د ژبو مړينه

د ملګرو هیوادو د پلتنې څنګې په ۱۹۹۷ کال کې د ټولې ځمکې بیلا بیلا ژبو شمیریې ۶۵۲۸ ژبې ښودلي او بیا داسې انګېرنه کوي چې په راتلونکو سل کالو کښې به ددې ژبو نیما یې به مړې او پوپناه شوي وي، یا دا چې د ورکیدو غشک یا خطر سره به مخامخ وي ځنکندن او مړکیدو ته به د هغو ژبو واټن ډېر نږدې وي چې یوازې د یوې ژبې بوډیانې او بودګان په وغږیږي. هرکله چې بیا وروستی کس له دې زړو څخه ومړي نو مورنی ژبه به هم ورسره مړه او بې څرکه شی. دغشک او خطر سره خو هغه ژبې او د هغی ژبی ویونکي به لاس او ګرېوان وي چې د هغوی کوچنیان نور د مورنې او هیوادنې ژبې ویلو او زده کولوته اړ شوي نه وي او یا دا چې هډو په ونه غږیږي. که څه هم یوه ژبه ژوندی سره نه ده خو که چېرې د ژوند لیار او چاپیریال کې هغه د ژوندی موجود په شان وانګېرونونه یوازې ژوندون یې په لوړه کچه د نړی چاپیریال تراغیزې لاندې راځي. خو له بله اړخه ارمیش به بدلونونه هم زغمي. ویي (لغات) او د هغو مانا او مفهوم چې په مورنی ژبې کې په ونه غږیدل شې نو ورو په ورو د یوې ژبې د وییو(لغاتو) څخه ورک کیږي. له پیړیو وروسته د ژبې ویي به هیر شوي او یا به د نورو ژبو تراغیزې لاندې راغلي وي چې بیا به دا ورک شوي ويي یوازی په پېښه لیک (تاریخ) کې که وموندل شي خو ورځنی غږیدو کې به هډو هغه ویي لادرک او ورک وي. د ګرامر او ژب ښود په ځینې بدلونو سره پخواني منل شوي خپل ارزښت له لاسه ورکوي او هم یوه ژبه د پوهنیزاو تخنیکي پرمختګ سره نوو ویي او اصطلاحاتو ته به ځای پریږدي لکه د مثال په توګه کمپیوتر، انترنیت او داسې نور. که اوس بیرته د یوې ژبې ورکیدو ته راوګرځو او وګورو چې د خپل ژوند پای وروستی سلګیوته رسیدلې ده نو د هغې د رنځ پـــړه او ملامتیا یي مسولینو ته متوجې ده. لکه چې په طبیعت کې په همدې پرتله (مقایسه) ‌ډېر مثالونه لیدل کیږی چې زه په پکتیا کې د ځاځیو ګڼ ځنګل منډهیر او الګډه د مثال په توګه راوړم. سپین ږیرو کلیوالو څخه دا خبرې خلکوته پاتې دي او یا اوس هم اورېدل کیږي چې په نوموړو ځنګلو کې د پرانګانو، زمریو، بیزوګانو، لیوانو او داسې نورو ځناورو او مرغانو ځای ؤ. خو له بده مرغه دا د خدای(ج) نعمت ته پاملرنه ونشوه او د ځنګلو په وهلو او د ونو په غوځولو سره ورو په ورو زرغونې غونډی برمنډې او سپیرې، غرونه او تنګي لوڅ او لغر شول او داسې نو د ځناورو او مرغانو ځالې هم ورسره ویجارې او د تل لپاره له دې سیمو څخه ورک او یا مړه شول . دا ځکه چې و هغوی طبیعی ژوند او کور یې لوټ او تالا شو. یا دا چې په سیالیو سره دا سیمې سپیره او لرغونې ښکلا یې اوس یا د سیمی خلکو په خبرو کې یادیږي او یا د چې په رنځورو او عکسو کې لیدل کیږي او بس ؛ که د دولت ذمه وارو او ځایي مسولینو او مشرانو په ځیر سره دا ملي شتمنې ته پاملرنه کړې وای نو زرغون او شین ځنګل به د ټولو اوسیدونکو ځناورو او مرغانو سره اوس هم ځای په پاتې ؤ. په دې ترڅ کې د روسانو یرغل په افغانستان باندې او د دوی وحشی بمبارد دځنګلو ځینې پاتې برخو په سوځیدو کې بایده

چې له یاده پاتې نشي.او د حامد کرزی حکومت هم زمونږ ملي شتمنې ته پاملرنه نه کوي. لکه د ځنګل وهل او د ځناورو او مرغانو ورکیدل د خپل اصلی ټاټوبي څخه د ژبې مړ کېدل او ورکیدل هم د بې غورې، بې مسولیتې او نه پاملرنې په وجه به ډېر ژر خپل د ځنکندن شیبو ته درسیږی که چېرې یوه ژبه دمخه په خپل مړکندی بهیر کې د بې ارزښتې او بې غورې په رنځ اخته شوې. یو غټ لامل(سبب) د ژبې په کمزورولو کې د ځوان نسل تلل د زده کړې، پیسې پیدا کولو او یا کارموندلو او لټولو په تکل غټو ښارو ته ده. که چیری د کلیو اوسیدونکو ته چې په ښاروکې خپل اغیال په لټون سره د خپل کلتور او ژبې په ویلو او یا زده کړه کې کوم ژبني توپیر او ستونزه موجوده نه وي نو بیا هم تللی ځوانان د کلیو څخه ښاور ته خپله ځایي ژبه او کلتور سره به یې اړیکې نه شلیدونکی وي او که د

خولخانې او کوچنیانو سره په ښار کې