د زړه د حملې نښې نښانې

 زړه 

هر هغه وخت چې ناروغ د زړه له حملې سره روغتون ته راشي د هغوۍ درملنه ډاکټران په لاندې ډول کوي.

- ناروغ ته د اکسيجن ورکول

- ناروغ ته د درد د درمل (مثلاً مورفين) ورکول

- ناروغ ته د هغه درمل چې په رګ کې د ويني د غوټه کېدو يا د غوټې د غټيدلو مخه نېسي لکه اسپرين ورکول

- د زړه د ضربان راکمولو يا د زړه د اهسته کولو لپاره د يو درمل کارول چې بيټا بلاکرز نوميږي

تر ټولو اساسي علاج د زړه د بند شوي رګ خلاصول دي، چې ډاکټران يې له دوو لارو کولای شي.

- د رګ د دوا له لارې د ويني د غوټې ويلول

- د انجيوپلاسټي او سټنټ پواسطه د رګ خلاصول

په ځينو خاصو وختونو کې کېدی شي ناروغ ته د زړه د بايپاس عمليات ضرورت شي.

 

د زړه د حملې نښې نښانې:

- د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي

- د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي

- خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې

- د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس

- چټک، کمزوری او غير منظم نبض

هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.

 

 

د زړه له حملې او د هغه له اساسي درملنې وروسته ناروغانو ته يو لړ درمل ورکول کيږي تر څو د بلې حملې مخنېوی وکړي. دغه درمل بايد د ډاکټر د هدايت مطابق استعمال شي او عموماً په لاندې ډول دي.

- هغه درمل چې د ويني د غوټه کېدو مخنېوی کوي لکه اسپرين

- د کولوسترولو د کمولو دوا لکه سټاټينز

- د ويني د لوړ فشار د راکمولو درمل

- د زړه د ضربان د اهسته کولو درمل

- هغه درمل چې د سينې درد له منځه وړي

امان شمس ډاکټر