pachtoonen aufwachen

پښتنو ویښ شۍ _ یو کیږو که نه ورکیږو

پښتون-افغان:تاريخی سابقه اوريښه

په لرغونو شرقی آثارو کې (پښتون) معمولاً (دافغان) په نامه ياد شوی دی، خو يو شمېر غربی پوهان په دې عقېده دي چې دپښتون دکلمې سابقه تر افغان نه اوږده ده. او څه باندی څلور سوه کاله پخواله ميلاده ديونان ستر مؤرخ هېر دوتس (۴۸۶-۴۲۶ق م) په خپل تاريخ کې پښتانه دپختويس يا پکتويس په بڼه ذکر کړي دي. دغه راز دوی وايی چې دپښتنو دملک يا پښتونخوا نوم هم همدومره زوړ دی او هېر دوتس په خپل همدې اثر کې دپکتيکا يا پکتويک په شکل ياد کړی دی. ددې پوهانو استناد، اکثره دهيردوتس دتاريخ پدالاندې عباراتو شوی دی:

( داريوش دوه تنه ددې خبرې دمعلومولو دپاره وګومارل چې اباسيند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو دوو تنو خپل کار دکسپتيروس له ښاره او دپکتيکاله هېواده شروع کړ) (۱)

(نور هنديان هم شته چې دکسپتيروس له ښار او دپکتيکا له هېواد سره ګډ سرحد لري، [او] دنورو هنديانو شمال ته ميشته دي.) (۲)

پختويس پوستينونه اغوستي وو او وطني لېندۍ او تورې يې ګرځولې (۳) هنري بيلو، هنری لوونتال، اولاف کرو، او دلنګوسټک سروې آف انډيا مولف جورج ګريرسن دهېردوتس په پورته عباراتو کې د (پکتيکا) او (پختويس) الفاظ په ترتيب دنننۍ پښتونخوا او پښتون دکلمو معادل ګڼي (۴).

جورج ګريرسن دپښتون کلمه دآريايانو دزاړه کتاب، ريګوېدا، دپکتاس. له کلمې سره هم مقايسه کوي او ليکی چې دا دوه کلمې په ډېر غالب ګومان سره يوشی دي. (۵)

همدا پوهان دهيردوتس(اباروتی) له پښتنو (اپرېدو) سره يو شی ګڼي (۶) او معروف نارويژن ژبيو مارګنسټرن،هم وايي چې په صوتي لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتي) او (اپريدی) سره يو شی وي (۷).

کرو لکه يو شمېر نورو پوهانو غوندې کسپتوروس ياکسپتيروس، چې دهېردوتس په پورته عباراتو کې دپکتيکا له هېواد سره يو ځای ديو ښار په توګه ياد شوی دی، له ښايسته اوږده بحث نه وروسته پېښور بولي او دا ددې خبرې يو بل دليل ګڼی چې دهېردوتس پکتويک يا پکتيکا هرو مرو پښتونخوا ده. (۸).

ځينې پوهان، لکه مارګنسټرن بيا دا نظريه ردوي چې دهيردوتس (پکتويس) ننۍ پښتون دی. دی ليکی: (لېسن او له هغه نه را وروسته نورو [پوهانو] پښتون دهيردوتس پکتويس بللی دی او دا فريدو نوم يې د [هير دوتس] له اپاروتي سره معادل ګڼلی دی.....دا وروستۍ خبره کيدی شي چې رښتيا وي، خوپه هيڅ صورت يقيني نه ده. مګر لومړۍ خبره بايد په فونالوجيکی او نورو دلايلو رد شي. (۹)

( موږ دمارګنسټرن ددې خبرې او ځينو نورو کمزورو تذکراتو په باره کې دهمدې فصل په پای کې يوه يادونه کې په يو څه تفصيل غږيدلی يو او دپښتنو دتاريخي مطالعې دځينو ټکو دپوره وضاحت په خاطر په دې ارزې چې لوستونکی يې يو وار له نظره تېر کړي).

کوم مطالب چې تردې ځايه په ډېر لنډډول يادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې يو شمېر څېړونکی او معروف پوهان هېردوتس دپکتويک او پکتويس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره يو شی بولي او وايی چې دا دوه نومونه تخمين دوه زره کاله پخوا په لرغونو يوناني آثارو کې يادشوي دي.

اما د (افغان) دلفظ په باره کې ديو شمېر محققينو عقيده داده چې دا کلمه تر ټولو دمخه دايران دنقش رستم په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درې يمه ميلادي پېړۍ کې دساسانيانو ديوه واکدار، لومړي شاه پور،په هدايت په پارتی او يونانی ژبو ليکل شوې ده.

(شپرنګ لن) په خپل هغه مفصل مضمون کې چې عنوان يې لومړنی ستر شاهپور دزردشت پر کعبه باندې دی، ددغې کتيبې دتشريحاتو په صمن کې يو ځای ليکي چې دی ددې کتيبې د (ابګان) يا (اوګان) کلمې ته دمعاصر (افغان) له نامه نه بهتر معادل لفظ نه شی پيدا کولی. (۱۰)

اولاف کرو وايی ددې دوو کلمو دارتباط ملاتړ دا حقيقت هم کوي چې دشاهنشاه شاهپور ډېر ملازمان هرو مرو هغه خلک وو چې دايران ختيځ ته پرتو سيمونه يې استخدام کړی وو. کرو همدغه راز وايی چې دساسانيانو يو امپراتور، درې يم شاهپور، هم د( اپاکان) په نامه چې (ابګان) ته بېخی ورته کلمه ده، يادشوی ؤ. کرو په پای کې وايی په (افغان) باندې د(ابګان) او (اپاګان) بدلېدل يو عادي امر دی او دا ټکی سړی دې ته رابولی چې ددرنو افغانانو اسلاف په همدا ساسانيانو او دهغوی په مسرانو کې ولټوي. (۱۱)

مګر ځينې نور محققين لکه ورتن ګريګورين بيا دنقش رستم د ( ابګان) او (افغان) دکلمو ارتباط او يووالی ته دشک په نظر ګوري او وايی چې سړی بايد ددغو کلمو په لفظی ورته والی باندې ونه غوليږي. ځکه دی وايی دپنځمې ميلادی پېړۍ په پرله پسې ډول همې ته ورته نومونو باندې ياد شوي دي. (۱۲)

اما بايد وويل شي چې که دنقش رستم کتيبه ګې د (ابګان) کلمه ارمنيانو ته راجع وي نو بايد چې د (الوان) يا (اغوا) په شکل ثبت شوي وي نه دا چې د (ابګان) يا (اوګان) په شکل. ځکه کوم غربی مؤلفين لکه کروسنسکی، بيلو او نور چې دافغانانو او ارمنيانو په قومی ارتباط ډېر پخوا غږيدلي دي هغوی داسې ښيی چې په لومړي سرکې ارمنيان د (البان) په نامه يادېدل. خو وروسته دا کلمه په (اغبان) يا (اغوان) بدله شوه.

کروسنسکی پدې ارتباط ليکی: (اغوانان اصلاً دشېروان [اويا هغه] ولايت وو چې په قديم کې دسترې البانيا په نامه يادېده......[داغوانانو] نوم خپله ددې ښکارندوی دی چې دوی اصلاً دالبانيا دي. ځکه په البانی ژبه کې زموږ دلام توری د(غ) په توري بدلېږي. او زموږ (ب) د (و) په کانسوننټ بدلېږي او پدې ډول د البان له کلمې نه اغوان جوړ شوی دی.) (۱۳)

بيلو هم داخبره کوي او وايی د (اغوان) نوم اصلاً لرغونو روميانو په ارمنيانو ايښی دی. دی وايی څرنګه چې ارمنيان دقفقاز په غزنۍ سيمه کې اوسېدل او په لاتينی کې ( غره) ته (البه) ويل کېږی نو روميانو دارمنيانو وطن د( البانيا) يعنی غرنی ملک په نامه ياد کړ او خپله ارمنيان يې (البان) يا (الوان) يعنی دغرني ملک اوسېدونکی وبلل. بيلو وايی چې همدغه (البان) بيا په (اغوان) بدل شو. (۱۴)

نو که دنقش رستم دابګان کلمه دآذربايجان لرغونو اوسېدونکو ته راجع وي بايد چې داالبان، اغبان يا هغوان په بڼه ليکل شوې وي نه داچې داګان يا اوګان په بڼه.

ځينې وتلی پوهان دجورج مارګنټرن په شمول، بيا پدې عقيده دي چې د (افغان) نوم دلومړی ځل دپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوګانه) په شکل ذکر کړی دی. (۱۵)

دا منجم په خپل هغه اثر کې چې دشپږمې ميلادي پېړۍ په اوايلو کې يې تأليف کړی او (بړات-سنهيتا) نومېږي، يوځای ليکی:

(دا لاندې دلکۍ لرونکي ستوري په قلمرو کې شامل دی: غرني سنګرونه، پهلويان، څويتان،هونان،کولان،افغانان.....او غير عادل او جاه طلبه خلک.) (۱۶)

(دلته دا خبره ديادونې وړده چې (اچ. کرن) چې (بړات-سنهيتا) يې ان په کال ۱۸۶۹ کې په انګريزی ترجمه کړې ده، د(اوګانه) لفظ د (افغان) په شکل ليکی دی او دادې معنا لري چې کرن بېخی متيقن ؤ چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ او دافغان نوم بېخې سره يو شی دي.)

جورج ګريرسن هم وايی چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ په زياتره اطمينان دافغان له کلمې سره يو شی ګڼل شوی دي. (۱۷) ځينې غربی محققين وايی چې یوه چينی زائر هم دخپل هغه سفر په خاطراتو کې د(افغان) يادونه کړې چې داومي ميلادی پېړۍ په اوله نيمايی کې يې کړی دی.

اګزانډر کننګهم دهند لرغونې جغرافيه کې (داوپوکین يا افغان) تر عنوان لاندې ليکی: (چينی زائر هون څانګ او-پو-کين يوازې يو ځل په يوه لنډ عبارت کې ذکر کړی او دهغه موقعيت يې دفلنه [بنو] او غزنی تر منځ دبنو شمال غرب او د غزنی جنوب غرب ته ښودلی دی.) (۱۸)

کننګهم لږ وروسته بيا ليکی: (زه تقريباً متيقن يم چې دهون څانګ داپوکين مطلب هرو مرو افغان دی. داو-پو-کین کټ مټ معادل به اوګان وي. ځکه دچينی ژبې په سېلابونو کې دافغان لفظ تردې نه په زياتر صراحت نه شی ادا کېدلی.....اوکه خبره داسې وی نو داتر کومه حده چې ماته معلومه ده، دافغانانو تر ټولو نه قديم ذکر دی.) (۱۹)

د کننګهم له يادونو نه وچته ښکاری چې ده ته دانه ده معلومه چې په (بړات-سنهیتا) کې هم داوګانه کلمه راغلې ده. اما کوم معادل لفظ چې دچينی ژبې د (اپوکين) دپاره ښيی هغه د (بړات-سنهيتا) له اوګانه سره تقريباً بيخي مطابقت لري.

د کننګهم له خبرونه داهم ښکارې چې هون څانګ داو-پو-کين يا افغانه کلمه دهغې په لغوی مفهوم دافغانانو د ملک په معنا استعمال کړې ده او بايد وويل شی چې داکار ډېر راوروسته هم وی دی.

ازرقی هروی دپنځمې هجری پېړۍ داولې نيمايی شاعر او دسلجوقيانو دکورنۍ مداح په هغې قصيده کې چې دآلپ ارسلان محمد سلجوقی دزوری، طغانشاه (مرګ: ۳۶۵ هجری) په ستاينه کې يې ليکلې ده وايی:

زهری ګرسوی افغان شوی ای بادشمال

باز ګويی زهری پېش ملک صورت حال (۲۰)

دا چې د(افغان) لفظ په لرغونو غير اسلامی آثارو کې څه وخت او په شکل راغلی دی، پدې باره کې قاطع او يقينی حکم ، يو څه احتياط غواړي. خو په اسلامی آثارو کې دانوم ان له قديم نه په بېخی صريح او متواتر ډول همدا دافغان په بڼه ثبت وی دی.

څرنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دي، دافغان نوم لږ تر لږه زر کاله پخوا په همدا نننی شکل په حدودالعالم کې ذکر وی او وروسته له هغه نه اسلامی مؤلفينو په پرله پسې ډول ياد کړی دی. اما دپښتون لفظ په اسلامی آثارو کې ډېر وروسته ثبت شوی دی.

ترکومه حده چې ماته معلومه ده داسلامی دورې پخوانی معلم اثر چې دپښتون کلمه بيا بيا پکې راغلې ده، هغه دا خوند دروېزه مخزن الاسلام دی چې د ۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ ميلادي کلونو تر منځ ليکل شوی دی. اخوند دروېزه يو ځای کله چې دروښان پېر دزوی، جلاالدين په باره کې غږېږي ليکي:

( دغه لاپه يې په خوله کړه چې پادشاه دپښتنو يم ، پښتنو لره به ښه کړم ، پښتانه راپسې ځئ........پښتنو ټولی پرې وکړ...پښتون درست پده زبون شه....مغا ګډ په پښتانه شو. دجلال له بده پېله ګل پښتون مغل په دار کړ.) (۲۱)

مخزن په پښتو ليکل شوی دی او يقين ته نژدې ګومان دادی چې که دپښتنو په باره کې له مخزن نه وړاندې ليکل شوي آثارو په پښتو وي، نو دپښتون کلمه به په هغو کې هم راغلې وي. ځکه خپله پښتانه ځانونه پښتانه بولی. خو خبره داده چې کوم اسلامی آثار چې په نورو ژبو ليکل شوي دي، په هغو کې پښتانه له ډېر قديم نه (افغانان) بلل شوي دي او په پخوانو اسلامی آثارو کې يې ملک هم، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اتم فصل کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي، د (کشور افغانی) ، (مرزافغان) (حدافغان) او (افغانستان) په نامه ياد شوی دی.

البته تاريخی شواهد داسې ښيی چې د (افغانستان) غيرپښتانه اوسېدونکی هم له ډېر پخوانه دغه ګډ کور ته منسوب اود (افغانانو) په نامه ياد شوي دي.

ځينو مؤرخينو لکه محمود کتبی ، برهانالدين ميرخواند، عبدالزاق سمر قندی او نورو، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اول فصل کې خبرې پرې شوې دي دڅورلسمې او پنځلسمې ميلادی پېړۍ د(افغانستان) ترکان او مغل هم بيا بيا افغانی مغل او افغانی ترکان بللی او هزارګان يې هم په مکرر ډول د (افغانی هزاره) په نامه ياد کړي دي.

دسيفی هروی دهرات دتاريخنامې (تاليف ۷۱۸-۷۲۱ هجری) له ځينو عباراتو اوبيانابو نه داسې ښکاري چې دڅورلسمې ميلادي پېړۍ په اوله نيمايی کې هم دهغه وخت د (افغانستان) غير پښتانه اوسېدونکی (افغانان) بلل شوي دي. مثلاً کله چې سيفی دخپل وخت د (افغانستان) دپېښو په باره کې غږېږی ددغه ملک کردان په صراحت دافغانانو جزبولی. دی يو ځای دهغه وخت د (افغانستان) دواکدار ، ملک (شاهنشاه) ، له خولې ليکی:

(.......افغانان سخت بې پروا،غله،خونی،فتنه انګيز او مېړني خلک دي، په تېره بيا داکدان چې زما په خدمت کې دي او هر يويې له رستم دستان او سام نريمان سره ډغرې وهي اورا پرزوی يې.......) (۲۲)

په عمومی ډول پښتنو تل ځانونه پشتانه بللی دي او دافغانستان نورو اوسېدونکو او بهرنيو خلکو اکثره دافغانانو په نامه ياد کړي دي. يوازې په پخوانی هندکې پښتانه دپټانانو په نامه هم ياد شوي او ځينو نورو خاجیانو هم کله کله دهندوستانيانو په تقليد پښتانه پټانان بللی دي.

خپله دپښتنو په اکثره فارسی ليکنو او حتی ډزرو پښتو اشعارو کې هم پښتون افغان بلل شوی دی او يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو لکه آخوند درويزه او خوحال خان خټک بيا پښتون او افغان دمترادفو الفاظو په توګه استعمال کړي دي.

دنولسمې پېړۍ له؟؟يلونه رادې خواته اکثره غربی ليکوالو او مستشرقينو د(افغان) کلمه په خاصه او قومی معنا د (پښتون) مترادفه بللې ده خو په علمه او سياسی معنا يې په مکرر او متواتر ډول دافغانستان داتباعو په مفهوم کړې ده او پدې ډول يې دافغانستان ټول اوسېدونکی، لکه څنګه چې ښايی ، افغانان بللي دي.

دافغانستان په سياسی او فرهنګی حلقو کې هم له ډېر وخت نه رادې خواته دافغان لفظ دافغانستان داوسېدونکی او تبعه په مفهوم استعمال وی دی او پدې وروستيو وختو کې يې دا مفهوم بېخی دعام ذهنيت جزګرځېدلی دی.

يوه ضروری يادونه :

مارګنسټرن داسلامی دايرةالمعارف په همدې مضمون کې ځينې ښکاره سهوې هم کړي او ددې خبرې عمده دليل هم دوه شيه ښکاري.يو داچې دده دمضمون داصلی نسخې دليکنې په وخت کې هغه پخواني اسلامي تحريري اسناد چې دپښتنو په تاريخې موجوديت او اجتماعی حالت نسبی رڼا اچولی شی دومره نه وو راسپړل شوي. بل داچې خپله دمارګنسټرن تبحر هم په ژبنيو مطالعاتو کې و او دسيمې دتاريخی مطالعاتو او زړو متونو په ساحه کې يې ډېر کارنه وکړی.ځکه نو داڅه عجبه نه ده چې هغه په همدې ځای کې يوه ښکاره اشتباه هم کوی او ليکی چې غزنوي سلطان محمود (په يوه بله موقع کې په پښتنو ؟؟؟وکړ او سزايې ورکړه او دا خبره بيهقی پهه ډاګه کړې ده) (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک ۱،مخ ۲۱۷) خو حقيقت دادي چې بيهقي په پښتنو باندې دسلطان محمود دحملو په باره کې يوه کلمه هم نه ده ويلې. البته دغزنويانو دعصر يو بل معروف مورخ عبتي، لکه څنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې په يوڅه تفصيل خبرې پرې وی دي. په پښتنو دمحمود ديرغل يادونه کړی ده.

مارګنسترن په همدې ليکنه کې داهم وايی چې دابدالو اصل او نسب مجهول دی، خو دغلځو په باره کې دا امکان شته چې دنامه دتسميې وجهه يې يوعاميانه روايت وي. (اسلامی دايرةالمعارف، ، ټوک۱، مخ ۲۱۷ ) که څوک دابدالو داصل او نسب په باره کې پداسې افسانه پسې ګرځی، لکه دغلجو دنامه په باره کې چې جوړه شوې ده، نور خبروته هېڅ ځای نه پاتې کېږی. ځکه چې په علمی مطالعاتو کې دغه راز يو بې بنياده روايت نه ديوې تاريخی حادثې د، رد دليل کېدلی شی اونه يې دائيد او نه په بحث ارزی. خو څرنګه چې مارګنسټرن يو لوی عالم ؤ او الاف کرو هم ددرانو په باره کې همدا خبره کوي، نو بايد هرومرو څه پرې وويل شي.

اولاف کرو هم وايي چې (ددرانو اصل او نسب مجهول دی اوسترشاه عباس تر وخته پورې [دتاريخ] له تيارونه ، نه وو راوتی ) (دي پټانز، مخ-.۹).

دلته ، لکه نورو غوندې دکرو استناد هم پدې خبره چې بابر په بابر نامه کې داکثره هغو سيمو دپښتنو قبايلو او قومونو نومونه اخيستی چې يرغلونه يې پرې کړي خو دابدالو نوم يې سره له دې چې کندهار يې نيولی دی، نه دی اخيستی. ( دي پټانز، مخ ۱۵۵-۱۵۶)

بايد وويل شی چې په کندهار باندې دبابر دحملې او دکندهار دښار دنيولو په وخت کې دکندهار واکداران دوه تنه مغولی وروڼه شاه شجاع ارون، چې بابر يې شاه بېګ بولي او دهغه کشر ورور محمد مقيم دی. ځکه نو دبابر زياتره يادونې دهمدې وروڼو او دهغوی دمغلو حواريونو او نوکرانو او افسرانو په باره کې دي او دکندهار له پښتنو سره يې نه کوم ټکر کړی اونه په کوم بل لحاظ ددغې سيمې له پښتنو سره محشور شوی دی. ځکه نو بابر په کندهار کې نه يوازې ددرانو يادونه نه کوی ، بلکه بېخی دپښتون نوم نه اخلی. که بابر ددرانو پښتنو يادونه نه کوي داڅه عجيبه خبره نه ده.

بابر د نورو پښتنی اقوامو او مشرانو نومونه، معمولاً، هغه وخت اخيستی چې ياد خپلو عملياتو او چور او چپاو په وخت کې ورسره مخامخ او يادکوم بل ضرورت پر بنا ورسره محشور شوی دی.

علاوه پردې که په بابر نامه کې دابدالو نوم نه دی راغلی نو په آئين کبري کې خو چې له بابر نامې نه يو څو لسيزې وروسته ليکل وی او دهند دمغولو دعصر يو تر ټولو نه پخوانی اوډېر مستند اثر دی، په واضح ډول ذکر شوی دی.

کله چې ابوالفضل دکندهار په شرقی مضافاتو غږيږې دوه واری (ابدالي قبيله ) يادوي او هغه ماليه ښيی چې ان دصفويانو ددولت په اول سرکې اويا خپله دمؤلف په قول دقزلباشانو په وخت کې پرې وضع وې وه. (ابوالفضل ، آئين اکبری،ټوک۲،مخ ۴۰۳)

علاوه پردې کله که په پښتنی قبايلو باندې دنسب دشجرې په اساس بحث کېږي، هلته نو بيا دا خبره چې ددرانو اصل او نسب مبهم دی، په يوه بل دليل هم بې ځايه ښکاري. دنسب دشجرې په اساس ابداليان دترينو يوه پښه ده او ترين هغه پښتني قبيله ده چې له بابر نه ډېر وړاندې په تحريري اسنادو کې ياده شوې ده. له دغو اسنادو نه يوه هغه کتيبه ده چې نقل يې ماته لوی محقق عبدالحی حبيبی راکړی دی. دا کتيبه په څورلسمه ميلادي پېړۍ کې دهغه يوه ماجت په دېوال ليکل شوې ده چې دغازی خان دډېرې په (بارکهان) کې واقع دی. کتيبه په فارسی ليکل شوې او پښتو ترجمه يې داده:

( دادملک پوياتور ترين موسيانی خيل مسجد دفيروز شاه په عهد کې په سنه ۷۷ هجری کې ودان شو)

ددې ټولو خبرو په رڼا کې سړی ويلی شی چې ددرانو تاريخی هويت دومره په تياره کې نه دی پټ، لکه ماګنسټرن او کرو چې وايی.

مارګنسټرن په اسلامی دايرةالمعارف کې يوه بله مغشوشه خبره هم کوي او وايی دانه ده معلومه چې په پخوا زمانه کې افغانان دسليمان له ره نه دغرب خواته څومره وړاندې خپاره وو، خودی وايی په پخوانو آثارو کې هيڅ داسې څه نه دی ويل شوی چې له غزنی نه دغرب پلوته دې دپښتنو سکونت وښيي. (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک۱، مخ ۴۱۲) دمارګنسټرن دا خبره هم له هغه څه سره اړخ نه لګوي چې په تاريخی اسنادو کې راغلي دي. په څلورم فصل کې به وښودل شی چې ډېرو اسلامی آثارو په هغې ساحې کې چې له هرات نه داباسيند تر غاړو پورې متداد لري، له قديم نه ، پښتانه ميشته بللی او ددغې سيمې مختلفې برخې يې په يوه يا بل نامه دپښتنو دنفوس داکثريت او دسکونت دقدامت له امله همدوی ته منسوبې کړې دي. همدې آثارو ، لکه څنګه چې په اتم فصل کې مفصل بحث پرې شوی دی، دڅورلسمې پېړۍ په اوله نيمايی کې يوه لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده.

د پښتنو په اړه نوې څرګندونې

د پښتنو په اړه ګڼ شمېر څېړونكو او لرغونپوهانو (په تېره په وروستيو درې پېړيو كې) اوږدې څرګندونې او څېړنې تر سره كړي دي. يو شمېر كورنيو دښمنانو او بهرنيو يرغلګرو كه له يوې خوا يې پښتانه د وسله وال تيري له كبله وژلي او بې كوره كړي دي خو له بلې خوا يې د غچ او كسات اخستلو له بابته دغه ستر او مېړني اولس ته فرهنګي زيانونه هم رسولي دي . ددې ولس لويه فرهنګي شتمنۍ يې يا لوټ كړې او يا خو يې له مينځه وړې ده . له دې سربېره بهرنيو (په سر كې انګليس او ايران د بېلګې په توګه يادوو) خپلو ليكوالو ته دنده سپارلې وه چې ددغه ټبر او توكم په هكله شكونه او غولونكي اندونه د خپلو څرګندونو له مخې ډاګيزه كړي. نو ځكه خو دښمنانو په دښمنۍ او دوستانو په ناپوهۍ داسې بې بنسټه خبرې چې ګنې پښتانه څوك دي او له كومه ځايه راغلي دي؟ چاغې كړي دي . له نيكه مرغه چې وروستيو څېړونكو دا خبره سپينه كړه چې پښتانه په خټه اريايان دي خو دا خبره يې هم ډاګيزه كړې چې يو شمېر د سيمې ليكوال او د لويديځو هېوادو څېړونكي رښتيا چې د انګرېزانو لاسپوځي وو او دغو (ګورګانيانو، صفويانو او قاجاريانو) لاسپوڅو د خپل ناسپېڅلي چوپړ له بابته د دغو سياسي او فرهنګي دښمنانو د خوښۍ لپاره داسې په ناسمو څرګندونو لاس پورې كړى چې سارى يې په تاريخ كې لږ تر سترګو كيږي. هخامنشيانو، ساسانيانو، تركانو، چينيانو، عربانو، چنګېزيانو، د هند ګورګانيانو او د ايران صفويانو او قاجارانو او نورو له افغانانو سره له سياسي دښمنۍ سربېره د فرهنګي دښمنۍ له كبله هم له دښمنۍ ډك چلند كړى دى. ولې يوه خبره بايد هېره نه كړو چې يو شمېړ څېړونكو او لرغونپوهانو د خپلې سپېڅلې دندې په رڼا كې زيار ايستلى چې د پښتنو او افغانانو د څرنګوالي او څومره والي په اړه بې پرې داسې څه وكاږي چې اوسني او راتلونكي نسلونه له تاريكي نه وژغوري او يوه سمه لاره ورته ور په ګوته كړي .ليكوالو او څېړونكو پخپلو علمي هاندو هڅو كې دا خبره سپينه كړې چې پښتانه اريايان دي او پښتو د هندو اروپايي ژبو څخه هغه ژبه ده چې په هندو اريايي څانګه كې راځي، بيا د دغې څانګې اريايي ډلګۍ كې شامليږي او د اريايي ډلګۍ په شمال ختيځ ښاخ پورې اړه لري … اوس چې لرغونپوهانو او ژبپوهانو بې بنسټو او غولوونكو اندونو او شكونو ته د پاى ټكى ايښى دى، اوسني او راتلونكي كول ته اړينه نه بريښي چې تېرې زړې ببولالې بيابيا پخپلو ليكنو كې را غبرګې كړي. وړانديز دا دى چې د ساينس او پرمختلې تكنالوژي په رڼا كې ددې اولس پيدايښت او پايښت د تاريخ او ژبپوهنې له مخې په نوي علمي ميتود نوې څېړنې پيل كړي . دا چې د كيس عبدالرشيد افسانوي شته والى په روايتونو كې لږې يا ډېرې ريښې ځغلولي دي دا د اوږده مهال خبره نه ده خو په دې ډول افسانوي خبرو غور غوره بريښي لكه ستر كهزاد چې په ورته څېړنو تياره ګوټونه رڼا كړي دي. په تېره د غرغښت يا ګرشاسب په څېړنه كې چې له يوې خوا يې دخپلو علمي څېړنو نچوړ وړاندې كړى او له بلې خوايې د ستر شاعر "حكيم اسدي طوسي" شعرونه تفسير كړي او څېړلي دي . نوموړي په دغه كتاب كې د بيټني (بيټ=اتريت)، سړبن (سروند) او په تېره د غرغښت (ګرشاسب = غرشاسب…) په اړه اوږدې خبرې كړي دي او داسې يې په ګوته كړې چې دغه پښتون مېړه د (2400-3000 ) كاله د مخه ژوند كړى دى . "كه چېرې د اوستا له مخې ددغه ستر اّتل د ژوند نېټه وسپړو … نو د غرغښت –ګرشاسب ژوند د 2400 او يا 3000 كالو په شاوخوا كې اټكلېدلى شي … زه ددې اند پلوى يم او تايْدوم يې ." (وګورۍ غرغښت يا ګرشاسب كهزاد لومړى مخ). فرانسوي لرغونپوه "دارمسټټر "ګهرشاسب" د كابل د يوه اّتل په نوم پېژني . دارنګه تاريخپوه كهزاد بيټ نيكه يا بيټن له دې سربېره د "اترت" په نوم هم ياد كړى دى او ډاګيزه كړې يې ده چې دا د اوستا په كتاب كې راغلي نومونه دي كه چېرې "اترت" د "اترط" په بڼه هم وكاږل شي كوم باك نه لري .نوموړي د اترت (بېټني ) په اړه ليكلي دي: "اترت د نورو شهزادګانو په پرتله ډېره واكمنۍ چلولې ده …" (غرغښت، ګرشاسب كهزاد 8 مخ) همدا راز د هېواد نامتو تاريخپوه غبار په دې اړوند كښلي دي: "… ډېر نامتو اتلان زموږ د هېواد په سيستان كې را پورته شوي چې دغه اتلان د جمشيد له پښته دي… جمشيد چې د زابلي كورنګ شاه له لور سره واده وكړ له هغې څخه د "تور" په نوم زوى وزېږېد . له هغه څخه "شيد سپ" له نوموړي څخه (تورګ) او له طورګ څخه "شم" له هغه څخه "اثرت" او له نوموړي څخه "ګرشاسب" (غرشاسپ) او له ګرشاسپ څخه "نريمان" له هغه نه "سام" له سام نه "زال" او له زال نه "رستم" وزېږېد ." (تاريخي جغرافيه 277مخ) د سيستان په تاريخ او "احياى الملوك" كې هم ددې خبرې پخلى شوى چې د" اثرت" زوى "ګرشاسپ" د خپل سفر په ترڅ كې د انار او خرما ونه وليده چې له بابته يې دسيستان بنسټ كېښود . داسې هم ويل كيږي چې ساكان په (136-128 مخزيږدي كې ) دغې سيمې (زرنګ =سكستان=سيستان=سجستان) ته راغلل نو ځكه دغه سيمه په يادو شوو نومونو ونومول شوه. د هېرودت له انده كاږو: "… اروپايي ساكانو ځانونه "سكلت" Scoolotes بلل … داريوش هم ساكانو "سكه" بللي دي …"(پښتو او پښتانه …2مخ) . ولې هغه اريايي ساكان چې مخ په مينځنۍ اسيا را مات شوي دي دا د هغو ساكانو پاتې شوني دي چې د اومې مخزيږدي پېړۍ په ړومبيو كې د قفقاز له غرونو را واوښتل نو ځكه خو "د ساكانو ژبه سره توپير لري او لويديز ساكان له ختيزو ساكانو سره د ژباړن په وسيله خبرې اترې كوي " (كله چې ساكان د اوسني افغانستان ځنو سيمو كې ځاى په ځاى شول او بيا كله چې د واك او تاج څښتن شول نوموړي د هېواد شمال ختيزې او شمال لويديزې سيمې ونيولې او بيا يې هر لوري ته مخه كړه چې په پاى كې ان تر هندوستانه پورې پر مخ لاړ .په ښكاره خو افغانانو (پښتنو) د غزنوي محمود او نورو غزنوي شاهانو د لښكر يوه ستره برخه جوړوله . مګر په غور مېشتو هغو خپله ازادي ساتلې وه او ښايي داسې شاهان يې درلودلي چې اّره يې د لرغوني اّريانا يوه ضحاك نومي ټولواك ته رسيده . (الفسټن 9-158 مخ ) ډېرو لرغونپوهانو او څېړونكو ضحاك د سهاك مترادف ګنلى نو ځكه خو "همداسې اساطيري " ضحاك كيداى شي ديو تاريخي واقيعت "سهاك" زبات شي .(زيار 142مخ) لكه څنګه چې د ضحاك په اړه اساطيري انګېرنې ځاى ځاى د افغانستان په لرغوني تاريخ كې ګورو دا رنګه د غرغښت، بيټن ، سړبن (اترط ، ګرشاسب ، سرند) افراسياب، هوشنګ ( Hio Shengah )، يما (يم-جم-جمشيد) او د نورو په اړه هم اوږدې څرګندونې شوي دي گ كه چېرې ضحاك د" ساكو" معرب وي نو ساكانو خو د افغانستان په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى تر لاسه كړى دى او د داسې يوې لويې واكمنۍ بنسټ يې كېښود چې پاتې شونو يې په لسګونو كلونو حكومت وكړ گ هغه مهال چې هخامنشيانو د شپږمې مخزيږدي پېړۍ په شاوخوا كې په افغانستان تېرى وكړ په پرلپسې توګه يې (539 ق م – 545 ق م ) يو د بل پسې باختر، ستا ګيديا (د افغانستان مركزي سيمې)، سيستان، بلوچستان او د ګندهارا سيمې لاندې كړې ولې افغانستان شپږ كاله د "كوروش" له پوځ سره جګړه وكړه چې په پاى كې د هغې خونړۍ جګړې له بابته چې په كاپيسا كې پېښه شوه پخپله كوروش په 529 ق م كال كې ووژل شو. دا د ليكلي تاريخ يوه پاڼه وه چې ددې جګړې يادونه كوي خو لكه څنګه چې د لرغوني باختر د بنسټ په مهال ليك او لوست نه وو چې د هغه مهال ټولې فرهنګي شتمنۍ يې د كتاب په بڼه كښلې واى نو ځكه خو نا لوستو دغه پېښې د اولسې كيسو په بڼه (پلكور) سينه په سينه او خوله په خوله له يوه كول نه بل كول ته غبرګې كړي دي … اوس نو څېړونكي دېته اړ دي چې اساطيرو، اولسي كيسو او يا لږ ترلږه لرغونو اوستايې او ويدي اثارو ته پاملرنه وكړي او د يوه عالم خبره چې "تاريخ په افسانه كې دي" په دغه بنسټ خپلې ليكنې بشپړې كړي . د ساري په توګه "هيوشنګه" Hio – Shengah سره ډېر ځله په اوستا كې د "پره دات " پيشدادي نسبتي صفت راغلى دى او بيا "پيشداديان " زموږ په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى لري . كه چېرې "هوشنګ" داريايانو لومړى نيكه ګڼل شوى په "ويدي" سرودونو كې بيا د اريايانو لومړۍ مور او پلار "يم" او "يمي" ګڼي . بيا زموږ د هېواد په لرغوني تاريخ كې لكه څنګه چې پيشداديان پېژنو دا رنګه "يم، يما، جم او جمشيد" هم پېژنو . د اوستا په لرغونو "ګاټونو " كې "يما" د "يمه" په بڼه كښل شوى دى . غرشاسپ يا ګرشاسپ هم په اوستايي متونو كې د يوه ستر او زړور اتل په څېر په ګوته شوى دى او زياته شوې ده چې دغه اتل تر كابله را ورسيد (كابل د واكرته په بڼه انځور شوى چې بيا په پهلوي كاپول ژباړل شوى دى) او په يوه ښكلې نجلى مين شو… "د سيستان د تاريخ په حواله د ښار بنسټ ګرشاسپ ايښى دى ." (لرغوني اريايان خيرمحمد ساد 96مخ) له يوې خوا څېړونكي كاږي چې د سيستان بنسټ "غرشاسب" ايښى او له بلې خوا كورني او بهرني څېړونكي په دې اند دي چې د سيستان نوم د ساكانو د ټبر نسبتي نوم (سكه، ساك، سهاك، سيستان، سكيستان، سكيتان، سستان) دى . په تاريخ كې ځنو څېړونكو د ساكانو په اړه دا څرګندونې هم كړي چې دغه ټبر په لومړي سر كې دوه مهمې پلازمېني جوړې كړې . لومړى چې دغه توكم د پامير د غرونو څړځايونو ته ور شېوه شو نو بيا يې د يوې وړې واكمنۍ بنسټ كېښود او د "كنګ دژ" (د اوسني كندز نوم هم له دغه نوم نه اخستل شوى دى) سيمه د دوى د واكمنۍ پلازمېنه ځكه ګڼل شوې هغه مهال چې ساكان د اّمو له سيند نه راپورې وتلي نو ښايي چې دغه ځاى يې نيولى وي . له دې سر بېره داسې روايتونه هم شته چې ښايي په "كنګ دژ" كې به يوه شاهي ماڼۍ له پخوانه ودانه وه چې د افراسياب له تېښې وروسته "كياني" ټبر دغه ځاى لاندې كړى وو . د ساكانو دويم ټاټوبى او د واكمنۍ لويه پلازمېنه يې په سيستان كې تېره شوې چې ان تر هندوستانه پورې رسيدلي دي او لرغونپوهان په دې اند دي لكه څنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه د ياد شوي نوم اصلي ريښه د دوي له نوم نه را ولاړه شوې ده . كه چېرې ضحاك "سهاك" وي اويا "ساك زايي" اسحق زايي وي نو ددې كلمې اصلي بڼه "ساك" دى چې په ډېرو لرغونو متونو كې د "ساكا" په بڼه كښل شوې ده او په هخامنشي ډبرليكونو كې دغه كلمه د "saka " په بڼه انځور شوې چې په تورات كې "اشكوز =اشكناز" په يوناني متونو كې "Skuthui " ياده شوې ده . په لندن كې خپور شوى او ژباړل شوى د هيرودت "Herodotus" نامتو اثر (كال 1954 –215 مخ ) چې د ځنو قومونو نومونه په كې راغلي دي له ساكانو سربېره "اپارتي"، باكتريا Bactrains ، پكتيكا Pactyica او نور گ همدا ډول "ايران د هخامنشيانو په مهال" كتاب كې هم ډاكتر مرتضى احتثام (158 مخ) يادې شوې خبرې پخپل ګټور اثر كې را غبرګې كړي دي كه چېرې د بېلابېلو څېړونكو غبرګونونه له پامه تېر كړو وبه ګورو چې ډېرو لرغونپوهانو ساك "سهاك" ګڼلي، اپريتي يې "اوسني اپريدي" ښودلي، بختيان يې "پختون = پښتون= پكتون" په ګوته كړي دي .تازيان اندر حصاري قافله درقافله "بختيان " اندر صحاري كاروان در كاروان "فرخي" كوهها در هم شكسته ابرها بر هم زدند تازيان اندر عنان و بختيان اندر مهار "مسعود سعد سلمان" بختيان چو نوعروسان پاى كوبان درسماع اختران شب پلاس وچرخ كوهان ديده اند پختګان "بر"چون بختيان افتان و خيزان مست شوق ني نشاني ازمى وساقي ومى دان ديده اند "خاقاني" اويادا: بختيان نفس من كه جرس دار شوند ازدهان جرس افغان خراسان يا بم "خاقاني" دارنګه "سراولف كېرو" هم په ساساني پېر كې د"درانيو" او "يوسفزو" يادونه كوي له دې سربېره يو شمېر څېړونكي او لرغونپوهان باميزايي باميزيان بولي چې د اوسني باميانو په شاوخوا كې مېشت او ودان وو گ اكاډميسن جاويد پخپل كتاب اوستا كې كاږلي چې په "اراكوزيا " Arachosia " كې هغه سيمې راځي چې اوس د غزني، سليمان غرونو شاوخوا سيمې تر اندوس پورې په غېږ كېنيسي او د دغه نوم اصلي ريښه "الكوزى" دى (اوستا –جاويد 26 مخ) د الكوزي =اراكوزي د كلمې په اړه په اوستا كې هم يادونه شوې او دا كلمه د Harahwati په بڼه كښل شوې، دا رنګه په يوناني ليكدود كې بيا دا كلمه Arachosia په شكل انځور شوې ده گ له يادو شوو څرګندونو نه ډاګيزه كيږي چې پښتانه اويا هر قوم او ټبر يو ناڅاپه د نړۍ پر مخ نه دى پيدا شوى. هرومرو يې يو لوى تاريخي واټن تر شا كړى دى. په تاريخ كې داسې ډېرې بېلګې لرو چې د سړيو نومونه د ځايونو نومونه بيا بيا له يوه نسل نه بل ته را پاتې او تکرار شوي دي .

د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې

د پښتنوالي روح، لكه لمر داسي دى، چي هر وخت په برېگښ او ځلښت كي و او دى. د پښتنوالي اخلاق او د پښتنو روحي او عقلي مزاج او د دوى معنوي جذبات او غرايز، د دوى سپېڅلي مشاعر داسي دي، چي هيڅ وخت يې ځان نه دى پټ كړى او پښتون ته يې تاريخي لوړتوب او شهرت هم بخښلى دى، په زړو اّريانانو كي تقريباً درې تر څلورو زرو كالو د مخه هم پښتنو شهرت درلود. د هند په زاړه كتاب ريګويد كي د دوى نوم په "پكنه" سره راغلى دى. او په هغو لسو كامونو كي شمېرل سوى دى، چي دوى د اّريانانو زوړ تاريخي جنګ كړى و.

نينوس او سميلراميس د اّشور شاهانو د خپل عظمت په وخت كي هم پر باختر خپلي حملې كولې، اما د دې ځاى خلكو سخت جنګونه ورسره وكړه د اّشور د ميخي خطو زاړه اّثار چي پيدا سوي دي، دا ښيي چي 1100 كاله تر مېلاد د مخه يو اّشوري بريالى تګالات فالازار Tagalath Phalazar په دوڅلوېښتو قبيلو كي اراكوتو(ارچوتوس)، هراهوتي او نيسع او نيسا هم ذكر كوي، مګر دغو قبايلو دا فاتح بيوته مات كى او ځان يې اّزاد كى

اركوتو(ارچوتوس) خو د يونانيانو اّراكوسيا Arachosia يعني قندهار دى، چي په پهلوي رخوت وه او عربو رخج او رخد كړ

هراهوتي harahuate چي په اوستا كي هم راغلى او په ريګويد كي سوس وتي ذكر سوى دى، ارغنداو دى

اما نيسع يا نيسا غالباً اوسنى نېش دى، چي د قندهار شمالي مغربي خوا ته كاين دى او د زاړه مدنيت اّثار هم پكښي ښكاريږي، او مسعودي اسلامي موْرخ(332هـ) د بست او داور او رخج سره يو ځاى د(نېس) په ډول راوړى دى له دې څخه ښكاره سوه، چي پښتانه پخوا هم يو توريالى قوم و او د پرديو مريي توب يې نه مانه.

هيروډوټس د يونان زوړ موْرخ چي تر ميلاد د مخه (425-480) كاله اوسېدى، پښتانه د "پاكتويس" Paktves په نامه او د پښتنو اوپرېدي قبيله يې"اپاروتي" راوړې ده.

د موْرخينو پلار هيروډوټس وايي:

"هغه خلك چي د هند شمال ته د"پاكتي ايكي" په مملكت كي پراته دي، د هستوګي ډول يې د باكتريانو(بلخيانو) دى، دوى خورا توريالي او جنګيالي دي، چي د خشياراشا(486-465 ق م) هخامنشي فاتح سره وه او پوستينان يې اغوستي وه، لويي_لويي د غشو لېندۍ او خپلي وطني چړې(پېش قبض) يې درلودې"

هلبرانټ Hellebrandtr ليكي:

"په ريګويد كي راغلي دي، چي په اّراكوسيا(قندهار) كي يوه قبيله ده، چي (واسوديوا يې باچا او د ده زوى سوداس) و، دې قبيلې د سندهـ تر روده پوري برى وموند او جنګي كارنامې يې د افسانو او نقلو په ډول مشهوري وې تر ميلاد د مخه(329-327 ق م) چي مقدوني سكندر د افغانستان پر خوا هندوستان ته تېرېدى، پښتنو د دې بريالي سره خورا سخته مقابله وكړه، د قندهار خلكو د ده سره جګړې وكړې، د نورو پښتنو په غرو كي هم سخت زحمتونه پر ورغله، د صوات په لته كي د يونان دا فاتح چي ټوله اّشيا يې نيولې وه، ټپي هم سو .

د سكندر سره د پښتنو مقابله خورا شهرت لري، د پښتونخوا يو غر په يونانيانو كي خورا مشهور دى، چي د يونان زوړ افسانوي پهلوان"هركول" هم دا غر نه و نيولى، مګر سكندر پر دې غره يرغل وكئ او پښتنو ډېر يونانيان پكښي مړه كړه.

سكندر په پاى كي مجبور سو او له بېري پر شا سو، وروسته چي پښتنو دا ځاى تخليه كئ، نو سكندر ځني تېر سو، يعني سكندر په خپل قوت پښتانه نكړه مات.

اّريان او كنټ كورث د دې غره قوم Arne (اّرن) مګر يو بل موْرخ ډيوډوره يې Arnas ليكي چي دا غر په تاريخ كي "عجيب غر" بلل سوى، چي د پښتنو د مېړاني په سبب چا نسواى مسخر كولاى او سكندر په خورا زحمت او داسي تلفاتو تر "پښتونخوا" تېر سو، چي ډېر سپاهيان يې مړه او نور خورا په ستونزو سوي وو.

د ډيورډور موْرخ په قول، نو ځكه سكندر د پښتنو له بېري بېرته هند ته پر دې خوا نه راغى، ناچاره سو چي د بحيرهْ عرب پر خوا ځان ايران ته ورسوي، او ډېر عسكر يې د لوږي او تندي څخه د بلوچستان په ريګو كي مړه او په 324 ق، م كي يې ځان فهرج ته ورساوه، تقريباً درې كاله يې د پښتنو له لاسه ناورينونه وليدل.

البرمالي موْرخ ليكي:

چي د پښتونخوا په خاورو كي د يونان سپاهيانو داسي بدي ورځي وليدې چي دوى به دا خيال كاوه، چي د خپلو زړو پهلوانانو عمليات نوي كوي، دلته په دوى كي هم چمونه وسوه، لكه دوه ويشت پېړۍ وروسته چي په دغه ځاى كي پر انګرېزانو راغله

له دغو تاريخي بياناتو څخه ښه څرګنديږي، چي پښتانه له پخوانو پېړيو څخه دغسي مستقل او اّزاد او په مليت مغرور او توريالي او ګړندي وو او د دوى د پښتنوالي روح په هغه وختو كي هم ځلېدى او شهرت يې درلود، چي ټولو موْرخينو د دوى ښېګړي ذكر كړي او د اّريانانو په زړو كتابو كي يې نوم هم ذكر سوى دى.

د ګريكو بوديك مدنيت

صنايع د هر مدنيت او هر ثقافت نمايندګي په ښه ډول كوي، حتى ډېر ځله پوهان په صنايعو څخه د مللو افكار او روحيات هم معلوموي پر صنعت باندي، محيطي عوامل او سياسي او تاريخي حوادث هم اغېزه كوي.

يو صنعت چي له يوه محيطه بل ته نقل سي په دې نوي محيط كي نوى رنګ مومي او د دې محيط پر تقاضا ځان سم كي، لكه د مخه چي مو وويل د سكندر د فتوحاتو پر وخت په پښتونخوا كي ډېر يونانيان پاته سوه او چي سكندر ولاړ نو دوى په باختر كي يو سلطنت جوړ كى، دوى خپل يوناني ثقافت او مدنيت ورسره راوړى و، وروسته 600 كاله تر ميلاد دمخه د هندوستان د بودا دين هم دې خوا ته راغى، دا دوه مدنيته سره ګډ سوه، د پښتنو روحي تجليات وو، چي دلته يې يو تاريخي مدنيت چي نه د هند و، نه د يونان ايجاد كئ، دا مدنيت او صنعت چي د پښتونخوا د خلقو قريحې او د دوى محيطي او اجتماعي او روحي عواملو منځ ته راوړى و، د اسلام تر راتلو پوري دلې و، په باميان، باختر قندوز او د كابل شمالي خواوي، هډه، پېښور، ټكسيلا او د اټك ها خواته يې ډېر ښه_ښه اّثار اوس هم موندل كيږي. د دې صنعت نفوذ اوسنيو موْرخينو لكه: هاكن فرانسوى، فوشه، جون مارشل انګليس، ګوډار او نورو په ښه ډول پلټلى دى او دا را ښكاره كوي، چي د پښتنو تاريخي عظمت د صنعت او فكر او فلسفې او سياست له خوا هم خورا ټينګ و. او اغېزې يې په هند كي تر كشميره پوري تللي وې، لكه د كشمير د ډورك او ټكسيلا د اولي اونك ستونونه چي دا اغېزې ښه ښكاره كوي

د عربو او اسلام برى

موږ د مخه د پښتنو د روحياتو په بحث كي وويل، چي دوى زاړه مبادي ښه ساتي او چي نوي مبادي يې ومنل بيا يې نو ژر پرېږدي.

د اسلام مقدس دين چي پښتنو ته راغى، نو دوى لومړى د مسلمانانو سره ډېري سختي مقابلي وكړې، مګر وروسته چي دوى دا مقدس دين قبول كئ، نو يې داسي فداكارۍ ورته وكړې، چي يو لوى مملكت، لكه هند د دوى په توره د اسلام په دين مشرف سو.

احمد بن يحى بغدادي اسلامي موْرخ چي په بلاذري مشهور دى په(255 هـ) كي ليكي:

"د هجرت په 30 كال ربيع بن زياد بن انس حارثي د سيستان له خوا په هرمند او داور راغى او وروسته يې بست او زابل(قندهار) فتحه كړ، مګر د سيستان د رزنج خلكو خپل اسلامي امير ايستلى و، نو حضرت علي(رض) بېرته د جمل تر جنګ وروسته ونيوى، د حضرت معاويه(رض) په عصر كي بيا مسلمانانو هغه ځايونه ونيول، چي خلك يې له اسلامه بېرته اوښتي وه، كابل هم په دغو كي و، وروسته بيا د كابل پاچا رتبيل مسلمانان و ايستل، مګر بېرته مسلمانانو كابل، بست، رخج، داور ونيول، د عبدالملك بن مروان(65-86 هـ) په عصر كي بيا د رتبيل سره جنګونه وسوه او دا خواوي له 30 څخه بيا تر 100 هـ كاله مسلمانانو څو واره فتح كړې"

په دې ډول پښتنو لومړى د مسلمانانو فاتحينو سره كلكي مقابلې وكړې، مګر وروسته چي د اسلام په پاك دين سو، نو بيا يې دې دين ته ښې فداكارۍ وكړې، هغه وخت چي د سند اسلامي فاتح محمد بن قاسم د 90 هجري كال په حدودو كي ملتان او سند فتح كول، د دې اسلامي بريالي سره پښتانه هم وه او پر هغه خوا يې اسلام خپور كئ .

په (375 هـ) كي د پښتنو لوديانو څخه يوه بريالي شېخ حميد په ملتان كي د سلطنت اساس كېښود، دې پښتون او د ده كورنۍ تر ډېره په پښتنواله خپله پاچهي وچلوله او د هندوستان د راجګانو څخه يې ځان وساتى.

وروسته چي امير ناصر سبكتګين په 367 هـ كي د غزني پاچا سو، پښتانه د دې پاچا ملګري سوه او دې پاچا هم د زابل(قندهار) له پښتنو سره خپلوي وكړه، ځيني موْرخين وايي، چي د ده په لښكر كي چي د هندوستان د حملو دفاع يې كوله، دوه زره يا لس زره ، پښتانه وه د ملتان له لوديانو سره هم د سبكتګين د خپلوۍ له امله دوستانه روابط درلوده.

تر دې وروسته د سبكتګين زوى زابلي محمود چي مور يې د كندهار پښتنه وه، د غزني شاهنشاهي لوړه كړه، پښتنو د خپل خوريي سره ډېر كومكونه وكړه ، د هندوستان فتوحات او د بخارا، ايران برى ټوله د پښتنو په تورياليتوب وه، يميني د غزنوي عصر موْرخ وايي: چي پښتانه د اجل په څېر يا د وږي زمري په ډول پر غليم ورتله، پر كوتلو خاته، لكه برېښنا پر زنګلو ننواته، لكه هوسۍ پر غرو لوړېده، لكه سېل په غرو كي شېوه كېده"

يو پښتون د هندوستان په فتوحاتو كي د پښتنو مېړانه په دې بيتو كي په فخر او حماست بيانوي:

تــــر كـــو نامردو داسي ودنګل له نام و ننګه

زه يو پښتون وم چي ولاړ وم د سلطان تر څنګه

توره په لاس په ســـــــره اور د عرصات وختم

له بت شكن ســـره بـــــه دژ د سومنات وختم

پښتانه موْرخين د پښتنو جنګي مشرانو او ملكانو نومونه، چي د سلطان محمود په لښكر كي وه، بيانوي، يو جنرال يې خالو خان و، په دې لنډۍ كي هم له ګومله د دې جنرال د لښكرو راتګ ښوول سوى دى:

چي د خالو لښكري راســــــــي!

زه به ګومل ته د خپل يار ديدن له ځمه

دغه د پښتنو كومك و، چي د محمود زوى مسعود د ايران په فتوحاتو كي موْفق او وروسته يې وغوښته چي ولاړ سي، بغداد هم فتح كي او د اسلامي خلافت مركز غزني ته رانقل كي او غزنوي شاهان د ايشيا او اسلام په پاچهۍ ومنل سي

تر غزنوي پاچهانو وروسته د غور پښتانه بريالي سوه، دوى هم د پښتنوالي د روح په بركت ټوله هند فتح كئ، د غوري سلطان شهاب الدين مېړاني د قطب الدين ايبك برياليتوب او بيا په هند كي د پښتنو پاچهانو كارنامې تاريخ نسي هېرولاى، د سوريانو پښتنو شاهي، خو په هند كي د عدالت او عظمت او مدنيت دوره وه، د شېرشاه سوري عمرانات او د ثقافت او تمدن خدمتونه د تاريخ په زرو ليكي تر اوسه هم د هند په مختلفو رياستونو كي د دغو پښتنو كورنۍ حكمراني لري.

د كورګانيانو په پاچهۍ كي چي لومړى پښتانه د بابر په ملاتړ ودرېدل او هند يې ورسره فتح كئ، وروسته د ډهلي ګورګانيانو وغوښته چي د دوى خپل فطري حق يعني اّزادي ځني سلب كئ، مګر پښتنو خو مريي توب نه مانه، نو په دې دوره كي پښتانه ټوله پر خپله ننګه ولاړ وه، چي تر پايه يې خپله اّزادي له لاسه ورنه كړه.

د پښتنو ملي پهلوان او نامتو سردار او اديب خوشحال خان خټك د دې ملي جنګو سردار و او د پښتنو ملي اديبانو د خټكو كورنۍ او د مومندو تورياليو د پښتنوالي د استقلال غوښتنو روح ښه ښكاره كئ او د ګورګانيانو پر خلاف يې په خپل ملت كي داسي تبليغات وكړه، چي په پاى كي د پښتنو له مريي توبه ناكامه سوه.

پخپله په افغانستان كي هم پښتانه د برم او جلال خاندان وه، د هوتكو او مرحوم حاجي ميرويس خان مېړانه او د ده د كورنۍ محمود او اشرف فتوحات خو ښكاره دي.

بيا د نادر افشار په مقابل كي د پښتنو ټينګار د پښتنوالي يوه ننداره وه، د هرات د ابداليانو جنګونه د دې فاتح سره مشهور دي، يو كال د قندهار ښار محاصره وه، په دې په پافشاري كي د پښتون شاه حسين او سيدال خان ناصر سپه سالار مېړانه زموږ نه هيريږي.

د هند له خوا چي نادر افشار بېرته راځي، دې فاتح د خپلو غنايمو د ساتني لپاره د خيبر پښتنو ته د لاري ججه وركړه، نو ځني راتېر سو ، ځكه چي ده ته د پښتنو د توري بريښ ښه ښكاره و.

تر نادر افشار وروسته چي اعليحضرت لوى احمدشاه بابا د پښتنو باچا سو، نو دې ښاغلي پښتون د پښتنو د پښتنوالي لياقت او كشوركشايي ښه وچلوله، احمدشاه بابا د خپل ښاغلي پښتون ملت په ملګرۍ او توره اووه اته واره پر هند يرغلونه وكړه، د هند مسلمانان يې د كفارو له تسلطه وژغورل د مرهټو جنګ د هندوستان له لويو جنګو څخه دى، چي پنځوس شپېته زره پښتانه تقريباً لسو لكو تنو سره وجنګېدل، ټوله يې مات كړه، تر دوو لكو تنو پوري يې مړه كړه او مرهټيانو ملا يې ور ماته كړه اې مارسډن انګليسى موْرخ وايي:

"احمدشاه په اّسانۍ سره د ډهلي پاچا سو او لكه محمود غزنوي او محمد غوري څو واره يې پښتانه په هندوستان راوبهول . . . "

كرانټ ډفه انګليسى موْرخ ليكي:

"د پاني پت جګړه د هندوستان د مهابهارت تر جګړې وروسته لو جګړه ده، په درو ورځو كي پښتنو لويه فتحه وګټله"

يو پښتون شاعر برهان خان چي په دې فتوحاتو كي د احمدشاه بابا سره و، د دې جنګ سببونه د پښتانه شهنشاه له خولې داسي بيانوي:

احـــمدشاه بادشــــاه په جارو وويله

د غـــــزا په نيــــت ووزمه له كابله

يا به قتل كړم كفار په هندوستان كي

يا به پرې كړمـه كله پرې باندي خپله

په دې ډول احمدشاه بابا د پښتنوالي په ننګه هندوستان ته څو وارې ولاړ، او د خپلو اسلافو محمد او محمود ياد يې تازه كئ، د پښتنو لويه لمن له دې ښه ښكاريږي، چي احمدشاه بابا كه څه هم هند فتح كئ، بخارا يې ونيوله، پر خراسان يې تسلط وموند، مگګر په دغو سرو هيوادو كي يې د هغه ځاى بادشاهان بېرته په شاهۍ كښېنوله او د پښتنوالي لوړ همت او عاليجنابي يې ثابته كړه، تر احمدشاهي دورې وروسته هم د پښتنوالي روح مړ نه و، ډېر ځله يې شاوخوا بريښ كاوه، وزير اكبرخان غازي د كابل او جلال اّباد جهادونه او د سردار محمدايوب خان غازي د ميوند غزا او بيا د غازي محمدنادر شاه شهيد د ټل او جنوبي خوا جهادونه نه هيروي.

تر دې ځايه مو د پښتنوالي د ورځ ځيني رڼاوي او برېښناوي په تاريخي ادارو كي ښكاري كړې، دا خو يوه لنډه تاريخي كتنه وه، كه مو مفصل ليكلاى، نو د پښتنو د توري او اخلاقي اقتدار پرته، د دوى مدني او عمراني او ادري خدمتونه هم ډېر دي، چي ليكل يې بېل_بېل كتابونه غواړي، په پښتنو كي علما او د فن او پوهي خاوندان او بريالي شهنشاهان او نامتو دلاوران او پهلوانان تېر سوي دي، لنډه خو يې دا چي د پښتنوالي روح يو ژوندى او نه مړ كېدونكى روح دى، چي نن ورځ پر پښتنو او د دې زمانې پر ځلمو لازمه ده، چي خپل مفاخر او د پلرو او نيكو د پښتنوالي ښېګړي را ژوندۍ كي او د خپل مليت په روڼ تاريخ ووياړي، ما دا څو كرښي د پښتنوالي په علمي پلټنه او سپړنه كي اوس وكښلاى سوې او خپلو پښتنو ته مي وړاندي كړې، ګوندي د تېرو پښتنو اروا خوښ او د اوسنيو ځلمو لپاره د پښتنوالي درس وګرځي.

پښتانه پخوا چېرې اوسېدل؟

پخواني ليکل شوي اسلامي آثار او اسناد له لسمې تر شپاړسمې ميلادي پېړۍ پورې، دهغې سيمې په بېلو بېلو برخو کې دپښتنو دهستوګنې يادونه کوي چې له آمونه تر اپکه، له هراته تر کشميره ، له کرمانه تر ملتانه او له چترال نه دعربو دبحيرې تر حدودو پورې امتداد لري. (۱) خو لومړي موږ په هغو سيمو کې دپښتنو په باره کې يادونې رااخلو چې دغزني،زابل،کابل، پکتيا او ننګرهار له ناوو او شاوخوا سيمو نه تر اباسينده پورې امتداد لري.

پښتانه په پکتيا او شاوخوا سيمو کې :

حدود العالم مناالمشرق الي المغفرت چې په کال ۳۷۲ هجري کې په فارسي ليکل شوي او دمؤلف نوم يې نه دي معلوم، داسلامي دورې لومړني معلوم آقر دي چې پدې ځمکو کې دافغانانو دسکونت يادونه کوي. دالرغوني اثر دګردېز له شر چې نه وروسته، سمدستي پکتيا دسيمې يو کلي داسې معرفي کوي :

(سوال (۲) په غره کې يو آباد کلي دي او افغانان پکې هست دي. له دې ځايه تر حسينانه پورې لار ددوو غرونو تر منځ پرته ده...دا لار له مخاطرې او بيم نه ډکه ده.) (۳)

يو بل ډېر پخواني اثر چې په همدې حدودو، غالباً، دپکتيا او پکتيکا په سيمو کې ، پښتنه ميشته ګڼي هغه د عبدالجبار عتبي مرګ (۴۲۷ هجري ) تاريخ يميني دي دي. عتبي چې دسبکتګين او سلطان محمود دوکدارۍ وقايع يې تر کال ۴۱۲ هجري پورې ثبت کړي دي، يو ځاي داسې ليکي :

(څنګه چې داوړي ګرمي تېره شوه، سلطان دهغو افغاني طايفو دټکولو لپاره ور وووت چې په لوړو درو او خپلو غرنيو ټاټوبو کې اوسيدل او کله چې سلطان [محمود] دقنوج زاته وتي ؤ، دهغه دملک په لمنو کې يې نارا مي پيدا کړې وه. ده [سلطان] وغوښتل چې په هغو [افغانانو] يرغل وکړي. مېنه يې ور ورانه کړي او له شرنه يې ځان خلاص کړي. له غزني نه پدې نامه وووت چې ګوندې کومه بله خواځي. خو يو ناڅاپه، په نوي[افغانانو] ورولوېده توره يې پرې را واېسته او يو عالم يې ورنه کړل.) (۴)

دا مطلب وروسته نورو مؤوخينو هم ثبت کړي دي. رشيدالدين فضل الله چې جامع التواريخ يې په کال ۷۰۴ هجري کې ليکلي دي او حمدالله قزويني، چې تاريخ ګزيده يې په کال ۷۳۰ هجري کې تأليف کړي دي، په پښتنو باندې دغزنوي سلطان محمود دا حمله تقريباً دعتبي په عباراتو بيان کړې ده. (۵)

ابن اثير (۵۵۵ -۶۳۰ هجري) په خپل معروف تاريخ (کامل) کې دکال ۴۰۹ هجري دپېښو دبيان په ترڅ کې دهغو پښتنو يادونه کوي چې له غزني نه بهر دهندوستان دلارې په شاوخواکې پراته دي او وايي چې غزنوي سلطان محمود يرغل پرې وکړ او ډېر يې ورنه ووژل. دي ليکي :

په همدې کال يمين الدوله هندته دغزا دپاره روان شو.خپل پو؟؟؟؟؟ مجهز او تيار کړ.... له غزني نه وووت او لومړي يې په لاره ؟؟؟؟؟؟؟وکړ چې دافغانانو چاره وکړيږ افغانان کافران او وران کار؟؟؟؟؟؟ دخپلو مېنو او غزني تر منځ دښتې او لارې يې وهلې. يمين الدوله ؟؟؟؟؟ وخوځيد آبادۍ يې ورورانې کړې او مالونه يې ورنه ولجه کړل. [افغانانو] ډېر زيات مړه او اسير شول او مسلمانان يې ډېر مالونه په ولجه ورنه يووړل) (۶).

بلخي عنصري (مرګ : ۴۳۱) هم چې دسلطان محمود ددربار ملک اشعراءؤ ، په پښتنو باندې ددغه سلطان ديوه بل يرغل دبيان په ترڅ کې دپښتنو يادونه کوي او وايي :

شه ګيتي زغزنين تاختن برد (۷).

بر افغانان وبر ګبران کهبر (۸). دفارسي ژبي ځينې نور شاعران هم دغزنويانو په عصر کې دپتنو او دهغو دهيواد يادونه کوي او وايې چې غزنوي افسرانو يرغلونه پرې وکړل. مثلاً دغزنويانو دعصر ستر قصيده ليکونکي، مسعود سعد سلمان (۴۴۸-۵۱۵) دغزنويانو دعصر ديوه ستر بوځي سالار (علي خاص) په ستاينه کې وايي :

سکسته ګشت به تيغ تو لشکر کفار

خراب شد به سپاه تو کشور افغان (۹).

په يوه بله قصيده کې وايي :

ګهي شتابان اندر آګه ميان غار توبي (۱۰). د مسعود سعد دژوند بېخي زياته برخه ددوو غزنوي سلطانانو له عصر سره مصادفه ده. يو يې ابراهيم بن مسعود دي چې له کال ۴۵۰ نه تر کال ۴۹۲ هجري پورې يې سلطنت کړي اوبل دهغه زوي سلطان مسعود دي چې له کال ۴۹۲ نه تر کال ۵۰۹ هجري پورې يې واکداري کړې ده. (۱۱) نو دمسعود سعد ممدوح (علي خاص ) هم بايد دهمدې عصر يو پوځي سالار وي.

کله چې ابن اثير دکال ۵۰۸ هجري پېښې ليکي او هغه جګړي بيانوي چې دسلطان محمود کړوسيانو، ارسلانشاه بن ابراهيم او بهرام شاه بن ابراهيم دسياسي قدرت په سرله يوه بل سره کړي دي، يو ځل بيا دپښتنو او دهغو دغرونو او ښارونو يادونه کوي.

ابن اثير ليکي کله چې اسلانشاه بيا دغزني دتخت دنيولو په نيت غزني ته ولاړ، هلته يوه مياشت پاتې شو او دخپل ورور بهرامشاه په لټه کې ؤ. خو کله چې خبر شو چې دسلطان سنجر پوځ دبهرامشاه ملاټر ته ور روان دي، نو ارسلانشاه (تېښته له جنګ نه غوره وبلله. ځکه هغه پوهېد چې عسکر يې له سلطان سنجر نه ډير زيات ډاريږي. داوغانانو (۱۲) غرونو ته ولاړ او بهرامشاه او دسنجر عسکرو تعقيب کړ او په کومو ښارونو کې چې هغه [ارسلانشاه] اوېده ټول يې وران کړل او دهر ښار خلکو ته يې پيغام و استاو او تهديد يې کړل. (۱۳)

ابن اثير وروسته په همدې سيمه کې ديوه خاص ښار، کرمان [کړمان] (۱۴) نوم اخلي او اوسېدونکي يې افغانان بولي. دي دکال ۵۴۷ هجري دپېښور دبيان په ترڅ کې دسلطان سنجر او غوريانو تر عنوان لاندې ليکي:

(علاءالدين حسين...........دغزني............په ښار حمله وکړه. پدې وخت کې بهرامشاه بن ابراهيم بن محمود بن سبکتګين په غزني کې واداري کوله.ده [بهرامشاه] ونه شو کړي چې له علاءالدين سره ډغرې ووهي اوله غزني نه دکرمان ښار ته چې دغزني او هند تر منځ واقع دي وتښتېد. ددغه ار اوسېدونکي يو قوم دي چې افغانان نوميږي. دا ښار هغه دکرمان په نامه معروف ولايت نه دي.) (۱۵)

وروسته محمد قاسم په تاريخ فرشته کې ددغو پېښو په ارتباط ليکي : (بهرامشاه ټينګارونه شو کړي. له غزني نه کرمان ته ولاړ. داکرمان هغه مشهور کرمان نه دي، بلکه دغزين ، هند او افغان تر منځ يو ښار دي. (۱۶)

محمدقاسم ليکي :

( بهرامشاه........دباميانو کلاته ننووت او په پاي کې دسلطان سنجر په زور او مرسته بيا غزني ته راغي، ارسلانشاه افغانانو ته ور وتښتېدو . دسلطان سنجر لښکر ورپسې ورغي ويې نيو. تهرامشاه ته يې په لاس ورکړ او هغه وواژه) (۱۷)

فرشته ديوې بلې پېښې دبيان په ضمن کې هم داسې ښيي چې په کړمان او شاوخواسيمو کې پښتانه هست دي، دي غزني ته دسلطان شهاب الدين دجنازي دوړلو دپېښې دبيان په ترڅ کې ليکي چې (خواجه مؤيد املک دغور اميرانو ته ورغي او په کراره او دلايلو يې دا ورته څرګنده کړه چې بايد دسيوران (۱۸) او کرمان له لارې غزني ته ولاړ ي. [په لاره کې] دافغاني قبايلو او تراهيه کفارو له لاسه ډېر زيات وتزنېد. کله چې کرمان ته ورسېد تاج الدين يلدز دسلطان دتابوت مخې ته ور وووت.) (۱۹)

دتونس معروف سيح ابن بطوطه هم په خپله سفرنامه کې دپکتيا په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. دي کله چې په ۱۳۳۳ ميلادي کال کې هلته دکرماش (۲۰) په دره له پښتنو سره مخامخ کېږي. ابن بطوطه خپله دا پېښه داسې بيان کړې ده :

(څه کابل نه کرماش ته ولاړو. دا ددوو غرونو تر منځ يوه کلا ده او هلته افغانان لارې وهي. له دې سيمې نه په جنګ او ګرېز تېر شوو. افغانان دغره په لمن کې وو او زموږ دغشو دګزارونو له امله رانه ولاړل. موږ نخمين څلور زره اسونه لرل. څرنګه چې زه له اوښانو سره تلم نو ځکه له کاروان نه لرې پاتې وم. يو شمير کاروانيان چې يو تعداد افغانان هم پکې وو له ما سره يو ځاي تلل) (۲۱)

يو بل معتبر پخواني اثر چې پدې سيمو کې دپښتنو دسکونت يادونه کوي هغه ظفر نامه ده چې مولانا شرف الدين يزدي دګوډ تيمور دجګړو او فتوحاتو په باره کې په کال ۸۲۹ هجري کې ليکلې ده. په ظفرنامه کې دتيمور او دهغه دجرنيلانو دهغو يرغلونو په باره کې هم يو لړ مطالب ثبت شوي دي چې په کال ۸۰۰ او ۸۰۱ هجري کې يې، دپکتيا، بنو او کوهاټ دسيمو په پښتنو کړي دي.

څرنګه چې دا مطالب دپښتني ټولنې دتاريخي مطالعي په برخه کې د پوره اعتناوړ دي نو له دې امله يې موږ ټول په يو څه اختصار خو په داسي شکل دلته را اخيستي دي چې دمفهوم په لحاظ څه کمي پکې رانه شي. (۲۲ )

يزدي وايي چې پدې سيمو دتيمور اقدامات او عمليات وروسته له هغې ليدنې کتنې نه پيل شول چې په کابل کې دپکتيا دپښتنو يوه قومي مشر ور سره وکړه. مولانا ليکي کله چې تيمور هندوستان ته دتګ په لاره کې کابل ته ورسېد، هلته د افغانانو يو مشر، ملک محمد، دخپلو رعاياوو په ملګرتيا ورغي او عرض يې ورته وکړ چي د کرکس (۲۳) د قبيلې مشر موسي او غاني ، دده ورور، لشکر شاه او غاني چې دامير تيمور له بنده ګانو څخه ؤ وژلي دي دايرياب (۲۴) کلا يي ورانه کړې ده او ددوي اسباب او املاک يې په زور ورنه اخيستي دي.

دغه راز ملک محمد تيمور ته وويل چې موسي اوغاني غلاوې کوي او لارې وهي او هيڅوک هم له دغو سيمو نه سلامت نه شي ورنه تېريدلي.ملک محمد تيمور ته وويل : (زه دمرګ له ويرې راتښتېدلي او ستا حضورته راغلي يم ) کله چې تيمور د ملک محمد خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او ورته ويې ويل : (ته ځان چېرته پټ کړه. زه غواړم چې موسي اوغاني راوغواړم. که راغي غچ به دې ترې واخلم او که رانه غي نو تاته به لښکر در کړم چې دخپل ورور انتقام ترې واخلې.)

تيمور موسي اوغاني ته پدې مفهوم يو فرمان ور ولېږه چې (تا دايرياب کلا ورانه کړې ده. داکلا دهند دلارې په سرواقع او ډېره مهمه ده. ته ځان په منډه راورسوه چې هغه ولايت تاته درکړم او کلابېرته جوړه کړې.)

څنګه چې موسي اوغاني ته فرمان ور ورسېد، په منډه يې ځان تيمور ته ور ورساو. تيمور موسي اوغاني ډېر وغټاو او زر دوزي جامي، دزرو ملا وستني او توره او يو زين کړي اس يې له ډېرو نورو سوغاتونو سره ورکړ او ورته ويې ويل : ( ولاړ شه او د ارياب کلا بېرته جوړه کړه. کوشش وکړه چې ډېر ژر يې خلاصه کړې.)

تيمور درې زره مېړونه دخپل يوه جرنيل په مشرۍ له موسي اوغاني سره ملګري کړل چې دکلا په جوړولو کې همکاري ورسره وکړي. موسي اوغاني ايرباب ته ولاړ او دکلا دجوړولو کار يې پيل کړ. مولانا شرف الدين وايي چې (هره ورځ به له دوو سوونه تر درې سوو پورې مېړونه دډول او سرني نغمونه په ډېر جديت دکلا په جوړولو لګياوو).

تيمور د ۸۰۰ همري کال د ذي الحجې په ميات کې له کابل نه پکتيا ته ولاړ. څنګه چې ايرياب ته ورسېد خپلو لښکرو او ماهرانو ته يې هم امر وکړ چې دکلا دجوړولو په کار کې برخه واخلي او ډېر ژر يې داسي يوه کلا جوړه کړه چې يوه جامع جومات او ډېر دهستوګنې ځايونه او نور واړه جوماتونه او نور ځايونه هم بکې وو.

تيمور خپلو تواچيانو ته ويلي وو چې دموسي اوغاني دهغو اتباعو له جملې نه چې دکلا به جوړولو لګياوو يو هم برې نږدي چې خپلو ځايونو ته ولاړشي. دموسي اوغاني مېړونه بدې خبره شوي وو. تيمور يوه ورځ بهر وتلي ؤ او له کلا نه راګرځېده. دموسي اوغاني اوه تنه اتباع چې په کلا کې يې کار کاو. ديوې بال خانې دوره شاته ولاړ وو. کله چې تيمور ددغه وره مخې ته ورسېد، دکلا له کړکۍ نهيو غشي برې ورګوزارشو. غشي دتيمور خواته ولګېد او اس يې وترېد. تيمور خپلو پوځيانو ته امروکړ چې موسي اوغاني او دهغه ټول اتباع چې دکلا په جوړولو کې يې برخه اخيستې وه. ونيسي. هغو اووتنو چې په تيمور يې دغشې ګوزار کړي و جګړه پيل کړه او څو تنه يې زخمي کړل. دتيمور مېړونه دا اوه تنه ووژل او موسي اوغاني اودهغه دوه سوه اتباع يې ونيول او ملک محمد اوغاني ته يې په لاس ورکړل، ملک محمد اوغاني ټول ووژل اوله ککرونه يې منارونه جوړ کړل. بيا تيمور خپلو مېړونو ته امر وکړ چې دموسي اوغاني په خلکو يرغل وکړي. دوي دموسي اوغاني دولس ټول نارينه ووژل اوښځې ، ماشومان او مالونه او نور څه يې دايرياب په خلکو ووېشل. تيمور ملک محمد دهغه دورور لشکر شاه اوغاني پرځاي ددغه ولايت والي وټاکه او دارباب کلا يې هم هغه ته ور وسپارله.

تيمور له ارباب نه شلوزان (۲۵) ته ولاړ او هلته يې شهزاده خليل سلطان ته امر وکړ چې له يو مير امر اوو سره بانو (۲۶) ته ولاړ شي اودي خپله له څلور زره سبرو سره نغر (۲۷) ته ولاړ. هلته ورته وويل شول چې دپرنيان (۲۸) په نامه يوې قبېلې دده له اطاعت نه سر غړولي او جنګي مېړونه يې نه دي ورکړي. تيمور ته داهم وويل شول کوم وخت چې دشاهزاده پېر محمد لښکر له هندوستان نه له ولجو او مريانو سره کابل ته روان وو، دپرنيان دقبېلې مېړونه پرې ور ولوېدل او لښکر يې تالاکړ. تيمور چې دا خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او په همدې ورځ ددې اوغانانو ټکولو ته ور روران شو.درې ورځې وروسته ور ورسېد او جنګي عمليات يې پيل کړل. دپنيان دقوم ډېر زيات خلک يې ووژل ماشومان يې اسير کړل اموال او اسباب يې تالا کړل او کورونه يې ور وسوځول. تيمور څه موده نور هم هلته پاتې شو او غوښتل يې چې دپرنيان دقوم جرړې له بېخه وباسي او بېخي يې تباه کړي. خو دپرنيان دقوم يو مشر چې او بل نومزده تيمور ته په ننواتې ورغي.تيمور نوره تباهي ونه کړه. اوبل يې ډېر و نازاو او خپله د ۸۰۱ هجري کال دمحرم په مياشت کې نغر ته ولاړ. خودي لانغر ته نه ؤ رسېدلي چې امير سليمانشاه دکلانيانو (۲۹) اوغانانو په قبيله چې دمولانا شرف الدين په قول ( يوه غښتلې ، لويه او با ابهته قبيله وه ) حمله وکړه. دسليماشاه پوځ کلانيان سره له دې چې مولانا وايي (تنور او زړور خلک وو) مات کړل. ډېر يې له تېغه تېر کړل نور يې ترې ونيول واړه يې ورنه اسير او کورونه يې ور تالا کړل. تيمور له نغر نه بانو او له بانو نه هندوستان ته ولاړ.

مولانا شرف الدين ليکي چې تيمور له هندوستان نه دبېرته راتګ په وخت کې هم په بانو جې دتيمور دفرمان په اساس (داوغانانو دمفاسدو ددفع کولو دپاره په بنو کې پراته وو) يوه ګله اسونه اوزرغويې چې دبنو دشاخوا خلکو نه يې په زور بېولي وو، تيور ته وروستل. تيمور اسونه خپلو سردارانو ته وروبښل، خو غويي يې بېرته خاوندانو ته ورکړل.

مولانا وايي چې تيمور له بانو نه نغر ته ولاړ . (محمود برات خواجه او هندوشاه يې کابل ته ولېږل چې دهغه ځاي لشکر دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره ور ولي.) تيمور خپله دهغې کلا دپراخولو دپاره په نغر کې پاتې شو چې سليمانشاه (دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره جوړه کړې وه ) ددې کار له خلاصېدلو نه وروسته دکرمانش ددرې له لارې ، کبل نه وخوځېد . دلته مولانا ديوه ستانه پشتانه يادونه هم کوي او ليکي چې (شيخ احمد خواجه افغاني دعالم پناه [تيمور] به حضور مشرف شو.) تيمور له کرمانش نه لوګر او له لوګر نه کابل ته ځي.

يو بل اثر چې وايي پدې سيمو کې پښتانه هست وو،هغه تاريخ حافظ رحمت خاني دي چې اصلاً خواجو مليزي دتاريخ افاغنه په نامه د ۱۰۳۳ هجري به حدودو کې ليکلي او بيا پير معظم شاه په کال ۱۱۸۱ هجري کې دحافظ رحمت خان په هدايت په خپلو عباراتو ليکي او دتواريخ حافظ رحمتخاني نوم يې پرې ايښي دي. تواريخ دبابر دتره، الغ بيګ ميرزا ، به وخت کې کرمه دخېشکو پشتنو ټاټوبي بولي او ليکي : (فاطمه دابراهيم دګداي (زوي) الياس زي يوسفزي وتښتوله . له کابله يې کرمې ته راوستله چې مقام دخېشکو دي.) (۳۰) بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سمې دپښتنو په باره کې بابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم فصل کې راوړې دي.

بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سيمې دپښتنو په باره کې ښايسته زياتې يادونې کړې دي. خو موږ هغه دپشتنو په باره کې دبابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم کې راوړې دي.

پښتانه په غزني کې :-

په تحريري اسنادو کې دغزني په سيمه کې هم له بېخي پخوانه دپښتنو يادونې راغلې دي. عبدالحي بن ضحاک ګردېزي چې تاريخ ګردېزي يې د ۴۴۲ او ۴۴۳ هجري په حدود کې ليکلي دي،دغزني په غرونو کې پشتانه ميشته ګڼي او يو ځاي دمسعود بن محمود دغزنوي دعصر دپېښو دبيان په ضمن کې داسې ليکي :

(او څرنګه چې امير هپيانو (۳۱) ته ورسېد ، هلته دېره شو......او امير اېزديار يې دغزني غروته، چې عاصيان افغانان پکې اوسېدل ، ولېږه او [ورته] ويې ويل : هغه ولايت وساته . [پامکوه] چې څه نارامي پکې پېښه نه شي.) (۳۲)

تواريخ حافظ رحمت خاني هم په غزني کې له پنځلسمې ميلادي پېړۍ نه پخوا پشتانه ميشته ګڼي او ليکي چې ( يوسفزۍ په ګاړه په نشکي او غوريه خيل خصوصاً خليل په ترنک ، په مقر او په قره باغ پراته وو.) (۳۳)

د همدې زمانې دپېښو په ارتباط بيا ليکي چې د (شيخ دادافغان خليل متي زي نيکه....... له يو تعداد مريدانو سره چې شمېر يې تخمين درې سوو او پنځو سوو ته رسېده... له ترنک او قلات او قندهار نه دلاشوؤې سيمې ته راغلل .) (۳۴) تواريخ يوبل ځاي وايي چې (پدې وخت کې دؤد زي او ځينې مومند چې له مقر او قره باغ نه راغليوو ، لاهم دکابل په نواحي کې ميشته وو او ځينې موند لاهم په مقر او قره باغ کې وو.) (۳۵)

حافظ رحمت خان په خلاصه الانساب کې چې په کال ۱۱۸۴ هجري کې ليکل شوي دي، ليکي چې ( افغانان په هندوستان باندې دسلطان محمود غزنوي ديرغلونو تروخته دقندهار او غزني په سيمو کې ميشته وو) (۳۶) په سيرت جلاالدين منکبرني کې چې داومې هجري پزړۍ په اوله نيمايي کې ليکل شوي دي ، دخوارزمشاهيانو او چنګيزيانو دمقابلي او جګړو دبيان په ضمن کې په غزني کې دافغانانو يو لوي مشر د (صاحب افغانيان ) په نامه ياد شوي او داسي راغلي دي : کله چې جلال الدين دخوارزمشاه مشر زوي په کال ۶۱۸ هجري کې غزني ته ورسېد هلته )......صاحب افغانيان مظفر ملک او حسن قسراق چې دېرش زره سپاره ورسره وو، له هغه سره يو ځاي شوي .) (۳۷)

مولانا عبدالررزاق سمرقندي په مطلع السعدين کې چې له کال ۸۷۲ نه تر کال ۸۷۶ هجري پورې ليکل شوي دي، ليکي : ( دغزني دولايت او ښار لويان...دعالم پناه درګاه ته راغلل او دبرمل دخېل خانې او خرشواني افغانان مشرف شول.) (۳۸)

د غزنويانو دعصر لوي مؤرخ ابوالفضل بيهقي (۳۸۵-۴۷۹) په مکرز ډول په غزني کې دافغان شال په نامه يو ځاي يادوي. يو ځاي ليکي چې (.....له خپلوانو، لويانو او مشرانو سره يو ځاي افغان شال ته ور ننووت او دامير عادل سبکتګين پر مزار پلي شو.) (۳۹) بيا ليکي چې (اميربيا محمودي ماڼۍ افغان شال ته راغي.) (۴۰) بيا ليکي چې (...ديارونه او درهمونه او هر څه يې په افغان شال کې درسوله په ميدان وبازارونو کې وښندل.......) (۴۱) بيا ليکي چې :(....دارالملک ته راورسيد او په افغان شال کې په محمودي ماڼۍ کې دمبارکۍ دپاره پلي شو.) (۴۲) يو ځل بيا هم ليکي چې (....دافغان شال خواته ولاړ شي...) (۴۳)

دبيهقي له دې تذکراتو نه ښکاري چې دغزنويانو دداراخلافې په زړه کې يو ځاي افغانانو نه منسوب دي او دسلطان محمود پلار هم په همدې ځاي کې ښخ دي.

د غزنويانو له دارالخلافې او دربار سره دپشتنو دارتباط به باره کې په ځينو نورو معتبرو آثارو کې هم يو څه مطالب راغلي دي.

مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې چې له کال ۶۲۶ نه تر ۶۳۳ هجري پورې يې ليکلي دي ، وايي چې اديرا نومي افغان چې دپېښور په شاوخوا کې يوې سيمې کوټوال ؤ غزني ته دسلطان محمود دربار ته ورغي. اسلام يي ومانه او ورسره ملګري شو. (۴۴)

خواجه نعمتالله هروي دسلطان محمود او سلطان مسعود په دربارونو کې دپښتنو په باره کې يو روايت ثبت کړي چې په ډېرو نورو آثارو کې هم راغلي دي . دي ليکي :

( دافغانانو نه تنه مشران دسلطان محمود خدمت ته ورغلل. ددې نهو تنو نومونو په تاريخونو کې داسي راغلي دي : ملک خانوي او ملک عامون او ملک داؤد او ملک يحيي او ملک احمد او ملک محمود او ملک محمد او ملک عارف او ملک غازي....سلطان [دامشران] ډېر وغټول.... له ځان سره يې وخوځول دسومنات او هندوستان غزاته روان شو.... هروخت به چې سلطان ته مشکل ور پېښ شو نو دا ملکان به يې دهغو له خپلو سپايانو او ډلې سره پرې وګومارل او دغه مشکل به حق تعالي حل کړ.... په لږوخت کې [داملکان] ددونت ارکان....او دسلظنت په کارخانه کې ددخل خاوندان او داعتماد وړ شول. کله چې سلطان محمود دکال ۴۲۱ دربيع الاول په اوم دپنجشنبې په ورځ مړ شو، دهغه زامنو سلطان محمد او سلطان مسعود همداسې سلوک ورسره کاوه) (۴۵)

نواب محبت خان په رياض المحبت (تأليف : ۱۸۰۶ ) کې وايي چې دسلېان محمود او پښتنو تر منځ کورني روابطه هم موجود وو. دي ليکي :( کله چې دغه واکدار [سبکتګين] مړ شو، زوي يې ، اسمعيل ، چې مور يې اصلاً مينځه وه ، دپلار ځاي ونيو. مګر محمود چې مور يې دزابل ديوه مشر لوره وه، له دې خبرې سره مخالف ؤ چې [اسمعيل] دې دپلار ځاي ونيسي او جګړه يې ورسره پيل کړه. افغانان چې [دزابل] له دې مشر سره تړلي وو نو دهغه له لسمي يا په بل عبارت دهغه دلور له زوي يعنې محمود سره ملګري شول. محمود اسمعيل ته ماته ورکړه او په يوه کلا کې يې بندي کړ. محمود ددې مرستې په بدل کې خپله لور دافغانانو دې قبېلې مشر شاهو ته ورکړه . له دې لورنه يې درې زامن پيدا ول او هغه سالار ، مسعود او غازي و.) (۴۶)

لکه څنګه چې لږو وړاندې وويل شول ځينې غزنوي سلطانانو په بده ورځ کې افغانانو ته پناه ور وړې ده او لکه څنګه چې په وروسته فصلونو کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي يو شمير آثار دغزنوي واکدارانو به پوځ کې په زرګونو افغانانو شامل ګڼي او دسلطان محمود ځينې سترې فتحې هم دهمدوي دسربرکت ګڼي.

بايد وويل شي چې په بابر نامه کې هم دغزني او شاوخوا سيمو دپښتنو په باره کې ډېر څه راغلي او موږ دپښتنو په ارتباط دبابر نامې له نورو مطالبو سره يو ځاي په اوم فصل کې راوړي دي. يوازينۍ خبره چې غواړو دلته يو څه پرې ووايو هغه داده چې دمقر او وازې خوا په سيمو کې دبابر ډېرې خبرې دغلځو پښتنو په باره کې دي. او ځينو شرقي او غربي څېړونکو او مؤلفينو بيا همدا غلځيان له هغو ترکانو سره ګډ کړي چې په زړو متونو کې دخلج يا خلخ په نامه ياد شوي دي. راځي وګورو چې دوي دا ادعا څومره په ځاي ده ؟

خلجيان او غلځيان :-

يو شمير مؤلفين او څېړونکي زړو اسلامي آثارو ته داشارې پر بنا وايي چې يو وخت خلجيان چې اصلاً ترکان وو زابلستان ته ولېږدېدل. هلته ميشته شول او خپله ژبه او عادات يې هېر کړل. دزابلستان دخلکو ژبه او عادات يې کسب کړل او پښتانه غلجيان يا غلځيان ترې جوړ شول.

تر کوم حده چې ماته معلومه ده ، تر ټولو نه پخواني اثر چې دزابلستان په ځايي خلکو کې دترکي خلجيانو دمنحلېدو خبره پکې ياده شوې ، هغه دمحمد بن نجيب بکران جهان نامه ده چې په کال ۶۰۵ هجري کې ليکل شوې او په کال ۱۳۷۵ کې ددوکتور امين رياحي په همت په تهران کې هپره شوي ده.

جهان نامه وايي چې (دترکانو يو قوم خلج دخلج له شاو خوانه زابلستان ته ور واوښت او په يوه بېديا کې چې دغزني خواته پرته ده ميشت شو. وروسته يې دهوا دګرمۍ له امله څېره بدله او تور بخونه او ژبه يې بله شوه .) (۴۷)

څرنګه چې دخلجيانو دمهاجرت او دزابلستان په ځايي اوسېدونکو کې دهغوي دمنحليدو يادونه په جهان نامه کې شوې ده. او څرنګه چې جهان نامه په ( ۶۰۵ هجري ) کې ليکل شوې ده ، نو د خلجيانو دمهاجرت او په زابلستان کې دهغوي دمنحلېدو پېښه ، طبعاً ، له ۶۵۰ هجري نه پخوا شوې ده.

دجهان نامې له متن نه داهم په صراحت ښکاري چې ددغو مهاجرو څېره او ژبه دجهان نامې دليکنې له وخت نه پخوا بدله او تور بخونه شوې او ژبه يې هم له دې وړاندې بله شوې ده.

که څوک دجهان نامې خبره مني هه به ضرور داهم مني چې ترک خلجيان دشپږمې هجري پېړۍ له اراخرو نه ډېر پخوا زابلستان ته ورلېږدېدلي دي. ځکه په هغې زمانې کې دخلجيانو په شان ديوه غښتلي قوم دومره بدليدل او دزابلستان په يوه ځايي قوم کې يې بېخي منحليدل بايد دکلونو اولسيزونه ، بلکه دپېړيو کار وي او پدې حساب سړي په پوره اطمينان ويلي شي چې ترک خلجيان به لږ تر لږه په دوهمه يا درې يمه هجري پېړۍ کې زابلستان ته لېږدېدلي او بيا دهغې سيمې په ځايي خلکو کې منحل شوي وي.

کوم څېړونکې او مؤلفين چې وايي ترکي خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او په نهايت کې په پښتنو غلځيانو بدل شوي دي.هغوي په حقيقت کې دا خبره تصديقيقوي چې لږ تر لږه ددوهمې او درې يمې هجري پېړۍ په حدود کې دزابلستان ځايي اوسېدونکي پښتانه وو.ځکه جهان نامه وايي چې ترکو خلجيانو خپله طبه بايلوده او دزابلستان دځايي اوسېدونکو طبه يې زده کړه. که ترکو خلجيانو دزابلستان دځايي خلکو ژبه زده کړې وي، که دغلځيانو ژبه تر اوسه پښتو وي او غلځيان او خلجيان هم سره يو شي وي، نو دخلجيانو دمهاجرت په وخت کې به دزابلستان دځايي اوسېدونکو ژبه هرو مرو پښتو وه. که نه وي نو نه بايد خلجيانو پښتو زده کړې وي او نه بايد دغلځيانو ژبه پښتو وي.

خو ځينې کسان بيا له يوې خوا وايي چې ترک خلجيان زابلستان ته لېږدېدلي او دهغې سيمې دځايي خلکو ژبه او عادات يې کسب کړي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، او له بلې خوا بيا وايي چې (پښتنو په څورلسمه او پنځلسمه (ميلادي) پېړۍ کې دغزني سطح مرتفع اشغال کړه.) (۴۸) او دا دوه خبرې اړخ نه سره لګوي . ځکه که خبله پښتانه غزني او زابلستان ته په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې ور لېږدېدلي وي، نو ترک خلجيان بيا څنګه ، په همدې ځاي کې ، له دې نه ډېر پخوا يهنې د دري يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې پکې منحل شوي دي؟ او که ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې د درې يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، نو بيا دا خبره څنګه کېدي شي چې پښتانه له دې نه ډېر وروسته يعنې داتمې او نهمې هجري پېړۍ په حدودو کې غزني او زابلستان ته ورلېدلي دي؟

له دې دوو خبرو نه يوه هرو مرو غلطه ده. خودا چې کومه يې غلطه ده؟ ددې سپينول هغه چاته ور په غاړه دي چې وايي ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي.

پښتانه دکابل په سيمو کې :

پخوانو آثارو په کابل هم دپښتنو يادونې کړي . دابن بطوطه سفرنامه تر ټولونه پخواني معلوم اثر دي چې وايي په کابل کې افغانان اوسېږي. کله چې ابن بطوطه په ۱۳۳۳ ميلادي سنه کې له کابل نه تېريږي وايي چې ددغه ځاي اوسېدونکي افغانان دي. دي ليکې چې (کابل پخوا يو لوي ښارؤ [خو اوس] يو کلي ترې پاتې دي. او دعجميانو يوه طايفه چې افغانان نومېږي پکې اوسېږي. افغانان په غرونو کې ډېرې لکلې مېنې لري اوډېر غښتلي خلک دي.) (۴۹) ابن بطوطه خبرې ته دوام ور کوي او ليکي چې (هلته دسليمان دغره په نامه يو ستر غر دي. دافغانانو پاچا هم هلته اوسيږي. ) (۵۰)

ابن بطوطه په خپله سفرنامه کې په کابل ديوه وتلي ستانه افغان نوم هم اخلي او وايي چې (په کابل کې دشيخ امعيل افغاني په نامه يوه خانقا هم شته (او يخ اسمعيل افغاني) دشيخ عباس نومي سترولي شاګرد ؤ . (۵۱)

اما کوم اثر چې دکابل په ښار او شاوخوا سيمو کې په پنځلسمه ميلادي پېړۍ کې ، دپښتنو دحالاتو په باره کې ښايسته مفصل بحث لري هغه تواريخ حافظ رحمت خاني دي. په تواريخ کې دهغه مهاجرت په ترڅ کې چې وايي يوسفزو دپښتنو دپنځلسمې ميلادي پېړۍ په حدودو کې وکندهار له سيمو کې دډېر حشمت او شوکت خاوندان شول او دکابل ټول حدود او مضافات يې تر خپل تصرف لاندې راوستل .) (۵۲)

بيا ليکي چې دکابل پاچا الع بيګ ميرزا و. خو اصلي قدرت او واک اختيار ديوسفزو دمشر ملک سليمانشاه په لاس کې و. (۵۳)

بيا ليکي چې په کابل کې (يوسفزي هر ګوره غالب وو. دميرزا الغ بيګ پروايې نه لرله . دخپل اختيار څښتن وو هر چې ملک سليمانشاه او يوسفزو کول هغه به کېدل.......اسمعيل دمزکت زوي هسې يو بدمست او ظالم شرابي و چې اصيل خلق به يې په زور ظلم نرخ نرم کړ او څيزونه به يې اخيسبل او نياو يې چانه شه کاو ) (۵۴)

تواريخ داسې ښيي چې دپنځلسمې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې پښتانه په کابل او دکابل په شاوخوا سيمو کې ميشته او مسلط خلک دي. ده چې پدې سيمو کې به څومره پښتانه اوسېدل ، پدې باره کې سړي په يقيني ډول څه نه شي ويلي ، خو تواريخ داخبره په صراحت کوي چې دکابل دهغه رخت واکدار ، الغ بيګ ، يوازې ديوسفزو دقوم اوه سوه مشران په يوه ورځ ووژل .) (۵۵)

په کابل او شاوخوا سيمو کې دپښتنو دهستو ګنې او حالاتو په باره کې په بابرنامه کې هم ډېر څه راغلي او موږ وروسته په اووم فصل کې راوړي دي.

پښتانه دننګرهار او پېښور په سيمو کې:

په پخوانو تحريري آثارو کې دهغو سيمو دپښتنو په باره کې هم ډيرې يادونې شوې چې له ننګرهار نه دابادسيند تر غاړو پورې امتداد لري. حدودالعالم من المشرق الي المغرب بيا هم داسلامي دورې لومړني اثر دي چې ان په څلورمه هجري پېړۍ کې دننګرهار په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. کله چې ددې اثر مؤلف دننګرهار او لغمان په سيمو غږيږي، ليکي چې (بنيهار يو ځاي دي چې پاچا مسلماني کوي او له دېر شو نه زياتې مسلماني، افغانې او هندوې ښځې لري. نور خلک يې بت پرست دي او درې ستر بتان لري.) (۵۶)

داسې ښکاري چې د حدود العالم د پيدا شوې نسخې ناسخ د پورته عبارت داولې کلمې ټکي ، سهواً بېځايه ايښي او ننهار يې بنيهار کړي دي . دليل دا چې يو خو د حدود العالم د متن له قرينې نه داسې ښکاري چې مؤلف يې د ننګرهار د سيمې په باره کې غږيږي او بل دا چې خپله د حدود العالم درودونو په بحث کې هم دا کلمه واضحاً ننهار ليکل شوې ده.

(او بل هغه رود دي چې د لغمان او ددنبور په حدودو کې له غره نه راوزي او د ننهار له حد نه تېريږي. ) (۵۷) د حدودالعالم محشي، مينور سکي هم دا کلمه ننهار يا ننني ننګرهار بولي او وايي چې معنا يې نهه نهرونه ده. (۵۸)

عبدالجبار عتبي د هغو جګړو د بيان به ضمن کې چې سبکتګئين د کابل له شرقي حدودو نه دپيښور تر شاوخوا سيمو پورې د هندوشاهانو له مشر سره کړي دي، پدې سيمو کې د پښتنو يادونه کوي. دي ليکي چې د سبکتګين جګړنود هندوانو په لښکر (يو په يو حمله وکړه . ډېر زيات يې ورنه تباه کړل او پاتې يې ورنه وتښتيدل. وروسته تر دې نه هندوانو لکۍ په سر واړولې او له دغو ولاياتو نه يې طمع وشکوله..........د افغانانو او خلجيانو ولس چې ددغو سيمو کوچيان وو، د ناصرالدين په مېړونو کې شامل شول) (۵۹)

ابن اثير هم په کامل کې د کال ۳۶۶ هجري د پېښو د بيان په لړ کې ليکي چې د سبکتګين پو ځ هندوان مات کړل. وروسته له دې پېښې نه (هندوان خوار شول . زياتي يې بيرغ نه لاره او دايې ومنله چې د هيواد داسې سيمو ته ولاړ شي چې څوک نه ي ور رسېدلي. څرنګه چې وروسته له دې پېښې نه سبکتګين د قوت او شوکت خاوند شو افغانيانو او خلج يې اطاعت ومانه.) (۶۰)

وروسته رشيدالدين فصل الله په جامع التواريخ کې (تأليف : ۷۰۴ هجري ) دا مطلب تقريباً دالعتبي په عباراتو ثبت کړي دي. دي ليکي چې امير ناصرالدين (يو په يو حمله وکړه........هغه سيمې په اسلامي ملکونو ور زياتې شوې........د افغانانو او خلجيانو ډلې دهغه ځاي کوچيان وو......دهغه په مېړونو کې داخلې شوې.) (۶۱)

محمد قاسم هم دا پېښه په تاريخ فرشته کې ثبت کړې او ليکي چې ( وروسته له دې فتحې نه .........سبکتګين د خپلو اميرانو يو تن په پېښور کې پرېښود او دافغان او خلج قومونه يې چې ددغو سيمو کوچيان وو په خپلو مېړونو کې داخل کړل او غزني ته ولاړ.) (۶۲)

مير خواند هم دا مطلب هم دا مطلب په روضةالصفا کې ثبت کړي دي. (۶۳) ابوريحان بېروني (وفات ۴۴۰ هجري ) هم د هند په تاريخ کې وايي چې پدي سيمو کې افغانان ميشته دي . دي ليکي :

( په هغو غرونو کې چې د غرب په لور د هند سرحد جوړوي د هندوانو او يا هغو خلکو قبايل هست دي چې له هغوي [هندوانو] سره نژدې خپلوي لري. دا سرکش او زېږه قومونه دهندوانو د طايفو تر ټولو نه لرې سرحداتو پورې پراته دي.) (۶۴)

بېروني لږ وروسته په همدې اثر کې په صراحت وايي چې دا زيږه خلک افغانان دي. دي ليکي چې د هند د غربي سرحد په غرونو کې د افغانانو متعدد قبايل ميشته او د سندهدوادي تر ګاونډه پورې خپاره دي.) (۶۵)

بېروني په خپلو نورو آثارو کې هم دا غرونه د افغانانو د غرونو په نامه يادوي.

په صيدنه کې لېکني چې (داسطو خوزس.......دا ډول د هند د ځمکې د ، پرشاور [ پېښور] او د افغانانو د غرونو تر منځ ددهک (۶۶) خواته شين کيږي. (< ۶۷)

په همدې اثر کې بيا ليکي چې : په جبال الافغانيه (۶۸) کې يو ډول وحشي زيتون پيدا کيږي چې وړې دانې لري ) (۶۹)

بېروني په يوه بل اثر ،اجواهر ، کې ليکي چې سره زر د افغانانو دتغر په سيمه کې پيدا کيږي. (۷۰)

شيخ ربوه (وفات ۷۲۷ هجري) هم دافغانانو د غرونو يادونه کوي او داسي ښکاري چې مطلب يې همدا غرونه دي. دي ليکي چې (درې يم اقليم.....له ګجرات.....او دافغانانو له غرونو (۷۱) او ملتان نه تر سنده پورې امتداد لري.) (۷۲)

ابوالفرج روني د غزنوي سلطان علا‌ءالدوله مسعود بن ابوالمظفر ابراهيم د عصر شاعر دي. دغه سلطان چې له کال ۴۹۲ نه تر کال ۵۰۸ هجري پورې يې سلطنت کړي دي، په هند کې يې ډېر فتوحات کړي دي . (۷۳) روني دغه فتوحات ستايلي دي او ديوې قصيدې له يوه بيت نه يې داسې ښکاري چې د غزنويانو په عصر کې د اباسيند د غاړې د لرغوني ښار ، موهند ياويهند، اوسېدونکي هم پښتانه دي. روني وايي :

لشکر منصور او هنوز به موهند

برتن افغان تنيده است فغان را (۷۴)

لرغوني معتبر آثار موهن ياويهند يابيهند داباسيند په غاړه کې يو ښار او د ګندهار راپايتخت ګڼي . بېروني چې د پخواني هند د ځايونو او حالاتو د ښودلو او بيان په برخه کې دډېر وچ صلاحيت خاوند دي، ويهند د ګندهارا ي،ه قصبه او پايتخت بولي. دي په صفت المعموره کې ليکي چې ( ويهند دسند په وادي کې د القندهار (ګندهارا) يوه قصبه ده .) (۷۵)

همدي ؟؟؟؟بيا کله چې د هند په تاريخ کې ، دسيندونو او لويو لارو او بېلو بېلو سيمو په باره کې غږيږي ، وايي سړي چې (شمال غرب په لور ور وخوځيږي ، وروسته له اته فرسخه د بياته دسيند غرت ته د جيلم سيند ته ، وروسته له شل فرسخه د سند دسيند غرب ته د قندهار پايتخت ويهند ته او (بيا) پرشاور (پيښور) ته رسيږي.) (۷۶)

په همدې اثر کې بيا ليکي چې (غوروند....يو لوي سيند دي او داقندهار له پايتخت يعنې ويهند نه کوز دبتور قصر ته نږدې دسند په سيند کې توييږي.) (۷۷)

يو بل ځاي په همدې اثر کي دويهند موقعيت په درجو او دقيقو ښيي اوليکي چې (پرشاور په څلور دېرش درجو او څلور څلويښت دقيقو، ويهند په څلور دېرش درجو او ل دقيقو عرض البلد کې ) واقع دي. (۷۸)

د مهاج السراج جوزجاني په طبقات کې هم دويهند کلمه بيا بيا راغلې. اودوهند ، ويهند بهند ، ومهند او ويهند په بڼه ليکل شوې ده. ي، ځاي په طبقات کې راغلي چې (په کومه شپه چې محمود (غزنوي) وزېږيد دوهند يابيهند......بتخانه چې دبرشابور (پېښور) په حدودو کې دسند دسيند په غاړه واقع وه ړنګه شوه.) (۷۹).

د البېروني او جوزجاني بيانات پدې کې هيڅ شک نه پريږدي چې ويهند يا موهند د اباسيند په غاړه کې يو ښار او دګندهارا پايتخت دي او روني وايي د غزنويانو لښکر په موهند کې په افغانانو ناتار جوږ کړ. ددې خبرې معنا داده چې داباسيند دغاړي پدې مهم ښار کې هم پښتانه اوسيدل. داځاي اوس دهنډ په نامه يادېږي.

فرشته هم وايي سلطان محمود د کال ۳۹۱ او ۳۹۲ هجري تر منځ په ويهند حمله وکړه او دهغه ځاي پښتانه يې وځپل. دي ليکي چې (سلطان محمود په کال ۳۹۱ کې بيا.......دبيهنده کلا ته ولاړ او هغه يې ونيوله......جيپال او نور اسيران يې......آزاد کړل. [خو] دافغانانو مشران يې ووژل او ځينې يې له ځان سره دنوکرانو په حيث بوتلل.) (۸۰)

کوم مطلب چې مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې (تأليف : ۶۲۶ ۶۳۳ هجري) داديرا نومی پښتانه په باره کې ليکلی دی، له هغه نه داسې ښکاري چې پښتانه د غزنويانو په عصر کې په پېښوراوشاوخوا سيمو کی هم ميشته او د هندوانو له دربار سره محور دي. مبارکشاه ليکی :

( مؤلف ديوه کار دپاره له پرشور (پېښور) نه بټی ګرام او شاپور ته روان ؤ. دپېښور يو پوه سپين ږيری ورسره ملګری شو....[سپين ږيری ورته وويل] دسلطان يمينالدوله محود [غزنوی]....په وخت کې اديرا نومی افغان دنر درې شحنه او کوټوال ؤ. اديراله جيپال پاچا نه له دې امله ووېريده چې يوه ورځ له جيپال سره ناست ؤ، [پاچا] مخ ور واړاو [او ورته] ويې ويل چې اديرا تاسو دغويی غوښه خورئ؟ اديرا ځواب ورکړ چې زه يې نه خورم خو.....) (۸۱)

فرشته هم دابوالحسن علی بن مسعود بن محمود دجلوس د کال دپېښو دبيان په ترڅ کې پښتانه له پېښور نه تر ملتان او سنده پورې خپاره ښيی او ليکی (علی بن ربيع دميرک وکيل په ملګرتيا....له يو شمير مريانو او اميرانو سره پېښور ته وتښتيد او هغه سيمه يې تر ملتان او سنده پورې ترلاسه کړه او افغانان يې چې خرابی او ورانی يې کاوه، په توره ايل کړل.) (۸۲)

تواريخ حافظ رحمت خانی هم دپنځلسمې ميلادی پېړۍ په وروستيو وختو کې له کابل نه داباسيند تر شرقی غاړه پورې پښتانه خپاره او هست ګڼي. ځينې له هغو يادونو نه چې تواريخ د کابل دپښتنو په باره کې کړې دي، موږ په همدې بحث کې پخوا را واخيستی، خو دپېښور په ارتباط ليکی چې (هغه وخت کې په پېښاور ، دو آبه، باجوړ، ننګرهار، کاله پاڼی تر هزارې تر سينده پورې دا واړه ملکونه ددلزاکو وو، هر چېرې دوی پرې ساکن وو ) (۸۳)

بيا ليکی چې (ملک هيبوبن جته دلزاک عمر خيل.......زرو کورو کم وبيش عمر خېلو سره په باجوړ کې په جندول کې اوسيده) (۸۴)

بيا ليکی چې (دلزاک ډېر لوی تومن دی پدې ملکونه هر چيرته دوی پراته دی. چنانچه په پېښاور ، په ننګرهار په تيراه په کال پاڼی ترپيښوره چې په کناره داباسين او په چج هزاره او په کرلغ هزاره چې له اباسيند نه پورې غاړه پراته دی، اوسېږی .) (۸۵)

تواريخ بدې او نورو سيمو کې ددلزاکو دسکونت نورې يادونې هم کړې دي.

په بابرنامه کې هم په هغو سيمو کې چې له ننګرهار او شاوخواسيمو نه داباسيند تر غاړه پورې امتداد لري دپښتنو او دهغو دژوندانه دحالاتو په باره کې ډېر څه ويل شوي دي او لوستونکی يې ددې ليکنی په اووم فصل کې لوستلی شی.

پښتانه په پخوانی<<افغانستان>> کې :

په ځينو پخوانو آثارو کې په هغې لويه سيمه کې هم په همدې وخت کې دپښتنو د سکونت او حالاتو يادونې وې چې هم سيفی هروي په تاريخنامه کې (تأليف ۷۱۸-۷۲۱ هجري) او هم ځينې نورو پخوانيو مؤلفينو د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده او موږ ددې ليکنې په اتم فصل کې پرې غږېدلی يو.

لومړنی معلوم تحريری سند چې ددې پراخې سيمې په ځينو برخو کې، دپښتنو د سکونت يادونی پکې شوي هغه د فردوسی د شهنامې ملحقات دي چې د ليکلو وخت يې د شپږمې هجري پېړۍ په حدودو کې ټاکل شوی او د ناظم نوم يې نه دی معلوم. ناظم د افغانانو او د هغو د مشر ، کک کهزاد ، په باره کې په ښايسته تفصيل غږيدلی دی خو دلته يې يوازې يو څو د مطلب ټکی را اخلو .

ناظم وايی چې ده ته يو بزګر د پخوانو خلکو له خولي داسې کيسه وکړه چې له غزنی نه ددرېو ورځو په فاصله يو لوړ غر و. په غره کې يوه ستره کلا وه چې دی وايی نوم يې مرباد و. وايی چې پدې کلا کې يو ډېر غښتلی توريالی او جنګیالی سپين ږيری افغان اوسېده چې نوم يې کک کهزاد او دزرګونو سپرو او پياده جنګی ميړونو مشرو. د زابل او سيستان له سيمو نه به يې مال او باج ټولاو . درستم پلار او نيکه ته يې چې د سيستان مشران او پهلوانان وو، څو څو واره ور ښودلی او باج او خراج يې پرې منلی ږ. زال به کک ته هر کال د غوايی په پوټکی ، لس مشکه زر ورکول . خو په پای کې دزال زوی ، رستم له کک سره ډغر کې ووهلې او مات يې کړ پدې وخت کې زال هم له سيستان نه ور ورسيد او لښکر يې له نورو پښتنو سره وجنګيد ډېر زيات افغانان ووژل شول او ناظم داهم وايی چې دکک د شاهنشاهی ماڼۍ ته ورننووت او تالا يې کړه. ناظم داهم وايی چې دکک دشاهنشاهي ماڼی په هر ګوټ کې يوه خزانه پرته وه او زال ته ډېرې زياتې په درو ښکلل شوې خولۍ ، په ياقوتو ښکلل شوې قباوې ، په لالونو ښکلل شوي تاجونه ، په ګوهرو ښکلل شوي ملاوستني ،سپوږمۍ غوندې ځلانده مينځې ، چينی غلامان او بېخی زيات دينارونه او خز او سمور په ګوتو ور غلل پدې پسې زال د مرباد کلا ورانه کړه.کک او دهغه وراره بهزاد دواړه يې ووژل . (۸۶)

خپله دشهنامې د ملحقاتو ددې کيسې د سريو څوبيتونه دادي :

چنين ګفت دهقان دانش پژوه

مراين داستان را زپيشين ګره

که نزديک زابل به سه روزه زاه

يکی کوه بدسر کشيده به ماه

يکی قلعه بالای آن کوه بود

که آن حصن ازمردم انبوه بود

به دژ دريکی بدکنش جای داشت

که در رزم با اژدها پای داشت

نژادش زافغان سپاهش هزار

همه ناوک اندازو ژوبين ګذار (۸۷)

اما کوم مؤرخ چې پدې سيمو کې دافغانانو يادونې هغه سيفی هروی دی. سيفی په خپل معتبر اثر ، دهرات تاريخنامه کې چې له کال ۷۱۸ نه تر ۷۲۱ هجري پورې يې د سلطان غياثالدين کرت په هدايت او مشوره ليکلې ده ، دافغانانو او هغې سيمې په باره کې چې په تاريخنامه او ځينې نورو پخوانو آثارو کې ، لکه تاريخ فېروز شاهی (۱۳۵۷م) ، روضات الجنات (۸۹۷-۸۹۹ هجري) او مطلع السعدين (۸۲۷-۸۷۵هجري) د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده ، يولړ دپوره اعتنا و مطالب راوړي دي.

سيفی دا مطالب اکثره دهغو يرغلونو دبيان په ضمن کې ياد کړي چې دهرات دکرت د کورنۍ مؤسس ، مشر ملک شمسالدين ، د (افغانستان) په بېلو بېلو برخو کې کړی دي. سيفی د تاريخنامې ديارلس فصله ، غونډ ، د (افغانستان) پېښو ته وقف کړي دي او ددې تر څنګه يې د افغانانو په باره کې ځينې نورې متفرقې يادونې هم کړې دي.

څرنګه چې دسيفی تاريخنامه لومړنی معلوم اثر دی چې د (افغانستان) نوم پکې ياد شوی او د (افغانانو) د سياسی ، نو له دې امله موږ ددغه درانده اثر دا ديارلس فصلونه ، ټول په مرتب مګر مختصر ډول را اخيستی او پداضمن کې مو يو نيم بل اثر مثلاً دزمچی اسفزاری روضاؤةالجنات ته هم کله ناکله اشاره کړې ده.

سيفی وايی چې چنګېز خان په افغانستان او سيمه باندې د خپلو يرغلونو او فتوحاتو په وخت کې ملک رکن الدين د غور او دغور دمضافاتو دملک په حيث ومانه. وروسته به چې ملک رکن الدين په غزنی کې د چنګيزی حاکمانو ليدنې کتنې ته ورته نو ملک شمس الدين کرت به يې هم له ځان سره بېوه . په همدې جريان کې ملک شمس الدين کرت چنګېزي مشرانو ته ښه ور وړاندې شو او د ملک رکن الدين له مرګ نه وروسته يې په کال (۶۴۳) هجري کې دغور د ملک په حيث ومانه او دملکی پګړۍ هم خپله جنګېزی مشر ، طاهر بهادر ، وروتړله کله چې ملک شمس الدين کرت په کال (۶۴۵) کې د غور د ملک بهادر ، ورو تړله ، کله چې ملک مسالدين کرت په کال ۶۴۵ کې د چنګيزيانو د لوی مشر ، منکو خان، دربار ته ورغی هغه د هرات توابع او ځينې نورې سيمې چې د سيفی دوخت افغانستان هم پکې شمل و، ورته په نامه کړې . ملک شمس الدين د چنګېزی منکو خان له يوه نژدې مشاور ، جاهو ، سدهرات ته ولاړ او دکرت د کورنۍ دواکداری سلسله يې پيل کړه ، څو کاله وروسته يط د (افغانستان) د نيولو بندوبست وکړ . په کال ۶۵۰ هجري کې يې يو هيئت چې په سر کې يې جاهو واقع ولېږه او وظيفه يې دواه چې د چنګيزي مشرانو او ملک شمس الدين فرمانونه د (افغانستان) واکدار ملک شاهنشاه ته ور ورسوي. هيست فرمانونه ملک شاهنشاه ته واورول. شاهنشاه د هيست مشر ته وويل چې (ملک شمس الحق والدين د کفارو په حکم دې ملک ه راغلی دی او موږ تر اوسه پورې چنګېز خانیانو ته ماليه نه ده ورکړی.) خو ملک شمس الدين ته به چې يو مسلمان ملک دی ، يو څه ماليه ومنو . له دې ځواب نه وروسته يې دېر تنه غلامان جاهو ته ورويښل او ملک شمس الدين ته يې هم ګران سوغاتونه وروليږل.

هيئت بېر ته ملک شمس الدين ته ته ورغی. ملک شمس الدين چې دا مهال په تکناباد کې و دملک شاهنشاه ددځواب له اورېدلو نه وروسته د خپلو ډېرو زياتو لښکرو سره په شاهنشاه دباندې د حملی په اراده ، مستونګ ته روان شو. شاهنشاه چې خبر شو له پنځه زره جنګی مېړونو سره د خاسک چوڼۍ ته چې له مستونګ نه بهر پرته وه ، ولاړ .

ملک شمس الدين د ۶۵۲ هجري کال د محرم د مياشتی په اوايلو کې د متونګ ښار کلابند کړ. خو څنګه چې پوه شو چې شاهنشاه د خاسک کلا ته تللی دی ، نو هلته پسې ورغی او کلايې محاصره کړه. کلا درې مياشتې محاصره وه او د ملک شمس الدين او شاهنشاه قواوو اوه ځله جګړه سره وکړه. خو شمس الدين کلاونه شوه نيولی . په پای کې د ملک شمس الدين قواوو د خاسک په کلا له هرې خوا حمله وکړه. دکلاور يې وسوځاو ، کلاته ور ننوتل او د ملک شاهنشاه ډېر زيات جنګی مېړونه يې ووژل . ملک شاهنشاه او دهغه زوی برامشاه يې هم له نوي تنه خپلوانو او نوابانو سره ګرفتار او مړه کړل. سرونه يې ترې پرې کړل او شاو خوا سيمو ته يې د نورو د عبرت دپاره واستول.

ملک شمس الدين د ۶۵۳ هجري کال د هور په مياشت کې له مستونګ نه د (افغانستان) د يوې بلې کلا ، تېري، دنيولو په نيت روان شو. دتېري د کلا کوټوال يو ډېر لوى د نامه او قدرت خاوند، المار افغان و.ده هغو فرمانونو ته چې جاهو (افغانستان) ته وړي وو، ډېر کلک ځواب ورکړى و او ويلى ىې وو چې (که زما ټول خپلوان او عزيزان د ملک شمس الدين خدمت او ماليه ومنى زه المار به يې تر مرګه ونه منم. نه دهېڅ سلطان په وخت کې زما پلرونو او نىکونو د مغولو خدمت منلى او نه يې د کفارو ماليې ته تن ور کړى دى. څو واره طاهر بهادر او سالى نو ين زاغلل خو سره له خپلو سترو لښکرو پېمانه او مړه مړه څټونه بېرته ولاړل. موږ دامنو چې شب تنه غلامان ملک شمس الدين ته ور ولېږو خو که تر دى زيات څه غواړي نو بيا به په توره او ډال فيصله کېږي.) (۸۸)

کله چې د ملک شمس الدين لښکر د تېري کلا ته ور ورسېد، له هرې خوايې حمله پيل کړه. جګړه شپېته ورځى روانه وه. په پاى کې ملک شمس الدين کلا ونىوله. المار ګرفتار او په ملا کې يې دوه ټوټې کړ. دالمار دپنځو سو تنو صاحب منصبانو سترګى يې په سره سيخ ورنه وايستې. له پنځو سو تنو نه يې پښې او لاسونه پرې کړل. دپنځو سو تنو يې غوږونه او پوزې ور پرې کړې او پدې ډول يې د (افغانستان) ديوه بل لوى مشر ، المار مېنه بېخى سپېره کړه.

شعيب افغان ، د (افغانستان) يو بل لوى مشر و چې ملک شمس الدين غوښتل ويې ځپي ، سيفى وايى چې شعيب يو نوميالى او زړور افغان او دسرنا (۸۹) د قوم و. يو زرو پنځه سوه جنګى مېړونه ورته ولاړوو. کله چې ملک شمس الدين په کال ۶۵۱ هجري کې د (افغانستان) په يرغل ور ووت، شعيب کشمير ته واوښت. خو کله چې خبر شو چې ملک مس الدين د خاسک او تېرې کلاوې ونيوې نو بېرته (افغاستان) ته ولاړ.

د ملک شمس الدين يوه لوى مامور، محمد نهى، چې پنځه سوه مېړونه ور سره وو په ګرمسير کې ماليه ټولوله. شعيب ځان ګرمسير ته ورساو او د محمد نهى په مېړونو نيمه شپه ورولوېده. ډېر يې ورنه ووژل او يو شمېر اسونه يې ورنه بوتلل.

کله چې ملک شمس الدين کرت پدې پېښه خبر شو نو د شعيب د ټکولو دپاره (افغاسنتان) ته رون شو، شعيب سمدستى د کهيرا کلاته پناه يووړه، سيفى وايې دا کلا دومره پخه او له دومره شتونه ډکه وه چې (نه په څلور کونجه دنيا کې بله داسى کلا موجوده وه اونه يې پرته د قارون ملعون له ګنج نه بل چېرته د خزانو او ذخيرو سارى و.) (۹۰)

تاج الدين د کال ۶۵۴ هجري دربيع لاول به مياشت کې ځان له دوو زرو سپرو او سالارانو سره د دوکۍ کلا ته ور وساوه. د جنګ نغاره يې وغږوله او خپلې لښکرې يې له کلانه را تاو کړې. سندان هم له اوه سوه مېړونو سره ور وووت او جګړه پيل شوه. جګړه او خونريزي اتلس ورځې روانه وه. په نولسمه ورځ ملک شمس الدين خپله هم له خپل عظيم لښکر سره ور ورسېد. د شمس الدين دلښکر او دسندان د مېړونو تر منځ پنځه ورځى د کلا دوره کۍ کلا وروسوځاوه او دکلا يو برج يې ونيو. سندان خپله هم له دوو سوو مېړونو سره له کلا نه ور وووت او جګړه يې پيل کړه. د شمس الدين يو شمېر عسکري مشران او لويان يې ووژل. هو په پاى کى خپله هم له خپلو مېړونو سره ووژل شو او ددوکى کلا هم ملک شمس الدين ونيوله.

سيفي ليکي چې ددوکى دسيمې يو مير مالداران او غټان ملک شمس الدين ته ورغلل او ورته ويې ويل چې ددوکى له کلانه او يا فرسخه جنوب ته دافغانى غلو يوه ډله ده اودا تخمين دېرش کاله کيږى چې لارې وهى. دوى له ملک شمس الدين نه خواست وکړ چې دغه افغانان چې د کنکان او نهران په نامه يادېږى، وځپى. ملک شمس الدين دوه زره سپاره د ځينو وتلو سالارانو په مشرۍ د کنکان او نهران ټکولو ته ور وليږل.

وروسته له ورځو ورځو جګړو نه له دواړو خواوو پنځه سوه تنه ووژل شول. په پاى کې د ملک شمس الدين د سالارانو ټول پوځ يو وار په کنکان او نهران ورغى. سل تنه يې په جګړه کې ورنه ووژل او نور ټول يې له ټول مال او آل سره ملک شمس الدين ته ور وستل. شمس الدين داوياتنو نه لاسونه وايستل او نور يې د (افغانستان) ىوه مر ، ملک جاول ، ته چې له شمس الدين سره يو ځاى شوى و، وروبښل.

د کنکان او نهران له ځپل کېدلو نه وروسته ،د (افغانستان) دوو لويو مشرانو ، ملک تاج الدين او ملک جاول په ګډه ملک شمس الدين ، د (افغانستان) ديوې بلې کلا ورانولو ته ور وباله . دا کلا د ساجى په نامه يادېده او سيفى ويې چې پدې کلا کې (زروتنو داسې توريالو او زړورو افغانى مېړونو ژوند کاو چې ديزدګرد له وخت نه بيا تر اوسه پورې يې هيڅ پاچا ، ملک او حاکم ته داطاعت سرنه و ټيټ کړى او بې پروايى، توره ، او زړورتيا يې له تصور او عقل نه وتلى وو) . (۹۱)

ملک شمس الدين دا ومنله چې د ساجى په کلايرغل وکړى .خو ده ددې مهم د ترسره کولو دپاره يې له چنګيزي سالار قنقور داى نوىن نه هم دوه زره جنګى مېړونه وغوښتل. څنګه چې دا مېړونه ور ورسېدل د ساجى په کلا ورغى . جګړه يې پيل کړه. او ورځې ډېر کلک جنګ روان و او له دواړو خواوو نه دومره خلک ووژل ول چې سيفى وايى وىنو سيلاوونه روان شول. په پاى کې ملک شمس الدين ځان د کلا وره ته ور ورساوه خو څنګه چې ورله او سپنې نه جوړو نو ژر يې مات نه شو کړى. دوه ورځې هلته پراته وو او په جګړه کې زر تنه نور هم له دواړو خواوو ن ووژل شول. په درې يمه ورځ د کلا خلک دوه ګونده شول او له يوبل سره يې جګړه پيل کړه. غالب ګوند د کلا ور ددښمن د قواوو پرمخ پرانيست. ملک شمس الدىن دکلا خلک څوک ووژل او څوک يې اسير کړل. کلا يې ورانه کړه او ډېر زيات غنايم يې ورسره يووړل.

په کال ۶۵۷ هجري کې ملک شمس الدين بيا مخ په (افغانستان) وخوځېد او داځل يې هدف د (افغانستان) ديوې بلې ډېري سرې اوپخې کلا ، بکر ، نيول و . شمس الدين په ډېره بيړه ځان د کلا سىمې ته ور وساوه اوله کلانه اته فرسخه لرې له خپل پوځ سره دېره شو. له هغه ځاى نه يې خپل پنځه تنه سالاران او وتلى کسان کلاته ور ولېږل او دکلا له مشرانو نه يې وغوښتل چې په خپله خوښ دملک مخې ته ور ووزى. خودکلاوالى دملک شمس الدين استازو ته ډېر سخت ځواب ورکړ او ورته ويې ويل چې که شمس الدين له ځان سره ښه کوي نو بايد چې دده کلاته چپ ونه ګوري.

کله چې شمس الدين ته دبکر دوالى ځواب ور ورسېد، سمدستى يې خپلې لکرې وخوځولې اودبکر د کلاشاوخواته يې واچولې. جګړه پيل شوه اوله دواړو خواوو نه ډېر زيات مېړونه ووژل ول چې په هغوى کې د شمس الدين څو تنه لوى پوځى منصبداران هم شامل وو. جګړه دولس ورځې روانه وه. په ديارلسمه ورځ د کلا ىو شمېر مخور شمس الدين ته ورغلل او ورنه ويې غوښتل چې ددوى خراج ومنى او دکلا محاصره ختمه کړي. شمس الدين دهغو خبره ومنله او جګړه يې بنده کړه.

د کلاوالى لس زره ديناره ، لس خرواره غله، يو مېر عربى اسونه ، پنځوس تنه غلامان او ډېر نور سوغاتونه شمس الدين ته ورکړل ملک مس الدين هم دبکر د کلا مخورو ته سوغاتونه ورکړل او وروسته له څلورو ورځو نه بېرته ولاړ. زمچى اسفزاري وايى چې شمس الدين له دې ځايه زمينداور ته ولاړ او هلته يې د ملک شاهناه زوم، ميراناه ، چې په مستونګ او دخاسک په چوڼۍ باندې د شمس الدين ديرغل به وخت کې تښتېدلى و، ونيو او ويې واژه . خو سيفى بيا د ميرانشاه به باره کې واىى چې هغه له خاسک نه مخامخ سىستان ته ولاړ او هلته بيا د شمس الدين ىوه نوميالى سالار ، محمد نهى ، وواژه.

سيفى ليکى چې يوه ورځ ميرانشاه او دهغه ټولو خپلوانو او عزيزانو په ىوه باغ کې مېله جوړه کړې وه او دسرو شرابو درنګىنو پيالو به شرنګ يې دزړه زنګ لرې کاوه . چې محمد نهى له پنځو سوو مېړونو سره يرغل پرې وکړ . خونړۍ جګړه ونته . خپله ميرانشاه په جګړه کې ووژل شو او زوى يې ، سالار، دمن ګرفتار کړ او وروسته يې هغه هم وواژه.

د ميرانشاه مشر ورور، ملک تاج الدين، چې له ملک شمس الدين سره په تکناباد کې هغه وخت ىو ځاى وى و چې شمس الدين اول ځل په (افغانستان) باندې ديرغل په نيت هلته تللى و، له شمس الدين نه جلا شو . په مستونګ کې يې د شمس الدين حاکم ، غوري سپهسالار ، وواژه او په مستونګ کې يې خپله پاچا يې اعلان کړه. سيفى واىى کله چې ملک تاج الدين قدرت ته ورسېد ډېر ژر يې دافغانى ميړونو ىو لوى پوځ جوړ کړ چې دټولو شمېر يې لس زرو ت رسېده. سيفى دلته دهغې جګړې يادونه هم کوى چې ، ظاهراً ،دترينو قوم دملک شمس الدين له يوه سالار سره کړې ده او ملک شمس الدين هم ورګډ شوى دى.

کله چې دملک شمس الدين ىو لوى سالار دىوه خاص ماموريت په ترڅ کې د مستونګ به حدودو کې دبينى کاو په نامه يوه ځاى ته ور نژدېشو، نو دهرتز ترى [ترين] (۹۲) له قوم سره يې پداسې وخت کې جګړه پيل کړه چې هرمز په خپله خيمه کې له مطربې سره د شرابو پيالې په سر اړولې. خو کله چې د جنګى ميړونو او اسونو ځوږ او دنغارې اوشپېلۍ غږ کړ، د هرمز له غږ سره سم (پوره دوه زره افغانى مېړونه چې دشنو زمرو په څېر حملې او وژلو ته ټک ناست وو، ور ووتل. هرمز لکه دپولادو غر خپل زين کړى اس ته ور پوته شو. هندوستانۍ توره يې راوغورځېد . (۹۳) خو زور يې ونه رسېد او په شاولاړ. پدې وخت کې د مستونګ نوى واکدار، ملک تاج الدين چې بينى کاوته د مغولى واکدار ، نکودر، مخې ته ورغلى و اودهرمز په حال خبر شوى ؤ . دهرمز مرستې ته ور ووت ټوله ورځ جګړه روانه وه هو ددشپي له راتګ سره بنده شوه او هر څوک په خپله مخه ولاړل.

په کال ۶۶۶ هجري کې ملک شمس الدين په تيرايانو يرغل وکړ. سيفى واي چې تيرايان (په لوړو غرونو او ډزرو ګرانو ځايونو کې ميشته وو او نه يې هيڅکله هيڅ پاچا ته باج او خراج ورکړى و اونه يې هيڅ وخت دچا اطاعت منلى و.) (۹۴) ملک شمس الدين پوره دوه نيمې مياشتى ورسره وجنګيدو او په پاى کې تيرايانو خپلې کلاوې دهغه کوټوالانو ته ور تسليم کړې . شمس الدين دتيرايانو څاوري په خپلو عسکرو وويشل او خپله له ډېرو زياتو غنايمو او اسيرانو سره هرات ته ولاړ.

ملک شمس الدين په کال ۶۷۶ هجري کې به تبريز کې مړ شو او پرځاى يې زوى ، کر ملک شمس الدين په تخت کښېناست. دغزنى و هرات دولايتونو ټول واليان ورغلل او دهغه اطاعت يې ومانه، مګر د کندهار حاکم داکار ونه کړ او ځکه نو کشر ملک شمس الدين کلکې جګړې ورسره وکړې.

داوو دهغو مطالب اساسى ټکى چې دسيفى د تاريخنامې په ديارلسو فصلونو کې د (افغانستان)سد حالاتو په اربتاط راغلى او موږ د لوستونکو کار دآسانتيا دپاره دلته په ښايسته مختصر ډول، خو داسې ثبت کړل چې د مفهوم به لحاظ څه کمى پکې رانه ى. پدې مطالبو کې دهغه وخت دپښتنى ټولنې دسياسى او اجتماعى ژوند په باره کې يو شمير ارزښتناکه ټکي راغلي او موږ په شپږم فصل کې ځانته بحث پرې کړى دى. دلته يوازې دومره واىو چې په تري ، بينى کاو، شال، مستونګ ، دوکۍ، کهيرا، ساجى او بکر او د (افغانستان) په نورو برخو کې له پښتنى مشرانو او دکنکان او نهران افغانانو له لويانو سره د ملک شمس الدين اودهغه دپوځى مسرانو او همکارانو د جګړو او نورو مربوط حوادثو تشريحات چې اساسى ټکى يې لږ وړاندې راواخيستل شوى، په اومه هجري پېړۍ کې به يوه پراخه ساحه کې دپښتنو دهستو ګنې ښکارندوى دي او داهم ښيى چې په شپږمه او اومه هجري پېړۍ کې يوه ښايسته لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده.

په تاريخنامه کې ىو شمېر متفرقې يادونې هم دسيفى دوخت په (افغانستان) او ږر څېرمه سيمو کې دپښتنو په ارتباط راغلي دي.

کله چې مشر ملک شمس الدين کرت په کال ۶۴۸ هجري کې له هرات نه د مستونګ دلاندې کولو په نيت خوځيرى، په لاره کې له سيستان، فراه ، اسفزار او غور نه دنورو تر څنګه ډېر پښتانه جنګى مېړونه هم ټولوي او کله چې تکناباد ته رسېږي، هلته يې په لښکر کې ديښتنى جنګى مېړونو شمېر دومره زيات دى چې ملک شمس الدين بېخى خاص قوماندان ورته ټاکى او هغه د (افغانستان) يو لوى مشر ملک تاج الدين دى چې همدلته په تکناباد کې له ملک مس الدين سره ملګرى شو. (۹۵)

کله چې چنګېزي شهزاده يسور له تکناباد نه دسيستان د يرغل په نيت خوځيږى، هغه هم له دې سيمې نه ډېر زيات جنګى مېړونه راټولوى او د تاريخنامې له متن نه داسې ښکاري چې په هغو کې پښتانه هم شامل دي، ځکه کله چې يسور له دغه يرغل نه بېرته راګرځى او څو ورځي ړ خوښۍ جشنونه جووړوي، پښتنو مشرانو او لويانو ته بېخى خاصه توجع کوي و ډېر يې غټوي.

د کندهار دتېري په سيمه کې چې تر اوسه هم په همدې نامه يادېږى، ددغه ځاى ديوه لوى مشر ، المار افغان او دملک شمس الدين کرت د ضواوو تر منځ جګړې او نور تذکرات. چه تفصيل يې لږ وړاندې راغى ، ددې ښکارندوى دي، چې کندهار له ډېر پخوانه دپښتنو ټاټوبى دى.

دسيفى پر تاريخنامې علاوه، يو شمېر نور آثار هم ، ددې خبرې مؤيد دي چې د کندهار په ولايت او حدودو کې له ډېر پخوانه پښتانه آباد دي.

په روضات الجنات کې (تأليف : ۸۹۹-۸۹۷ هجري ) کندهار دپښنو ټاټوبى بلل شوى و پکې راغلى چې ددغه ولايت اوسېدونکي افغانان هست دي. (۹۶) بيا ليکى چې (دکندهار دولايت اوسېدونکى افغانان دي او له دې ځايه مريان هرات ته بيول کېږي) (۹۷)

عبدالرزاق سمر قندى هم په مطلع السعدين کې (تآليف : ۸۷۵-۸۷۲ هجري) دکندهار په سيمه کې پښتانه خپاره ګڼى او ليکى:

(خبر راغى چې د قندهار ملک سيفل زوى ا ملک محمد......يو بل سره جګړې کوي...او يو شمير افغانان غلو په ګرمسېر او د قندهار په شاوخواکې ان د سند دسيند تر غاړې پورې خلک په فغان زاوستي دي.) (۹۸) سمر قندى يو بل ځاى دآل مظفر دواکدارۍ دوخت د پېښو په لړ کې ليکى چې شاه شجاع وروسته د کرمان له مهماتو نه د ګرمسېر افغانانو ه متوجه شو او (څرنګه چې د ګرمسير ولايت ډېر آباد و، پادشاه حکم وکړ چې بايد افغانان منظمه ماليه ور کړي، که نه وي نو هر کال به زر مېړونه يرغل پرې کوى. افغانانو د څه تخفيف غوښتنه وکړه، مګرونه منل شوه او داسې فيصله وشوه چې بايد هر کال د خراج بهه ډول ماليه ور کړي (۹۹)

په راتلونکي فصل کې به وګورو چې په تذکرةالابرار والاشرار، رياض المحبت او خلاصة الانساب کې هم کندهار له ډېر پخوانه د پښتنو ټاټوبى ګڼل شوى دى.

تواريخ حافظ رحمت خانى هم دا خبره تائيدوي او ليکى چې (ملک تاج الدين ستر مېړه او دبرم خاوند و. کله چې خشى قومونه يعنى يوسفزى ګګياڼى او ترکاڼى د قندهار په سيمو کې د ګاړې ، د نشکى، ډوک او ډاګ په سيمو کې اوسېدل ټول د هغه تر فرمان لاندې او باتع وو.) (۱۰۰) په تواريخ کې نور داسې مطالب هم راغلي چې کندهار له پخوانه د پښتنو ټاټوبى بولي.

ځينو مؤرخينو دافغانستان په شمالى سيمو په تېره بيا دبلخ په شاوخوا کې ، د ځينو پيښو دپيان په ضمن کې هم دپښتنو يادونه کړې ده.

عبدالجبار عتبى (مرګ : ۴۲۷ هجري) وايى چې سلطان محمود دا يلک خان له قواوو سره د مقابلې دپاره د نورو تر څنګه افغانى جنګى مېړونه هم راټول کړل . دى ليکى:

( ايلک خان له پنځوس زره مېړونو سره له جيحون (آمو) نه تېر شو.... او دراتګ خبر يې په طخيرستان (تخارستان) کې سلطان (محمود) ته ور ورسېد. (هغه) سمدستى ولېږدېد او بلخ ته ولاړ چې ددوى طمع له هغو نواحيو نه وشکوي او د څوري او وښو لار پرې وتړل شى ، او دجګړې بندوبست يې وکړ او دترک او خلج او هند او افغانى د قومونو او د غزله طايفې نه يې ډېر لښکر راټول کړ او دبلخ په څلور فرسنګي کې د مرخيال په پله.....پياده و) (۱۰۱)

دا پېښه ابن اثير هم په کامل کې ثبت کړې (۱۰۲) او وروسته رشيد الدىن به جامع التواريخ کې داسي ليکلې ده.

سلطان محمود له تخارسان نه (سمدستى روان شو او بلخ ته ولاړ... او د ترک او خلج او هندو او افغانى قومونه او دا غوز مېړونه يې ډير زيات را ټول کړل.) او جنګ ته ور وووت. (۱۰۳)

جو ينى هم کله چې په کال ۶۵۸ کې دمروې په يوه پېښه غږيږي، هلته د هغو افغانانو يادونه کوي چې مغولى جرنيلانو ، ظاهراً ، له شاوخوا سيمو نه راټول کړي دي. جوينى لىکي:

(....د تالقانو له حدودو نه قراچه نوين دهغه ځرى شو او له يو زر سپرو او پياده وو سره ناڅا په مروې ته راغى او بيا يې په زخمونو مالګه و دوړوله او هر څوک چې په لاس ورغى ويې واژه.....او په هغه پسي قونثو نوين له سل زره خلکو سره را ورسېد او عذابونه او شکنجې يې پيل کړې او غزنوي خلجيانو او افغانيانو چې مخې ته يې اچولى وو، داسې نا دودې پيل کړې چې سارى يې چا نه وليدلى (۱۰۴) ځينو ته به يې اور اچاو او ځينې به يې په نورو شکنجو وژل...) (۱۰۵)

کومې يادونې چې تر دې ځايه وشوې ، اکثره د سند دسيند د غربى پلو د پښتنو په باره کې وې. خو په پخوانو لىکل شوو اسنادو کې له ډېر قديم نه دهغو پښتنو ىادنې هم وې دى چې د پښتونخوا په امتداد له اباسيند نه پورې غاړه پراته دي.

پښتانه په سند کې :

محمد قاسم فرشته وايى چې يخ حميد لودي ان د غزنويانو د سلطنت له تأسيس نه پخوا لا په ملتان کې والى و او ددغو سيمو افغانان يې په پوځى چوڼيو کې ددې دپاره ځاى پر ځاى کړل چې په لمغان او ملتان باندې د تېريو او يرغلونو مخه ونيسى. فرشته وايې له همدې امله ( د سبکتګىن پاليسى داوه چې ، هر څنګه کيږي ، د شيخ حميد په سيمو باندې له يرغلونو ځان وژغوري .) (۱۰۶)

يو بل معتبر او پخوانى اثر چې د اباسيند په غربى سيمو په تېره بيا په ملتان او دهغه ځاى په شاوخوا سيمو کې د څورلسمې ميلادى پېړۍ په او له نيمايى کې د پتنو يادونې کووي او په حالاتو يې يو څه رڼا اچوي ، هغه د ابن بطوطه سفرنامه ده. بطوطه وايى:

(شاه افغان د سند د ملتان په ولايت کې ياغى شو او دهغه ښار امير يې چې بهزاد نومېده وواژه. څرنګه چې هغه [محمد اه تغلق] له اه افغان سره د جګړې دپاره عسکرو د تياري امر وکړ او څنګه چې (شاه افغان) ته معلومه وه چې مقاومت نه شى کولى نو خپلو اقوامو ته چې په لوړو غرونو کې اوسېږي ، ورغى. سلطان دې خبرې ډېر زيات په غوسه کړ او امر يې وکړ چې دهغه په قلمرو کې دې ټول افغانان ونيول ى. دا امر د قاضى جلال د مخالفت سبب و. قاضى جلال له افغانانو سره د کنبايې (کمبې) او بلوزرې ښار ته نژدې ميشت و. سلطان چې افغانانو د قلع و قمع فرمان صادر کړ، ملک مقبل ته يې هم ىو ليک واتاو. په ليک کې ملک مقبل ه چې د جزرات (ګجرات) او نهر واله په سيمو کې وزيرو ، هدايت ورکړل شو چې قاضى جلال او دهغه اطرافيان په يوه بهانه ونيسى..قاضى جلال د پاچاهى دعوه وکړه او د سلطان عسکرو ته يې ماته ور کړه. ددولت آباد افغانانو هم بغاوت وکړ. سلطان خپل نايب ، نظام الدين ته امر وکړ چې د ملک مل زوى او ددولت آباد نور افغانان ونيسى...خو خبره بل راز شوه...افغانانو په نظام الدين او دهغه په مېړونو حمله وکړه ، ډير يې ورنه ووژل او خپله نظام الدين يې ونيو. بيا ښار ته ننوتل خزانې يې ونيولې او دملک مل زوى يې د خپل واکدار په حيث وټاکه...کله چې د کنبايې او دولت آباد دپېښو خبر سلطان ته ور ورسېد،.....خپل زوم اعظم ملک بايزيد يې له څلور زره جنګى مېړونو سره جنګ ته ولېږه. [خو] دقاضى جلال لښکر ماته وکړه...سلطان [محمد شاه تغلق] خپله له لښکر سره ور ورسېد. قاضى جلال ټينګارونه و کړى اوله ىو شمېر مېړونو سره وتښتيد....[او] په دولت آباد کى دملک مل زوى ناصر الدين سره يو ځاى شو. سلېان پخپله له لشکر سره پسې ورغى...[ياغيانو] ماته وکړه. دملک مل زوى او قاضى جلال...ددويقير کلاته بناه ىووړه. (۱۰۷)

ابن بطوطه وروسته دولت آباد ته ځى. هلته دښار دبېلو بېلو برخو د معرفي په لړکې ددوىقير په کلا هم غږيږى او بيا د ملک مل د زوى او قاضى جلال ىادونه کوي او ديوه حکايت په ضمن کې خپله دملک مل او يوه بل پښتانه ، چې ددوىقير په کلا کې ورسره بندى و، نومونه اخلى او ليکى چې (ملک خطاب افغانى ماته حکايت وکړ چې ىو وختى ددغې کلا [ىعنى دويقير] په کوهى کې چې دمږو دکوهى به نامه ىادىږى بندي وم. ده ويل هره په به مږى راتلې چې ومې خوري او ما به مجادله ورسره کوله. [ په پاى کې سلطان] له کوهى نه راو ايستم او ددې خبرې دليل داو چې ملک مل [افغان] زما خواته يوهکوهى کې بندى و ودهغه ګوتې او سترګې مږو وخوړې او مړ شو. (۱۰۸)

ضياءالدين برنى هم په تاريخ فيروز شاهى کې (تأليف : ۱۳۵۷م) د سلطان محمد تغلق د پېښو دبيان په ضمن کې د ملتان ، دولت آباد او ګجرات دپښتنو يادونې کړې دي. دا يادونې د تاريخ فېروز اهى په ۱۸۲-۱۸۳ او ځينو نورو مخونو کې راغلى دي.

داوو هغه اسناد او مدارک چې خپله په پښتونخوا او دپښتونخوا په امتداد پرتو سيمو کې دپښتنو د حضور او سکونت يادونې پکې شوې او موږ دلته ، کلاً يا قسماً، راواخيستې . باور دى چې به ليکل شوو اسنادو کې به پدې اوږده موده کې دپښتنو به باره کې نورې ىادونې هم شوې وي. خو موږ ته به متونو کې ديو څه کر واړو به ضمن کې فقط همدا مخې ته راغلې وې او ګرانو لوستونکو ته مووړاندې کړې : (څه چې تيار هغه ديار ).

خو بايد وويل شى چې به پښتونخوا کې دپښتنو دسکونت تر څنګه يوه بله خبره هم داسې يوه بحث ته ضروروت لري چې په زړو متونو بنا شوې وي او هغه له يوې سىمې نه بلې ته دپښتنو دپخوانو مهاجرتونو مسأله ده او زموږ ددې ليکنې دابل فصل په همدې باره کې دى.

د څلورم فصل ياد داشتونه:

۱ ) البته پښتانه له ډېر پخوانه هندوستان ته هم لېږدېدلي او هلته يې لوى او واړه حکومتونه جوړ کړى دي او په ايران کې يې هم ىو څه موده واکداري کړې ده. خو څرنګه چې موږ دلته هغه يادونې را اخلو چې خپله دپشتنو په ملک اوله هغه سره څنګ په څنګ او نښتو سىمو کې دپشتنو په باره کې شوې دي، نوله دې امله هندوستان يا ايران ته وړاندې نه ور تېرېږو.

۲ ) د سول له نامه او موقعيت نه داسې اټکل کېدلى شى چې دا به دا اوسني شم دسيمې يوه آبادي وي. شمل دپشکتيا يوه اوږده دره ده چې د څټې کنډو او ملکى تر منځ پرته ده او اوسېدونکي يې ځدراڼ دي. کوم سىند چې پدي دره تير وى هغه هم دشمل په نامه ياديږي.

۳ ) حدودالعالم من المشرق الى المغرب ، مخ ۳۷۲.

۵ ) رشيد الدين، فضل الله ، جامع التواريخ ، ټوک۲، جز۴، مخ۹ .۲ د حمد الله تاريخ ګزيده ، مخ ۳۹۴ ، ابن اثير، کامل ، ټوک ۱۶، مخ ۳۰۸.

۶ ) ابن اثير ، کامل، ټوک ۱۶ ، مخ ۲۹.

۷ ) بلخى ، عنصرى ، دېوان ، مخ ۳۰۸.

۸ ) طوسى، اسدى چې دابيت يې د کهبر د کلمې په باره کې د شاهد به توګه را اخيستى دى، وايى چې کهبر په هندوستان کې ديوه ولايت نوم دى. لغت فرس ، مخ ۱۶۱، برهان قاطع هم کهبر د هند يو ولايت بولى . برهان قاطع ،ټوک ۲، مخ ۱۷۴۵.

۹ ) سلمان ، مسعود سعد ، دېوان ، مخ ۴۱۸.

۱۰ ) همدا اثر، مخ ۱۷۵.

۱۱ ) همدا اثر، ديباچه، مخ ۲.

۱۲ ) دا کلمه په کامل کې اوغنان لىکل وې ده. خو يقيناً دا کوم ناسخ املايي سهوه ده.

۱۳ ) ابن اثير، کامل، ټوک ۱۸ مخ ۱۷۹.

۱۴ ) د کړمان دره چې له شمال ختيځ نه دجنوب لويديځ په لور اوږده پرته ده، تخمين نهه کروه اوږدوالى لري.په شمال کې په سپين غره لګېږي. کوم سيند چې له دې درې نه راوزى له هغه سيند سره يو ځاى کېږى چې له زيران درې نه راوزي او بيا داوزى خېل (دادځاځيو يوه پښه ده) له کليو نه درې کروه لرې د کرمې په سيندور ګډيږي. (راورټى ، د افغانستان او بلوچستان ديوې برخې په باره کې ياد داشتونه ، مخ ۸۲).

۱۵ ) ابن اثير، کامل ، ټوک ۲۰، مخ ۲۱۶.

۱۶ ) فرشته، محمد قاسم ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۷.

۱۷ ) همدا اثر، مخ ۸۶.

۱۸ ) دا په ډېر غالب ګومان هغه دره ده چې دزيران په نامه ياده شوې ده. دا دره له سپين غره نه مخ په جنوب لويديځ امتداد لري او اوږدوالى يې پنځه کروه دى. يو کوچنى سيند چې له سپين غره نه راکوزېږي پکې تېر شوى او په پاى کې د کړمان له سيند سره يوځاى شوى دى. ددې درې اوسېدونکى توري دي. خو يو څه ا؟؟ن کار هم پکې شته .( راورټى، همدا وړاندې ياد شوى اثر، مخ ۲۸).

۱۹ ) فرشته ، تاريخ فرشته، مخ ۱۰۵

۲۰ ) دا ځاى په بابرنامه کې هم بيا بيا ياد شوى او دکرماش په بڼه لىکل شوى دى.

۲۱ ) ابن بطوطه ، سفرنامه ، ټوک۱، مخ ۴۴۶-۴۴۷ .

۲۲ ) کوم مطالب چې ما دلته را اخيستى هغه د ظفرنامې په دوهم ټوک کې له مخ ۳۴ نه تر مخ ۴۱ پورې او دهمدې ټوک له مخ ۱۳۴ نه تر ۱۳۷ پورې راغلي دي.

۲۳ ) ماته پدې نامه د پښتنو دهيځ قوم او قبيلې څرک ونه لګيده.

۲۴ ) په ظفرنامه کې دانوم ارياب ليکى شوى او مطلب يې يقيناً همدا نننۍ د ځاځيو اريوب دره ده چې راورټي يې هم ايرياب ليکى او داسې يې معرفى کوى:

دارياب دره پېواړ غرب ته شمالاً او جنوباً پرته اوشل کروه اوږده ده. اواره ځمکه يې کمه ده خو ډېره مثمره دره ده. اوسېدونکى يې ځاځى دى. ( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ ۸۱).

۲۵ ) شلو زان يا شنوزان د پېواړ شرق ته يوه لويه دره ده چې شمالاً او جنوباً پرته او ، اوه کروه اوږده ده. دا دره په شمال کې له سپين غره سره يو ځاى کېږي. يو کوچنى سيند هم ورنه راوزي او دپېواړ له سيند سره يو ځاى کېږي. اوسيدونکى يې توري دي، هو يو څه او انکار او هغه جټان هم پکې اوسيږي چې اصلى قبېله يې په پنجاب کې پرته ده .( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ ۸۱)

۲۶ ) دا ځاى چې په ظفرنامه کې بانو لىکل شوى همدا ننى بنو دى.

۲۷ ) د بيرونى په يوه رساله، الجواهر ، کې چې په تخمين ۱۰۴۰ ميلادي کې ليکل شوې ده، د ( تغر ) په نامه ىو ځاى ياد شوى او موقعيت يې د پښتنو به سيمه کې ښودل وى دى. بېرونى ليکى چې يو ډول سره زر دافغانانو په تغر کې پيدا کېږى . (بيرونى ، الجواهر ، مخ ۲۳۳) .

کېدى شى چې د بيرونى (تغر) همدغه د ظفرنامې او بابر نامې د نغر سيمه وي. ښايى دالجواهر کوم ناسخ د نغر د کلمې اولې برخې ته ، سهواً ، ديوه ټکى پر ځاى دوه ټکى ايښى وي او له نغر نه يې تغر جوړ کړى وي. که خبره داسې وي ، نو نغر به پوره زوړ نوم وي.

۲۸ ) دا کلمه به ظفرنامه کې پنيان لىکل شوې اصل يې يقيناً پؤيان دى. پړيان د حمکنو ىوه پښه ده او ار اوسه هم دهمدې سيمې په شاوخوا کې پراته دي. څرنګه چې به فارسى کې (ړ) نشته نو مؤلف د (ړ) پز ځاى (ر) او (ن) ليکلى دى. په پېښور کې تر اوسه هم کله (ڼ) د (نړ) په شکل ليکل کيږى.

۲۹ ) دا کلمه په بېخى غالب ګومان کر لاڼي ده. خو په ظفرنامه کې کلانى او په بابر نامه کې کرانى ليکل وې ده او ددې خبرې دليل دادى چې (ڼ) نه دظفرنامى په ژبه کې ته او نه د بابر نامى په ژبه کې او ځکه نو په (ر) او (ل) چې (ڼ) ته ډير نږدې غږونه دي ښودل شوي دي.

۳۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۸.

۳۱ ) د تاريخ ګردېزى محشى ، عبدالحى حبيبى، دا ځاى د چار کارو اوسنى هوپيان بولى . تاريخ ګردېزي، مخ ۴۳۸.

۳۲ ) ګردېزي ، عبدالحى بن ۍحاک ، تاريخ ګردېزى ، مخ ۴۳۸.

۳۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵.

۳۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۵.

۳۵ ) همدا اثر، مخ ۴۲.

۳۶ ) ډورن ، برنارد، دافغانانو تاريخ ، يادداشتونه ، مخ ۷۶.

۳۷ ) نسوى ، شهاب الدين محمد ، سيرت جلال الدين منکبرنى ، مخ ۹۱.

۳۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق، مطيع السعدين ، مخ ۲۳.

۳۹ ) بيهقى ، خواجه ابوالفضل ، تاريخ بيهقى ، مخ ۲۵۶.

۴۰ ) همدا اثر ، مخ ۲۶۰.

۴۱ ) همدا ، اثر، مخ ۲۷۱

۴۲ ) همدا اثر، مخ ۴۲۵.

۴۳ ) همدا اثر ، مخ۴۹۹ .

۴۴ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶.

۴۵ ) هروى ، نعمت الله ، مخزن افغانى ، ټوک ۱، مخونه ۱۱۶-۱۱۹

۴۶ ) ډورن ، د افغانانو تاريخ ،ياداشتونه ، مخ ۷۹ .

۴۷ ) بکران، محمد ، جهان نامه ، مخ ۷۳.

۴۸ ) ګانکوفسکى ، د پاکستان خلک ، مخ ۱۳۰.

۴۹ ) ابن بطوطه ، سفرنامه، ټوک ۱ ، مخ ۴۴۶.

۵۰ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ.

۵۱ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ. ۵۲ ) معظم اه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵.

۵۳ ) همدا اثر ، مخ ۷.

۵۴ ) همدا اثر ، مخ ۸-۹.

۵۵ ) همدا اثر ، مخ ۳۶.

۵۶ ) حدود العالم ، مخ ۳۷۹.

۵۷ ) همدا همدا مخ.

۵۸ ) همدا اثر، مخ ۳۶۵ .

۵۹ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، مخ ۳۳.

۶۰ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ ، مخ ۱۰۲.

۶۱ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ ، مخ ۱۶.

۶۲ ) فرشته ، محمد قاسم ، تاريخ فرشته مخ ۴۳. ۶۳ ) مير خواند، روضة الصفا ، ټوک ۴ ، مخ ۹۲.

۶۴ ) بيرونى ، د هند تاريخ ، ټوک۱ ، مخ ۱۹۹.

۶۵ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، مخ ۲۰۸.

۶۵ ) په پخوانو آثارو کې د (دهک) کلمه دىوه ځاى دنامه به حيث بيا بيا راغلې ده او داسې ښکاري جې پدې آثارو کې بېل بېل ځاىونه ددهک به نامه ىاد شوى دي. خو کوم ځاى چې د غزنويانو د عصر ځينې مؤلفين او شاعران لکه عبدالحى ګردېزى او مسعود سعد سلمان ددهک په نامه ىادوى دهغه موقعيت غزنى ته نژدې ښکاري. اوس د غزنى او زرملې تر منځ ىو ځاى ددهک په نامه يادېږى خو سړى په کامل يقين نه شى ويلى چې دا به هغه د ګردېزي او مسعود سعد دهک وى.

خو کوم ځاى ته چې بېرونى دهک واىى هغه دالصيدنې د ناشر او محشى ، زکى وليدى توغان ، په عقيده دافغانستان نننۍ ډکه ده چې دننګرهار دولايت په نهايى شرقى برخه کې د خيبر دلويې لارې په سر پرته ده.

۶۷ ) بيرونى ، صيدنه، انګريزى ترجمه ، مخ ۲۴.

۶۸ ) د صيدنې انګريزى مترجم دا کلمه (افغانستان) ليکلې ده خو په اکثرو عربى نسخو کې (جبال الافغانيه) راغلې ده او صحيح شکل يې هم همدا وروستى ښکاري.

۶۹ ) بيرونى ، صيدنه انګريزى ترجمه ،مخ ۱۷۳.

۷۰ ) بيرونى ، الجواهر ، مخ ۹۲.

۷۱ ) پدې نسخه کې دا کلمه جبال الافاعنيه لىکل شوې ده خو د البيرونى او نورو له ليکنو او دنخبةالدهر د بحث له قرينې او په عين عبارت کې له نورو يادو وو نومونو نه څرګندىږى چې اصل يې جبال الافغانيه ده.

۷۲ ) د مشقى ، نخبةالدهر ، مخ ۲۰.

۷۳ ) رونى ، ديوان ، مقدمه ، مخ څلور.

۷۴ ) همدا اثر ، مخ۱.

۷۵ ) بېرونى ، صفت المعموره، مخ ۳۰.

۷۶ ) بېرونى ، دهند تاريخ ،ټوک ۱ ، مخ ۲۰۶.

۷۷ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۲۵۹.

۷۸ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۳۱۷.

۷۹ ) منهاج الدين ، طبقات ناصرى ، دراورټى انګريزى تر جمه ، ټوک ۱ مخ ۷۶.

۸۰ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۴۱۰.

۸۱ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶.

۸۲ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۰.

۸۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۳۰.

۸۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۳.

۸۵ ) همدا اثر ، مخ ۵۶.

۸۶ ) دا داستان د شاهنامې له مخ ۵۳۸ نه تر مخ ۵۴۴ پورې راغلى دى.

۸۷ ) فردوسى ، شاهنامه ، مخ ۵۳۸.

۸۸ ) هروى ، سيفى ،تاريخنامه ، مخ ۲۵۰ .

۸۹ ) دا نوم به په غالب ګومان سوري وي..

۹۰ ) هروى ، سيفى ، تاريخنامه ، مخ ۲۱۰.

۹۱ ) همدا اثر ، مخ ۲۲۴.

۹۲ ) دا کلمه چې په تاريخنامه کې (ترى) لىکل شوې ده،په اصل کې ، په بېخى غالب ګومان (ترين ) ده ځکه کومه سيمه چې پدې ځاى کې سيفى پرې غږيږي ، هغه له ډير بخوانه د ترىنو ټاټوبى دى. لکه څنګه چې موږ ددې لىکنى ددرې ىم فصل به پاى کې په (ضرورى يادونه) کې او همدغه راز په شپږم فصل کې خبرى پرې کړي دي، د ترينو د قوم نوم د پښتنو دبل هر قوم له نامه نه پخوا به اسلامى آثارو کې راغلى دى .

۹۳ ) هروى ، سيفى ، مخ ۲۷۱.

۹۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۰۲.

۹۵ ) همدا اثر ، مخ ۲۰۰.

۹۶ ) چاسفزارى زمچى ، روضات الجنات ، ټوک ۱ ، مخ ۳۴۱.

۹۷ ) همدا اثر ، مخ ۱۱۲.

۹۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق ، مطلع السعد ين ، دوهم ټوک لومړى جزء ، مخ ۳۵۶.

۹۹ ) همدا اثر ، دکابل دانجمن فلمى نسخه ، مخ ۲۴۱.

۱۰۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۲۶.

۱۰۱ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، د جرفادقانى ترجمه ، مخ ۲۸۵.

۱۰۲ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ مخ ۳۰۱.

۱۰۳ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ مخ ۱۵۱-۱۵۲.

۱۰۴ ) پدې عباراتو زما سرښه خلاص نه و او ښايى چې پښتو ترجمه يې بيخى صحيح نه وى.

۱۰۵ ) جو ينى ، علاءالدين ، تاريخ جهانکشاى ،مخ ۱۳۲.

۱۰۶ ) فرشته ، تاريخفرشته ، د برګز انګريزى ترجمه ، ټوک،۱ ،مخ ۶.

۱۰۷ ) ابن ، بطوطته ، ټوک۱، مخونه ۵۷۵-۵۷۸.

۱۰۸ ) همدا اثر همدا ټوک ، مخ ۶۳۳



.