د پښتو ژبې ولیی زرغونول
افغانستان کې د پښتو ژبې معیاري کولو د پاره ټول هیواد کې پښتنو کوچنیانو ته په مورنۍ ژبه د لمړي ټولګې نه تر دوولسم ټولګي پورې زده کړه اسلامي او قانوني حق یې دئ. د پوهنتون زده کړیالانو ته په ټولو پوهنځیو کې په پښتو ژبه د لوړو زده کړو د پاره نصاب جوړول او تر کړنې لاندې راوستل.په حکومتي چارو کې پښتو ژبې سره توپیریز چلند لیري کول، او دې ژبې سره تعصبي کړی څارنوالې ته ور پیژندل، تر څو چې افغانانو تر منځ ملي روحیه غښتلې شي او هم به د پښتو ژبې درملنه شوي وي. ایران او پنجاب ارمیش دا هڅه کړې ده چې د ځایي پردیپالو پر مټ پښتو ژبه وځپي. د پښتنو دنده ده چې خپله ژبه وپالي او ورڅخه دفاع وکړي