صدراعظم محمد هاشم خان د بريتانوي هند د حکومت نه وغوښتل، چې د افغانستان د جنوبي سيمې د پاڅون کوونکو سره د وزیرستان د قومونو د یو ځای کیدو مخه ونیسي، او له دوی یې وغوښتل چې پر وزیرو زور راولي تر څو د زمرک خان سره د مرستې د کولو څخه ډډه وکړي. په کابل کې د بريتانیا سفارت د خپل حکومت په استازیتوب هاشم خان سره ژمنه وکړه چې د آزاد سرحد قبايل به د ځدراڼو سره مرسته نه کوي .