ګوند


ګوند، تنظیم، شخصیات او پښتانه

په هر ګوند کې کې د بیلا بیلو نظرونو او فکرونو خلک کیدلی شی، چې په دغه نظرونه او فکرونه د یو خاص زمان او مکان اثر وی. بیا چې کله د سیکولر، قامپرسته او مترقی ګوند خبره راشی، نو په هغی کې دغه فکری توپیر لا نور هم ‌‌‌‌‌‌ډیر وی. او لامل یې هم دغه دې، چې د قام د یو والی او پرمختګ سوچ کونکی، یا په نورو ټکو د قامپرستۍ سوچ لرونکی د مذهب په اړه، د تاریخ په اړه یا د راتلونکی سبا او د دغه صبا د پاره حکمت په اړه بیلا بیل نظرونه لری. دغه بیلا بیل نظرونه اکثر وخت د شخصیاتو په روزنه او کله په سیاسی نظر او انټرسټ پوری اړه لری. د بیلګی په توګه په عوامی نیشنل ګوند کې د زنانه سوال په اړه د بشرا ګوهر نظر د ‌‌‌‌‌‌ډیرو مشرانو ښکاره او واضحه پاتی شوی. په لن‌‌‌‌‌‌ډو ټکو د ګوند د پراخ نظرۍ ګټه هم دغه وی، چې د ځان سره د بیلا بیلو فکرونو خلک چلوی، او د هغی سوچ او فکر له اهمیت ورکوی.

هم په دغه تناظر کې که مونږ اوګورو نو د عوامی نیشنل پارټۍ تاریخ هم د دغه مخکې خبرو مثال دی. د اجمل خټک په رنګ مترقی قامپرسته یې هم مشری کړی، افضل خان لالا د سوات یې هم مشری کړی چې یو خان و‌ؤ او د پختون وحدت خبره یې ‌‌‌‌‌‌ډیره کړی خو ولی د کلاس سوال یې په پاتو اثارو کې ‌‌‌‌‌‌ډیر کم ښکاری. هم داسی بشره ګوهر بی بی چې د زنانه په سوال یې ‌‌‌‌‌‌ډیر ټینګار کو‌ؤ، او په څنګ کې یې نور ‌‌‌‌‌‌ډیر داسی مشران هم و‌ؤ، چې په زنانه سوال یې کله هم خبره نه ده کړی. په لن‌‌‌‌‌‌ډو ټکو دغه وئيل غواړم چې ګوند هر ورکر ته اهمیت ورکوی، چې د ګوند د فکر، بنیادی سوالونو په اړه مبارزه کوی.

هم په دغه تناظر کې که مونږ سوچ اوکړو، نو د عوامی نیشنل پارټۍ قیادت په مختلفو وختونو کې مختلفو خلکو ته حواله شوی، لکه یو وخت اجمل خټک نو یو وخت افضل خان لالا، یو وخت بیګم نسیم نو یو وخت بشیر بلور او یا افراسیاب خټک. چې د ټولو د پرون ، نن او سبا په اړه بیلابیل نظرونه لرل، چې د هغې په شخصی روزنه، زمان او مکان یې دارو مدار و‌ؤ. خو ولی کله هم د ګوند ائین، منشور، فکر، تګلاره او بنیادی فلسفه د دغه خلکو د شخصی فکر په وجه بدله شوی نه ده.

هم دغه شان که مونږ خبره مخ په وړاندی بوځو، نو مانه یې دغه جوړیږی چې د ګوند يا په نورو ټکو د تنظیم بنیادی سټانس، فکر، حکمت، بصیرت او بنیادی فلسفه د شخصیاتو پابنده نه وی. اوس د ګوند حرکت په ګوند کې دننه په یو څوکۍ ناست یو شخصیت پوری تړل ګوند دننه په لکهونو ورکرانو سره، د ګوند د تاریخ، بنیادی فلسفی، بصیرت او حکمت پسی د خندا کولو پورته هیڅ نه دی.هم دغه رنګ د ګوند په مختلفو ادوارو خبره کول، په یو څوکۍ ناست ذمه وار باندی تنقید کول نه یواځی د ګوند د ورکر بکه د هغی منطتقی د هر وګړی حق دی، خو ولی د تنقید په نوم ذاتیات د ګټی نه ‌‌‌‌‌‌ډیر نقصان را‌ؤړی.

اوس که د ګوند د بنیادی فلسفی په اړه خبره اوشی، نو هر څوک به یې د خپل سوچ او فکر مطابق بیلا بیل رنګ بیانوی. او هم دغه د ګوند ښکلا ده. د ښکلا وجه یې د جیمز سی سکاټ په مزاحت ریسرچ کار غټ ثبوت دی. لکه څنګه چې جیمز سی سکاټ وائي چې کله د یو مظلوم یا محکوم د ظالم یا حاکم په ضد ښکاره خبره نه شی کولی، نو خپله خبره او مجلس په داسی انداز کوی، چې په ښکاره یو مانا ورکوی، خو ولی دننه پکې پټه یوه بله مانا پرته وی. او هم په دغه لار دغه مظلوم او محکوم خلک مزاحمت کوی.

اوس که مونږ د عوامی نیشنل پارټۍ خبری له راشو، نو بې شکه خبره دا، چې دغه ګوند د پاکستانی ریاست د چوکاټ دننه سیاست کوی، په ریاست کې د جمهوریت سره سره د محکومو قامونو د حق خبره‌، او ورسره د ځپلی طبقو د پرمختګ خبره کوی. خو ولی د دغه سیاست کله هم د مطلب نه دی، چې ګنی اوس عوامی نیشنل پارټی د پښتنو د یو والی خبره نه کوی. دلته سوال دا جوړیږی چې که دغه پاټی د پښتنو د یو والی خبره کوی، نو په څه انداز یې کوی، دغه یو والی په کومه لار او کوم سیاست غواړی. او په دغه اړه د ګوند مشر تابه تر ‌‌‌‌‌‌ډیره پوهیږی، چې مونږ کله هم د ریاست خلاف جنګ نه کو‌ؤ، مونږ په پاکستان کې حقیقی جمهویریت غواړو، چې په هغه جمهویرت کې به د ‌‌‌‌‌‌ډیرو خبرو سره سره داخله او خارجه پالیس د اولس نمائنده ګان جوړوی. هم د دغی سره د ګاون‌‌‌‌‌‌‌ډی ملکونو سره روغ او سم تعلقات غواړو. او هم په دغه لار هم د پاکستان او افغانستان، هم د پاکستان او هندوستان، او هم په ریاست کې دننه د محکومو قامونو او طبقو د ستونزو په اولسی کچه حل را‌ؤباسل غواړی. او دغه خبره ‌‌‌‌‌‌ډیره ان‌‌‌‌‌‌‌ډر سټین‌‌‌‌‌‌ډبل هم ده، چې د اولسونو د مستقبل فیصلی ګوندونه نه شی کولی، دغه اختیار د اولس سره وی، او د ګوند فرض دغه جوړیږی، چې د خپل فکر او بنسادی فلسفی په اړه اولس کې د پوهی د پاره کار اوکړی.

د دغه ټولی خبری په تناظر کې د پښتنو دا کار چې د ګوند ټول حال، مستقبل او راتلونکی په یو څوکۍ ناست شخصیت پوری تړل به څنګه عمل وی؟

ندیم ټکر