د فاطیمون راتګ افغانستان ته

د فاطیمون

د فاطیمون راتګ افغانستان ته او په عام وګړو د علیپور او شجاعي ظلمو ته په کتو بلخوا د ځینو هزاره ګانو لخوا پښتنو ته ګواښ او کنځلې کول او له دغو ټولو وحشتو څخه د خلیلی, دانش, محقق او مراد علي مراد دفاع کول ما ته یو ځل بیا د هزاره او د اعلیحضرت ظاهر شاه هغه پخوانې کیسه را یاده کړه;

د اعلیحضرت ټولواک محمد ظاهرشاه د سلطنت په وروستۍ لسیزه کې د مشروطیت, دموکراسۍ, ملي مشارکت, د مطبوعاتو ازادي او نور غیر درباري تغیرات رامینځ ته شول چې په دې وخت کې د اعلیحضرت لمړی وزیر د شاه حضور ته ورغی او ورته یې وویل: " جناب پاچا صاحب مونږ د دموکراسۍ تر نامه د ملي مشارکت پالیسي غوره کړي ده خو په خواشینۍ سره چې په ملي اردو کې د هزاره له توکم څخه یو منصبدار هم نشته که اجازه وي زه به یو څو هزاره ګان اردو ته راولم یا جزب کړم". اعلیحضرت ورته وویل سمه ده خو لمړی ورشه یو هزاره او یو پښتون چې غواړي صاحب منصبان شي له خپلو پلارو سره راوله. صدراعظم یا لمړي وزیر دا کار وکړ هزاره او پښتون یې له پلارو سره حضور ته حاضر کړل. اعلیحضرت لمړی هزاره ځوان ته وویل: زویه غواړي صاحب منصب شي؟ هزاره ورته وویل: " هو عالي جناب پاچا صاحب". پاچا ورته وویل ښه اوس به د ازمیښت کړو, تیارسید ودریږه او ووهه پلار د یوه څاپیړه. هزاره ځوان چې غوښتل یې ځان ډیر قوي او جدي ښکاره کړي داسې کلکه او درنده څاپیړه خپل پلار وواهه چې پلار کمبخت یې پر مځکه وولیده. بیا پاچا پښتون ته مخ ورواړاوه او ورته یې وویل: "تیارسید شه او ووهه پلار د یوه څاپیړه". پښتون ځانسره مسککی یا په خنداه شو او پاچا ته یې وویل: "جناب اعلیحضرت صاحب ته خو ماته صاحب منصبي راکوی چې خپله دا ټوله پاچاهي هم راکړې والله که خپل پلار ته پورته هم وګورم". په دغه وخت کې پاچا خپل صدراعظم ته کړل; اوس پوه شوې چې ولې په اردو یا پوځ کې هزاره نشته؟ دا خلک د څوکۍ او پیسو پر وړاندې د خپل سپین ږیري پلار عزت او درناوي نکوي بیا دوی د هیواد له ناموس, عزت او خاورې څخه څنګه دفاع وکړي ؟ لمړي وزیر له پاچا څخه ډیره معافي وغوښتله او وویل; جناب اعلیحضرت بلکل تاسې ښه پوهیږۍ او ښه پریکړه مو کړې ده.

ملګرو اوس له علیپور او شجایی یا هغه بهر میشت هزاره ګانو او د دوی له مشرانو څخه کومه ګیله نه ده پکار ځکه دوی له ذاته کم اصله او نمک حرامه خلک دی. د بیلګې په توکه دغه نسل شاوخوا ۸۰۰ کاله مخکې په ۱۱۶۰ زیږی د ګوپي صحرا څخه له تیمو چین یا چنګیز د بسوګي زوی د کبلي لمسي سره د لس زری یا تومان فرقو چې بیا په یکهزار یا هزار ډلو ویشل شوي وه راغلل چې د پښتنو غوریانو ۲۰۰ کلن حکومت له ۹۷۷ تر ۱۲۰۶ پورې یې ړنګ کړ او په لکهاوو پښتانه یې ووژل. وروسته له چنګیز او الاهکو څخه بیا هم تر بابریانو پورې پښتنو دری سوه ۳۰۰ کاله ۱۲۳۰ _ ۱۵۳۶ له ایبک غوری تر ابراهیم لودین پوری حکومت وکړ خو دغو پاتې شوونکې هزاره ته یې هیڅ ونه ویل حتی په بامیان شیبر او شاوخوا د غوریانو سیمو کې چې دوی میشت شول هم یې ورته غږ ونکړ او هزاره ګانو خپله یغوری ژبه او خپل بودایې مذهب یې هم کاراوه تر څو چې صفویانو, طهماسب صفوي په زور او ظلم لمړې دوی خپل برده ګان کړل او هم یې فارسی ژبه پرې اجباري کړه او بیا یې شعیه مذهب پر دوی په زوره تحمیل کړ چې دا کار پښتنو پر دوی ونکړ یعنې نه یې سني مذهب او نه یي پښتو ژبه پر دوی اجباري کړه اما دوی اوس هم پښتنو ته کنځل کوې. که چیرې د امیر عبدالرحمن خان د وخت تاریخ راوسپیړو امیر چې کله واکمن شو هیواد کې د افغان انګریز له دوهمې جګړه څخه وروسته ملک الطوایفې حاکم وه او امیر له ټولو ملکانو څخه د واحد او مرکزي حکومت د بیت هیله وکړه خو چا چې بغاوت کاوه د سلطنتي قانون پر بنیاد یې سزا ورکوله چې دا کار یې لمړی د پښتنو میشت سیمو کې د پښتنو د سرونو له کله منارو څخه پیل کړ بیا لښکر د شینوارو څخه کافرستان یا اوسني نورستان له لیاری شمالي سیمو ته ولاړ او وروسته هزاره ته یې په ډیر احتیاط یو ووه کسیز پلاوی ولیږه چې دغه پلاوی د هزاره ګانو لخوا ووژل شول ځکه امیر اړ شو چې بیا هم مخکې له حملې څخه له ملایانو څخه فتوی واخلی او پر بغاوتګرو هزاره ګانو حمله وکړي خو بیا هم کله چې هزاره ګانو د تسلیمیدو غږ وکړ امیر جګړه ودروله او د عفو حکم یې ورکړل که چیرې داسې نه وای بیا ټول هزاره ګان به نن په افغانستان کې نه وه خو برعکس هزاره ګان ژوندي او په عزت سره پر خپلو ځایو پاتې شول .

یادونه: پاک پر هیواد مین هزاره ګان له پاسنیو خبرو څخه مستثنی دې.

Aziz Maarij