د خټکو تحریک

د خټکو تحریک نه د بېگانه گانو او استبداد په مقابل کی د پښتنو لومړنی، نه وروستنی او نه تر ټولو پراخ تحریک دی. بلکه د پښتنو د مقاومتونو د اوږده تاریخ په ځنځیر کی د یوې مهمی کړۍ حيثيت لری.

هغه وخت چی په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره د خټکو د قبیلې نوم اخیستل کېږی، یو سفزیو او ځینو نورو پښتني قبایلو د مغول پاچا جلا ل الدین اکبر په مقابل کی بیرغ پورته کړی وو. او د خټکو قبیلې ، په تېره بیا د تري څانگه، چی د خوشال خان پلار او نیکونو هم اړه په درلوده، دمغولو په خدمت کی ودرېده او د اټک د قلا پر پوری غاړه باندی یې د لارو د ساتلو او د حکومتی او تجارتی کاروانونو د حفاظت ذمه ورته ووهله. مغول پاچا په بدل کی د اټک څخه تر نوښاره پوری ټولی ځمکي د تري قبیلې مشر ملک اکوړي ته په جاگیر ورکړې او راهداري یا د لاري د مالیاتو د ټولولو امتیاز یې هم دغی قبیلې ته ورکړ. دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو ترلاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه. د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه لگیا وه، بلکه د خټکو د قبیلې د تري او بولاق لویی او مهمي څانگی هم په خپلو کی په داخلي جنگونو لگیا وې. په دغو جنگونو کی په لس گونو او کله په سل گونو جنگی مېړونه پرېوتل او پښتنو قبایلو د یوه کلي سوځول او چورول.

په هغو شرایطو کی د مغولو د شاهنشاهانو او نورو لویو پاچاهانو او فاتحینو په خدمت کی درېدل ، د هغوی دپاره توري وهل، د هغوی دپاره د اولسونو اېلول او د ښارونو فتح کول د هر سپه سالار او جا گیردار او په مجموع کی د هری قبیلې او قوم بېل افتخار وو، او لویو پاچاهانو او فاتحینو ته د نن په مفهوم د بېگانه په سترگه نه کتل کېدل. د مغولو د پاچاهی څخه مخکی د سوري پاچاهانو او لودي پاچاهانو په دربارونو کی هم د نورو قومونو مشرانو خدمت کاوه او لوی لوی منصبونه یې ترلاسه کول. په هند کی د نورو مسلمانو پاچاهانو او واکدارانو په پوځ او اداره کی ، په تېره بیا د مغولو په پوځی خدمت او ملکي چارو کی په سل هاوو زره هندوان په خدمت لگیا وه، په داسی حال کی چی مسلمانو واکدارانو د هغوی خاوره ورڅخه لاندی کړې وه، او ډېرو مسلمانو پاچاهانو او د هغوی جنرالانو د سرونو د وهلو او مالونو د لوټلو ترڅنگ د هغوی لوی لوی معبدونه وران کړي وه. مغول شاهنشاه محی الدین اورنگزېب نه یوازي په لومړي سر کی د نویو معبدونو جوړېدل منع کړل، ور پسې یې د زړو معبدونو ترمیمول بند کړل، بلکه د خپل فرمان په دریمه مرحله کی یې د معبدونو دخرابولو حکم صادر کړ.١ خو هم هندوراجاگانو او مبارزینو او هم پښتنو مشرانو او لویانو په خپل وار د مستبدینو په مقابل کی قیامونه کړي دي او کله کله خو یې د سرونو په کاسو کی اوبه ورکړي دي او د دې تر څنگ یې بیا د هغوی سلطنتونو ته داسی زړه ور جنرالان ورکړي دي چی د هغوی د فتوحاتو د تاریخ سره یې نومونه د تل لپاره ژوندي پاته سوي دي.

خان جهان لودي ، چی وروسته د شاه جهان په مقابل کی یاغي سو او دخپلو ټولو زامنو او نیژدې ملگرو سره یو ځای د مغولو په مقابل کی په جنگونو کی ووژل سو، د مغول جهانگیر په پوځ کی پنځه زری منصب او د فرزند خان لقب درلود. خان جهان لودي د شاه جهان په پوځ کی اوه زری منصب، چی په هغه وخت کی تر ټولو لوړ مقام وو، ترلاسه کړ. کمال الدین روهیله، چی د خان جهان لودي د ښورښ په ملاتړ له شاه جهان څخه یاغي او د روښانیانو سره یو ځای سو. د شاه جهان په پوځ کی څلور زري منصب او د شېرخان لقب درلود. ٢

د جلال الدین روښاني زوی اود پیر روښان لمسي اله داد د جهانگیر په پوځ کی څلور زري منصب او د رشید خان لقب درلود.٣ رشید خان د شاه جهان مغول د پاچهی په څلورم کال ١٦٢٥ کی د دکن په هغه جنگ کی برخه درلوده چی شهباز خان روهیله پښتون، چی څلور زري منصب یې درلود، د خپل زوی سره یو ځای ووژل سو. بهادرخان روهیله پښتون، چی پنځه زري منصب یې درلود، په هغه جنگ کی ډېر سخت ټپی سو او په میدان کی ولوېدی. د رشید خان ورور او نیژدې خپلوان په هغه جنگ کی ووژل سول او خپله رشید خان ډېر سخت ټپی سو.۴ د هغه زوی الهام الله خان د خپل پلار رشید خان د وفات څخه وروسته د مغول شاهنشاه اورنگزیب په دربار کی درې زري منصب او د رشید خان لقب درلود. دغه راز د جلا الدین روښاني بل زوی هادي داد خان تر مرگه پوری د مغول شاه جهان منصبدار وو. ٥ د جلال الدین روښاني دریم زوی میاداد تر مرگه پوری د مغولو په دربار کی منصب درلود.٦

رشیدخان، میاداد، هادی داد او د نورالدین روښانی زوی میرزاخان انصاری په داسی وخت کی د مغولو د پوځ منصبداران وه چی د شیخ عمر زوی اود پیر روښان لمسي احداد او د جلال الدین زوی کریم داد د مغولو د شاهنشاه د پوځیانو او صوبه درارانو دپاره د پښتونخوا سیمه سره تبۍ کړې وه ، او خان جهان لودي، چی د شاه جهان په مقابل کی یې بیرغ پورته کړی وو، غوښتل چی پېښور ته ځان ورسوي او دهغو پښتنو سره یو ځای سی چی د مغولو په مقابل کی یې وسلې را اخیستي وې.٧

دا وخت د پېښور دښار ، سوات، باجوړ او د خیبر د درې د شاوخوا اوسېدونکو قبایلو خپل اختلافات شاته پرې ایښي وه او بنگښ، توري، د اشنغر محمدزي، گگیاڼي، خلیل، مهمند، یوسفزي او ترکلاني پښتانه ټول په یوه آواز د روښانیانو د مشر، احداد د زوی عبدالقادر او د جلال الدین د زوی کریمداد تر مشرۍ لاندی راټول سوي وه او دمغولو څلور زري جنرال رشیدخان روهیله هم ځان ور سرولی وو او داسی پښتني سیمه پاته نه وه چی د مغولو ستونزي نه پکښی درلودلې.٨

په زړه پوری خبره داده چی روښاني ادبیات هم د جلال الدین زوی رشید خان او د هغه وروڼو او میرزاخان ته، چی د مغول جهانگیر او شاه جهان په خدمت کی ولاړ وه، د مخالف او غلیم په سترگه نه گوري او په حالنامه کی، چی د روښانیانو مفصل او تر ډېره ځایه پوری د اعتبار وړ تاریخ دی، رشید خان تر پایه پوری خان عالی شان بولی. او هغه او میرزا خان انصاری د روښاني، د نورو مشرانو په څېر، په ډېر درانده نامه یادوی.

د بلی خوا که څه هم چی د پښتنو تقریبا ټول قبایل د مغولو سره مخالف وه او هر وخت به چی موقع ورته برابه سوه په لویو او کوچنیو ښورښونو به یې لاس پوری کاوه ، خو دهغوی په خپلو منځونو کی نظم او یوالی موجود نه وو. د مغولو له دښمنی او لښکرکښی څخه به لا بېغمه سوي نه وه چی د یوه بل په وینو به یې لاسونه سره کړل. مگر په دغه حال کی یې هم د مغولو یو واکمن پر کراره نه دی پرې ایښی. او هغاوی په خپل ټول قوت نه یو کولای چی یوازي د پوځ او توپونو په زور د هغوی قوت مات کړی. نو د زور تر څنگ به یې تل د زرو څخه کار اخیستی. په یوه وخت کی خو مغول اورنگزیب مجبور سو چی د خپلو تجارتي کاروانونو ، خزانو او پوځونو د سالمو تېرولو په بدل کی د پښتنو قبایلو مشرانو سره هر یوه ته په کال کی شپږ لکه روپۍ ومني. مگر مغولو نه په زور او نه په زرو دا سیمه کراره کړه، او وخت په وخت به نوي مشران پیدا کېدل او ناکرارۍ او ستونزي به یې پیدا کولې. ٩

په دغه وخت کی چی پښتنو مشرانو د مغولو ډېر قوي واکمنان ، صوبه داران او جنرالان کراری ته نه وه پرې ایښي، په خپلو کی یې نه یوازي دایمی یوالی نه درلود، بلکه د یوه بل پر قواوو او پوځونو به یې داسی زوروري حملې کولې او دونه تلفات به یې یوه بل ته واړول چی د مغولو دولت اوپوځ نه سوای ورته رسولای. د کال ١٦١٦ په شاوخوا کی د مغول جهانگیر د پاچاهۍ په یوولسم کال قدم اپرېدی، چی د مغول دربار یو ملگری او طرفدار قومی مشر وو، او د خیبر د لاري ساتنه یې پر غاړه درلوده، اود خیبر د درې ټوله راهداري په ده اړه درلوده، یاغی سو او د اپرېدیو ټوله سیمه یې ناکراره کړه. ١٠ قدم او د هغه ملگري اسحق اپرېدي د دې ترڅنگ نه یوازي د احداد روښاني متابعت ونه مانه ، بلکه د هغه قدرت ته یې خطر متوجه کړ. جهانگیر د قدم او اسحق د ښورښ د ځبلو دپاره د رشید خان څخه مرسته وغوښتله او هغه میرزا خان انصاري ته ولیکل چی د روښانیانو په مرسته د قدم او احق چاره وکړي. میرزا خان انصاري د یوسف اپرېدي، چید قدم او اسحق سره یې تربور گلوي درلوده، او د روښانیانو په مرسته قدم او اسحق له منځه یوړل. کله چی د قدم او اسحق د وژل کېدلو خبر جهانگیر مغول ته ورسېدی نو هغه میرزاخان انصاري، د جلال الدین زوی میاداد او د حالنامې د مولف پلار ابوبکر منصبونه زیات کړل او ټولو ته یې یوه یوه توره ورکړه١٠

د خټکو قبیله او مغول:

د جلال الدین اکبر د زمانې څخه مخکی د خټکو د قبیلې په باره کی چنداني معلومات نسته، خو د یوه ځایه څخه بل ځای ته د کوچېدلو او کوچول کېدلو څخه یې ښکاري چی د هغه وخت د زورورو پښتني قبیلو، یوسفزیو ، وزیرو، بنگښو او اورکزیو په مقابل کی ډېر کمزوري دي او دخپلو سرحداتو او مځکو څخه چنداني د دفاع کولو توان نه لری. ١١

کله چی د جلال الدین اکبر ناسکه ورور میرزاحکیم، چی د کابل صوبه دراروو، د ډهلی د تخت د نیولو په غرض له کابل څخه را وخوځېدی او لاهور یې ونیوی، نو اکبر د هغه سره د مقابلې او هغه ته د سزا ورکولو دپاره روان سو. میرزاحکیم سمدستی لاهور خوشی کړ او بیرته کابل ته پر شا سو. اکبرپاچا په دغه کال ١٥٨١ د اباسین پر غاړه د اټک قلا جوړه کړه. اکبر په دغه سیمه کی د څه مودې دپاره پاته سو او په دغه وخت کی د خوشال خان ور نیکه ملک اکوړی، چی دخوشال خان په قول یې د خپلو زړه ورو سپرو په مرسته د مغولو د تجارتی کاروانونو امنیت خراب کړی وو، په ورین تندي ومانه او هغه ته یې له اټک څخه تر نوښاره پوری د لارو امنیت وسپاره. ١٢ جلال الدین اکبر ملک اکوړي تهد لویی لاری د ساتلو د خدمت په بدل کی د خیراباد څخه تر نوښار پوری مځکی په جاگیر کی ورکړې. اکبر دغه راز د بټني، موسی دره، جلوزي او سپین خاک د ټولو سیمو مالیات هغه ته ورکړل او د دې ترڅنگ یې د هغو کښتیو څخه د پیسو اخیستلو، یا په اصطلاح راهداري اخیستلو امتیاز هم ورکړ چی د اټک له قلا سره د سیند له اوبو څخه پوری وتلې. ١٣

ملک اکوړی د خټکو د بولاق د قبیلې سره په جنگ کی ووژل سو. د هغه زوی یحیی خان او د یحیی خان زوی عالم خان د خټکو د حسن خېلو د څانگی د څینیو د ټبر سره، چی د یحیی خان تربرونه وه، په جنگ کی ووژل سو. د یحیی خان بل زوی شهباز خان، چی د خوشال خان خټک پلاروو، د خپل پلار او ورور د وینو د بدل اخیستلو په منظور د څینیو پر کلیو باندی حمله وکړه. ډېر کسان یې قتل کړل او د څینیو ډېر کلي یې وسوځول. ١۴

مغولي پاچاهانو د یوسفزیو مځکی هم خټکو ته په جاگیر کی ورکړي وې. د دوی مطلب دا وو چی هم یوسفزي، چی د مغولو دولت تل ستونزي ورسره درلودلې، کمزوري کړي او د مځکو او مال اخیتار یې د خټکو قبیلې ته وسپاري او هم دخټکو او یوسفزیو ترمنځ جنگونه او د ښمني ابدی کړي. په دې صورت کی به خټک، چی د نفوس او مالي قوت له مخی تر یوسفزیو ډېر کمزوري وه، دخپلو جاگیرونو او خپل قوم څخه د دفاع دپاره تل د مغولو پر دولت باندی د تکیې کولو ته مجبور وی. په دې سلسله کی د خوشال خان پلار شهباز خان په کال ١٦۴٠ کی ، چی د شاه جهان د پاچاهۍ دیارلسم کال وو، د یوسفزیو د اکازیو پر قبیلې باندی یرغل وکړ. د دې حملې علت دا وو چی د اکازیو قبیلې شهباز خان ته مالیات ورنه کړل او شهباز خان هغوی ته د سرکښۍ د سزا ورکولو دپاره حمله ورباندی وکړه. د اکازیو مالونه یې لوټ کړل او تر زرو زیات څاروي یې ورڅخه غنمیت کړل. یو سفزیو په هغه شپه پر شهباز خان باندی متقابله حمله وکړه . شهباز خان په هغه جنگ کی سخت ټپی سو او د هغو ټپونو د لاسه مړ سو. د خټکو ډېر نامتوځوانان ووژل سول او خوشال خان د خپل پلار پر ځای باندی د خټکو د خان په حيث وټاکل سو.١٥

د وخت او زمان شرایطو او قبیلوي قوانینو او ارزښتونو خوشال خان ته حکم کاوه چی تر هر څه دمخه د پلار انتقام واخلی. هغه لومړی خپل شیخ رحمکار ته ورغی، دعا یې وغوښتله او بیا یې نو د ښکار په پلمه لښکر جمع کړ. هغه د اکاخېلو پر کلیو باندی حمله وکړه، او خپلو سړیو ته یې امر وکړ چی سړي، سپي او هر څه چی په مخه ورځی قتل یې کړی. چارپای، نر ښځي، هلکان او هر څه چی یې مخی ته ورتلل هغه یې قتل کړل او د هغوی په انگړونو کی یې د وینو رود روان کړ. د سپیو د سړیو ویني گډی بهېدلې. د اکا خېلو سره نیژدې درې نور کلي یې هم وسوځول. کمال زیو او امازیو لوگي ولیدل، شپږ زره سړي ورپسی راووتل. جنگ پیل سو. مگر تر ماښام پوری هغوی ټول مات سول او د خوشال خټک له پوځ څخه یوازي یو تن وویشتل سو او ووژل سو. ١٦

د خټکو او یوسفزیو قبیلوی اختلافاتو هغه وخت ډېر زور واخیستی چی خوشال خان شاه جهان ته وویل چی د یوسفزیو سیمه دي هغه ته په جاگیر کی ورکړي. هغه به د تل لپاره د یوسفزیو له خوا د مغولو د سلطان زړه پر کراره کړی. هغه شاه جهان ته قناعت ورکړ چی د یوسفزیو ډېر زیات شمېر کلي خوشال خان ته په جاگری کی ورکړي. ١٧

د دغه ځایه څخه د خټکو او یوسفزیو دښمنیو زور واخیستی. ډېر کمی شپې ورځي به وې چی د خټکو او یوسفزیو ترمنځ واړه او لوی جنگونه نه پېښېدل. په یوه جنگ کی د یوسفزیو د لوی خان باکو خان زامن قتل سول او د یوسفزیو څه کم دوه سوه مېړونه ووژل سول. په بل جنگ کی د یوسفزیو درې سوه مېړونه قتل سول. ملک جانم امازی په جنگ کی ووژل سو. ملک پیرو کمال زی خټکو ته ژوندی په لاس ورغی او حتی د اټک سره نیژدې یې د یوسفزیو دوژل سویو کسانو کله منار جوړ کړ.١٨

دغه وخت د یوسف زیو مشر باکو خان دشاه جهان دربار ته ورغی او له هغه څخه یې وغوښتل چی د یوسفزیو مځکي د خټکو له جاگیر څخه خلاصي کړي. د شاه جهان زوی داراشکوه د باکوخان ننگه وکړه او خپل پلار یې په د ې قانع کړ چی د یوسفزیو سره دجنگ پر ځای د روغی جوړي لاره ونیسی. کله چی د شاه جهان د سختی ناروغی په وخت کی د ډهلي د تخت د نیولو دپاره د هغه د زامنو تر منځ مبارزه پیل سوه او داراشکوه د اورنگزیب د لښکرو په مقابل کی ماته وکړه نو باکو خان داراشکوه ته بلنه ورکړه چی یوسفزیو ته ورسی . مگر خوشال خان اټک ورته نیولی وواو داراشکوه یې د یوسفزیو د زوروری قبیلې سره د یوځای کېدلو او دهغوی له ملاتړ څخه بې برخی کړ. کله چی اورنگزیب قدرت ته ورسېدی نو د خوشال خان جاگیر او منصب یې د پخوا په شان پر خپل حال پرېښودل.١٩

د اورنگزیب د قدرت په لومړیو کلونو کی د عبدالرحیم په نوم یوه سړي ، چی د افضل خان په قول یې د خوشال خان سره سخت مخالفت درلود ٢٠ د بهاکو خان یوسفزي ملاتړ وکړ او د اباسین څخه دتېرېدلو د مالیاتو د فسخ کولو فرمان یې له اورنگزیب څخه واخیست. دې فرمان د خټکو قدرت ته ، چی د ملک اکوړي له وخته یې د اټک د قلا سره د اباسین نه د تېرېدلو راهداري اخیستله، سخته صدمه ورسوله.٢١

په دغه وخت کی اورنگزېب د کابل صوبه دار مهابت خان دکن ته واستاوه او د هغه پر ځای یې امیر خان مقرر کړ. امیرخان، د خوشال خان د اکاگانو بهادرخان او فیروزخان په ټونگ، اورنگزېب ته یو رپوټ ورکړ او ورته ویې ویل چی تر څو پوری یې خوشال خان بندي کړی نه وي، نه د اټک راهداري لغو کېدلای سی او نه په سیمه کی امنیت ټینگ سی. ٢٢ اورنگزېب هم خوشال خان لومړی د ډهلي او بیا د رنتبور په بندیخانه کی واچاوه. په دغه وخت کی د یوسفزیو مهم خانان د خوشال خان د کورنۍ مرستي ته ورغلل او هغوی یې د سرای څخه خپلی سیمی ته بوتلل. ٢٣

د اورنگزېب له خوا د خوشال خان بې موجبه بندي کېدلو هغه ته دا وښودله چی د بېگانه په دوستي اعتماد په کار نه دی. او د یوسفزیو خانانو مړاني هغه په دې پوه کړ چی خپل که دي مړ کړي لمر ته دي نه غورځوی. تر دغه وخته پوری موږ خوشال خان د پښتنو د یوه داسی با کلتوره او عالم قبیلوي خان په حيث پېژنو چی پښتانه به یې تر قیامته ادبی خدمتونه هېر نه کړی. او د بند څخه وروسته موږ هغه د مغولو پر ضد د یوه داسی باتور مېړه په حيث پېژنو چی د نامه د یادولو سره یې د پښتنو سترگو ته د قلم ژبه او رنگ دونه نه درېږی لکه دتوري شرنگ چی یې غوږونو ته رسېږی.

نه د خوشال خان داکاگانو او تربرونو سره ، چی مغولو د خټکو سیمه ور وسپارله، دونه قومي او سیاسی هوښیاري ورسره وه چی د خټکو سیمه دي سمبال کړي، او نه دونه پوځی لیاقت او زور ورسره وو چی پر لویو لارو باندی د یوسفزیو او نورو پښتني قبایلو د حملو مخه ونیولای سي. خوشال خان د اټک قلا سره دغره په شان ټینگ ولاړ وو او اورنگزېب دا غر په لوی لاس نړلی وو. اورنگزېب د خوشال خان په بندي کولو کی خپلی اشتباه ته متوجه سو. د پښتنی سیمو د امنیت ورځ په ورځ خرابېدلو سخت وارخطا کړ، او د کابل د صوبه دار پر ځای یې پخوانی صوبه دار مهابت خان بیرته مقررکړ. مهابت خان د اورنگزېب له بند څخه د خوشال خان د خلاصولو تکل وکړ او اورنگزېب هم هغه نه یوازي بیرته خوشی کړ بلکه منصب او جاگیر یې هم بیرته ورکړ. خو خوشال خان د اورنگزېب څخه وغوښتل چی د ده خاني او جاگیر دده مشر زوی اشرف خان ته ورکړی او هغه هم دا غوښتنه ومنله. ٢۴ خوشال خان د رنتبور په بندیخانه کی د ځان سره فیصله کړې وه چی نور نو د مغولو سره د روغی جوړي او د هغوی د خدمت وخت تېر سوی دی او باید چی هغوی ته د دوست په سترگه نه بلکه د دښمن په سترگه وگوری

پسله بنده دی دا عزم د خوشال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مکې ته یا مغولو سره رزم

که څه هم چی اورنگزېب شپږ کاله خوشال خان په ډهلی او رنتبور کی بندی وساته ٢٥ مگر دخوشال خان د خوشی کولو په وخت کی یې د هغه دونه قدر وکړ چی پر خپل خاص آس باندی سپور یې وطن ته واستاوه.٢٦ مگر خوشال خان دمغولو له خدمته لاس پر سر سوی وو . خپلی سیمی ته د رسېدلو سره سم یې خپله خانی خپل مشر زوی اشرف خان ته وسپارله. داسی ښکاری چی د مغولو په بند کی د شپږ کاله تېرولو د خوشال خان قبیلوی قدرت ته سخته صدمه رسولې وي، ځکه چی د هغه خپل زوی بهرام د ده فیصله ونه منله او دخپل پلار او ورور په مقابل کی یې توره را واخیستله. ٢

که مخکی له خوشال خان سره خپل اکا بهادر خان او نورو تربرونو مخالفت کاوه او د ده قومی زور یې کمزوری کړی وو، اوس یې خپلو زامنو هم له ده سره او هم په خپلو منځونو کی بدي را واخیستله او د خوشال د بازو او توری زور یې د تل لاپره کمزوری کړ.

د خټکو قبیله پخوا هم د یوسفزیو، اپرېدیو او اورکزیو په مقابل کی یوه کمزورې قبیله وه ، مگر د خپلو مشرانو ، په تېره بیا خوشال خان د توري او عقل په زور او دمغولو په ملاتړ یې ځان د نورو قبایلو له تاړاک او یرغل څخه ساتلی وو. مگر د خوشال خان د بندي کېدلو او د هغه په کورنۍ او تربرونو کی د مخالفتونو د پیدا کېدلو سره وروسته نور دخټکو په قبیله کی هغه پخوانی زور پاته نه سو او نور یې د دوست سره د دوستی او دښمن سره د دښمنی توان نه درلود.

چی د ننگ توره دي واخیسته خوشاله

درومه سوات ته څه خټک څه یې لښکري

که څه هم خوشال خان بیا تر مرگه پوری د مغولو ملگري ونه کړه او چی پخوا یې ملگري کړې وه هغه هم د مجبورۍ څخه بولی

هغه ملا مي چی په هوډ سره لوی غر وه

په ناکام کړه و مغول ته خمه ما

هم د بخت و ماته شا سوه هم د خلکو

په مغول کړ ځکه مخ له همه ما

که می لاس وای په رضا به می کښې نه ښول

د مغول پر لوري دوه قدمه ما

خو هغه څه چی خوشال خان غوښتل هغه تر مرگه ممکن نه سول، او هغه آرزو چی ده درلوده هغه تر مرگه پوره نه سوه. د خوشال خان دوهم زوی بهرام ، چی خوشال خان یې هر وخت نوم په بدو یادوی، د خوشال خان او د هغه د مشر زوی اشرف خان په مقابل کی د خټکو یوه لویه ډله جوړه کړه او څو ځله د جنگ میدان ته ورسره ووت. په یوه جنگ کی بهرام د اشرف خان لاسته ژوند ورغی مگر هغه په غوړه ژبه ځان ورڅخه خلاص کړ، او اشرف خان یې وغولاوه. بالاخره یې اشرف خان د مغولو په بند کی واچاوه ، او هغوی د بېجاپور قلا ته واستاوه. اشرف خان هلته لس کاله تېر کړل ، او په پردېسۍ او بند کی وفات سو. ٢٨ البته خوشال خان د اشرف خان څخه هم ښه زړه نه درلود، او د اشرف څخه دونه خپه وو چی یو ځل خو یې سلام ته د ورتللو اجازه ورنه کړه او د خانۍ بگړۍ یې په خپل لاس د اشرف خان د زوی افضل خان پر سر کړه. ٢٩

خوشال خان د پښتنو او په خاصه توگه د خټکو د قبیلې د یوموټی کولو دپاره ډېري هلی ځلی وکړې، مگر لږترلږه د خپلی کورنۍ او حتی د خپلو زامنو په یو موټی کولو بریالی نه سو. خوشال خان د مغولو خدمت پرې ایښی وو، مگرد پښتنو تر غوږونو یا د ده ږغ نه رسېدی او یا یې غوږونه کاڼه ورباندی اچولي وه.

د مغول منصب می پرېښو هسی خوښ یم

لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي

دا نادره عقیده لکه زما ده

لا عجب که بل پیدا هسی افغان شی

که می چېری ننگیالي په لاسو کښېوزي

پرې به لیری دا زما د زړه ارمان شی

ومغول و ته به هسی کار ښکاره کړم

چی راضی راڅخه روح د فرید خان شی

په دې کی شک نسته چی فرید خان یا سوری شېرشاه د پښتنو په تاریخ کی یو هوښار پاچا او زړه ور جنرال وو او حتی بېگانه هم پر دې خبری اقرار دي چی د هند په ټول تاریخ کی، د انگرېزانو په شمول، هیڅ حکومت د دغه پټان هوښیاري نه درلوده. ٣٠ خو خوشال خان ته د فرید خان شرایط برابر نه وه. هغه په داسی سیمه او د زمان په داسی شرایطو کی ژوند کاوه چی ټول تاریخ یې د قبیلوي جنگونو غم لړلی داستان وو. هلته قبایلو د یوه بل کلي سوځولي وه او د یوه بل بندیان یې په بازارونو کی د غلامانو په څېر خرڅ کړي وه. هغه د خټکو په قبیله پوري اړه درلوده او پلار او نیکونو یې یا دتاریخی ضرورتونو او دخپلی قبیلې او خلکو د گټو څخه د دفاع په منظور او یا د خانۍ او منصبونو د امتیازاتو د ترلاسه کولو دپاره څلور نسله د مغولو خدمتونه کړي وه. خو کله چی خوشال خان د مغولو په مقابل کی د مقاومت بیرغ پورته کړ نو د هغه خپلی قبیلې او حتی خپلو زامنو یې مخالفت وکړ او دمغولو په خدمت کی ودرېدل. حتی د خوشال خان لمسي افضل خان، چی پلار یې د اورنگزېب په زندان کی وفات سو، تر مرگه پوری د مغولو دپاره توري ووهلې. د خوشال خان زوی بهرام ، چی خوشال خان یې بهرام بدفرجام بولي، مغولو ته دونه وفادار وو چی د مغولو داپره یې د خپل د وژلو او ژوندي نیولو داپره لښکري وربانی وروستلې. خو د ده زاړه زمري نیول یا وژل د بهرام تر وس تېره خبره وه. هغه په پنځه اویاکلنۍ کی د بهرام د پوځ مخی ته را ووت. پر لوړه غونډۍ ورته ودرېدی او په زوره یې ږغ کړه چی څوک مېړه سته چی مخي ته راسی. درې ورځی پرله پسې د بهرام په پوځ کی دونه مېړه پیدا نه سو چی پر هغه باندي د لاس پورته کولو زړه وکړی، او په پای کی ټول پوځ بیرته پر شا سو.٣١

خوشال خان د بهرام او مغولو د لاسه د خپلی کلي او قلا پرېښودلو ته مجبور سو او بالاخره د اپرېدیو سیمی ته ولاړ او د اته اویا کالو په عمر د خپل کور او ټاټوبي څخه لیری په پردېسی کی وفات سو. هغه د ژوند ټول ارمانونه گورته ورسره یوړل، او په ژوند کی یې تقریبا هیچا نه پر چیغو غوږ ونیو او نه یې د توري تر سیوري لاندي پښتانه را غونډ سول.

زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده

په اور وسوځه دا توري قلمونه

څه یوازي په ما ننگ راغلی نه دی

پښتانه ډېر دي په غرونه په رغونه

یا به واړه د مغولو درم پرېږدي

یا به زه هم په لاس واخلم درمونه

لکه څرنگه چی یوسفزیو ته د بابر د وخت څخه نیولې تر اورنگزېب او د هغه تر اولاد پوري د مغولو د ښمني په میراث پاته وه، او د ټولو هغو پښتنو او خانانو سره یې دښمني کوله چی د مغولو منصبونه یې خوړل. دغه راز خوشال خان ته هم له یوسفزیو سره دښمني په میراث پاته وه او هم د مغولو منصب او د مغولو سره دوستي د څلورو نسلونو څخه په میراث رسېدلې وه. نه د یوسفزیو سره د دښمنۍ پرېښدول د خوشال خټک په وس پوره وه ، ځکه چی د هغوی سره په جنگ کی یې پلار مړ سوی وو او وجود یې پرهار پرهار سوی وو. هغه ته د پښتونوالي ننگ او تربورونو حکم کاوه چی ویني په وینو پرې مینځی. دغه راز د مغولو د منصب اودوستي پرېښودل هم د ده په اختیار کی نه وه. کله چی خوشال خان د مغولو منصب پرېښود، نو نه د خټکو قبیلې او نه حتی د ده خپلو زامنو د دې پیروي وکړه. او د ده زامنو او لمسیانو مغولو ته د خدمت کولو پرسر پر یوه بل تور ی را وایستلې. د ده زامن بهرام خان، اشرف خان، عبدالقادر خان، عابد خان، سعدات خان او د ده لمسیان افضل خان، نامدار خان، مکرم خان او د ده بې شمېره تربرونه د مغولو خدمت ته حاضر سول او د یوه بل ویني یې تویی کړې.

زما زویه د ننگ نه دي نمړی تار دي

پرې پوهېږم چی همه واړه مردار دي

نه یې لویه اندېښنه نه یې لوی کار شته

د مغلو و طباخ وته تیار دي

د منصب د اضافو خبری کاندي

په عزت په حرمت کله خبردار دي

اتفاق یگانگي یې سره نشته

همگي روان په بېله بېله لار دي

یو څرگند قابل هر گز په دوی کی نشته

که و دېرشو ته نزدې ځما په شمار دي

شکایت له نورو مه کوه خوشاله

چی خپل زویه هم په ننگ له تا وېزار دي

خو کله چی یو سفزیو د خوشال خان سره په دوستي کی وار دمخه کړ او له ټولو هغو وینو څخه چی خوشال توی کړي وې تېر سول او د خوشال خان کهول او ماشومان یې له سرایه څخه د یوسفزیو سیمو ته بوتلل او دمغولو له حملې څخه یې وساتل نو خوشال خان هم تر مرگه پوری د یوسفزیو پر ضد توري ته لاس نه کړ. که څه هم چی د یوسفزیو څخه په عمومی صورت ښه زړه نه لری او په سوات نامه کی یې د یوسفزیو هر څه ته بد ویلي دي.

د کابل صوبه دار مهابت خان، چی خوشال خان یې د اورنگزېب له زندانه خلاص کړی وو، هغه ته وویل چی هزاری منصب او دیوسفزیو اربابي قوبله کړي او په یوسفزیو کی د لنگرکوټ د قلا په ساتلو کی مرسته ورسهر وکړی. خوشال خان ورته وویل چی ما د یوسفزیو د سرونو منارې جوړي کړې، مگر هغوی په بده ورځ کی زما د ناموس ساتنه وکړه او تر څنگ می ودرېدل. او دمغولو چی مي پنځوس کاله خدمت کړی وو بېگناه یې بندي کړم. زه څرنگه نن د مغولو د خدمت لپاره د یوسفزیو پر ضد توري ته لاس کړم او زه به په کومو سترگو د یوسفزیو دښمني کوم. ٣٢

البته خوشال خان د مهابت خان د یوه شخصی دوست په صفت هغه ته سلا ورکړه چی د لنگرکوټ د قلا له جوړولو څخه تېر سي. دا به د مغولو د پاره د ناسور زخم سي، نه به یې ساتلای سی او نه به یې خوشی کولای سی.٣٣

لنگرکوټ مغولو ساز کړ زه په ننگه د افغان شوم

که یوسف وو که مندړ وو د همه وو نگهبان شوم

خوشال خان ته د مغولو د خدمت پرېښودلو یوه لویه صدمه دا ورسوله چی خاني او قدرت یې له لاسه ولاړ. د هغه خپله قبیله د هغه پر زامنو او لمسیانو را ټوله سوه او نورو قبایلو او قومونو ځکه دی د مشر په حيث منلای نه سو چی هغوی ټولو خپل مشران درلودل او ده ته یې ایله د یوه محترم سپین ږیری او قدرمن مېلمه په سترگه وکتل.

د مشرتوب حساب پر خانۍ او د خانۍ حساب پر ډوډۍ او سړیو کېدی. او له خوشال خان سره دا دواړه نه وه. سړي په پخپله مخه تللي وه او خپل قوم یې شا وراړولې وه، او ډوډۍ د خانۍ او جاگیر د تللو سره د لاسه وتلې وه.

زه له خپله بخته چا وته فریاد کړم

چی پرون یې را ته مخ وو نن یې شا کړه

خوشال خان غوښتل چی ټول پښتون قام یې پر خبره غوږ ونیسی، او په وینا یې عمل وکړي. له هغه سره ډېری لویی طرحی او نقشې ورسره وې.

لا په خوب کی په لړزه پرېوزي له کټه

چی د چا تر غوږو زما دتوري شرنگ دی

ځینی څه لویی دعوې لرم په زړه کي

ولي څه کړم چی پښتون واړه بې ننگ دی

مگر له بده مرغه چی پښتون اولس ته د ده ږغ رسېدلای نه سو او قوم په داسی حالت کی وو چی حتی قومی مشرانو خپل قوم او قبالی د توري، مېړونو او مال په زور د ځانونو تابع کول او خپلی خانۍ یې په منلې.

اتفاق په پښتانه کی پیدا نه شو

گنی ما به د مغول گرېوان پاره کړ

هغه کلي په کلي وگرځېدی ، د هر چا دراوزې یې وټکولې، هر چاته یې گرېوان څیری کړ مگر فایده یې ونه کړه.

تیراه می ولیده راغلم تر سواته

پښتون می ولید دا لوی لوی ذاته

عقل همت می د چا ونه لیده

په بیرته راغلم ناست یم ملا ماته

دا منصبونه دا انعامونه

واړه زیندۍ دي واړه دامونه

پښتون مغول به سره یو نه شی

خوشال یې مه وینه دا اکرامونه

البته دا یوازي خوشال خان نه وو چی په دې خبری پوهېدی چی مغول د پښتنو گډ دښمن دی، بلکه دا خبره تقریبا ټولو هوښیارو پښتنو ته معلومه وه مگر له بده مرغه چی پښتانه په داسی تاریخی او اجتماعی شرایطو کی وه چی د یوه مشر تر بیرغ لاندی د را ټولوېدلو امکان یې موجود نه وو. د پښتنو چاري د لویو او وړو خانانو او قومی مشرانو په لاس کی وې او تر یوه لوی او عمومی بیرغ لاندی را غونډېدلو د قومی خانانو گټو ته صدمه رسوله. پښتنو یوازي هغه وخت اتحاد کاوه چی د ټولو ناموس او مال ته به گډ خطر پېښ سو. او کله چی به هغه خطر لیری سو نو ټول قبایل به بیرته پر خپلو لارو تلل.

په کال ١٦٧٢ کی ساپیو ، مومندو، اپرېدیو، اورکزیو، شینوارو او نورو پښتنو د کابل صوبه دار محمد امین په مقابل کی قیام وکړ. محمد امین خان د ډېر زیات لښکر سره د هغوی د ځبلو دپاره پخپله را روان سو. پښتنو قبایلو د خیبر په دره کی د لنډي کوتل او لنډي خانې تر منځ داسی حمله ورباندی وکړه چی د محمد امین خان ټول پوځ په یوه ورځ تباه سو . لس زره تنه یې ووژل سول او شل زره تنه عسکر او د هغوی ماشومان پښتنو ته بندیان په لاس ورغلل او ټولی خزانې او وسلې یې د پښتنو لاسته ورغلې. ٣۴ د افضل خان خټک په قول مفلس پښتانه هر یو محمد امین خان سو او محمد امین خان مفلس سو. ٣٥

البته دغه راز اتحادونو ډېر زیات پایښت نه کاوه او کله چی به فتح د پښتنو په نصیب سوه نو پښتنو به ټولو خپلو سیمو او کلیو ته مخه کړه. او کله چی به بیرته د مغولو انتقامي او منظمو پوځونو حمله ورباندی وکړه نو کله منارونه به یې ور جوړ کړل. د دې خبری یو علت دا هم وو چی پښتانه د یوه حکومت او منظم دایمی پلان د لاندی نه جنگېدل او منظم او دایمی پوځ یې نه درلود. هغوی زیاتره هغه وخت جنگونه کول او جنگونو ته تیارېدل چی د کښت او کروندې څخه به بېغمه وه. پښتانه ډېر لږ د کښت او کروندې پر وخت جنگونو ته حاضرېدل. ٣٦ د خټکو قبیله د خوشال خان او افضل خان غوندي مشارنو تر بیرغ لاندی را چول نه سول او دریاخان اپرېدی، چی خوشال خان یې په ډېر افتخار نوم یادوی، دخپل زوی فتح خان سره یو ځای ، چی افضل خان وایی په هرڅه کی تر دریا خان بهتروو، دخپلو تربرونو د لاسه قتل سو. ٣٧

د دې قبیلوی جنگونو او تربور گلویو غم لړلی داستان دونه اوږد دی چی په مثالونو یې زرگونه پاڼی تورېدلای سی. او خوشال خان په داسی عصر کی ژوند کاوه چی پښتنو کور په کور او قبیله په قبیله هډونه سره مات کړی وه. د هغه پر چیغو او نصیحتونو باندی څوک غوږ نیولو ته وزگار نه وه.

څوک دي لاپي د خپلوالي راته نه کا

چی په حال د نیکو بدو ښه خبر یم

زیست روزگار مي له دې خلکو سره نه شی

زه خوشال د واړو خلکو مرور یم

د پښتنو د تاریخ دغه تر ټولو هوښیار مشر بالاخره د خپلو نیکونو په ټاټوبي کی، چی ده سخته مینه ورسره درلوده، د وروستي نفس د ایستلو فرصت پیدا نه کړ.

د خوشال خټک خوښي نه سی بې سرایه

په هر چا باندی یې خپل وطن کشمیر کړ

خوشال خان داته اویا کالو په عمر د اپرېدیو په سیمه کی وفات سو او خپلو ماشومانو او دوستانو ته یې ، چی په دغه وخت کی ورسره پاته وه ، وصیت وکړ چی هغه په داسی ځای کی ښخ کړي چی د مغولو د آسونو سیوری ورباندی ونه لوېږی. او دوی باید دده قبر په داسی ځای کی جوړ کړي چی مغول یې پیدا نه کړي او بې احترامي ورته ونه کړی. ٣٨

خوشال خټک په حق سره د خپل وخت او زمان تر ټولو هوښیار پښتون وواو په جرأت سره ویلای سو چی د پښتنو په ټول تاریخ کی یې تر نن ورځی ساری نه دی لیده سوی. خو افسوس چی بخت له ده سره یاري ونه کړه. پښتنو هیڅ وخت د مشر په حيث ونه مانه او دا دزمان د واقعیت حکم وو. خوشال خان دا حکم بدلولای نه سو، کنه نو هغه تېره توره چی له ده سره وه د هیچا تر ملا نه وه. هغه سترگي چی ده درلودلې د هیچا په سر کی نه غړېدې، هغه قلم چی له ده سره وو دپښتنو په تاریخ کی هیچا نه وو چلولی ، هغه ژبه چی له ده سره وه خدای بل پښتون ته نه وه ورکړې او تر نن پوری یې خالی ځای چا نه دی ډک کړی.

لا تراوسه یې ماغزه په قرار نه دي

چا چی زما سره وهلی سر په سنگ دی

لا په خوب کی په لړزه پرېوزي له کټه

چی د چا تر غوږو زما دتوري شرنگ دی

د گینډیو په ځیگر کی یې گولۍ دي

چی لیدلی چا زما د ښکار تفنگ دی

که په دا دور می گورې هغه زه یم

چی مي داغ پر خاطر ایښی د اورنگ دی

درست جهان می و مغول وته خیبر کړ

ځای په ځای یې پښتانه وته قلنگ دی

ځینی لویی دعودې لرم په زړه کی

ولی څه کړم چی پښتون واړه بې ننگ دی

خو طالع را سره هسی مدد نه کا

گڼه تېر می له فریده نه فرهنگ دی

یوه خبره چی زموږ باید هر وخت په یاد وي هغه دا ده چی د خوشال خان په باب چی تراوسه پوری هر څه لیکنی سوي دي، او چی د هغه د ژوند او آثارو په باب هرڅه کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ سوي دي نو په اکثرو لیکنو کی د مغولو سره د هغه د مبارزې روحیې ته زیاته توجه سوې ده. په داسی حال کی چی د مغولو سره د هغه دښمني د خاصو اجتماعي او تاریخی شرایطو محصول وه. خوشال خان که په ژوند کی ښه کړي دي او که یې بد کړي دي هغه یې د زمان د شرایطو او حالاتو په حکم کړي دي. که د هغه پر ځای بل خان او قومی مشر وای هغه به ده ته ورته کارونه کړي وای او د خوشال خان تاریخ به یې درلودلای. هغه توره چی د خوشال خان سره وه هغه د یحیی خان، شهباز خان ، دریا خان ، باکو خان او بل هر قومی خان سره وه . ځینی به تر ده په مېړانه او زړه ورتوب کی کم وه، خو ځینی به حتی تر ده هم زړه ور وه. خو هغه قلم چی له ده سره وو هغه نه د پښتنو په تاریخ کی تر ده د مخه چا درلودلی دی او نه تر ده وروسته تر نن ورځي پوری چا ځغلولی دی. هغه د پښتو ژبي شعر ته هغه څه ورکړل چی نه چا پخوا ورکړي وه او نه بیا چا تراوسه پوری ورکړي دي.

په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي

په پښتو ژبه می مه غواړه مثال

بندوبست د پښتو شعر ما پیدا کړ

گڼړه شعر د پښتو وو غیر سال

نه یې وزن نه تقطیع نه یې عروض وو

دوه مصرع یې د خفیف بحر دوه طال

د غزل یې نه مطلع نه یې مقطع وه

نه صفت نه یې تشبیه نه یې مثال

مگر زه یې چی گویا په شاعري کړم

پښتانه یې پوهول ایزد تعال

که له هجوي له غندني درته وایم

فردوسی می په دا کار کی نه دی سیال

فردوسی لري څو بیته له محموده

زه لرم د اورنگزیب د ذم جوال

که د خوشال خټک څخه مخکي د پښتو ادب او شعر په کمی او کیفی لحاظ وگورو نو د هغه د دې خبری صحت ورڅخه ثابتېږی . د خوشال خان څخه مخکی روښاني ادبیاتو د پښتو ژبي شعر ته د مضمون او معنی په لحاظ دونه څه ورکړل چی دا ژبه یې د سیالانو سره سیاله کړه، مگر هغه خوند او ښایست چی د خوشال خان په کلام کی پروت دی هغه تر ده دمخه د هیڅ پخواني شاعر په کلام کی نه لیده کېږی. که د اشرف خان، رحمن بابا، حمید ماشوخېل او عبدالقادر خان شعرونه ښایسته دي نو د ښایستو ترکیبونو ، استعاراتو او تشبیهاتو لومړنۍ خښتي یې خوشال خان ورته ایښي دي.

په پښتو ژبه چی ما علم بلند کړ

د خبرو ملک می فتح په سمند کړ

یو په حال او په ماضی کی هسی نه وو

چی ښکاره یې د خبرو راته خوند کړ

د میرزا دیوان می ومانډه په گوډي

مسخره می ارزانی خیشکی زمند کړ

که دولت وو که واصل وو که دا نور وو

په خبرو می د هر یوه ریشخند کړ

یا دا چی

په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبیه کی

پښتو ویل مي عین تر فارسي دی رسولي

له چا نه په پښتو کی ما مېزان لیدلی نه دی

میرزا په دا زبان کی ویل کړي دي تللي

مخزن مي د اخوند چی تمامی په نظر کښېووت

په ده کی نه عروض شته نه یې بحر ما میندلي

خوشال خان ښایی د پښتنو په تاریخ کی تر ټولو لوستی پښتون وو. هغه د فرهنگ او لوست په قدر پوهېدی ځکه وایی چی له فرید نه مي فرهنگ تېر دی. هغه د پښتو ژبي او فرهنگ ته یوازي بې شمېره اشعار او نثرونه پرې نه ښودل بلکه د پښتو ژبي ته یې داسی کورنۍ پرېښوده او داسی ادبي مکتب یې ورکړ چی ټول د خوشال خان په شان یوه بافرهنگه پلار د زیار او زحمت محصول وو. زما په عقیده د خوشا خان خټک د شخصیت دغه برخه تر بل هر اړخ درنه ده او دغه خدمت

یې تر څه قېمتي دي. قوم په ژبه ژوندی وي او سړی ویلای سی چی دده اشعارو د دې ژبي ژوند دایمی کړی دی.