احمدشاه بابا اته زامن

اعلیحضرت احمد شاه بابا


وروسته له ابوعلی سینا څخه د افغانستان دوهم ډاکتر د ستر اعلیحضرت احمد شاه بابا پنځم زوی ډاکتر یزدان بخش درانی ولی د لرغونپوهانو څخه پاتی شوی ده

ستر اعلیحضرت احمدشاه بابا اته زامن او څلور لورګانی درلودلی چی زامن یی هر یو: سلیمان، تیمورشاه، شهاب، سنجر، یزدان بخش، سکندر، داراب او پرویز نومیدل.

څرنګه چی بابا په خپله ۲۶ کلنه واکمنی کشی د خپل زوی او د بل وګړی هیڅ توپیر نه کاوه دا وجه وه چی خپل زامن یی له دولتی چارو څخه لری ساتلی وه. که څه هم د بابا زامنو دولتی دندی نه درلودی مګر خپلی پوځی او دینی زده کړی یی کړی وی لکه تیمورشاه چی شاعر هم وو له خپل استاد جهان خان پوپلزایی څخه د پوځی زده کړو تر څنګ سیاسی زده کړی هم کړی وی. همدا راز کله به چی د شاه مسجد امام نه وو شهاب يا داراب به امامت کاوه.

جالبه دا ده چی په کال ۲۰۰۳ کله چی زه په ایران کشی دیپلومات وم په مشهد ښار کشی د نادر افشار مقبره ته ورغلم چی هلته د نادر افشار په نوم یو وړوکی موزیم او کتابتون هم وه کله چی کتابتون ته ورننوتم زما سترګی پر ډیرو زړو کتابو ولګیدی چی د یوه کتاب پر پوښ د احمدشاه بابا انځور وه او د کتاب عنوان وه (آغاز مرحله عروج و به قدرت رسیدن احمد خان)، دا کتاب په کال ۱۸۷۷ د مهندس عباس جاهد کشاورز لخوا لیکل شوی وه. له کتابتون څخه بهر ته د کتابونو وړل اجازه نه وه خو کله چی ما دا کتاب وکتلو او خوښ می شو بیا می د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لاری د نوموړی کتاب د لوستلو اجازه دننه په کتابتون کشي ترڅلورو ورځو لپاره تر لاسه کړه. کتاب کشی د بابا د سیاسی پوځی او شخصی ژوند حتی د زامنو او لورګانو د هغوی د وادونو او تعلیم په هکله هر څه ښه او بد لیکل شوی وه او ډیره برخه یی د بابا د پادشاهی په هکله د هند سره د جګړو موخه ایران ته شا کول بلوچانو سره اړیکی او خپلوی کول ځکه ویل شوی وه د بابا یوه میرمن او دوه زومان بلوچان وه او داسی نور مطالبوته تقریبا منفی لور دید شوی وه خو د پام وړ او نا لوستی مطالب هم په کشی وه. دلته غواړم یواځی د یزدانبخش د داکتری په هکله د هغه کتاب څخه یو څه ولیکم.

کله چی په کال ۱۷۶۱ د لمړی ځل لپاره پنجابیانو بغاوت وکړ او بابا دا بغاوت سمبال کړ هلته یی سردار نواب شجاع الدوله د حاکم په توګه وټاکه او په کال۱۷۶۲ یی نجیب الدوله په هند کشی د مغل پادشاه وزیر کړ. بیا په کال ۱۷۶۴ کله چی پنجابیانو دوهم ځل بغاوت وکړ نجیب الدوله کندهار ته د بغاوت احوال راوړ په بیرته ستنیدو کشی یزدانبخش له خپل پلاره څخه اجازه تر لاسه کړه چی نجیب الدوله سره هند ته ولاړ شی چی بیا وروسته بابا هم د بغاوت لپاره خپل لښکر سره هم هند په لور ولاړه. کله چی یزدانبخش په هند کشی وو نوموړی یو څه ناروغ شو او د دربار یوه حکیم ته چی لکی سنګ نومیده یو وړل شو وروسته له معالجه نوموړی له حکیم څخه هیله وکړه که چیری ده ته یونانی یا هاربل طبابت ورزده کړی خو لنډه دا چی نوموړی څلور کاله د طبابت د تعلیم لپاره هند کشی پاتی شو او د لوستلو لګښت یی سردار نواب شجاع الدوله په غاړه اخیستی وه. په دی موده کشی نوموړی یواځی یو ځل کندهار ته راغلی وه او دوهم ځل یی له پلار سره په هند کشی لیدلی وه.

مهندس کشاورز لیکلی وه چی کله نوموړی خپل تعلیم بشپړ کړل کندهار ته راستون شو چی لمړی یی د خپلی کورنی او خپلوانو په معالجه بوخت شو بیا وروسته د خلکو د پرلپسی غوښتنی په بنیاد د خرقه مبارک زیارت ته څیرمه یوه د څپری ودانی چی کوکه یی ورته ویله جوړه کړه او هلته یی د عامو خلکو په معالجه بوخت شو. نوموړی د بابا په غوښتنه له خلکو روپی یا فیس نه اخیستلو خو له هر ناروغ څخه یی د درمل جوړولو لپاره د مختلفو بوټو غوښتنه کوله داسی ویل شوی چی په وروستیو کشی نوموړی د ورځی تر ۱۵۰ شاوخوا ناروغان کتل چی ځینی یی د کندهار شاوخوا سیمو لکه هلمند زابل ارزګان حتی له غزنی فراه هرات مشهد او سیستان څخه هم راتلل . یو ځل داسی هم شوی وه چی هرکله به بابا له سفر څخه راستونیده د هغه د ښه راغلاست لپاره مشران درباریان پوځیان او زامن یی بهر راوتل دا ځل چی بابا راغی په زامنو کشی یی یزدانبخش نه وه بابا وروسته چی د ښه راغلاست مراتب و منل او له عام خلکو سره یی روغبړ او خبری وکړی بیایی له مشر زوی سلیمان څخه وپوښتل چی یزدانبخش چیری دی هغه ځواب ورکړ چی هغه له کتنځای څخه نه ده راغلی. بابا نور څه ونه ویل. وروسته د مازدیګر له لمانځه څخه بابا له خلکو سره د ښار په لور روان شو چی لمړی د خرقه مبارک خوا ته ولاړ هلته یی د ناروغانو ګڼه ګونه ولیده چی یزدانبخش ته تم شوی دی بابا د نوموړی کتنځای ته د غوسه پر ځای په خنداه سر د ننه کړ یزدانبخش په ډیر تلوار سره د پلار د درناوی په موخه راوچت شو تر څو چی د عذر خوله خلاصه کړی بابا ورته وویل چی ډیر ښه کار دی کړی چی زما د ښه راغلاست پر ځاي دی د ناروغانو خدمت کړی ده او زه پوه شوم چی ته ولی نن هلته له ورونو سره نه وی.

په دی کتاب کشی ډیر داسی مطالب وه چی زمونږ د لرغونپوهانو په لیکنو کشی نه دی لیکل شوی. ما وروسته د دی کتاب له لوستلو څخه د یوه مکتوب په استولو د بهرنیو چارو وزارت له لاری علومو اکاډمی ته د دی کتاب په هکله معلومات ورکړل او غوښتنه می وکړه که چیری دا کتاب په رسمی توګه د کاپی یا دوهم چاپ یا کتنی لپاره د ایران اړوند چارو څخه و غوښتل شی خو په خواشنی سره چی دا کار تر اوسه و نه شو.

هیره د نه وی چی داکتر یزدانبخش د خپل پلار اعلیحضرت احمدشاه بابا د معالجه په برخه کشی هم زیار ایستلی دی په ځانګړی توګه مخکی د بابا له مړینی څخه په کال ۱۷۷۳ کله چی بابا ډیر سخت ناروغ وو او د ارام یا هوسا لپاره د زابل سیمی ته تللی وو داکتر یزدانبخش دوه میاشتی هلته ورسره وه او د بابا په روغتیایی چارو کشی یی خدمت کاوه.

عزیز معارج


که چیرې دا خبره ریښتیا وي امرالله صالح د قدر وړ ده. که دروغ او عام فریبي وي بیا د غندلو وړ ده.

داسې ویل کیږي یا ګنګوسې دې چې د پارلمان ځینې ملي فکره او با احساسه وکیلان غواړې د هیواد بنسټ ایښیدونکې ستر ټولواک اعلیحضرت احمد شاه بابا انځور د نورو هیوادو لکه د ګاندې انځور په هند کې، جورج واشنټن په امریکا​، علي جناح په پنجاب کې او داسې نور په شان په رسمي ډول د هیواد په ټولو ادارو او عامه ځایو کې وځړوي چې دا خبره یا وړاندیز یې د ولسمشر لمړي مرستیال امر الله صالح سره هم شریکه کړې تر څو په دې اړوند نوموی هم په خپله لاس پکار شی او هم ولسمشر وهڅوي. په خوشحالۍ سره چې ښاغلی صالح په ځواب کې د مرستې د ژمنې تر څنګ خپله خوشبیني او ډاډ هم څرګند کړې ده.

که چیرې دا خبره سمه، کره وي او ښاغلی صالح په ریښتیا دا ژمنه یا کړنه تر سره کړي په پایله کې به د ټولو پر هیواد مینو افغانانو زړه او ملاټر به تر لاسه کړي او د ویاړ او قدر وړ به هم وګرځي خو که برعکس دا ډول خبرې د عوام فریبۍ او په ځانګړې توګه د پښتنو ځوانانو د احساساتو د راپارولو لپاره کوي او عمل نه کوي بیا د خلکو له نفرت او کرکې سره مخامخ کیږي ځکه که څوک وغواړي که نه د ستر بابا انځور به خامخا د یو ملي ویاړ په توګه د هیواد په ګوډ ګوډ کې راځړول کیږي.

عزیز معارج