د ډیورند ظالمانه سل کلنۍ کړغیړنه

د ډیورند ظالمانه سل کلنۍ کړغیړنه او ټپل شوې کرښې د پېر پای

د امیر عبدالرحمن خان او بریتانوي هند تر منځ په ۱۸۹۳ زیږدیزې نېټې د ډیورند جبري کرښې هوکړه لیک یوازې د سل کالو په موخه شتون درلود ، او د کال ۱۹۹۳ زیږدیزې نېټې سره سم بابیزه او نور هیڅ نشي کیدلای چې د افغانستان پښتونخوا خاوره د لوی افغانستان وجود نه جلا پاتې وي.کټ مټ همداسې لوبه انګریزي ښکیلاکګرو په هانګ کانګ کې هم د سلو کالو په موده کې له چین نه جلا ساتلې وؤ چې اوس بیرته ورو ورو د چین سره په نښلیدو ده. په افغانستان کې د هوکړه لیک نېټې څخه اوس ۱۲۸ کاله تیریږې خو د انګریزانو لاسپوڅی پنجابي فاشیست ریاست دا هڅه روانه کړې ده تر څو چې ډیورند کرښه په کټارو او اغزنمزو په غزولو سره دواړو خواوو پښتانه سره بیل کړي. پنجابي فتنه ګر ریاست د بوتو ډیکتاتور له وخته دا پتیلې وه چې سل کلنه هوکره لیک پای ته نږدې دی نو د روسي سور یرغل نه د مخه د ارواښاد داود خان په پېر کې يې احمد شاه مسعود، حکمتیار او ځینې نور جاسوسان په پاکستان کې روزلي او بیرته افغانستان ته استولي وؤ، تر څو داود خان حکومت ته سر خوږ جوړ کړي. په کال ۱۹۷۹زیږدیز کال پای کې د روسیې سور پوځ یرغل په افغانستان کې د پنجاب توکموږونکی پوځ او ریاست یوم ته لاستی برابر شو. قاتل او ډیکتاتور ضیاالحق هم د پنجاب ګټو او د افغانستان ویجاړتیا د پاره اووه جهادي جاسوس تنظیمونه او ایران آخندي رژیم اته مزدور جاسوس تنظیمونه جوړ او هیواد یې د همدوی په مټ ړنګ او ویجاړ کړ. مونږ ریښتینو جهادیانو ته جنت فردوس غواړو. پنجاب اوس د ځینې پاکستان میشته طالبانو په لاس یو ځل بیا د هیواد ناورین ته لاستوني پورته کړي او غواړي چې د ډیورند کرښې مسله یو ځل بیا نامعلوم لورې ته میلان کړي.

د ډیورند نامنحوسې او نامنلې کرښې هوکړه لیک څخه اوس ۲۸ کاله واوښتل خو د افغانستان حکومتي چارواکي د سیاست په ډګر کې دغومره ډارن او مضر احتیاط سره ګام ایږدي چې د پښتونستان او بلوچو یادونه یې د خپلواکې په بنډارو کې هیر ته سپاري. په ملګرو ملتو مؤسسې کې د موږ استازی د نیویارک نندارې ته استولی شوی دی او لکه چې د افغانستان څه لږ څلور لکه کیلومترمربع نیول شوي پښتونخوا خاورې څخه هیڅ خبر ندی چې پنجاب جابر ریاست د ۷۲ کالو راهیسې لاندې کړې ده. په بیلو بیلو هیوادو کې د متعصب سفیر پر ځای دې ملي او هیوادپاله سفیران واستوي تر څو تر څلویښتو ملیونو پښتنو او بلوچو داعیه نړیوالو غوږو ته ور ورسوي. د افغانستان په مشرانو جرګې او اولسي جرګې کې د پښتونخوا استازو د پاره تشې چوکۍ پریښودل شي او هم لکه د محمد ظاهرشاه په وخت کې د پښتونستان یا لوی افغانستان رادیویي تبلیغات پیل شي. پنجابي برمانو پوځ او قاتل ای ایس ای د محکومو پښتنو او بلوچو توکموږنه ځان ته ویاړ ګڼي او هغوی په ببلا بیلو دسیسو له منخه وړي. ملګري ملتو مؤسسه ، بشري حقوقو مؤسسې د پنجاب هتلریزم فاشیستي کړو وړو ته لاس تر زنې ناست دي.

د افغانستان حکومتي چارواکي ولې امریکا ته نشي وایلی چې د ستراتیږیکي تړون مانا او مفهوم همدا ده چې پنجاب ریاست ته زمونږ خاوره په قواله ورکړي او د کټارو او اغزنمزو د غزولو لګښت یې هم ورسره منلی دی. داسې بریښي چې امریکا د انګریز استعمارګر سره په ګډه د پښتنو د بیلتون په کرښه ژمن دي او د پنجاب تروریزم سره مساعدت کوي. دا اوس څرګنده ده چې امریکا د افغانستان ملي ګټو پر ځای د پنچاب ګټو ته لیوال دی.

زه د افغانستان پتمن اولس او د محکوم پښتونخوا او بلوچو ورونو او عزیزانو ته غږ کوم چې تاسې پاسئ د ځان ، خپل عزت، ناموس او خاورې په دفاع کې د فاشیست پنجاب په مقابله کې سره یو شئ. الله(ج) د مظلومو سره دی او انشاالله بری به د تاسې په لور وي.هغه بې ضمیره چې د پنجاب په توپک افغانان وژني هغوی به ډیر ژر د ملت قهر سره مخامخ شي. په پای کې د آمو تر اباسینه او د چټراله تر بولانه د لوی افغانستان سپیڅلې خاوره به بیرته د هیواد په ګوګل کې سره یو ځای کوؤ. انشاالله

عبدالله ځاځی ۰۹/ ۰۹/ ۲۰۲۰