د وروستیو راپورونو له مخې په ټوله نړې کې ۲۵۵۶۷۴۵ کسان تر دې دمه په کرونا اخته شوي دي او ۱۷۷۶۱۹ کسه یې مړه کړي دي. همدا راز ۶۹۰۳۹۳ کسه بېرته ترې جوړ شوي هم دي. په امریکا کې د مړینې او اخته کسانو شمېره تر ټولو لوړه ده. په دغه هېواد کې تر اوسه ۸۱۸۷۴۴ کسه په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۴۵۳۱۸ یې مړه شوي دي. همدا راز هسپانیه کې ۲۰۴۱۸۷ کسان په کرونا اخته دي او ۲۱۲۸۲ یې مړه کړي دي. ایټالیا کې ۲۴۶۴۸، فرانسه کې ۲۰۷۹۶، برېتانیا کې ۱۷۳۳۷، جرمني کې ۵۰۸۶، ایران کې ۵۲۹۷، ترکیه کې ۲۲۵۹ او بلجیم کې ۵۹۹۸ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.