پښتو ورځ

د مورنۍ سپیڅلې ژبې پښتو ورځ ته پاملرنه

د دې ورځې لمانځل هربا احساسه انسان ته خپله مور وریادوي چې په خواږو وییو یې مونږ نازولي یو. پښتنې مور مینه ناک غږ د هر ویښ پښتون په غوږ کې انګازې لري او په ماغزو کې زیرمه شوي او خوندي دي. که د مورنۍ ژبې سره مینه، خواخوږي،احساس او ارزښت شتون ولري نو هر پښتون به په ماغزو کې زیرمه شوي د مورنۍ ژبې پښتو ټکي وکاروي. پښتو لرغونه او ویاړنه آریایي ژبه له پنځه زره کاله راهیسې په ویدي سرودونو او د لرغوني کتاب ریګویدا کې تر نن پورې په ټولو زړو آریایي سرچینو کې یې نوم او نښان ، تاریخ، دریځ او استوګنې سیمې ښودل شوي دي چې د پښتون ملت په نوم پیژندلي دي او د هجرت د مخه د سیحون او جیحون ترمنځ پراته وؤ او اوس هم شتون لري. پښتو ژبې کښې د دواړو لرغونو آریایي ژبو سنسګریت او اوستا ډیر وییونه شته دي چې دا پخپله دغو ژبو سره د پښتو ژبې نږدیوالی او اړیکي ازباتوي.له اوږد مزله پښتو مورنۍ ژبه تر مونږه راورسیده او اوس به خپله دا ویاړنه پښتو ژبه په پښتني ننګ،غیرت،احساس او لیوالتیا سره د متعصبو، بدنیتو، پردیپالو، توپیرپالو له ایسارتیا ژغورو او په نننۍ پوهنیزې،ښوونیزې او نوې تکنالوژي سمباله وؤ.

د ژبژغورنې ملي غورځنګ تر خپل وسه پورې په میړانې د پښتو چوپړ ته لاستوني پورته کړي او د ټولو پښتنو ایماني او وجداني دنده ده چې د نوموړي غورځنګ ملاتړ شي. مورنۍ پښتو ژبه د تاریخ په اوږدو کې میړني بادشاهان ، ټولواکمنۍ ، شاعران، ادیبان، لیکوالان، سیاستپوهان، عالمان او مشران درلودل چې نن هم مونږ په دوی ویاړو. که چیرې پښتانه راویښ نشي د ختیځ او لویدیځ ګاوند هیوادو او ځایي پردیپالو تربګڼیو ته چې پښتو ځپل یې موخه ده، په ټینګه مبارزه ونکړي نو د مونږ ټول تاریخي ویاړونه به له منځه لار وي او د مورنۍ ژبې ورکیدو سره به د موږ پښتني پیژاند(هویت) بې څرکه شي اوبیا به د ظلم او مریتوب ژوند تیروو. سید جمال الدین افغان څخه چا وپوښتل چې استعمارګران ولې بد لیوان دي؟ هغه ځواب ورکړ، تر هغه چې تاسې پسونه یاست نو دوی به لیوان وي. نو د پښتو ژبې دښمنان ،استعمارګران ، متعصبین او غاصبان تر هغه لیوان دي ترڅو چې موږ پښتانه پسان یاستو. د پښتو ژبې ډیرکي ټبر ژبني حقه حقوق او انډولتوب په ټولو حکومتي ادارو کې له پامه غورځیدلې او په اساسي قانون کې ننداره ییزه بڼه لري. اوس هغه وخت رارسیدلی چې پښتانه په لر او بر افغانستان کې د خپلې پښتو ژبې حقوقو تر لاسه کولو د پاره په ګډه جدي او اوږد مهاله مبارزه سازمان او پیل کړي. پښتو ژبې لومړنۍ او با ارزښته مبارزه به دا وي چې هر بااحساسه او ویښ پښتون چې د پښتنې مور شیدې یې رودلي وي ، خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه ښوونه او روزنه وغواړي. میندې او پلارونه خپل غږ پورته کړي او له حکومته او پوهنې وزارت نه په تیره بیا کابل کې د پښتو د ژبې ټولګي ، ښوونځي او ښوونیز نصاب وغواړي. زده کړیالانو ته په ټولو پوهنځیو کې د پښتو ژبې نصاب د دوی حقه حقوق دي. د ژبو ورځ نړیوال سازمان ته اپیل کوو، چې د افغانستان د ډیرکي ټبر ژبه د اوسني زلند او ظلم وژغوري او په خپله پښتانه ژر تر ژره خپله د پښتو ژبې محاصره ماټه کړي او مورنۍ ژبې ته ویاړ وبخښي.په پای کې چا سره چې د ایمان مینه نه وي نو هغه سره د هیواد او مورنۍ پښتو ژبې مینه هم نه وي. زه ټولو پښتنو ته د پښتو ورځ مبارکي وړاندې کوم.

په پښتو خبرې مونږ ته شرم ښکاري ---------------- تر دې حده قومیت زمونږه مړ دی

خپل هیواد او ژبه پری نږدې پښتونه ---------------- چې هم دغه د قامي ترقي جړ دی

عبدالله ځاځی ۲۵/ ۰۵/ ۲۰۲۱