مریتوب یا غلامي څه دي ؟

مریتوب یا غلامي څه دي ؟

پنجابي ښکیلاکګر له ژبې، کلتور او لرغوني تاریخي نخښي او نښانې له کبله د پښتون سره کوم توکمیز یا نژادي اړیکې نلري. د پښتون اسلامیت سل سلنه تر تورلنګي پنجابي ښه او پیاوړی دی. پښتون که وروسته له ۷۲ کالو غلامي څخه وتل غواړي نو لمړی دې پښتانو د خپل کور ، کلي او سیمې نه پر دوی دا ټپل شوې جګړه په یووالي او پښتني دود او دستور سره شنډه کړي. بیا دې د هر کلي مشران او کلیوال په ګډه خپله سیمه کې امن راوړي.اولس پوهاونې د پاره په زغرده ذهنې او شعوري خوځښت رامنځ ته کړي. د خپلې سیمې څخه چپاولګر، غاصب، تروریستان چې په هره جامه کي شتون ولري،د باندې وکاژي. خپل وسایل وژغوري او ټول د یوې موخې په خاتر ټینګه ژمنه ولري چې د غلامې ځنځیرونه به شلوو، او بلواکګر پنجابی به په تېښته کوو. بیا به لکه توپان په اباسین ور درمو. ولې پښتانه د اتفاق او یووالي ویی یا کلمه سره دښمني او حساسیت لري؟ په یووالي کې د الله(ج ) رضامندي ، برکت ،عزت او پت خوندي وي. پنجاب او ایران مو وژني ، خو بیاهم دا ټول ظلمونه زغمو او توپاني احتجاج نه جوړوو. له امریکا تور پوستکو څخه به زده کړو، چې د یو بې ګناه تور پوستکي وژلو په ننګ لکهاوو خلکو امریکا کې ریږدله جوړه کړې ده. دې ته یووالی وایي . که موږ هم د خپلو خلکو په ننګ راپورته شو، نو بیا ژبه، کلتور او خاوره مو د چا اده نه جوړیږي او د یووالي او ورورولې په برکت به د لوی افغانستان اډانه په جوړیدو شي او مریتوب به پای ورسیږي. مړه ضمیرونه او وجدانونه به ویښ کړو او د یووالي په مټ به کارنامې جوړې کړو. بیا به د آمو تر اباسینه او چتراله تر بولانه د لو ی لرغوني افغانستان وږمۍ به پرته له اغزنمزو ، کتارو او بیلتونه د هر وګړي زمولتیایي حالت تازه کاندی .

انشاالله

عبدالله ځاځی ۰۳/ ۰۶/ ۲۰۲۰