خپلواکي

پښتونخوا کې د بلواکي خپرې توري سیوري

چې خپلواکي نه وي واک او اختیار نه وي، نو بلواکي خپلې سپیره مراندې پر مظلوم اولس راټینګي او د ډار او ویرې سیوري به تر هغه خپروي تر څو چې د دې تورتم حالت بدلون ونه غوښتل شي. دا ویروونکو تیارو سیورو کې به مظلوم اولس هیوادنې ژبه ، کلتور ، ټولندود، اندونه، ګلبوڼونه، درنګونه، تاریخي ارزښتونه، لرغوني یادښتونه، د نیکه او غور نیکه نغوژې او لارښوونې، هیوادنې مینه او پالنه، غر، کور او کلی، قام پالنه، ورور پالنه، خپلوي پالنه، تیر شوي عالمان، اتلان او شاعران او نور د ټولنیز ژوند نخښې او نښانې پرله پسې د سیند په اوبو کې لاهو کیږي.په بلواکې کې استعمارګر د مظلوم اولس هغه پیاوړي ولیی او جړو راکښلو سره هڅه کوي چې هغه ځپل شوي لا بې هویته ، سپک او مشران یې بې عزته کړي.اولادونه یې بې امتیازه، نالوستي، جاهل، په خوب ویده او له سیاست او ښه ټولنیز ژوند څخه لیري وساتي. د دنیایي علم، پرمختګ او خیر ښیګڼو ته یې مخه ډب کړي

د استثمار لاندې اولس ځاني انرژي ، ځایي ذخایر او ټوله د ځمکې لاندې شتمني او کلتوري ارزښتونه د ځان په ګټه ولګوي او یا یې څه ژورې کنډې ته ورتیل وهي. همدا اوس دا حالت د افغانستان په اشغال شوې پښتونخوا خاوره کې چې څه کم څلور لکه کیلومتر مربع مساحت لري په عملي ډول تر سترګو کیږي. اوس باید ووایو که د پنجابي ښکیلاکګر بلواکي په خپلواکي اړوو، نو د الله(ج) په هغه آیت را پورته شئ چې د ظالم پنجابي خپره شوې ویرې او وحشت ځنځیرونه وشلوو، او د مریتوب ژوند په ځای با عزته او د ویاړ ډک ژوند ته بدلون ومومو.د باعزته ژوند نارې او چیغي اتل منظور پښتین او ملګرو یې پورته کړي دي خو انګازه یې هغه وخت نور هم اغیزناکه وي چې د افغانستان او محکومې پښتونخوا اولسونه په غبرګ غږ دا سیمه د خپلواکې به جذبه کې لکه ریږدله ولرزوي. بیا به بلواکي کړی په کړی ماټیږي. تور لنګي به په هوا کیږي. ظالم به تباه کیږي .پاکستان به پنجابستان کیږي.افغانان به

سره پخلا کیږي. لوی هیواد به مو شیراز کیږي. او اولسونه به په کې ګلبڼ افغانستان کې ګلان کیږي. هیواد به نړیوالو ته امن ځای کیږي. تروریزم به ورکیږي. پنجابک به په نړی کې مختور کیږي. انشاالله

عبدالله ځاځی ۱۷/ ۰۵/ ۲۰۲۰