د محبوب پیغمبر ﷺ په اړه لنډ معلومات
د محبوب پیغمبر ﷺ په اړه لنډ معلومات،
◀نوم: حضرت محمد ﷺ
◀د پلار نوم: عبدالله
◀د نيکه نوم: عبدالمطلب
◀د کورنۍ نوم : هاشمي
◀د مور نوم : آمنه بنت وهب
◀د رضاعي مور نوم : حليمه سعديه
◀د لومړۍ ميرمنې نوم : خديجة الکبراى رض
◀د لومړۍ ميرمني د پلار نوم : خويلد
◀د قوم نوم : قريش
◀د زيږيدنې نيټه : د ربيع الاول 12 کال ((571/4/20 ميلادي ))
◀د زيږيدو ځاى : مکه مکرمه
◀د هيواد نوم : سعودي عربستان
◀نژاد : عرب
◀تر بعثت مخکې لقب : رښتيا ويونکى او امين
◀د الهي وحيو د راکښته کيدو ځاى : د حرا غار
◀د حرا د غار موقيعت : د مکې شمال غرب خواته
◀دنده : پيغمبري
◀دين : اسلام
◀د دندې موده : 23 کاله
◀رنګ : ګلګون او ځلانده
◀د ويښتانو رنګ : تور
◀قد : منځنۍ لوړ ته مايل
◀پزه : جګه قلمي
◀د ميرمنو نومونه يې : خديجه ، عايشه ، حفصه ، سوده ، زينب ، ام السلمه ، جويريه ، صفيه ، ميمونه (رض)
◀زامن : عبدالله ، قاسم ، ابراهيم (په کوچنيوالي وفات)
◀لوڼې : زينب ، رقيه ، ام کلثوم ، فاطمه رض
◀د اوسيدو ځاى : مکه مکرمه د بني هاشمو ځاى ، تر هجرت وروسته مدينه منوره
◀تحصيلات : د پيغمبرۍ تر درجې د الله ﷻ ترنظر لاندې د جبرايل علیه السلام په واسطه ورسول شو
◀د پلار مړينه : د مور په نس کې د دوو مياشتو وو
◀د مور مړينه : په 6 کلنۍ کښې
◀د نيکه مړينه : په 8 کلنۍ کښې
◀اصلي روزونکى : د ده تره (کاکا) ابو طالب
◀د واده پر مهال عمر : 25 کلن او د خديجې رض عمر 40 کلنه
◀د نبوت پر مهال عمر : 40 کلن
◀د مديني څخه مکې ته د هجرت پر مهال نيټه : 611 ميلادي ، چې د هجري قمري د اول کال سره برابره ده
◀لومړنى سفر : د خپل تره (کاکا) سره د شام او بصرې ښار ته په 12 کلنۍ کښي وو
◀د بعثت وروسته لقب : خاتم الانبياء والمرسلين ، ابو القاسم ،
◀ټول عمر يې : 63 کاله وو
◀ شیر کول مو هیر نشی...
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
دغه جملي مو پخپلو اولادو باندي زده کړئ
سوال : دچابنده یي؟
جواب : د الله جل جلاله بنده یم.
سوال : دچا اُمتي يی ؟
جواب : د محمد رسول الله (صل الله علیه وسلم ) امتي یم.
سوال : دچا په ملت یي ؟
جواب : په ملت د ابراهیم ( علیه سلام ) یم.
سوال : دچا په مذهب یی ؟
جواب : د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) په مذهب یم .
سوال : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څو یاران درلودل ؟
جواب : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څلور یاران درلودل.
1- حضرت ابوبکر صدیق ( رض الله عنه )
2- حضرت عمر فاروق ( رض الله عنه )
3- حضرت عثمان غنی ( رض الله عنه )
4- حضرت علی ( رض الله عنه )
سوال : څو مذهبونه دي؟
جواب : څلور مذهبونه دي .
1- د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب.
2- د امام شافی ( رحمت الله علیه ) مذهب .
3- د امام مالک ( رحمت الله علیه ) مذهب.
4- د امام احمد بن حنبل ( رحمت الله علیه ) مذهب.
لوړ ترین په مذاهبوکي د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب دي.
سوال : ایمان څه شي دي؟
جواب : ایمان په لغت کي تصدیق او باور کولو ته ویل کیږي. او په اصطلاح کي دالله ( جل جلا له ) او دهغه د حبیب صلی الله وسلم ټول احکام په ژبه بیانول او په زړه سره تصدیق کول او عملي کول دي.
سوال : ایمان دڅه شي په واسطۀ سره قوي کیږي؟
جواب : ایمان دنیکو اعمالو ده کولو په واسطه قوي کیږي.
سوال : اسلام څه شي دي؟
جواب : اسلام عبارت دي دځان دتسلیمولو او د الهي احکامو دپیروي کولو څخه.
سوال : اسلام کوم قسم دین دي؟
جواب : اسلام متوسط دین دي په مابینځ کي د سختی او آسانی .
سوال : څو آسمانی دینونه دي او هم ووایه چي پرچا چا نازل شویدي ؟
جواب : څلور آسمانی کتابونه دي او په څلورو پیغمبرانو علیهم السلام نازل شویدي.
1- تورات په حضرت موسی ( علیه سلام )
2- انجیل په حضرت عیسی ( علیه سلام )
3- زبور په حضرت داود ( علیه سلام )
4- قرآن په حضرت محمد رسول الله ( صل الله علیه وسلم )
سوال : مونږ پر څو کتابونو باندي ایمان لرو؟
جواب : مونږ پر څلورو کتابونو باندي ایمان لرو لکه، ( توارت، انجیل، زبور او فرقان یاقرآن ).
سوال : زمونږ کتاب کوم یو دي ؟
جواب : زمونږ کتاب قرآن کریم دي.
سوال : قرآن شریف په څومره وخت کي، دچا له طرفه او دچا په واسطه په حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شو ؟
جواب : قـرآن کریم د 23 کالو په وخت کي د الله ( جل جلا له )له طرفه او دحضرت جبریل ( علیه سلام ) په واسطه پر حـضـرت مـحـمـد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شویدي.
سوال : قرآن کریم څو سیپاري او څو سورتونه لري؟
جواب : قرآن کریم 30 سیپاري او 114 سورتونه لري.
سوال : د قرآن کریم زده کول او هغه پر ځان عملي پر مونږ څه شي دي ؟
جواب : دقرآن کریم زده کول او دهغه پرځان عملي کول پر مونږ فرض دي.
سوال : د الله ( جل جلا له ) صفات څو قسم دي؟
جواب : صفات د الله ( جل جلا له ) دوه قسمه دي،چي هغه ذاتی صفات او فعلی صفات دي .
ذاتی صفات عبارت دي : سمع، بصر، کلام، اراده، قدرت، حیات او علم چي دا ده الله ( جل جلا له ) ذاتي صفات دي او ثابت دي،چي الله ( جل جلا له ) دهغه په ضد نه موصوف کیږي، مثلاٌ قدرت چي دهغه ضد کمزوري دي
فعلی صفات عبارت دي له : تخلیق، انشأ، ترزیق، احیأ، ابداع، اعزاز او اذلال، چي داصفات د الله ( جل جلال له ) لپاره ثابت دي او دهغه په ضد موصوف کیږي. لکه. احیأ ( ژوندي کول ) چي دغه اماتت ( مړه کول دي ) دی.
سوال : جنیات یا پیرانان دڅه شي څخه پیداشویدي ؟
جواب : د اوره څخه.
سوال : روح د انسان په کوم ځاي کي قرار لري ؟
جواب د انسان په ټول وجود کي قرار لری.
سوال : د ثمودیانو قوم ولي دبیخه وکښل شو ؟
جواب: ځکه چي د الله ( جل جلال له ) د اوامرو څخه یي سرغړونه وکړل.
سوال : فرعون ولي غرق شو ؟
جواب : ځکه چي ایمان یي په الله ( جل جلال له ) نه راوړي.
سوال : که چیری څوک په الله ( جل جلال له ) ایمان ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب: هغه چي په الله جل جلاله ایمان نلري هغه ته کافر ویل کیږي.
سوال : که په پیغمبرانو ایمان ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب : هغه ته هم کافر ویل کیږي.
سوال : آیا پر الله ( جل جلال له ) ایمان ندرلودل نیک اعمال کومه ګټه لري ؟
جواب : بغیر د ایمان څخه هیڅ عمل ګټه نلري.
سوال : د الله ( جل جلال له ) یوڅو نومان بیان کړي ؟
جواب : رحمن ، رحیم ، رزاق ، خالق ، کریم ، ستار ، رقیب ، قیوم ، قادر ..........
سوال : د پیغمبر ( صل الله علیه وسلم ) یو څو نومان ذکر کړي ؟
جواب : محمد ، احمد ، محمود ، صادق ، منیر ، بشیر ، نذیر ، مزمل ، مدثر ........
سوال : مجمل ایمان بیان کړي ؟
جواب : آمنت ُ بالله کماهو با سمائه و صفاته و قبلتُ جمیع احکأمه و ارکانه اقرار باللسان و تصدیق با قلب.
سوال : مفصل ایمان بیان کړي؟
جواب : آمنتُ بالله و ملائکته و کتبه ورسله والیوم الاَخر والقدر خیره و شره من الله تعالی والبعث بعد الموت.
سوال : مومن به څو شیان دي ؟
جواب : مومن به ۷ دي :
1- ایمان په الله ( جل جلال له )
2- ایمان په ملائکه وو.
3- ایمان په اسماني کتابونو باندي .
4- ایمان په پیغمبران.
5- ایمان ده آخرت ورځي باندي .
6- ایمان ده مرگ څخه وروسته په ژوندي کیدو باندي.
7- ایمان په خیر و شر چي دخداي ( جل جلال له ) له طرفه دي.
سوال : پیغمبر چاته ویل کیږي ؟
جواب : هغه کس چي د الله ( جل جلال له ) له طرفه دبشر د لارښوونو لپاره رالیږل شوي وي.
سوال : د پیغمبران ( علیهم السلام ) اجمعین شمیر څو دي ؟
جواب : د پیغمبران ( علیهم سلام ) یو لکُ څلور ویشت زره زیات وکم پکښي.
سوال : زمونږ پیغمبر څوک دي ؟
جواب : زمونږ بیغمبر حضرت محمد ( صل الله علیه و سلم ) دي.
دنورو ملګرو سره یي هم شریک کړي
کاپی