانه جوړه کړه، داچې دوى ښارته ډېرنږدې اوسېدل، کلى اوکور يې هم ډېرګڼ مېشتى وو،نوښه ګذاره يې روانه وه،دواده يې دولس کاله تېر وو چې دوى دواړه له خپل ښکلي ماشوم ځوى( وصال) سره ديوه دوست کورته په مېلمستيا روان وو،چې دلارې په اوږدو کې يې موټر له بل موټر سره ټکر وکړ!! له بده مرغه بايد ووايم چې په دواړو موټرو کې د مشال په ګډون څلورتنه ځاى پرځاى شهيدان شول، شګوفه او وصال هم ټپيان وو،مړي اوټپيان روغتون ته ورسول شول،له تداوۍ اودرملنې ،درې ساعته وروسته شګوفه په هوښ راغله د ليونوپشان يې اخوا د ېخوا ته کتل ، ژر يې په ځان يوځغلنده نظر تېرکړ،ګوري چې دواړه پښې يې په ګچ کې دي اوترڅنګ يې نازک وصال هم چې له سره يې سپين بنداژ تاو کړ شوى و په بل چپرکټ بېهوښه پروت و،دځان ګرد چاپير ، يې نور ناروغان هم وليدل، چې له خولې يې يوه تېزه چيغه ووته مشاله!!!!!! له دې سره پرې ډاکټران راټول شوو ،لاسونه اوپښوې ورته ټينګ ونيول، خوهغې ډېر بدحال کاوه ،په وارخطايۍ سره يې وپوښتل مشال څنګه دى اوهغه چېرته دى؟

ډاکټرانو ورته وويل هغه ښه دى ، اوس راځي خو داڅه پوهېده چې مشال به نور هېڅ رانشي ولې چې هغه داسې ځاى ته تللى دى چې راتلل ترې هېڅ امکان نه لري ، په دې وخت کې يې په (سېلاب) چې د مشال دتره زوى و سترګې ولګېدې ، چې ژاړي، هغه چې وليدل شګوفه په هوښ راغلې، نو يې خپلې اوښکې پټې کړې ، مخ يې ترې واړاوه ،دهغې په زړه کې بيا يوه وېره پيداشوه،اواز يې پرې وکړ سېلابه! مشال څه شوايا هغه ښه دى!؟

هولالامې ښه دى ،له ژړانه په ډک ستوني يې وويل.

شګوفه پوهه شوه چې هرومرو څه خبره شته نو يي ورته وويل چې هغه ماته راولۍ له دې خبرې سره سيلاب ترې روان شو،دې ډير بد حال شروع کړ، نژدې ؤ چې ځان له چپرکټ څخه لاندې وغورځوي چې ژر سيلاب رامنډه کړه ، ويي نيوله دې پرې همداسې منګولې لګولې او مشال مشال يي وايه،ټول واټ يې په سر اخيستې وه او ناروغان يي هم په عذاب کړل، نور نو د سيلاب حوصله ختمه شوه ،په ژړاکې يې يوه ويروونکې چيغه يي پرې وکړه مشال لا لا مې نور ژوندى ندى هغه مړ شو!

نا!!!! احمقه ته روغ وايې دسېلاب په مخ يې وارونه وکړل اوپه چپرکټ پرېوته.

وروسته له يوې نيمې مياشتې شګوفه له روغتون څخه خارج شوه، اوس يي پښې هم روغې وې،خو په زړه کې يي چې د مشال مينې کوم سورى کړى وه هغه به هېڅ وخت جوړ نه شي د هغې د بدبختۍ ورځې نورې پيل شوې،له خپل ماشوم ځوى سره به سهار له کورته وتله او ماذديګربه په وخت راتلله،دکتنځاى (معاينه خانې)ترڅنګ يې په يوه نژدې روغتون کې هم وظيفه واخسته.

د خاوند د مرګ يي اوومه مياشت وه چې يوه ورځ چې شګوفه له وظيفې ستړې اوستومانه راغله نو،يي مشر ليور ورته راغې او په نيمه نيمه يي داسې پوهه کړه چې، هغه غواړي له دې سره نکاح وکړي .

دهغه په دې خبرې سره شګوفه په خپل ځاې کې ودرېده، له ډېرې غوسې يې په ژړا پيل وکړه ،خپل لېور ته يې ډېرې سپکې سپورې وويلې ، ورته يې وويل چې ته شرمېږې نه چې داسې خبرې کوې؟ زما خولاتراوسه د خاوند تخته وچه شوې نده اوتابدبخته بيا زماپه نکاح کولوهم فکر وکړ داسې هېڅکله هم نشي کيداى، ورته يي وويل چې دا خبره بل ځاې ياده نشي نو د دواړو په ګټه به وي او کنه نو ښې پايلې به ونه لري، خو بيا هم نصير دواړه پښې په يوه موزه کې اچولې وى او هماغه خپله خبره يي کوله، خو شګوفې ورسره په هېڅ شکل نه منله تر څو يي خبره سپين ګيرو او له سپين ګيرو څخه محکمې ته ووته، د شګوفې وروڼو د خپلې خور په ګټه د قضيي خلاصېده غوښتل او نصير په خپله ګته، لنډه دا چې جرګه راوغوښتل شوه او دواړه خواوې سره کښېنول شوې.

شګوفې جرګې ته وويل زه د خپل نفس او ځان په هکله د هر راز پريکړې او تصميم نيولو صلاحيت لرم اوداصلاحيت اواجازه ماته شريعت راکړېده او کولاې شم چې په خپله خپل انتخاب وکړم، خو زه نه غواړم له داسې يو شخص سره چې ٧٥ کاله عمر ولري او ددې تر څنګ درې نور ودونه هم ولري نکاح وکړم، زه خو د نصيرلالا د لور پر ځاې يم نو زه څنګه هغه سره نکاح وکړم؟

نصير ورته وويل چې داد پښتو کار دى او زه غواړم چې خپل شرم په خپل کور کې خوندي کړم ته زما د ورور کونډه يي او زه بايد له تا سره نکاح وکړم دا چې نصير ډېر مالداره سړى و، نو جرګه مارو ته يې ډېرې پيسې ورکړې وې، چې په خپلو غلطو او نا سالمو دليلونو او منطقو يې داسې فيصله وکړه چې شګوفه اوس د نصير دو ى د کور عزت ده، او بايد نصير سره نکاح وکړي خو هغې ورسره نه منله.

جرګه ختمه شوه هر څوک په خپل کار پسې ولاړل،بيګاه ته د نکاح شپه وه، ملا صاحب راغې نکاح يي وتړله، شګوفه هم خپلې کوټې ته يوړل شوه ،کله چې ښځې دناوې له کوټې نه ووتلې،هغې دروازه وتړله ،تشناب ته ننوتله هغه دروازه يې هم په ځان پسې قفل کړه،په تشناب کې دڅارويودحلالې لويه چاړه چې په چرمي پوښ کې وه په تيرکې راځړېدله ، هغه يې راښکته کړېوه په هماغه ځاى کې له خپل ټکري نه دځان لپاره دار اچولى وه،چاړه يې له پوښ نه وېستې وه ،اودپښولاندې يې څراغ پايه ايښې وه کله چې نصير خپلې کوټې ته راغى نو ګوري چې دروازه تړل شوې ده، څو ناريې ورپسې وکړې چې شګوفې دروازه خلاصه کړه ، خو دروازه بنده وه ،نصير په غوسه شوه،دروازې ته يې لغته ورکړه ،دکوټې دننه خوانه قلپک راوخاته، کوټې ته په غوسې سره ننوته خوشګوفه په کوټه کې نه وه ،ژريې دتشناب په لور وکتل ،هغه دروازه هم کلکه وه، دروازې ته يې زور وکړ خو خلاصه نه شوه ، هغه يې هم په لغته ووهله ،چې له لغتې سره نصير دتشناب په منځ کې په ډنډ وينوکې ودرېدګوري چې شګوفې په خپل سپين ټکري ځان راځړولى دى اوچاړه يې په خپله ګېډه کې ننوېستې وه اونوره دتل لپاره دمشال خواته تللې وه.

دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي

دا ټپی ده عاشقانو لپاره ډیری ښه دی چی ده ځان سره یی زمزمه کوی او میده میده ورته په ترنم کی ژاړی لکه ماغوندی نو ډیر خوند به پر واخلی که یی نه منی نو همدا اوس یی تجربه کړی او بیا ماته وه وایاست،مننه

ارمان ارمان خپله وطنه ~ د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه

ارمان ارمان دی لويه خدايه ~ چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه

ارمان ارمان سپينې سپوږميه ~ سلام مې وروړه د همزولو تر کېږديه

ارمان بۀ ډېر راپسې وکړې ~ بيا بۀ وطن راپسې ګورې نۀ بۀ يمه

ارمان دې نۀ کړي هغه ميندې ~ چې خپل زامن د وطن لار کې قربان کړينه

اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا ~ چې سفر ته د جانان پۀ لورې ځينه

اسپه دې زين کړه روانېږې ~ تر غوړاشو څڼو دې مزي ونغښتنه

اسره د خدای او رسول ښه ده ~ څوک چې اسره د بنده کړي نادان بۀ وينه

اسره مې خدای ته وه بيا تاته ~ ځواب دې راکړ خپل طالع مې ژړوينه

اسلام کښتۍ کفر درياب دی ~ شيطان نهنګ دی عالمونه غرقوينه

اسمان او ځمکه بۀ هم نه وي ~ همېش رژېږي د بوستان ښکلي باغونه

اسمان او ځمکه دواړه ژاړي ~ چې يو اشنا له بل نه اخلي رخصتونه

اسمان بۀ خود زما پر خوا وي ~ چې داحمدتر بيرغ لاندې جنګ ته ځمه

اسمان پۀ ستورو ښايسته دی ~ لکه د پېغلې نجلې غاړه پۀ خالونه

اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي ~ لکه ليلا چې پۀ مخ ووهي خالونه

اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي ~ چې ستوري نۀ وي اسمان څۀ ښايست لرينه

اسمان ته څوک ختلي نۀ شي ~ زۀ د جانان پۀ هوس تلم وروختمه

اسمان ته لار د ختو نشته ~ عاشق ورخېژي دورېښمو پۀ تارونه

اسمان ته لار دختو نشته ~ عاشق ورخېژي دمولا پۀ قدرتونه

اسمان ته وګوره چې شين دی ~ داسې مې زړۀ درپشې شين دی وبه مرمه

اسمان ته لار د ختو نشته ~ د مځکې سر دې راته بلې لمبې کنه

اسمان دې ژر ژر وګرځينه ~ چې مې د عمر پاڼه زېړه شي مينه

اسمان زماپۀ نارو شين دی ~ زړګی مې خوړين دی چې جدا له ياره يمه

اسمان شين خال مې د جانان دی ~ زۀ يې بورا پرشينکي خال وزر وهمه

اسمان له ستورو غېږې ورکړې ~ ما له بې پته اشنا لاس نۀ راکوينه

اسمانه پاس سپوږمۍ ته وايه ~ ناوخته خېژه چې زه موړ پۀ سينه شمه

اسمانه ښۀ باران پرې وکه ~ يار مې للمې کرلې دي چې اوبۀ شينه

اسمانه درب وهه نړېږه ~ پۀ ما قيامت دی چې پۀ ټولو قيامت شينه

اسمانه کړنګ وهه رالوېږه ~ دوستان دې خلاص وي غمازان دې لاندې وينه

اسمانه تنګ وهه ورېږه ~ يار مې للمې کرلې دي چې پڼه شينه

اسماني تندرشوې جانانه ~ پۀ ماراپرېوتې ذرې ذرې دې کړمه

اشنا بۀ هلته وفا وکړي ~ چې دمرګي پۀ لاره واخلي قدمونه

اشناپوښتنې ته مې راشه ~ ستادهجران پۀ تبه پروت يم مړ بۀ شمه

اشناپۀ خولۀ کې ژبه غواړي ~ پۀ خونديې نۀ دی خپل قلنګ جاري کوينه

· نیازمحمد حیران

په تاوخانه کې هره خوا دلمدو نکریزو بوی ولګېد له تبۍ ګرد چاپېره ناستو ښځو ټولو یو بل ته دخوښۍ سترګې واړولې مرجانې ابۍ څیراغ ته نیژدې په یوه لویه کاسه کې نېکریزې لمدولې له ځان سره غلې غلې بوږنېده لکه دنورو خبرو ته یې چې هېڅ غوږ نه وی نیولی.

دمجلس دښځو سپږمې چې دنکریزو له بوی سره بلدې شوې نو بېرته یې له مرجانې ابۍ نه ستر ګې واړولې او په خبرو شولې کله کله به په تاو خانه کې دخنداګانو داسې آوازونه جګ شول چې بل غږ به هېڅ نه اورېدل کېده هرچا دسبانی اختر په اړه تودې خبرې کولې.

وړانګې ته چې نور دهغوی خنداګانو خوند ورنکړ نو شاوهوا یې مړې سترګې واړولې له ځایه پاڅېده دتاوخانې په کونج کې یې سره بالښت ته ډ ډې و وهله خپل تور پړونی یې له ښی پلوه ور ټول کړ خپل پرې شوی لاس ته یې په ځیر ځیر وکتل او بېرته یې په پړونی کې پټ کړ په ستر ګو کې یې رڼه څاڅکی دڅراغ رڼا ته وځلېدل دنېکریزو بوی چې نور هم تېز شو غلې له ځایه پاڅېده له تاوخانې و وته او په انګړ کې یې په مخ یخه هوا ولګېده دسپوږمۍ رڼا ته هرڅه روښانه ورته ښکارېدل دڅاه په خوا یې نرم نرم قدمونه اېښودل هره شېبه یې غوږونو ته دخوښۍ د ډزو غږونه رسېدل لږ چې نوره هم وړاندې لاړه په انګړ کې دڅاه تر څنګ دکلا دېواله ته د دېوال په تیاره سیوری کې کېناسته له سترګو یې بې اختیاره یخې یخې اوښکې روانې وې خپل پرې شوی لاس ته به یې چې پام شو زړه به یې دکاڼی په څېر کلک حس کړ دتاوخانې له کړکۍ دخندا ګانو آوازونه دنکریېو له ښکلی بوی سره یو ځای را تلل زړه یې غوښتل چې په زوره زوره وژاړی خو بیا به یې اوښکې وچې کړې سر به یې په زنګون کړ نه پوهېده چې څه وکړی د ډزو غږونه به چې دهغې په غوږو ولګېدل نو دخپل چپ لاس دشهادت ګوته به یې په غوږ ومنډله.

څو شېبې نوې تېرې شوې چې دکټې ور خلاص شو مرجانه ابۍ له کوتې را و وته دڅیراغ رڼاته عجیبه ښکارېده دواړه لستوڼی یې بډ وهلی وو ګوتې یې په نکریزو لړلې وې زړوکی یې دسپین سر په څنډه بند وو دانګړ خواته په بیړه راغله دلوړې برنډې په سر ودرېده.

وړانګې وه وړانګې !

څه شوې؟ چېرته یې؟

وړانګې دخپلې مور مرجانې ابۍ غږ ښه واورېده خو ځان یې کوڼ واچاوه ساه یې هم نرمه نرمه وښکله په هوا کې له ډزو څخه وروسته مرمۍ دسکروټوپه څېر یو په بل پسې تېرېدې وړانګې به دسترګو له کونجو ور وکتل بیا به سلګو واخیسته.

مرجانې ابۍ بیا نارې کړې

وه وړانګې!

څه بلا وخوړې ......... څه شوې ولې غږ نه کوې؟

وړانګه له خپل قصده پښېمانه شوه له ځایه پاڅېده داسې لکه چا چې په زور لټولې وی

څه وایې دغه یم دڅا په غاړه

را شه لېونۍ لاس دسور کړه

نه ادې نه یې سور کوم

وۍ لورې بلا د واخلم اختر دی بیا لوی اختر ثواب لری نکریزې خو له جنته راغلې دی

ادې ورکې کړه نه یې سور...

مرجانه ابۍ یې په خبره کې ور ولوېده

ډېرې خبرې مه کوه لاونګ ماما د داسې کشمیرۍ نکریزې را لېږلې دی چې تر اوسه به چا لاس نه وی پرې سره کړی.

نه ادې زما نه خوښېږی لاس مې همداسې سپین ښه دی.

مرجانه ابۍ له برنډې را کوزه شوه د وړانګې په خوا ورغله وړانګه یې په تندی ښکل کړه اوتر لاس یې ونیوه

جې ته نه ځې زه د بیایم

مرجانه ابۍ او وړانګه دواړه تاو خانې ته ننوتل په سپږمو یې بیا دلمدو نکریزو تود بوی ولګېد هرچا په خپلو لاسونو یخې یخې نکریزې اېښودلې خو دوړانګې له سترګو مړې مړې اوښکې یو په بل پسې روانې وې په ستونی کې یې ترخې ترخې سلګۍ ښکته پورته کېدې.

مرجانې ابۍ د وړانګې لاس د نکریزو کاسې ته ورکش کړ خو وړانګې په ټول زور وخپل لاس دخوشی کولو ناکامه هڅه کوله نه یې سور کوم نه یې سور کوم بلا په دې نکریزو...

مرجانه ابۍ په قهر شوله

وه تندر د و وهه په سر کې دې سپین ولګېدل خو دماشوم توب له خویو نو وانه وښتې درته ومې ویل چې ثواب لری ثواب په زور یې در باندې سورکوم وړانګې خپلې اوښکې دګونډې په سر وچې کړې لاس یې دنکریزو دکاسې په سر دمرجانې ابۍ غېږې ته ور اوږد کړ چې لدې سره یې هماغه شېبې په خیال کې ور وګرزېدې.

*****

الوتکې یو ساعت مخکې له کلی تللې وې دکور دری واړه منګی یې له اوبو تش ووپه کور کې یې څاڅکی اوبه هم نه وې دکلی په بر سر کې تر اوسه له کنډوالو ګردونه پورته کېدل لالا او مشر ورور یې ګل جان دواړه سهار وختی دنورو کلیوالو سره له کلی نه غروته ختلی وو مور یې (مرجانې ابۍ) د اوبو تر ټولو لوی منګی چې په دې بادې له ځانه ګران ؤ ورکړ ترڅو په منډه له ګودره اوبه راوړي په بیړه له دروازې ووته دکلي په کوڅو کې هېڅوک نه معلومېدل دلارې دڅنګونو ونې دبمونو په پارچو داسې ماتې ماتې وې لکه چاچې په بېخ اره کړې وي څه چې نوره لاړه خپلې همځولې پېغلې صفیه او شریفه چې درازونو ملګرې یې وې ولیدلې دری واړه سره ملګرې شوې ستړي مشي یې هسې په پټه خوله وکړل په خولو یې له وېرې مهرونه لګېدلی وو هغه کیسې یې نه کولې لکه پخوا به یې چې په خندا خندا دګودر په لارو کولې دری واړه ګام په ګام دګودر غاړې ته نیږدې کېدې ګودر ته چې ورسېدې نو دګودر اوبه دپخوا په پرتله څه خړې وې هغوی لا منګی نه وو ډک کړی چې د الوتکو غږونه پورته شول دکلی دمخامخ کنډو څخه دوې تورې الوتکې غبرګې را واوښتې شور ماشور شو شریفه او صفیه لکه ترهېدلې هوسۍ د یوې ونې تر څنګ پټې شوې دې چې دهغوی خواته ور منډې کولې قدم یې په ښویه تیږه وښویده شور ماشور دهرڅه فضا بدله کړه دګودر په اوبو کې ور لاهو شوه دګودر په کوز سرکې دشنو څانګو له پاسه تور څه شی راکوزېدل یو درز شو دوړې شوې تیاره شوه دګودر له پاسه دشنو څانګو باران شو نوره په ځان نه وه پوهېدلې یو وخت یې چې سترګې وغړولې دخېمې په چت یې ستر ګې ولګېدې چې دې غره په لمن کې لکه وه په کټ کې پرته وه ټول بدن یې درد کولو دکلی ښځې ترې تاو وې ښی لاس یې چې پورته کړ ډېر سپک ؤ، دپخوا په څېر یې په سپین مړ وند کې بنګړوشرنګ ونه کړ مړوند یې ټول په سپینو جنډو کې پېچل شوی ؤ، یو یو څاڅکی وینه ترې څڅېده ښی سپین لاس یې لکه چې دګودر کبانو ته پاتې ؤ په خېمه کې دټولو ښځو له سترګو اوښکې روانې وې.

یوه میاشت وروسته چوړه وه خو یو څه یې دتل لپاره بایللی وو هغه یې خپل ښی مړوند ؤ، دپېغلتوب او ځوانۍ نیمه خوا ژوند ور په یاد شو دپردي دیار دمهاجرت جونګړې اونورې مجبورۍ ټول بېل بېل ورپه یاد شول دځوانۍ شوخه دوره، نهیلۍ، یوازېتوب بېرته خپل ړنګ کلی ته په کږو وږو لارو راستنېدل، بیا هغه ورځې چې هره ګړۍ به یې دکور در وازې ته کتل او دخپلو ریبارانو دلارو څارل چې ریبار به کله لار هم د دوی کورته نه ورغلطوله دکلی زلمیانو هم نورې سترګې نه پسې وړلې پسې کتل به یې هم نه.

کوم ریبارته به چې چا دا وریاده کړه نو ریبار به پزه غونجه کړه مایوبه (معیوبه) ده نجونې خو څه کمې ندی دخپلې شوخې خو معیوبې ځوانۍ دغوټۍ مړاوی کېدل او بیا په سر کې یې دسپینو تارونو زرغونېدل، چې تر نن پورې نهیلې په خپل کور کې ناسته وه.

داټول یې په خیال کې دفلم په څېر وګرځېدل ټال یې وخوړ ټنډه یې دمرجانې ابۍ په وچ ولی ولګېده پورته یې ترپ کړل.

مرجانې ابۍ تر څنګ ورته را وکتل څه کړې لورې ویده شوې دادی لاس دې سور شو جنډه ترې تاوومه چې کالی دې سره نکړي لږ شېبه وروسته یې دمور له مخه لاس را کش کړ په سلګوسلګو له ځایه پاڅېده.


نیازمحمد حیران

خاوري به يي سترګو ته رانجه كړم

په طواف به د وطن ځان پروانه كړم

ښكلوم به يې تور كاڼي دا العلونه

دوطن په هر ګودر به ننداره كړم

هر پر هر ته به ئې ځان پټۍپټۍ كړم

ښكلي ښكلي به يې جوړه كنډواله كړم

له دى دنګو دنګو غرونوڅه دي زار شم

د شپيلۍ آواز به ستا لوړ د شپانه كړم

چه در واړوي په بدو خړى سترګې

هر غليم به د كاروان سره ايره كړم

زه نعيم به دى دا شاړي ګلعزار كړم

د وطن بوټي به ټول ګل دلاله كړم