د ژبو مړينه 2

د ژبو مړينه

میشته شي نو کوچنیان به یې خپله مورنی ژبه هلته په ښوونځیو کې لا پیاوړی کوی او هم به خپل کور کې په ګریږي. ستر ناورین خو هغه وخت پیل کیږي که چیرې کلیوالی او هیوادنیَ ژبه په ښاروکې د نورو پردیو او یا ګاونډیو ژبو تر اغیزې لاندې راغلي وي او يا د هیواد اصلي ژبه د سیالیو،تر بګنیو او یا سیاسي او اقتصادي ګټو په وجه دې ته اړ شوي وي چې د ویلو او زده کړې لارې ته یې پیچلي خنډونه ایښودل شوي وي او د پراختیا مخ یې د ژبنی توپیر له کبله په تپه دریدلي وي. هغه وګړي چې په غټو ښاروکې خپله مورنی او هیوادنی ژبه نه شي پکارولی او هم پوهنیزه زده کړه په نشی کولای نو هلته په پاتې کیدو سره او د ښار پردی ژبې په زده کولو سره او د خولخانې په جوړولو او میشته کولو سره نه یوازې خپله پردی شي خو کوچنیان به یې هم د ښاري ژبې او کلتور تر اغیزې لاندې د کلي او مورنی ژبې په ځای به پردې ژبه د ځان وګرځوي او خپله اصلي ژبه به یې په هیره شي. اوس به وا مسله څیرو: که دا لړۍ همداسې رونه وي، ژني او وزګار خلک ښارو ته ولارشي خو په کلیو کې تش زاړه وګړي به پاتې وي او داسې نو د ژبې اصلي مړکیدلو په یوه علت وپوهیدو او د ملګرو هیوادو نړیوالې موسسې سره به زمونږ اند ورنږدې شوی وي چې یوه ژبه خو مړی لکه چې د ځنګل وهلو سره د ځنګل اوسیدونکی هم مړه او ورک کیږي. نو په هر څه چې د ژوند کړی او ځای تنګیږي البته د نابودی په ډنډ کې ډوب کیږي. د وګړو او اوس دنده ده چې د رنځور غاړې ژبې درملنې(علاج) د پاره پوه، روڼ انده، ارت انده خلکو په مرسته په دولت، خکومت کې د ژبې پرمختګ او ساتنې لارې چارې وسنجوي او داسې نو د کامي سپین زیرو، مخورو میندو او خویندو او د ټول اوس ملي او ایماني دنده ده چې په ګډه مالي او معنوی وس سره رنځمنه ژبه د پردې کیدو څخه وژغوړي او د پکارولو لپاره یې په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې څخه نیولې تر دولتي او غیر دولتي په دوترو کې لیارو او واټو اوهمداسې د هټــیو او حکومتی ځایو په نومولو کې او رسمي پوښتنپاڼو او داسې نو د لوحو په لیکلو سره د پردې ژبې او اغیزې څخه یې وساتي. د کمونستانو کودتا او د روسي یرغلګرو په راتګ سره افغانستان څخه په ملیونو وګړي ګاوندي هیوادو ته او په تېره بیا اروپایي هیوادو او امریکا ته مهاجر شوي دي. ډېره کې ددې افغانانو باندیني هیوادو کې دې ته اړ دي چې د هغه ځای ژبه زده کړی تر څو چې خپل او د کورنی ورځني ژوندانه کړه وړه په ښه شان سره سمبال کړي، او هم کوچنیان یې د زده کړې په وجه د میشته هیواد ژبې زده کولو ته اړ دي. مهاجر افغانان په باندنیو هیوادو کې دا مسولیت هم لري تر څوچې خپل سپیڅلی اسلام دین، ژبه او کلتور د پاملرنی څخه ونه غورځوي او هڅې یې دا وي چې خپل کوچنیان او د خولخانې غړي دي ته وهڅوي چې د هیواد ملي ژبې ته یې په پاملرنې سره خپله ایماني دنده پر ځای کړي او په داسې ویاړکې ډوب نشی چې ګوندي کوچنیان یې په اردو، انګریزی، المانی او ایرانی او داسې نورو ژبو روان غږیږی خو د خپلی مورنې ژبې څوتکي به هم خیال کې نلري. که مونږ د خپلی ژبې دا مړکندۍ بهیر په تپه دروؤ او زیار مو دا وي چې د افغانستان اولس ډېره کیو ژبه پښتو د نړی په ګوټ ګوټ کې او هر چیرې چې یو د ورکیدو ناورین څخه ژغورو نو راتلونکي مهال کې به نه مونږ او نه زمونږ راتلونکی نسل به د ژبې د غمجنی مړینی د ژرا اوښکي توی کړي: ولې چې زمونږ بچیانو به زده وی، لیک او لوست به په کوي په ښوونځیو او پوهنځیو کې به د زده کړی پوهینزه ژبه وي چې داسي وي نو بیا به ولې پښتو ومړي !

حضرت محمد(ص) فرمایلي دي! حب الوطن من الایمان) هیواد سره مینه د ایمان جز دﺉ نو په هیواد کې ژبه او کلتور هم د هیواد او کام سره پیسیلی مرغلړې وي چې باید وپالل شي .