دګران افغانستان اصيلوبچيانو او په هيواد مينو تنکي ځوانانو اود پښتون ژغورني کاروانه، دپښتون خوځښت دلومړنۍ غونډی ډبري اوتهداب ايښودونکو، دعظيم رب څخه تاسو او ستاسو دکاروان ملګرو ته بر ياليتوب او زغم غواړم نصرت موپه نصيب شه زموږ دبابا اونومياليو وطن ، دبابا اونيکه لمسيانو اوکړوسيانو ته داوميد او ژغورني سترګي دانتظار وروستۍ لحظي څاري ،کنه نور خو دبابا اونيکه اصلي ټاټوبی ته کوم برم او عظت نه دئ پاتی هر څه هست او نيست مو په اوبو لاهو کډه مو په چرګ بارده٠