Pachto Zheba

معیاري ژبه

ترڅوچې ژبه يوازې د خبرواترو له لارې د وګړو تر منځ د معلوماتو د تبادلې وسيله وي، دهرې سيمې، لا د هرکلي، وګړي کولای شي چې ځينې ژبنۍ ځانګړتياوې ولري.

خو کله چې ژبه د يوه هيواد ، يا د يوې پراخې جغرافيايي ساحې په سطحه، د فرهنګي هستونو د منځ ته راوړلو او خپرولو وسيله شي نو بيا دې ته اړتيا پيدا کېږي چې ژبه د امکان تر حده، په خپله محوطه کې، د ژبنيو قانونو په چوکاټ کې سره يوه شي يانې چې د ژبې هر ويونکی، په هر ځای کې چې وي، د يو راز ژبدودي او املايي اصولو پر بنسټ ليکل وکړي.

تر څو چې په يوه ژبه کې دغه يو والی را پيدا نه شي، نو هغه ژبه که هرڅومره غني فرهنګ هم ولري، د نړۍ د ولسونو په کچه فرهنګي ژبه نه شي ګڼل کېدای.پښتو هم له دغه قانونه ځان نه شي خلاصولای.د تاريخ په اوږدو کې چې هرکله سياسي او ټولنيزو شرايطو دا غوښتنه کړې چې پښتانه سره يو شي، د يو ډول معياري ژبې د ايجاد د پاره هلې ځلې شوې دي. نېژدې څلورنيم سوه کاله پخوا پير روښان هڅه وکړه چې د پښتنو د پاره يو معياري ليکدود ايجاد کړي خو د هغه په وړاندې بيا اخون دروېزه، او د پير بابا نورو پيروانو، د سياسي مخالفت تر څنګه د ژبې او ادب په ډګر کې هم بله لار و نيوله او د پښتو د املايي يو والي مخې ته خنډ شول.

خوشال خان خټک هم پښتو املايي اړخ ته پام وکړ او د ”زنځيرۍ“ په نامه اثر يې دې موضوع ته وقف کړ خو د هغه هڅې هم د هغه په کورنۍ پورې محدودې پاتې شوې. د غازي امان الله د پاچاهۍ په دوران کې د پښتو ژبې د پراختيا او ځواکمنتيا د پاره ”مرکه د پښتو“ جوړه شوه چې د پښتو ليکلو په لار کې يې څه کار وکړ خو دغه ريفورم هم د هغه مترقي ټولواک د نورو اصلاحاتو په څېر د پرمختګ د ښمنانو او د افغانستان غليمانو د خاورو سره خاورې کړ. د روانې هجري پېړۍ په شلمو کلونو کې د پښتو د معياري کېدلو د پاره بيا هڅې پيل شوې او د امکاناتو د نشتوالي سره سره په دې لار کې د قدر وړ ګامونه واخيستل شول. د پاکستان د جوړېدلو سره سم يو وار بيا د پښتو د معياري کېدو په وړاندې د مقاومت لړۍ پيل شوه، پاکستاني چارواکو هڅه وکړه چې د کرښې اخوا پښتو ليکدود د اردو ليکدود تابع کړي.که څه هم دغه پروژه بريالۍ نه شوه خو بيا هم په کوزه او بره پښتونخوا کې دوه نسبتاَ نا متجانس ليکدودنه چلېدل او ښکېنيو ليکوالو د پښتو د معياري کېدو چندان خيال و نه ساته. د پښتو ټولنې تر چتر لاندې پښتنو منورينو څو وارې د پښتو د املايي يو والي په موخه سره غونډې وکړې خو چندان نتيجه يې تر ګوتو نه کړه. په وروستي ځل، کله چې په افغانستان کې د جنګونو له امله افغان ليکوال له دولتي چوکاټه ووتل او د مهاجرت په شرايطو کې يې د کوزې پښتونخوا د ليکوالو سره له نېژدې، مخامخ اړيکې پيدا کړې نو يو ځل بيا د پښتو د معياري کېدو هڅې را ژوندۍ شوې.

د کمپيوټر پرمختګ هم د پښتو د املايي يو والي په لار کې ډېر مثبت نقش ولوباوه.

د افغانستان د جنګ په وروستيو کلونو کې دا هيله پيدا شوه چې دا ځل به د پښتو د معياري کېدلو هلې ځلې بريالۍ ويله بده مرغه په دې وروستيو څو کلونو کې د ځينو تنګ نظريو په وجه بيا دا خطر را پيدا شوی دی چې د معياري کېدلو دغه بهير به يو وار بيا هم ټکنی شي.

دا ځل ګواښ د پښتو د دښمنانو له لوري نه دی، د پښتو د مينه والو له لوري دی. د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ليکوال او فرهنګيان د معياري پښتو د ليکلو هڅې کوي خو ځينې کسانو د دغه تاريخي خوزښت په وړاندې د مقاومت جنډې را پورته کړې دي.پښتانه وايي د چونګښو من نه جوړېږي.

زمونږ په هېواد کې هم د مرکزيت نه د تېښتې احساس تر دې حده قوي دی چې هماغه خوله چې نور د تجزيه طلبۍ په تور تکفيروي، په خپله بيا د لويې پکتيا، لوی ننګرهار او لوی کندهار په نامه په کور کې کورګي جوړوي.

هماغه خلک چې له نورو سره د پښتو د دفاع په نامه هر ډول جنجال ته تياردي ، بې له کومې ترهې بيا د سيمه ايزو تمايلاتو د پاللو د پاره د پښتو ژبې د معياري کېدو له بهير سره داسې وران دي چې خدای دې ترې ساته.

له معياره د تېښتې له پاره درې علتونه شته: - لومړی دا چې څوک د ژبې د معياري کېدلو په اهميت نه پوهېږي؛- دوهم دا چې که د معيار په اهميت پوه هم شي، پر ځان يې دومره خواري نه لورېږي چې معياري اصول زده کړي او ځان پرې عيار کړي؛- دريم دا چې سړی د ځينو سياسي او ايډيالوژيکي ملحوظاتو پر بنسټ يا خو معيار ته د سره غاړه نه ږدي او يا يې تر هغو نه مني چې په خپله يې د اداره کولو ځواک نه وي موندلی.اوس نو که څوک غواړي چې پښتو په واقعي مانا يوه فرهنګي ژبه شي، که څوک غواړي چې نړۍوال او د هېواد نور وګړي پښتو زده کړي، که څوک غواړي چې د پښتنو ادب او فرهنګ نړۍ والو ته ورسوي دا به ضرور مني چې په سر کې بايد پښتو معياري ژبه شي. هغه څوک چې د معيار په اهميت نه پوهېږي هغوی ته بايد په دې اړه مالومات ورکړي ، هغه څوک چې د فکري لټۍ له امله په ځان خواري نه مني هغوی بايد تشويق کړي او هغه کسان چې کستن خنډونه جوړوي د هغوی سره بايد مجادله وکړي.د هېواد په ګوټ ګوټ کې بايد فرهنګيان د خپلې ژبې د راتلونکې په هکله فکروکړي او هر څوک د خپل ځان سره فيصله وکړي چې ژبه يې تر کومه حده فرهنګي شي.

که چېرې فيصله په دې شوه چې زمونږ ژبه بايد فرهنګي راتلونکې ولري نو بيا د ژبې له معياري کېدو رغېدن نه شته. که پکتياوال د ”شپون“ پرځای ”شپين“ وليکي، که لوګری د ”چې“ پر ځای ”څې“ و ليکي، که ننګرهاری د ”لمر“ پر ځای ”نور“ وليکي، که پېښوری د ”څښتن“ پر ځای ”سختن“ و ليکي يا کندهاری د ”شوم“ پر ځای ”سوم“ وليکي په دې کار به يې د پکتيا، لوګر، ننګرهار، پېښور يا کندهار وګړو ته څومره ګټه رسولې وي او د پښتو معياري کېدلو ته به يې څومره تاوان رسولی وي؟هر څوک چې قلم پورته کوي او غواړي چې په پښتو ژبه ليکل وکړي، تر هر څه لومړی بايد دې پوښتنې ته ځواب ووايي چې دا کار يې تر کومه ځايه د ژبې او ولس په ګټه دی؟ بيا چې هر څه کوي اختيار يې خپل دی

كار دي چى موږ په ګډه باندى پښتو پرمختيا دپاره هڅى وكړو

په دى كښې شك نښته چې پښتو يوه پخوانى او لرغونى ژبه ده چې په كروړو وګړى د هغه ژبه وائى چې لوئى مركز ې افغانستان او په پاكستان كښې دپښتو مركزونه پيښور كوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دى خو ددې د څنګه د دهغه ملكو څخه د باندى په نورو ملكو كښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره كار كيږى او په يوه كال كښې په سلاو سلاو كتابونه تر چاپ لاندى تيريږى خو د هغه كتابونه شاعران ليكوالان او د خپلې مورنى ژبى سره مينه لرونكى په خپل لګښت چاپ كوى خو د بده مرغه د دولتى لورى لخوا كتابونه نه چاپ كول كيږى نه ې دومره كار دپښتو دپاره د دهغه دولتو لخوا كيږى و لكه كه هغه افغانستان دولت دى كه څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتى ژبه هم نومول شوى ده او داناخواله د پښتو سره د نيمى پيړى څخه را روانه ده پهوارو وارو د وخت ولسى جرګى د مشرانو جرګى د وخت دولت د دى منظورى وركړى خو تراوسه دا د لوړى كچى پريكړى نه دى عملى شوى اونن هم دپښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره او نن هم د پښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره ګوندى او سيالى كول نه غواړى نه غواړى چې د نورو ژبو برخه دى د پښتو دپاره ووهل شى بلكى د پښتو په ګډون دى د نورو ژبو د پرمختيا دپاره دولت كاروكړى دټولى نړۍ ژبى په كاردې چې نه يواځى وده وكړى بلكى دولت دى دخپلې بوديجى يوه برخه د دهغه ژبو د پرمختيا دپاره بيله كړى ولې چې د ملګروملتو د ژبو كلتور او دود دخوندى كولو څانګه يونيسكو غوښتنه هم داده اوددې سره سره هغه ژبى چې مخ په وړاندى روانى دىدولت ې بشپړه ملاتړ او مرسته كوى هغه دى هم د نورو ژبو څخه خپل ضد او ګوندى د كولو څخه لاس په سر شى ځكه چې د هغه ټولى ژبى زموږ لويه تاريخى او دودى پاته او وراثت دى د يوى ژبى د مينځ څخه د وړولو څخه ټوله نړۍ د ولس څخه ډېر څه وركوى چې د هغه اټكل موږ دا وخت نه شو كولى

موږ په وازه خوله داخبره كوو او كړى ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنى ژبو و پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه كوى چې د دهغه ژبو ويونكو ته د منلو وړنه ده او هميش ې د دهغه عمل په ضد ږغ پورته كړى دى او تر هغه وخته به د هغه ږغونه پورته كوى تر كله چې دوى ته د هغه حق نه وى وركړى خو ددې سره سره موږ ته په كاردې چې هغه كومى ناخوالى اوكمزورى دى چې زموږ ژبه پښتو وده نه كوى موږ ته په كاردې چې د خپله وسه مبارزه وكړو چې نه يواځى خپله مورنى ژبه د مينځ څخه د وړولو د سيسي ناكامه كړو بلكى دا ژمنه وكړو چې پښتو به د نړۍ د پرمخ تللو ژبو په ليكه كښې دروو خو په كاردې چې د هغه كار د يوى تګ لارې لاندى وكول شى او په هغه باندى بشپړه عمل وكول شى او كه دا كار موږ په رښتنې ډول وكړونو هيڅوك نه شى كولى چې زموږ ژبه دمينځ څخه يوشى بلكى د هغه پياوړى ژبه به نوره وده وكړى ولې چې پښتو زموږ پيژنده ده

په كاردې چې په ګډه موږ دا هڅه وكړو چې پښتو د لوست ژبه په هر هغه ځائى كښې جوړه شى چيرى چې پښتانه استوګن دى اوپه دى غوښتنه دى يو ډول راكړه وركړه نه كيږى بلكى دولتونو ته دى وخت په وخت خبردارى وركول كيږى ددې دپاره دى لاريونونه كيږى ليكوالان دى په دى اړه ليكني كوى تر هغه وخته چې په ښوونځيو كښې د پښتو لوست نه وى پيل شوى كوم څوك چې د ملك د پارليمان وچوكى ته دريږى د هغه څخه دى دا غوښتنه كيږى چې مورنى ژبه دى د لوست ژبه شى ځكه چې دا يواځى زموږ غوښتنه نه د بلكى دا د هر وګړى بشرى حق دى او نړۍ والو تعليم او زده كړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه كړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دى په مورنى ژبه زده كړى كيږى ولې چې دا يوه لوستكو ته ډېر ارزښت لرى

خپله د خپلې ژبى ويونكى ليكوالان شاعران او رڼ انده كه يوه خواته و پښتو ژبى ته ډېر كار كوى خو بلې خواته په پوهى او ناپوهى وخپلې ژبى ته زيان رسوى چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو كښې ګارول دى كه څه هم پښتو دهر شى دپاره خپلې تورى لرى بيله د هغه سائنسى نوو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد كيږى زموږ د هغه ملګرى دومره نه شى كولى چې لږ خوارى په ځان يوشى او پښتو تورى ولټوى داردو ژبى په اړه پوهاند داوائى چې ديش كاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وى ولې چې په اردو ژبه كښې د انګريزى ژبى تورى په دونى لويه كچه ګارول كيږى چې د هغه ژبه به د مينځ څخه وړى د بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليك كښې بلكى خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبى تورى هم نه ګاروو بلكى د نورو ژبو ټكى ګاروو دا وخت د پښتو شميرنه او ګتنى بشپړه د بلې ژبى شميرنى ګاروو او يو هم داهڅه نه كوو چې خپلې شميرنى ګار كړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندى راځى اود نورو ژبو تورى ګارول زموږ د افغانستان او خيبر پښتونخوا دواړو باندى د هغه پړه راځى چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوئى جبر دى د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره كوى چې د دوى د ژبى حق وهل كيږى خو كه په كابل كښې په يوه ناسته كښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو كښې درې ژبه خبرى اترى كوى كه څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه كوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليكوالانو اخستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټكى په نورو ټكو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلكى لويه پړه ده (جنايت) لكه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليكل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور..

تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى كتابونه نه وى ليكلى يا مو د نورو ژبو څخه كتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوكو كولو څخه د كار پخپله كيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوكاټ كښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليكوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى وركړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره كتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيكنالوجى ډاكټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو كه داو وايو چې يو كتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وكړو او ځانګړى ليكنې وكړو چې پخپله د لوستونكو پام راواړوى نن بې شميره شاعران كتابونه چاپ كوى خو د بده مرغه لوستونكې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى كښې ځائى وركول شې او ددې د څنګه دى حكومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره كتابونه ليكل كيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليكونكې ته به پيسې وركوى نو هر وګړى چې يو د لوړى كچې معيارى كتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول كيږى او ښه ښه كتابونه به ليكې چې دا د ليكوال او د دولت د دواړى دنده ده.

ليك:محمد نعيم كاكړ

مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نیوى یې موږ كوى شو...؟- عبدالجباركاكړ

په دى كښې شك نښته چې پښتو يوه پخوانى او لرغونى ژبه ده چې په كروړو وګړى د هغه ژبه وائى چې لوئى مركز ې افغانستان او دپښتو مركزونه پيښور كوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دى خو ددې د څنګه د دهغه ملكو څخه د باندى په نورو ملكو كښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره كار كيږى او په يوه كال كښې په سلاو سلاو كتابونه تر چاپ لاندى تيريږى خو د هغه كتابونه شاعران ليكوالان او د خپلې مورنى ژبى سره مينه لرونكى په خپل لګښت چاپ كوى خو د بده مرغه د دولتى لورى لخوا كتابونه نه چاپ كول كيږى نه ې دومره كار دپښتو دپاره د دهغه دولتو لخوا كيږى و لكه كه هغه افغانستان دولت دى كه څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتى ژبه هم نومول شوى ده او داناخواله د پښتو سره د نيمى پيړى څخه را روانه ده پهوارو وارو د وخت ولسى جرګى د مشرانو جرګى د وخت دولت د دى منظورى وركړى خو تراوسه دا د لوړى كچى پريكړى نه دى عملى شوى اونن هم دپښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره او نن هم د پښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره ګوندى او سيالى كول نه غواړى نه غواړى چې د نورو ژبو برخه دى د پښتو دپاره ووهل شى بلكى د پښتو په ګډون دى د نورو ژبو د پرمختيا دپاره دولت كاروكړى دټولى نړۍ ژبى په كاردې چې نه يواځى وده وكړى بلكى دولت دى دخپلې بوديجى يوه برخه د دهغه ژبو د پرمختيا دپاره بيله كړى ولې چې د ملګروملتو د ژبو كلتور او دود دخوندى كولو څانګه يونيسكو غوښتنه هم داده اوددې سره سره هغه ژبى چې مخ په وړاندى روانى دىدولت ې بشپړه ملاتړ او مرسته كوى هغه دى هم د نورو ژبو څخه خپل ضد او ګوندى د كولو څخه لاس په سر شى ځكه چې د هغه ټولى ژبى زموږ لويه تاريخى او دودى پاته او وراثت دى د يوى ژبى د مينځ څخه د وړولو څخه ټوله نړۍ د ولس څخه ډېر څه وركوى چې د هغه اټكل موږ دا وخت نه شو كولى

موږ په وازه خوله داخبره كوو او كړى ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنى ژبو و پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه كوى چې د دهغه ژبو ويونكو ته د منلو وړنه ده او هميش ې د دهغه عمل په ضد ږغ پورته كړى دى او تر هغه وخته به د هغه ږغونه پورته كوى تر كله چې دوى ته د هغه حق نه وى وركړى خو ددې سره سره موږ ته په كاردې چې هغه كومى ناخوالى اوكمزورى دى چې زموږ ژبه پښتو وده نه كوى موږ ته په كاردې چې د خپله وسه مبارزه وكړو چې نه يواځى خپله مورنى ژبه د مينځ څخه د وړولو د سيسي ناكامه كړو بلكى دا ژمنه وكړو چې پښتو به د نړۍ د پرمخ تللو ژبو په ليكه كښې دروو خو په كاردې چې د هغه كار د يوى تګ لارې لاندى وكول شى او په هغه باندى بشپړه عمل وكول شى او كه دا كار موږ په رښتنې ډول وكړونو هيڅوك نه شى كولى چې زموږ ژبه دمينځ څخه يوشى بلكى د هغه پياوړى ژبه به نوره وده وكړى ولې چې پښتو زموږ پيژنده ده

په كاردې چې په ګډه موږ دا هڅه وكړو چې پښتو د لوست ژبه په هر هغه ځائى كښې جوړه شى چيرى چې پښتانه استوګن دى اوپه دى غوښتنه دى يو ډول راكړه وركړه نه كيږى بلكى دولتونو ته دى وخت په وخت خبردارى وركول كيږى ددې دپاره دى لاريونونه كيږى ليكوالان دى په دى اړه ليكني كوى تر هغه وخته چې په ښوونځيو كښې د پښتو لوست نه وى پيل شوى كوم څوك چې د ملك د پارليمان وچوكى ته دريږى د هغه څخه دى دا غوښتنه كيږى چې مورنى ژبه دى د لوست ژبه شى ځكه چې دا يواځى زموږ غوښتنه نه د بلكى دا د هر وګړى بشرى حق دى او نړۍ والو تعليم او زده كړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه كړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دى په مورنى ژبه زده كړى كيږى ولې چې دا يوه لوستكو ته ډېر ارزښت لرى

خپله د خپلې ژبى ويونكى ليكوالان شاعران او رڼ انده كه يوه خواته و پښتو ژبى ته ډېر كار كوى خو بلې خواته په پوهى او ناپوهى وخپلې ژبى ته زيان رسوى چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو كښې ګارول دى كه څه هم پښتو دهر شى دپاره خپلې تورى لرى بيله د هغه سائنسى نوو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد كيږى زموږ د هغه ملګرى دومره نه شى كولى چې لږ خوارى په ځان يوشى او پښتو تورى ولټوى داردو ژبى په اړه پوهاند داوائى چې ديش كاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وى ولې چې په اردو ژبه كښې د انګريزى ژبى تورى په دونى لويه كچه ګارول كيږى چې د هغه ژبه به د مينځ څخه وړى د بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليك كښې بلكى خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبى تورى هم نه ګاروو بلكى د نورو ژبو ټكى ګاروو دا وخت د پښتو شميرنه او ګتنى بشپړه د بلې ژبى شميرنى ګاروو او يو هم داهڅه نه كوو چې خپلې شميرنى ګار كړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندى راځى اود نورو ژبو تورى ګارول زموږ د افغانستان او خيبر پښتونخوا دواړو باندى د هغه پړه راځى چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوئى جبر دى د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره كوى چې د دوى د ژبى حق وهل كيږى خو كه په كابل كښې په يوه ناسته كښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو كښې درې ژبه خبرى اترى كوى كه څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه كوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليكوالانو اخستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټكى په نورو ټكو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلكى لويه پړه ده (جنايت) لكه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليكل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور..

تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى كتابونه نه وى ليكلى يا مو د نورو ژبو څخه كتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوكو كولو څخه د كار پخپله كيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوكاټ كښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليكوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى وركړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره كتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيكنالوجى ډاكټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو كه داو وايو چې يو كتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وكړو او ځانګړى ليكنې وكړو چې پخپله د لوستونكو پام راواړوى نن بې شميره شاعران كتابونه چاپ كوى خو د بده مرغه لوستونكې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى كښې ځائى وركول شې او ددې د څنګه دى حكومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره كتابونه ليكل كيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليكونكې ته به پيسې وركوى نو هر وګړى چې يو د لوړى كچې معيارى كتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول كيږى او ښه ښه كتابونه به ليكې چې دا د ليكوال او د دولت د دواړى دنده ده

..

يوځای ليکل او جلا ليکل

د ژبپوهنيزې قاعدې له مخې ټول ژبني توکي يا واحدونه سره بېل بېل ليکل، په بله وينا، د اړوند ليک سېستم له شونتيا سره سم، تر وسې وسې جوليز يووالی(لفظي وحدت) له مانيز يووالی(معنايي وحدت) سره غاړه غړۍ کول په کار دي. که هغه ازاد وييکي(پارتيکلونه particles) وي، لکه:

سربلونه+ وستربلونهprepositions+pospositions) ): (په، پر، تر، د، له، سره، کې، پورې، ته...) يا اړيکوييکي يا ارتباطي حروف(conjunctions) (چې، که، او، هم...) او يا ساده نومونه، صفتونه، شمېرنومونه او ضميرونه وي، لکه: (کور، غر؛لوی، سپين؛ يو، دوه؛ زه، ته، دی، دا، هغه...)، يا فعلونه، لکه: (تلل،خوړل، ځي، خوري...) او يا ترکيبي او اشتقاقي وييونه(لغات) وي، لکه: کټمل،پوهنمل،پوهنتون، مرستون، خپلمنځي، خپلچاری، خپلخوښی، ځانساتی، تلپاتې، پښتونولي، پښتونخوا، ولسمشر يا هېوادمشر، تاو تريخوالی، بنسټپال، بېلتونپال، منځلاری، ترهګر، کتابتون، ټولپوښتنه، ټولوژنه، بلوژنه، ځانوژنه، ځانمرګی، سرټکی(سرټکي)، منځټکی، پايټکی، ليکلړ، ليکلار،ليکلارښود، ليکدود، پايليک، لمنليک، نومليک، بريليک، برخليک، برخوال، پازوال(موظف، مسوول)، پانګوال، پانګواکي(سرمايه سالاري، اېمپريا لېزم)، ځمکوال، ځمکواکي(زمين سالاري، فيوډالېزم)، ځمکسمون (اصلاح ارضي)، سمونپال (اصلاح طلب)، ژبپوهنه، ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، وييپوهنه، وييپانګه، وييزېرمه، سونتوکي، لرغونتوکي، مخبېلګه(ماډل، مودل)، مخورمند(پيشداوري)، مخنيوی ، مخکتنه، کتنپلاوی، لاسليک، لاسليکول- لاسليکېدل، لوستليکی(درسي کتاب)،مخامخول- مخامخېدل، وړانديز، وړاندوينه، وړاندېينه، ترينکوټ، لوبغالی، لوبغاړی، لوبډله، پايلوبه، پايبڼه...

. په دې لړکې له نومونو او کړونو) سره د وړو توکيو يوځای ليکل سم نه دي، لکه: لخوا، لما، ندی، پدې توګه، لدې سره، پکور(کې)، پخپل(هېواد کې)، غزنيته(ځم)...، نخورم، نخوري، نکوم، نکوي، نلرم، نلري، نشم، نشي، شويدی، مخوره، مکوه... . پخوا(قبل،قبلا)، پخپله(شخصا) ځکه سم راځي چې خپلواک وييونه(قيدونه) دي، ځانته - ځان ته او مخکې- (په) مخ کې سره هم په ورته دليل توپيرېږي.

«بلخوا» له «يوخوا» سره د اړيکوييکو په توګه، لکه (لپاره، پکې، نشته...)) همداسې يو ځای دود موندلی او کره ګڼل شوي دي. يو لړ وييکي سره په خپلو منځو کې يا له خپلواکو توکيو سره ځکه يوځای ليکل کېږي چې د يو يوازېني چار يا مانا لپاره سره په غونډله(جمله) کې تل پرله پرله پېيلې راځي، لکه: پکې(درآن)، همدا، همدغه، همدی، همده، همدې، هماغه يا همغه، همهاغه يا همهغه، همداسې، هماغسې يا همغسې، همدارنګه، منځته راوړل، منځته راتګ، رامخته کول، لاسته راوړل، لاسته راوړنه، پايته رسول، لپاره ، نشته، يا په(ستړي مشي، خدای مکړه يا خدای دې نکړي) غوندې ګړنو او څرګند نو کې وييکي(مه، نه) له کړونو سره يوځای ليکل هم همداسې درواخله! که نه، د ټوليز دوی يا عمومي قاعدې له مخې د غه دوه توکه له کړ سره نښلول سم نه دي اوبايد جلا وليکل شي، لکه: نه خورم، نه خورو، نه کوم، نه کوو، نه لرم، نه لرم، نه شم کولای، يا کولای نه شم، ونه شم کولای، را به نه شم، وابه نه وړم...

. دلته کېدای شي، د ليک اسانتيا لپاره يوه نيمه بېدويي يا استثناء ومنو، لکه پاس په يادشويو، او يا په ( وانخلم ، رانغلم ، رانغی، خدای مکړه) غوندې دودو بېلګو کې.

له اوسنيو کمپيوټري اسانتياوو او بيا د«يوې- کره پښتوليکلارې» دننه د ټولمنلې کره پښتوابېڅې پر بنسټ له رامنځته شويو کيبورډو سره په کارده، دهرې کرښې يا غونډلې دننه په يو يو وت (space) سره د بېلابېلو لويو او کوشنيو توکو تر منځ ليکنی بېلوالی او خپلواکي ښه ترا سمباله کړو.

دلته يوازې د نښلېدايا نه نښلېدا خبره نه، بلکې د بېلابېلو لويو او وړو توکو ترمنځ هماغه يو برابر وت(space) په پام کې نيول په کاردي، د ساري په ډول(د،او، خو، نو، نور، پر...)که سره نښلي هم نه،خو له هماغه لګولي عربي سېستم سره سم يې تر منځ ټاکلی وت يا واټن(space) ورکول اړين دي، که نه، ژبپوهنيز اَر نه پرځای کېږي او ګډون(التباس) رامنځته کوي. په دې توګه مخني توکي سره داسې و نه کښل شي، لکه: (د،او،خو،نو،نور،پر...). هرګوره تر ليکنښو وروسته(نه تر مخه) هم ټاکلی وت غوره اېسي، سره له دې چې ژبپوهنيزه اړتيا ورته نشته

معياري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چي ديوه ژبني قلمروپه هره جغرافيايي سيمه کي دپوهېدلووړوي .معياري ژبه دادبياتو او ميډياژبه وي اودا ديوې ژبي هغه ځانګړې نوعه (variety) ده چي قانوني يا يوڅه قانوني دريځ ورکړه سوی وي . ويل کېږي چي داديوې ژبي صحيح ترينه لهجه (dialect) ده . معياري ژبه زياتره (هروخت نه ) ديوه هيواددپايتخت پرژبه تکيه لري .

دژبي دغه شکل په ځانګړې توګه هغوزده کوونکوته ورزده کېږي چي غواړي دغه ژبه زده کړي اود همدې ژبي ټول ليکلي متون هماغه دمعيارپه نامه منل سوې املا او ګرامري نورمونه پالي . ځيني په نړيواله سويه منلي سوي ځانګړتياوي چي يوه معياري ژبه په تشخيص کېږي ، دادي :

ــــ يومنل سوی قاموس ياقاموسونه چي ټول معياري سوي لغاتونه اودهغواملاء پکښې درج وي ؛ــــ يومنل سوی ګرامرچي دژبي ټول شکلونه ، قاعدې اوجوړښتونه پکښې ثبت سوي وي اوهم داخبره پکښې څرګنده سوې وي ، چي کوم شکلونه بايداستعمال سي اوکوم بايدنه سي ؛ــــ دتلفظ يومعياري اومنل سوی سيسټم چي ويونکي ورته ديوه علمي اومناسب تلفظ په سترګه وګوري اودغه رازله سيمه ييزواغېزوڅخه پاک وي ؛

ــــ يوه موسسه (institution)چي ددغي ژبي داستعمال چاري پرمخ بيايي اودهغې داستعمال دنورمونوپه ټاکلوکي واک (authority) ورکړه سوی وي .

لکه دفرانسې اکيډيمي Academie francaise يا رويال سپېنيش اکيډيمي Royal Spanish Academy چي صلاحيت لرونکي موسسې دي ؛ــــ ديوه داسي منشورياقانون سته والی چي دغي ژبي ته دهيوادپه قانوني سيسټم کي رسمي قانوني ځای ورکړي ؛ــــ په عامه ژوندکي ( په محاکمواومقننه موسسوکي ) ددغي ژبي کارول ؛ــــ دادبياتويومرکزدرلودل ؛ــــ په همدې ژبه باندي دمهمومقدسوکتابوژباړل چي دويونکوله نظره سپېڅلي اومعتبروي ؛ــــ په ښوونځيوکي دژبي دمعياري ګرامراواملاء تدريسول ؛ــــ بهرنيوزده کوونکوته دتدريس له پاره دژبي دغه ځانګړې بڼه يالهجه ټاکل .

(١)

دمعياري ژبي منځ ته راتلل دبېلابېلوژبنيوتجويزونودبرياليتوب نمايندګي کوي . دهغې ټاکل دامعنالري، چي دهغوسيموژبه نورله ارزښته لوېدلې ياغورځول سوې ده،چي له دغه معيارسره توپيرلري . ددې خبري بيامعناداده چي په ځينوهيوادوکي دمعياري ژبي ټاکنه يوه ټولنيزه اوسياسي مسئله ده . دمثال په توګه په ناروې کي دوې موازي معياري ژبي سته . يوه يې Bokmal نومېږي چي تريوې اندازې پوري دډنمارکۍ سابقې پرهغه سيمه ييز تلفظ باندي ولاړه ده چي پرناروې باندي دډنمارک دواکمنۍ پروخت رواج و،اوبله يې Nynroskنوميږي چي دابيادلويديځي ناروې دلهجوله ترکيبه جوړه سوې ده .

خوايټالويان چي حتی ترنارويژيانو زياتي يوله بله مختلفي لهجې لري ، بياهم يوه معياري ايټالوي لري . عجيبه لاداده چي دايټالويانومعياري ژبه دروم پرلهجه باندي تکيه نه لري ، بلکي دفلورانس پرلهجه ولاړه ده .

په اسپانيا کي هم معياري اسپانوي دماډريډ پرګړدودباندي نه،بلکي دډېرليري شمالي ولايت Valladolidپرويناولاړه ده. په ارجنټاين اويوروګوای کي بيامعياري اسپانوي ددغوهيوادودپايتختويعني دبونيس آيريس او مونتيويدو د لهجوپربنسټ تدوين سوې ده .

معياري جرمني بياديوه ټاکلي ښارياسيمي پراساس منځ ته نه ده راغلې بلکي دڅوسووکلونوپه اوږدوکي يې انکشاف کړی دئ .

ددغو څوسووکلونوپه اوږدوکي ليکوالوهڅه کوله ، داسي رازليکنه وکړي چي په يوه پراخه ساحه کي دپوهېدلووړوي .د١٨٠٠ ع کال تر شاوخوا پوري معياري جرمني يوازي په ليک کي موجوده وه . په دغه وخت کي د شمالي جرمني اوسېدونکوته، چي دمعياري جرمني ژبي پرخلاف يې د ټيټي جرمنۍ ژبي لهجې ويلې ، معياري ژبه لکه يوه بهرنۍ ژبه داسي ايسېدله اودخارجي ژبي په شان يې زده کوله .

وروسته شمالي تلفظ د معيارپه توګه ومنل سو اوپه جنوب کي يې هم خپوروکيښ . ورپسې د Hanover(۲)په شان سيموکي سيمه ييزه لهجه يومخيزه مړه سوه . په معياري فينلينډي ژبه کي دلغاتواساسي جوړښتونه زياتره د لويديځي فينلينډۍ لهجې پربنسټ جوړسوي دي .

په يوناني ټولنه کي تراوسه لاهم دويلويوه معياري ژبه نه ده رامنځ ته سوې ځکه په يونان کي هره کميونيټي خپل ځان پرنورو ګاونډيو ټولنو باندي دلرغونتوب ، وقار، ذکاوت اونورو وړتياوو له مخي لوړه ګڼي . دوی تل دقدرت ، ثروت اونفوذپرګدۍ يوله بله سيالۍ کوي اودې ته حاضرسوي نه دي چي دحکومت ترقانون په هاخوادي دژبي قوانين هم ولري .

(۳)

په جنوبي اسياکي دهندوستانۍ ژبي دوومعياري لهجوته رسمي بڼه ورکړه سوې ده چي هغه دوې لهجې هندي ، دهندوستان رسمي ملي ژبه ، اواردو، دپاکستان رسمي ملي ژبه اودهندوستان رسمي محلي ژبه ده .

په نتيجه کي له هندوستاني ژبي څخه زياتره هندي ــ اردو مراد وي .نوري معياري ژبي ډېرپرله پېچلي اړخونه نه لري .

دپاريس د فرانسوي ژبي تفوق دمعاصرفرانسوي ادب تاريخ په اوږدوکي په پراخه اندازه منل سوی دئ اوچاڅه پکښې ويلي نه دي .

دبريتانياپه انګرېزۍ کي معياري تلفظ دلندن ښاردممتازو طبقو پر ژبه باندي ولاړدئ اودغه رازدانګلستان دښوونځيو دخصوصي بورډ پر sociolect باندي تکيه لري .

دامريکاپه متحده ايالاتوکي دامريکايي انګرېزۍ بېلابېل ډولونه سته خوعمومي امريکايي لهجه رسمي نه ده ځکه په هغې باندي زياتره امريکايان په روانه توګه پوهېږي . په داسي حال کي چي دامريکا د متحده ايالاتوفيډرال حکومت رسمي ژبه نه لري ، زياترو امريکايي ايالتونوانګرېزي ژبه درسمي دولتي ژبي په توګه ټاکلې ده اوپه هغو کي لوزييانا، نيومکسيکو،هاوايي،پيرتوريکو،ګوام، او امريکايي ساموواانګرېزي اويوه بله ژبه درسمي دولتي ژبوپه توګه غوره کړي دي .

دشمالي ماياناټاپوګان درې رسمي ژبي لري .عربي ژبه چي دپنځه ويشتوهيوادورسمي ژبه ده اوتقريباٌ دوه سوه اوياميليونه تنه ويونکي لري ، دمعياري (ادبي) ژبي پرڅنګ يې خورا ډېري سيمه ييزي لهجې، چي عاميانه عربي (Colloquial Arabic) ورته وايي ،هم سته . دعربوپه نزدادبي عربي ،معياري عربي (اللغه العربيه الفصحی ) ده .

له ادبي عربي څخه يې مراددقرآن ژبه اوپه شمالي افريقااومنځني ختيځ کي دډله ييزورسنيو(ميډيا) ژبه ده . په ميډياکي ټول ليکلي آثار، کتابونه، ورځپاڼي ، مجلې اورازرازاسناد راځي . عاميانه يالهجوي عربي له کلاسيکي عربۍ څخه ټولي راپيداسوي ملي اوسيمه ييزي عربۍ دي چي په شمالي افريقااومنځني ختيځ کي د ويلوورځنۍ ژبي دي . په دغولهجوي ژبوکي ښه پوره اندازه ادبي آثار، په تېره بياډراماټيک ادبيات اوشعرونه سته.خوکلاسيکه عربي د ټولو عربي هيوادورسمي ژبه ده اوپه ښوونځيوکي هم داژبه تدريس کيږي .

دهرهيواد تعليم يافته عرب هم خپله سيمه ييزه لهجه او هم په ښوونځيوکي زده کړې ادبي عربي لږوډېره وايي . دعربي ژبي مصري ، مغربي ، شامي، عراقي، خليجي، اندولسي، سوداني ، حجازي، نجدي اويمني لهجې ديادوني وړدي .

تردې لنډويادونووروسته به هغه بهېرلږڅه په تفصيل سره بيان کړم چي دمعياري انګرېزۍ دمنځ ته راتګ تروخته په انګلستان کي تېر سوی دئ .په اتلسمه پېړۍ کي دمعياراصطلاح دانګلستان په هغوساحوکي ډېره کارېدله چي دژبي په باب څېړني اوبيانونه پکښې کېدل . دې خلکو معيارته د يوه ژبني ارزښت په توګه کتل اوزياريې ايست چي دغه ارزښت تر لاسه کړي اوپه ټولنيزه توګه په رسميت وپېژندل سي .

معياريت دغه وخت ترزياتې اندازې پوري دتصفيې اوسوچه توب په مفهوم پېژندل کېدئ.سويفټ (Swift)،چي داوولسمي پېړۍ د فيلسوف جان لاک John Locke نزدې معاصرو ، پخپل يوه وړانديز کي دانګرېزي ژبي دتصفيه کولوغوښتنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چي دا تصفيه به همېشنۍ وي . ده پردې خبره ټينګارکاوه چي ژبه دي تريوه ټاکلي حالته پوري تصفيه سي اوبيادي نودغه حالت پخپله ديوه اعتباري معيار په توګه ومنل سي چي دهغه له مخي دژبي ويونکوته لارښوونه وسي .

دده دغه ټينګارداتلسمي پېړۍ په زياتروژبنيو نظرياتوکي يوه مسلطه موضوع سوه . دسويفټ په تعقيب لارډ چسټرفيلډLord Chesterfield دانګرېزي ژبي د سوچه کولواو وروستي ځل سمولوږغ وکړ. دغه رازيې څرګنده کړه چي ژبه بايدديوه معيارله مخي تصفيه سي چي بيانوديوې نمونې په توګه کاروکړي . چسټرفيلډ له دې امله ډېرخواشينی و،چي ترهغه ګړيه پوري ولي انګرېزي ژبي کومه ټاکلې معياري بڼه نه درلوده . خوپه دې يې بيازړه ښه و، چي دمعيارله نه سته والي سره سره په انګرېزي ژبه کي دمقدس کتاب هغه ژباړه پرته وه چي King James سر ته رسولې وه .

داتلسمي پېړۍ ګرامريان زياتره په دې عقيده وه، چي دانجيل همدغه ژباړه ډېره ښه معياري انګرېزي ده .

په دغه مقدس کتاب کي کارسوي ژبي دوه رازه اعتباردرلود، چي يويې ژبنی اوبل يې ديني و. پردې نظرباندي تر نونسمي پېړۍ پوري لاترزياتي اندازي پوري توافق موجودو.

هيجنسنHiggenson په دې باب ليکلي وه چي دانجيل انګرېزي په عملي توګه زموږدژبي معياردئ په هغه کي دنورو زياتوتاثيراتو تر څنګ دانګرېزي ژبي دښووني وسايل سته چي په پرتلېزه توګه يې ددوه نيموسووکالوپه اوږدوکي بدلون نه دئ موندلئ .

هيڅ يوې اکاډيمۍ يا معتبري ډيکشنرۍ ددې توان نه دئ موندلئ چي دغه راز عام سټنډرډ دي منځ ته راوړي ، يادي ملت ته دغه شان متحدالشکله لارښووني وړاندي کړي .دهيجنسن په استدلال کي دوه ډېرمهم ټکي دادي چي دمعياردواړي معناوي پکښې په پام کي نيولي سوي دي .

دی وايي چي دانجيل دغه ژباړه دانګرېزي ژبي معياردئ اوددې معناداده چي دغه معيارته بايد په اعظمي توګه مراجعه وسي .

دی انجيل ته په دې خاطرهم دمعيارپه توګه قايل دئ چي هغه ديوې راغونډونکي اويوموټي کوونکي قوې په توګه کارورکوي،دداسي قوې په توګه چي خلګ ديولړ ځانګړو ارزښتوپر شا و خواباندي راغونډېدلوته رابولي .

(۴)

هغه څه چي موږته په دې نظرياتوکي په زړه پوري دي ،دادي ،چي په هغه کي دمعياردواړه معناوي په ګډه سره کارسويدي .

معيارله يوې خوا د داسي يوه ارزښت په توګه راڅرګندسوی دئ چي بايدترلاسه سي اوبل وار بياديوه متحدالشکل عمل په توګه رامنځ ته سوی دئ چي بايدترسره سي . اوددې پرڅنګ داخبره هم له دلچسپۍ خالي نه ده ، چي دليکلواو ويلو ژبه بايدسره پتلېس سي .

اساسي پوښتنه داده چي آيا له ژبني معيارڅخه مراديوه ځانګړې سطحه ده چي په ليکلې ژبه کي ځان بايدورورسول سي اوکه يوه ځانګړې سطحه ده چي دويلوپه ژبه کي بايدځان ورورسول سي ؟ ددغي سخرغوټي خلاصول په حقيقت کي يوه ډېره سخته ستونزه ده اوددې ستونزي داوارولوله پاره دهغو هڅو مطالعه ضروري ده چي دمعياري ژبي داصطلاح دکارولوپه برخه کي يې د نونسمي اوشلمي پېړۍ له ژبنيوڅېړنوڅخه څرک ايستلای سو. زه به په دې برخه کي هغه ستونزي وسپړم چي په نونسمه پېړۍ کي انګليسي ژبپوهان ورسره مخامخ سوي وه .

په دې ستونزو کي يوه د لهجې اوژبي دتشخيصولوستونزه وه اوداداسي يومشکل و، چي حلېده يې اسانه کارنه و.

په انګلستان کي دانګرېزي ژبي دمعياري کولودهلوځلوپه وخت کي دلهجې مسئله يوه جدي موضوع وه .

دهغي داهميت اوپه معيار ټاکنه کي وهغې ته پاملرنه دمعياريت دخوځښت دبرخه والوپه ليکنو او ويناووکي ډېره توده مسئله وه. مايکل جان (Meiklejohn) خو حتی ٌ ژبه يوه لويه لهجه ګڼله اولهجه يې يوه کوچنۍ ژبه بلله . ٌ(۵).

امريکايي ژبپوه ډوايټ ويټني (W.Dwight Whitney) خو لادلهجوپه برخه کي نورهم پر مخ تللی دئ اووايي ٌ په رښتينې معنا سره هرفردد بل فرد په نسبت بيله ژبه وايي . دژبي هرويونکی په تلفظ او دلغاتوپه درک او استعمال اودغه رازدژبي په ګرامريت grammaticality کي فردي پېچلتياوي او ځانګړتياوي individual quirks & peculiarities ، لري ... د هر يوه مفکوره ،چي دلغاتوداستعمال له مخي يې وړاندي کوي ، له بل يوه سره توپيرلري . په دغه توپيرکي دده دکرکټر، پوهني او احساساتو ټول فرديت شامل دئ . ٌ (۶) خودويټني نظرياتو هم جدي تناقضات درلودل . که دده له دې نظرسره ، چي ويل يې هرفرد د بل فردپه نسبت بېله ژبه وايي ، موافقه سوې وای نوديوه هيواد د واحدي ژبي درلودل خوبيخي له امکانه وتل . ديوې واحدي او متحد الشکله ژبي دپلويانو سر هم په دغوتوپيرونوباندي ښه خلاص و. دوی هڅه کوله چي ددغي ستونزي له پاره يومنلی حل پيداکړي . دلهجوله پامه ايستل اونفی کول دمسئلې حل ورته نه ښکارېدئ .

ددې معضلې لومړی حل داو، چي دژبي يوبشپړقاموس تدوين سي چي په هغه کي د ژبي ټوله موجوده زېرمه دهغې له تلفظ سره يوځای خپره سي . دمخه تر دې چي دغه رازيو قاموس برابرسي ، دانګرېزي لهجويوه ټولنه جوړه سوه (١٨٧٣ع) چي English Dialect Society نومېده اوپـــــــه لنډ ډول يې ( EDS) بلله . ددې ټولني هدف دهغولغاتوراغونډول وه چي نور ورته په معياريت باندي قايل نه وه . ددې پرڅنګ يې دغه لاندي اهداف هم ځان ته ټاکلي وه

:ـــ دټولوهغوکسانو چي دانګلستان په محلي لهجوکي مطالعه کړې وه اوهغوکسانوچي دمحلي انګرېزۍ له مضمون سره دلچسپي درلوده، سره راغونډول ؛ـــ ديوه عمومي مرکزدجوړېدوله لاري دمحلي لغاتودراغونډونکو د کارونوخوندي کول څوترهغه وروسته دټولودغولغاتودثبتولوله پاره موادبرابرسي ؛ـــ دبېلابېلوهغوډيکشنريو(collections of Provincial English Words) بيا چاپول ، چي نادري موندل کېدلې ياپه لږتېراژ چاپ سوي وې ؛

ــــ دهغوسيمه ييزو لغاتودمجموعوچاپول چي په هغه وخت کي يې خطي نسخې موجودي وې ؛

ـــ دلغاتودغونډونکو،زده کونکواوټولوهغوکسانوله پاره د اطلاعاتي منابعوماخذونه برابرول چي په دې برخه کي عمومي ياځانګړې دلچسپي ولري . (۷) له دې کارسره دپوهانوعمومي دلچسپي پيداسوه . ماکس ميولر (Max Muller) ترادبي ژبي پرلهجوباندي کارته دلومړيتوب حق ورکړ اووې ليکل :ٌ ... ادبي اصطلاحات مصنوعي دي ... دژبي واقعي اوطبيعي ژوندله هغه استبدادسره سره، چي دکلاسيکواوادبي اصطلاحانوله خواسوی دئ ،دهغې په لهجوکي دئ ... ٌ . (۸). دماکس ميولر نظريه که څه هم ډېره استقبال نه سوه خو دهغه د نظرياتويوه برخه د سټينډرډ ژبي دپلويانود کارپه بهېرکي دمنلوموقع وموندله . چي خپلي خبري سره رالنډي کړم دسټنډرډژبي دمنځ راتګ جريان په پای کي بري ته ورسېدئ اودWest Saxonلهجه دمعياري ژبي له پاره اساس وګرځېد اوداکسفورډ ډيکشنرۍ په برابرولو سره دبري لوړ پړاو ته ورسېد .داډيکشنري دمعياري ادبي انګرېزۍ له پاره يوه تيوريکي منبع سوه .

موريس R.Morris وليکل : ٌ زموږاوسنۍ معياري انګرېزي په لومړي سرکي يوه سيمه ييزه لهجه وه ،چي ترټاکلو شرايطولاندي د يوې ادبي ژبي پوړته ورلوړه سوه . داشرايط نورولهجو ته ميسرنه ول . ٌ ددې بحث په پای کي بده نه وي چي ووايم په دغه وخت کي د انګلستان خلګ ، نارينه په سلوکي ٦٦ اوښځي په سلوکي ٥٠ دليک لوست په نعمت نازول سوي وه ( د١٨٤٠ احصائيه ). دا سلنه (فيصدي) دهماغي پېړۍ په پای کي په سلوکي ٩٧ ته لوړه سوه(۹). دااحصائيه موږپښتنوته بايدراوښيي چي ژبني معيارته رسېدل دليک لوست دسطحي څومره لوړېدل غواړي

معيار ـــ دژبي دمعياري کولواړتيااواړتيا

څرنګه چي موږپخپله ژبه کي دمعيارټاکلوله پاره په ليري زمانوکي کومه تاريخي اومسلسله عنعنه نه لرونومجبوريوچي دنوروژبود معيار ټاکلو جريان دخپلي ژبي دمعياري کولوله پاره دلارښودپه توګه لومړی زده کړو اوبيايې کوزده کړو.ماته اوس سمدلاسه ددې امکانات سته چي دانګرېزي ژبي د معياريت پرهڅوباندي څېړنه وکړم اوبياددغوهڅوپه روڼاکي دپښتو ژبي دمعياري کولوپرمسئله باندي وږغېږم .

ددې څېړني په ترڅ کي به پخپله دمعيار(Standard)مقوله هم لږوډېرتشريح سي .په اروپايي ژبوکي دمعيار( standard) مفهوم په بېلابېلومعناووسره ثبت سوئ دئ چي په هغوکي يې لږترلږه دوې اساسي معناوي تر نورو ډېري څرګندي دي .

لومړۍ يې دنظامي سمبول مفهوم دئ چي په هغه کي بيرغ، مجسمه ډوله تصويرونه اونورراتلای سي . دغه سمبولونه د جګولکړوپرسردودانيويانوروځايوپرسرځوړندوي اوديوه معتبر مرکزي ځای دښوولووظيفه سرته رسوي .دغه ځایونه دفوجيانود غونډېدومرکزونه څرګندوي.لکه دپاچادودانۍ،دغټواشرافويا آمرينو د ودانۍ نښانونه .

دمعيارياسټنډرډ په دغه رازاستعمال کي د عموميت، يووالي اولږترلږه ديورازمتحدالشکل والي ژورمفهوم نغښتی دئ .دمعياردوهمه معناله لومړۍ څخه بېله ده. په دې معناکي معيارديوې اندازې ياوزن يوه نمونه راښيي.

دمثال په توګه داوږدوالي داندازه کولوفلزي ميله(نيم ګزی)، دظرفيت دمعلومولولوښی،دوزن دښوولو اوسپنيزه کتله(کاڼی) اونور.يوبل معيارهم سته چي داصل(original)په معنادنقل (copy) په مقابل کي کاريږي . کاپي په ورځنيوچاروکي ديوه واحددقانوني څرګندوني په توګه کارورکولای سي خواصل ته بايدوروستۍ اونهايي مراجعه وسي. په مثال کي يې دليک اصل، دکتاب اصل،دفرمان اصل اونورراوړلای سو.

په دې ټولومعياروکي داعتبارauthoritative، عموميت commonality، يووالي unityاومتحدالشکل والي uniformity مهم مفاهيم په ګډه پراته دي .په راتلونکوپاڼوکي به ولولوچي دغه مفاهيم څرنګه د ٌ معياري ژبي ٌ په اصطلاح کي په کاراچول سوي دي اوپه دې ترڅ کي به ووينوچي انګرېزي ليکوالوڅرنګه د ٌ معيار ٌ اصطلاح له اوولسمي اواتلسمي پېړۍ څخه کارکړې ده اوهم به دغه رازهغه هڅي وڅېړوچي په دې اړه دنونسمي اوشلمي پېړۍ په ژبنيوانکشافاتوکي سرته رسېدلي دي . خبره به واردواره پخپله له ٌ معياري ژبي ٌ راونښلووچي څه ته وايي

معياري ژبه څه ته وايي ؟

معياري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چي ديوه ژبني قلمروپه هره جغرافيايي سيمه کي دپوهېدلووړوي .معياري ژبه دادبياتو او ميډياژبه وي اودا ديوې ژبي هغه ځانګړې نوعه (variety) ده چي قانوني يا يوڅه قانوني دريځ ورکړه سوی وي .

ويل کېږي چي داديوې ژبي صحيح ترينه لهجه (dialect) ده . معياري ژبه زياتره (هروخت نه ) ديوه هيواددپايتخت پرژبه تکيه لري . دژبي دغه شکل په ځانګړې توګه هغوزده کوونکوته ورزده کېږي چي غواړي دغه ژبه زده کړي اود همدې ژبي ټول ليکلي متون هماغه دمعيارپه نامه منل سوې املا او ګرامري نورمونه پالي .

ځيني په نړيواله سويه منلي سوي ځانګړتياوي چي يوه معياري ژبه په تشخيص کېږي ، دادي :ــــ يومنل سوی قاموس ياقاموسونه چي ټول معياري سوي لغاتونه اودهغواملاء پکښې درج وي ؛ــــ يومنل سوی ګرامرچي دژبي ټول شکلونه ، قاعدې اوجوړښتونه پکښې ثبت سوي وي اوهم داخبره پکښې څرګنده سوې وي ، چي کوم شکلونه بايداستعمال سي اوکوم بايدنه سي ؛ــــ دتلفظ يومعياري اومنل سوی سيسټم چي ويونکي ورته ديوه علمي اومناسب تلفظ په سترګه وګوري اودغه رازله سيمه ييزواغېزوڅخه پاک وي ؛

يوه موسسه (institution)چي ددغي ژبي داستعمال چاري پرمخ بيايي اودهغې داستعمال دنورمونوپه ټاکلوکي واک (authority) ورکړه سوی وي . لکه دفرانسې اکيډيمي Academie francaise يا رويال سپېنيش اکيډيمي Royal Spanish Academy چي صلاحيت لرونکي موسسې دي ؛ــــ

ديوه داسي منشورياقانون سته والی چي دغي ژبي ته دهيوادپه قانوني سيسټم کي رسمي قانوني ځای ورکړي ؛ــــ په عامه ژوندکي ( په محاکمواومقننه موسسوکي ) ددغي ژبي کارول ؛ــــ دادبياتويومرکزدرلودل ؛ــــ په همدې ژبه باندي دمهمومقدسوکتابوژباړل چي دويونکوله نظره سپېڅلي اومعتبروي ؛ــــ په ښوونځيوکي دژبي دمعياري ګرامراواملاء تدريسول ؛ــــ بهرنيوزده کوونکوته دتدريس له پاره دژبي دغه ځانګړې بڼه يالهجه ټاکل .

(١)

دمعياري ژبي منځ ته راتلل دبېلابېلوژبنيوتجويزونودبرياليتوب نمايندګي کوي . دهغې ټاکل دامعنالري، چي دهغوسيموژبه نورله ارزښته لوېدلې ياغورځول سوې ده،چي له دغه معيارسره توپيرلري . ددې خبري بيامعناداده چي په ځينوهيوادوکي دمعياري ژبي ټاکنه يوه ټولنيزه اوسياسي مسئله ده .

دمثال په توګه په ناروې کي دوې موازي معياري ژبي سته . يوه يې Bokmal نومېږي چي تريوې اندازې پوري دډنمارکۍ سابقې پرهغه سيمه ييز تلفظ باندي ولاړه ده چي پرناروې باندي دډنمارک دواکمنۍ پروخت رواج و،اوبله يې Nynroskنوميږي چي دابيادلويديځي ناروې دلهجوله ترکيبه جوړه سوې ده . خوايټالويان چي حتی ترنارويژيانو زياتي يوله بله مختلفي لهجې لري ، بياهم يوه معياري ايټالوي لري . عجيبه لاداده چي دايټالويانومعياري ژبه دروم پرلهجه باندي تکيه نه لري ، بلکي دفلورانس پرلهجه ولاړه ده . په اسپانيا کي هم معياري اسپانوي دماډريډ پرګړدودباندي نه،بلکي دډېرليري شمالي ولايت Valladolidپرويناولاړه ده.

په ارجنټاين اويوروګوای کي بيامعياري اسپانوي ددغوهيوادودپايتختويعني دبونيس آيريس او مونتيويدو د لهجوپربنسټ تدوين سوې ده .

معياري جرمني بياديوه ټاکلي ښارياسيمي پراساس منځ ته نه ده راغلې بلکي دڅوسووکلونوپه اوږدوکي يې انکشاف کړی دئ . ددغو څوسووکلونوپه اوږدوکي ليکوالوهڅه کوله ، داسي رازليکنه وکړي چي په يوه پراخه ساحه کي دپوهېدلووړوي .د١٨٠٠ ع کال تر شاوخوا پوري معياري جرمني يوازي په ليک کي موجوده وه . په دغه وخت کي د شمالي جرمني اوسېدونکوته، چي دمعياري جرمني ژبي پرخلاف يې د ټيټي جرمنۍ ژبي لهجې ويلې ، معياري ژبه لکه يوه بهرنۍ ژبه داسي ايسېدله اودخارجي ژبي په شان يې زده کوله .

وروسته شمالي تلفظ د معيارپه توګه ومنل سو اوپه جنوب کي يې هم خپوروکيښ . ورپسې د Hanover(۲)په شان سيموکي سيمه ييزه لهجه يومخيزه مړه سوه .

په معياري فينلينډي ژبه کي دلغاتواساسي جوړښتونه زياتره د لويديځي فينلينډۍ لهجې پربنسټ جوړسوي دي .

په يوناني ټولنه کي تراوسه لاهم دويلويوه معياري ژبه نه ده رامنځ ته سوې ځکه په يونان کي هره کميونيټي خپل ځان پرنورو ګاونډيو ټولنو باندي دلرغونتوب ، وقار، ذکاوت اونورو وړتياوو له مخي لوړه ګڼي .

دوی تل دقدرت ، ثروت اونفوذپرګدۍ يوله بله سيالۍ کوي اودې ته حاضرسوي نه دي چي دحکومت ترقانون په هاخوادي دژبي قوانين هم ولري . (۳)

په جنوبي اسياکي دهندوستانۍ ژبي دوومعياري لهجوته رسمي بڼه ورکړه سوې ده چي هغه دوې لهجې هندي ، دهندوستان رسمي ملي ژبه ، اواردو، دپاکستان رسمي ملي ژبه اودهندوستان رسمي محلي ژبه ده .

په نتيجه کي له هندوستاني ژبي څخه زياتره هندي ــ اردو مراد وي .نوري معياري ژبي ډېرپرله پېچلي اړخونه نه لري . دپاريس د فرانسوي ژبي تفوق دمعاصرفرانسوي ادب تاريخ په اوږدوکي په پراخه اندازه منل سوی دئ اوچاڅه پکښې ويلي نه دي . دبريتانياپه انګرېزۍ کي معياري تلفظ دلندن ښاردممتازو طبقو پر ژبه باندي ولاړدئ اودغه رازدانګلستان دښوونځيو دخصوصي بورډ پر sociolect باندي تکيه لري .

دامريکاپه متحده ايالاتوکي دامريکايي انګرېزۍ بېلابېل ډولونه سته خوعمومي امريکايي لهجه رسمي نه ده ځکه په هغې باندي زياتره امريکايان په روانه توګه پوهېږي .

په داسي حال کي چي دامريکا د متحده ايالاتوفيډرال حکومت رسمي ژبه نه لري ، زياترو امريکايي ايالتونوانګرېزي ژبه درسمي دولتي ژبي په توګه ټاکلې ده اوپه هغو کي لوزييانا، نيومکسيکو،هاوايي،پيرتوريکو،ګوام، او امريکايي ساموواانګرېزي اويوه بله ژبه درسمي دولتي ژبوپه توګه غوره کړي دي .

دشمالي ماياناټاپوګان درې رسمي ژبي لري .عربي ژبه چي دپنځه ويشتوهيوادورسمي ژبه ده اوتقريباٌ دوه سوه اوياميليونه تنه ويونکي لري ، دمعياري (ادبي) ژبي پرڅنګ يې خورا ډېري سيمه ييزي لهجې، چي عاميانه عربي (Colloquial Arabic) ورته وايي ،هم سته . دعربوپه نزدادبي عربي ،معياري عربي (اللغه العربيه الفصحی ) ده . له ادبي عربي څخه يې مراددقرآن ژبه اوپه شمالي افريقااومنځني ختيځ کي دډله ييزورسنيو(ميډيا) ژبه ده .

په ميډياکي ټول ليکلي آثار، کتابونه، ورځپاڼي ، مجلې اورازرازاسناد راځي . عاميانه يالهجوي عربي له کلاسيکي عربۍ څخه ټولي راپيداسوي ملي اوسيمه ييزي عربۍ دي چي په شمالي افريقااومنځني ختيځ کي د ويلوورځنۍ ژبي دي . په دغولهجوي ژبوکي ښه پوره اندازه ادبي آثار، په تېره بياډراماټيک ادبيات اوشعرونه سته.

خوکلاسيکه عربي د ټولو عربي هيوادورسمي ژبه ده اوپه ښوونځيوکي هم داژبه تدريس کيږي .

دهرهيواد تعليم يافته عرب هم خپله سيمه ييزه لهجه او هم په ښوونځيوکي زده کړې ادبي عربي لږوډېره وايي .

دعربي ژبي مصري ، مغربي ، شامي، عراقي، خليجي، اندولسي، سوداني ، حجازي، نجدي اويمني لهجې ديادوني وړدي .

تردې لنډويادونووروسته به هغه بهېرلږڅه په تفصيل سره بيان کړم چي دمعياري انګرېزۍ دمنځ ته راتګ تروخته په انګلستان کي تېر سوی دئ .په اتلسمه پېړۍ کي دمعياراصطلاح دانګلستان په هغوساحوکي ډېره کارېدله چي دژبي په باب څېړني اوبيانونه پکښې کېدل .

دې خلکو معيارته د يوه ژبني ارزښت په توګه کتل اوزياريې ايست چي دغه ارزښت تر لاسه کړي اوپه ټولنيزه توګه په رسميت وپېژندل سي .

معياريت دغه وخت ترزياتې اندازې پوري دتصفيې اوسوچه توب په مفهوم پېژندل کېدئ.سويفټ (Swift)،چي داوولسمي پېړۍ د فيلسوف جان لاک John Locke نزدې معاصرو ، پخپل يوه وړانديز کي دانګرېزي ژبي دتصفيه کولوغوښتنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چي دا تصفيه به همېشنۍ وي .

ده پردې خبره ټينګارکاوه چي ژبه دي تريوه ټاکلي حالته پوري تصفيه سي اوبيادي نودغه حالت پخپله ديوه اعتباري معيار په توګه ومنل سي چي دهغه له مخي دژبي ويونکوته لارښوونه وسي .

دده دغه ټينګارداتلسمي پېړۍ په زياتروژبنيو نظرياتوکي يوه مسلطه موضوع سوه . دسويفټ په تعقيب لارډ چسټرفيلډLord Chesterfield دانګرېزي ژبي د سوچه کولواو وروستي ځل سمولوږغ وکړ. دغه رازيې څرګنده کړه چي ژبه بايدديوه معيارله مخي تصفيه سي چي بيانوديوې نمونې په توګه کاروکړي .

چسټرفيلډ له دې امله ډېرخواشينی و،چي ترهغه ګړيه پوري ولي انګرېزي ژبي کومه ټاکلې معياري بڼه نه درلوده . خوپه دې يې بيازړه ښه و، چي دمعيارله نه سته والي سره سره په انګرېزي ژبه کي دمقدس کتاب هغه ژباړه پرته وه چي King James سر ته رسولې وه . داتلسمي پېړۍ ګرامريان زياتره په دې عقيده وه، چي دانجيل همدغه ژباړه ډېره ښه معياري انګرېزي ده .

په دغه مقدس کتاب کي کارسوي ژبي دوه رازه اعتباردرلود، چي يويې ژبنی اوبل يې ديني و. پردې نظرباندي تر نونسمي پېړۍ پوري لاترزياتي اندازي پوري توافق موجودو.

هيجنسنHiggenson په دې باب ليکلي وه چي دانجيل انګرېزي په عملي توګه زموږدژبي معياردئ په هغه کي دنورو زياتوتاثيراتو تر څنګ دانګرېزي ژبي دښووني وسايل سته چي په پرتلېزه توګه يې ددوه نيموسووکالوپه اوږدوکي بدلون نه دئ موندلئ .

هيڅ يوې اکاډيمۍ يا معتبري ډيکشنرۍ ددې توان نه دئ موندلئ چي دغه راز عام سټنډرډ دي منځ ته راوړي ، يادي ملت ته دغه شان متحدالشکله لارښووني وړاندي کړي .دهيجنسن په استدلال کي دوه ډېرمهم ټکي دادي چي دمعياردواړي معناوي پکښې په پام کي نيولي سوي دي .

دی وايي چي دانجيل دغه ژباړه دانګرېزي ژبي معياردئ اوددې معناداده چي دغه معيارته بايد په اعظمي توګه مراجعه وسي . دی انجيل ته په دې خاطرهم دمعيارپه توګه قايل دئ چي هغه ديوې راغونډونکي اويوموټي کوونکي قوې په توګه کارورکوي،دداسي قوې په توګه چي خلګ ديولړ ځانګړو ارزښتوپر شا و خواباندي راغونډېدلوته رابولي .(۴) هغه څه چي موږته په دې نظرياتوکي په زړه پوري دي ،دادي ،چي په هغه کي دمعياردواړه معناوي په ګډه سره کارسويدي . معيارله يوې خوا د داسي يوه ارزښت په توګه راڅرګندسوی دئ چي بايدترلاسه سي اوبل وار بياديوه متحدالشکل عمل په توګه رامنځ ته سوی دئ چي بايدترسره سي .

اوددې پرڅنګ داخبره هم له دلچسپۍ خالي نه ده ، چي دليکلواو ويلو ژبه بايدسره پتلېس سي . اساسي پوښتنه داده چي آيا له ژبني معيارڅخه مراديوه ځانګړې سطحه ده چي په ليکلې ژبه کي ځان بايدورورسول سي اوکه يوه ځانګړې سطحه ده چي دويلوپه ژبه کي بايدځان ورورسول سي ؟ ددغي سخرغوټي خلاصول په حقيقت کي يوه ډېره سخته ستونزه ده اوددې ستونزي داوارولوله پاره دهغو هڅو مطالعه ضروري ده چي دمعياري ژبي داصطلاح دکارولوپه برخه کي يې د نونسمي اوشلمي پېړۍ له ژبنيوڅېړنوڅخه څرک ايستلای سو. زه به په دې برخه کي هغه ستونزي وسپړم چي په نونسمه پېړۍ کي انګليسي ژبپوهان ورسره مخامخ سوي وه . په دې ستونزو کي يوه د لهجې اوژبي دتشخيصولوستونزه وه اوداداسي يومشکل و، چي حلېده يې اسانه کارنه و.

په انګلستان کي دانګرېزي ژبي دمعياري کولودهلوځلوپه وخت کي دلهجې مسئله يوه جدي موضوع وه .

دهغي داهميت اوپه معيار ټاکنه کي وهغې ته پاملرنه دمعياريت دخوځښت دبرخه والوپه ليکنو او ويناووکي ډېره توده مسئله وه. مايکل جان (Meiklejohn) خو حتی ٌ ژبه يوه لويه لهجه ګڼله اولهجه يې يوه کوچنۍ ژبه بلله . ٌ(۵)

.

امريکايي ژبپوه ډوايټ ويټني (W.Dwight Whitney) خو لادلهجوپه برخه کي نورهم پر مخ تللی دئ اووايي ٌ په رښتينې معنا سره هرفردد بل فرد په نسبت بيله ژبه وايي . دژبي هرويونکی په تلفظ او دلغاتوپه درک او استعمال اودغه رازدژبي په ګرامريت grammaticality کي فردي پېچلتياوي او ځانګړتياوي individual quirks & peculiarities ، لري ... د هر يوه مفکوره ،چي دلغاتوداستعمال له مخي يې وړاندي کوي ، له بل يوه سره توپيرلري . په دغه توپيرکي دده دکرکټر، پوهني او احساساتو ټول فرديت شامل دئ . ٌ (۶) خودويټني نظرياتو هم جدي تناقضات درلودل .

که دده له دې نظرسره ، چي ويل يې هرفرد د بل فردپه نسبت بېله ژبه وايي ، موافقه سوې وای نوديوه هيواد د واحدي ژبي درلودل خوبيخي له امکانه وتل .

ديوې واحدي او متحد الشکله ژبي دپلويانو سر هم په دغوتوپيرونوباندي ښه خلاص و.

دوی هڅه کوله چي ددغي ستونزي له پاره يومنلی حل پيداکړي . دلهجوله پامه ايستل اونفی کول دمسئلې حل ورته نه ښکارېدئ .

ددې معضلې لومړی حل داو، چي دژبي يوبشپړقاموس تدوين سي چي په هغه کي د ژبي ټوله موجوده زېرمه دهغې له تلفظ سره يوځای خپره سي . دمخه تر دې چي دغه رازيو قاموس برابرسي ، دانګرېزي لهجويوه ټولنه جوړه سوه (١٨٧٣ع) چي English Dialect Society نومېده اوپـــــــه لنډ ډول يې ( EDS) بلله . ددې ټولني هدف دهغولغاتوراغونډول وه چي نور ورته په معياريت باندي قايل نه وه .

ددې پرڅنګ يې دغه لاندي اهداف هم ځان ته ټاکلي وه :ـــ دټولوهغوکسانو چي دانګلستان په محلي لهجوکي مطالعه کړې وه اوهغوکسانوچي دمحلي انګرېزۍ له مضمون سره دلچسپي درلوده، سره راغونډول ؛ـ

ديوه عمومي مرکزدجوړېدوله لاري دمحلي لغاتودراغونډونکو د کارونوخوندي کول څوترهغه وروسته دټولودغولغاتودثبتولوله پاره موادبرابرسي ؛ـــ دبېلابېلوهغوډيکشنريو(collections of Provincial English Words) بيا چاپول ، چي نادري موندل کېدلې ياپه لږتېراژ چاپ سوي وې ؛

ــــ دهغوسيمه ييزو لغاتودمجموعوچاپول چي په هغه وخت کي يې خطي نسخې موجودي وې ؛

ـــ دلغاتودغونډونکو،زده کونکواوټولوهغوکسانوله پاره د اطلاعاتي منابعوماخذونه برابرول چ

دپښتو ليکدود پرون اونن

دپښتوالفبې دمنځ ته راتګ پرخبره باندي کورني اوبهرني پوهان په يوه خوله نه دي . اوددې لانجې تاداوپردغه حقيقت باندي ولاړدئ چي دليک مرحلې ته دپښتوژبي درسېدلودوخت په باب موږپوره مدارک په لاس کي نه لرو.

دليکدودپرسرباندي په اوسنۍ زمانه کي لانه توافق او يو لړ نورعيني واقعيتونه ددې خبري ښکارندويي کوي چي پښتنو دي تر نورو ګاونډيووروسته ليک ته اړتياموندلې وي . ددې موضوع تفصيلي څېړنه موږله خپل هدف څخه ليري کوي .

د پخوانيو روايتو او اوسنيو څېړنوله مخي دپښتو الفبې ايجاد، ياپه يوه روايت سمول دغزنوي سلطان محمود( ٣٨٧ ـــ ٤٢١ هـ ق )زمانې ته رسېږي . داروايت د خيراللغات دمولف قاضي خيرالله نوښاري له خوا دنوموړي کتاب په مقدمه کي ( د١٩٠٣ع چاپ ) بيان سوی اووروسته عام سوی دئ .

قاضي خيرالله ددغه روايت نه راوي ښوولی دئ اونه يې هم ماخذ ، چي څېړونکي دي دنوروڅېړنوله پاره ورته مراجعه وکړي .علامه رشاد (١٣٠٠ ـــ ١٣٨٣هـ ش) ددغو روايتوتريادوني وروسته د پير روښان بايزيد(٩٣١ ـــ ٩٨٠هـ ق) هغه ادعارانقلوي چي وايي پر عربي تورو باندي دپښتوتوروورزياتول دده( بايزيد) کارنامه ده .

(١) د پښتوتوروپه جوړولوکي دروښان پير دغه ادعادده يوپياوړي مريد او پيرو دولت لواڼي په دغه بيت سره تاييدکړې ده

افغاني لفظ مشکل و، لوست کوېښ نه شه

ورته وشــــــــــــوه، کننده ديارلس حرفــــــونه

دپښتوداتوري دروښان پيردلوی عقيدوي اوسياسي مخالف اخوند دروېزه ننګرهاري (٩٣٩ــ ١٠٤٨هـ ق)له خواهم کارسوي دي اوله همدې استعمال څخه ګيورګ مارګنسترنې (١٨٩٢ـــ ١٩٧٨ع ) داسي نتيجه اخيستې ده چي ګويادروښان پيرپورتنۍ ادعا حقيقت نه لري (٢). که دغزنوي سلطان محمودپه وخت کي د پښتو الفبې په باب غښتلي اسنادترلاسه هم سي ، له دې حقيقت څخه سترګي نسي پټېدلای چي دغي الفبې دايجادله زمانې ( پنځمي هجري پېړۍ) څخه بيادروښان پيرتروخته ( لسمي هجري پېړۍ ) پوري منظم اوپرله پسې تداوم نه دئ موندلی اوکه يې موندلی هم وي ، زموږپه واک کي داسي اسناد نسته چي له هغوڅخه دي ددغه تداوم دسته والي په باب داستدلال له پاره کارواخلو. دموجودواسنادوله مخي دپښتوالفبې مستندليکلی ثبت چي وروسته يې زموږترزمانې پوري له ډېروبدلونونوسره پرله پسې تداوم موندلئ دئ ، دخيرالبيان ليکدوددئ چي زموږپه څېړنو کي ورته روښاني ليکدودويل سوئ دئ .روښاني ليکدودددغه غورځنګ په نشراتواوشعري دېوانونوکي پالل سوئ دئ اوپه دغه ليکدودباندي ليکلي سوي نسخې دپښتونسخوپه زېرموکي موندل کېږي .

ترروښاني ادبياتو، چي مرادمي دروښاني غورځنګ دپيروانو دېوانونه دي ،په هاخوازموږپه لاس کي اوس داسي کومه خطي نسخه نسته چي دغه ليکدوددي يې پاللی وي .دروښان پيرلوی مخالف اخونددروېزه اودهغه پيروان ځان ته خپل پښتوليکدودلري چي په خپله نوعه کي خويوجلاليکدودورته ويلای سو، مګرله روښاني ليکدودسره يې په ځينوبرخوکي ورته والی ليدل کېدای سي .

تردغه ليکدودوروسته نو زموږمخي ته دخوشحال خان خټک ليکدود (ځنځيري ليکدود) راځي .داليکدوددخوشحال خان خپل ايجاددئ . دده خپل آثاراودده دزامنواولمسيوآثارپه دغه ليکدود ليکل سوي دي او خپرښت يې ترروښاني ليکدودځکه زيات دئ ، چي دخوشحال خاني غورځنګ ادبي ايجادات ترروښاني غورځنګ زيات اوپراخ دي .

دخوشحال خاني ليکدود يوه وروستنۍبيلګه ، چي دده تر عصرډېر وروسته دده دکورنۍ ديوه پردېس غړي دوست محمدخټک په قلم را پاته ده ، دبحرالعلوم (۳) خطي نسخه (د١٢٩٠هـ ق کال خطاطي ) ده. په دې نسخه کي دوست محمدخټک خپل قبيلوي نوم (تخلص)په خوشحال خاني ليکدودليکي اودخټک کلمې د(ټ) پرځای (ط) کاږي او تر لاندي (ء) ورته ږدي . دپښتوليکدوددتاريخي سيرڅېړونکي دپټي خزانې اوددغه عصرد ليکدودپه باب هم ږغېږي . خوڅرنګه چي دپټي خزانې دغه اوسنۍ نسخه په ديارلسمه هجري پېړۍ کي خطاطي سوې ده ، ځکه نودهغې له رويه داصلي نسخې دليکدودپه باب تبصره کول ماته مشکله ښکاري . خودهغونسخوله مطالعې څخه چي دغه عصرته نزدې ياتر هغه وروسته ليکل سوي دي ، داسي ښکاري چي دخوشحال خاني ليکدودتراغېزې لاندي چي ليکلي سوي نه وي

خوداخبره موبايدپه ټينګه په پام کي نيولې وي چي له خطي نسخو څخه په يوه عصرکي دمروج ليکدودياپخپله دليکوال يا شاعر لخوا کارسوی ليکدودمعلومول ډېره ګرانه خبره ده. ځکه خطاطان د نسخوپه کاپي کولوکي خپله ځاني سليقه اوخپله لهجه هرومرو داخلوي (۴) .په افغانستان کي داميرشيرعليخان ترزمانې پوري چي دپښتوکوم ليکدوپه لږوډېربدلون سره رواج درلود،هغه ليکدوددئ چي په مشخصه توګه له احمدشاهي عصره راهيسي په پښتوليکنوکي پالل کېدئ .

دې ليکدودکومه معياري بڼه نه درلوده اوترزياتي اندازې پوري دهرليکوال اوشاعرپه سليقه اوبرداشت پوري تړلی و. په شلمه پېړۍ کي چي افغانستان ته دتجدد اومدنيت پالني اغېزې د اميرحبيب الله خان (سراج الملت والدين) په پاچهۍ کي دسراج الاخباردخپروونوله لاري ورسېدلې ، نوپرڅنګ يې دپښتونشراتوله پاره عيني زمينه برابره سوه .سراج الاخبار په لومړي سرکي په سنګي چاپ خپرېدئ اووروسته چي دعنايت مطبعه په کابل کي تاسيس سوه (١٩١١ع) ، سراج الاخبارهم په حروفي توروخپل نشرات پيل کړل .

دا توري پارسي توري وه اوپښتومضامين اواشعاريې هم په همدې تورو خپرول .ځکه نوموږ ددغي دورې پر پښتوليکدودباندي دسراج الاخبار د نشراتو پر بنسټ نه سوږغېدلای . موږته معلومه ده چي په سراجي عصرکي د حبيبيې مدرسې له پاره دپښتودرې کتابونه دمولوي صالح محمدپه قلم ليکل سوي دي .

داکتابونه اوس زماسره نسته خوپخوامي ترنظرتېرکړي وه .په هغو کي لومړی پښتو کتاب ښاغلي عبدالکريم بريالي ( دپښتوليکدود) په نامه پخپل نوي چاپ سوي اثر١٠٥ مخ کي په لنډه توګه معرفي کړی دئ . ماته ددغه کتاب په باب دښاغلي بريالي له بيان اوخپلومشاهداتوڅخه څرګنده سوه چي دکتاب ليکدودله هغه رسم الخط سره ورته دئ، چي وروسته داماني عصر په ( مرکه دپښتو) کي هم منل سوی واوتاسي به يې په راتلونکوکرښوکي تفصيل ولولئ .داميرامان الله خان په روښانه دوره کي دپښتوليکدودله پاره منظمه رسمي هڅه دهغي ټولني له خواله سره راپيل سوه ، چي ٌ مرکه د پښتو ٌ نومېدله (۵) .

مرکه دپښتوتر١٣٠٢ هـ ش کال دمخه منځ ته راغلې وه اولومړی رئيس يې مولوي عبدالواسع خان کاکړ اوترهغه وروسته يې دوهم رئيس عبدالرحمن خان لودين و. دې مرکې دوولس تنه غړي درلودل اود وخت په اساسي قانون ( نظامنامه دتشکيلات اساسی افغانستان ) کي يې په درجېدلوسره رسمي اوقانوني بڼه موندلې وه .

ددې مرکي وظايف دپښتوژبي د قاعدوجوړول اوددرسي کتابوترجمه کول اونقلول وو(۶). د ښاغلي رفيع صاحب دڅېړني له مخي ، دې مرکې چي دپښتوالفبې له پاره کوم ليکدودټاکلی و ، له اوسني مروج ليکدوسره يې زيات توپير نه درلود .يوازنی توپيريې داو، چي د( ځ) ږغ له پاره يې د(ح) ګرافيم ته يوټکی پرسربل په غېږ کي ورکاوه .

له هغوبېلګوڅخه چي ښاغلي رفيع صاحب د(يوازينۍ پښتو) له کتابه رااخيستي دي ، ښکاري چي مرکې دکندهارۍ لهجې ځانګړتياوي منلي وې .چي تفصيل به يې تاسي په راتلونکوپاڼوکي ولولئ .دليکدودکوم اصول چي (مرکه دپښتو) ټاکلي وه ، په طلوع افغان اخبارکي هم په لږوډېرتوپيرسره تعقيبېدل .

خوبل چايې دپاللوهڅه نه کوله اوترډېري اندازې د کاغذ پرمخ پاته سوي دي .(۷) مرکه دپښتوداماني دورې له ختمېدوسره پای ته ورسېده . کله چي په هيواد کي ترسقوي انارشۍ وروسته دولتي نظم داعليحضرت محمد نادرخان اودهغه دغښتلووروڼوپه موټه ټينګ سو،ورسره سم يې په کابل کي د(انجمن ادبی) ترجوړېدو(١٣١٠ش)يوکال وروسته په کندهارکي د پښتوانجمن خښته کښېښووله سوه .دپښتوادبي انجمن د١٣١١ش کال دليندۍ په نهمه نېټه دکندهار ولايت په عامه سلامخانه کي دوزيرمحمدګل خان مومندپه وينا پرانيستل سو. نوموړي په خپله پرانيستونکې ويناکي دانجمن دندې داسي بيان کړې :١ـــ انتشارديوه مجله علمی اوادبی اواجتماعی اوتاريخي چی د پښتانه دشانه سره ښايی اومناسب ددغه کام اوژبی يی .

٢ـــ جمع اوتدوين دلغات متفرقه دپښتوپه هرکام اوهرکلی کی د پښتنوچی هرچيری وی اودفع اوورکول دمفهوم داختلاف دلغات چی بلاانديشه دکوم مصيبت څه په ميانځ کی وی ياپيداشی .٣

ـــ جمع کول اوټولول دادبی کتابونودپښتو،چی مطبوع ياغير مطبوع وی اوتشويق دتصنيف اوتاليف دداسی آثارادبيه .

٤ـــ ترجمه ددرسی کتابونوچی په موجب دپروګرام رسمی دوزارت معارف دافغانستان په مدرسواومکتبوکی ويل کيږی .٥

ـــ ترجمه اوتاليف دنورمفيدعلمی اوفنی اوتاريخی اوغيره کتابونه عصری دهری ژبی چی وی په شرط ددی چی خلاف دعقايد اسلامی دمسلمان ملت دپښتون اومخالف دسياست دحکومت مستقله دافغانستان نه وی

.٦ـــ تاسيس ديو (ملی کتب خانه دپښتو) اوهم ضمناٌ دهغه کتابو نو چی دپاسنی مطالبودپاره مفيدوی

.٧ــ په ذريعه دنشرد(( مجله ادبی )) جلب توجه دتمام ملت ودی خواته اوحاصلول دنيک بينی په نسبت د((پښتو)) ٌ

(۸). دانجمن په دندوکي دليکدودپه باب مشخصه يادونه نه ده سوې خو دانجمن له نشراتوڅخه څوک معلومولای سي چي دليکدود يوه ټاکلې لاريې تعقيبوله اوښاغلی بريالی وايي چي ٌ ... دليک په اندازکښی لږبدلون راوستلئ ....

ٌ (۹). ښاغلي رفيع په ژبپالنه کي دانجمن د تشکيلاتو اونشراتوپه باب ښه پوره څېړنه کړې ده خود ليکدودپه باب يې څه نه دي ويلي .

دکندهاردپښتوادبي انجمن په ١٣١٦ ش کال دکابل له ادبي انجمن سره يوځای سواوددواړوله ترکيبه څخه پښتوټولنه منځ ته راغله .پښتوټولنه د١٣١٦ ش کال دثورپه لومړۍ نېټه تاسيس سوه . دې ټولني خپل کاراووظايف ترخپلومخکنيوانجمنونو منظم اوپراخ کړل اوهغه په دې ډول وه

١ـــ دافغانستان دتاريخ تدوين اودافغانستان په تاريخي څرنګوالي له هره پلوه پوره ،پوره رڼااچول

٢ـــ ژبي اوادب ته تحول اوترقی ورکول ، ملی آثار(فولکلور) دوطن له هره ګوټه راټولول اونشرول

٣ــ ديوې عصري اوعملی ژبي په حيث دپښتوژبی دراژوندی کولواو تدوينولوکار

٤ـــ دکابل مجلې اوکالنۍ اونورووطنی جرائدوپه واسطه ادب اوژبی ته ترقی ورکول اوجهان ته په يوابرومندصورت دافغانستان معرفی کول

(۱۰) په ١٣٣٣ ش کال دپښتوټولني په اهدافو اووظايفوکي يوژوربدلون راغی اودنويو وظايفوپه لړکي يې ٌ دپښتوژبي دلغاتو اوقواعدو تدوين ، دضرورت له مخي دنويو اصلاحاتو او لغاتووضع کول ، ادبي اولغوي څېړني اودپښتوپه لساني علوموپوری مربوط آثارليکل او خپرول ٌ شامل سول

(۱۱) پښتوټولنه دهماغه پيل څخه دليکدودديوکولوپه لټه کي وه خو ددغه هدف دترسره کېدوله پاره يې لومړنۍ منظمه هڅه ترخپل تاسيس پنځه کاله وروسته د١٣٢١ ش دجوزاپه مياشت ( ٢١می١٩٤٢ع) ديوې غونډي په ترڅ کي چي دهيواد٢٥ تنه پوهان اوليکوال پکښې راغونډ سوي وه ، پريوويشتواختلافي موادوباندي تربحث وروسته فيصله وکړه . تردې فيصلې شپږکاله وروسته يې بيا د١٣٢٧ ش کال دسنبلې په اتمه ( ٣٠ اګسټ ١٩٤٨ع) دافغانستان اولرو پښتنو يوې ١٩کسيزې ډلي غونډه وکړه اوپه هغه کي يې پريولړاختلافي موادو فيصله وکړه .دريمه فيصله د١٣٣٧ ش کال دسنبلې په ٢٥ مه ( ٢٧ اګسټ ١٩٥٨ع) دافغانستان ، پېښور اوپښتنوليکوالواوپوهانوپه ګډون غونډه وکړه اودلومړۍ فيصلې پرڅلوروموادويې له سره بياغور وکړ اودنورو٧٣ موادوپرسريې موافقه سره وکړه

په دې فيصلوکي دپښتوالفبې پرسرله ( ڼ ــ نړ ) پرته نوراختلاف نسته اوهغه هم په ټولوفيصلوکي (ڼ) ټاکل سوی دئ . په لومړۍ فيصله کي په ( لاړ ـــ ولاړ) کي د(ولاړ) شکل فيصله سوی دئ اوپه دوهمه کي دواړه صورتونه منل سوي دي . په لومړۍ فيصله کي په ( لڅ ــ لوڅ ) کي (لڅ) فيصله سوی دئ خوپه دريمه فيصله کي بيرته په ( لوڅ) باندي تعديل سوی دئ . په لومړۍ کي په (مونږــ موږ) کي (مونږ) فيصله سوی و، خوپه دريمه کي دواړه منل سوي دي . دغه رازپه ټولوفيصلوکي ( ږغ ــ غږ) دواړه شکله منل سوي دي . په لومړۍ فيصله کي د ارواښاد الفت دکتاب په حواله د( شو ، شي ، شته ، ... ) اشکال منل سوي دي خود ښاغلي بريالي دکتاب په ١١٢ مخ کي ورته کښل سوي دي ( دواړه صحيح دي ) خوددوهمي فيصلې په برخه کي يې دغه اختلاف ته (دواړه) قيدنه دئ وراچولئ ( ١١٥مخ ) . زمالاس اوس اصلي فيصلې ته نه رسېږي چي ددغه اختلافي روايت حقيقت ځان ته معلوم کړم . ددې فيصلوټول اختلافي موادراوړل دلته لازم نه دي اولوستونکي يې دارواښادګل پاچاالفت په (ليکوالی ، املاءاوانشاء ) نومي اثر کي او دغه راز دښاغلي عبدالکريم بريالي (دپښتوليکدود) په نامه کتاب کي لوستلای سي

لکه وړاندي چي مي مثالونه راوړل ،په دغودوو کتابو کي راغلي فيصلې يوله بله توپيرسره لري .

دليکدودپه برخه کي ددې فيصلوتطبيقي اړخ په افغانستان کي تر يوې اندازې عملي سوځکه چي يورازمرکزي دولتي ملاتړ ورسره موجودو.خوترکومه ځايه چي ماته معلومات سته په لرو پښتنوکي د آزادومطبعوسته والي ددغوفيصلوپه تطبيق کي خنډونه اچول او عملي اړخ يې نن لاهم کمزوری ښکاره سوی دئ .

زموږمعاصرژبپوه دوکتورزيارصاحب دغوفيصلوته داهميت په سترګه نه ګوري اووايي چي ٌ پخوابه په پښتوټولنه ياپښتومرکه کي داسي کارکېده چي لاس به پورته کېده ، که به دکندهاريانولاسونه زيات شوه دکندهاريانوپښتوبه شوه ، که به دننګرهاريانودازيات وو ، دهغوبه شوه . خوموږداکارپرېښوده

زموږله پښتوټولني اوبياستر انسان محمدګل خان سره داتوپيروچي هغوی لومړی غوښتل چي د لاس په پورته کولواوريفرنډم له لاري يوسټنډرډ ليکنی فورم پيداکړي اوپه تېره بياوزيرمحمدګل خان دخلکوپه خولوکي ژبه ورسموله ، دا امکان نه لري .... ٌ ( ۱۲) په افغانستان کي دکره پښتوژبي دغورځنګ ترمنځ ته راتګ وروسته دپښتوټولني په فيصلوکي لاسونه ووهل سول اود( شو ، سو ، ... ) فيصلې خويې دپښتوستوروله خوالاهم ماتي سوې . اوداکارددې حقيقت ښکارندويي کوي چي دفيصلوپروخت درايواتفاق نه و اود پوهاندزيارصاحب خبره پرځای ده .دپښتوليکدودپه باب وروستۍ فيصله دباړه ګلۍ دسيمينارفيصله ده .

داسيمينارپه ١٩٩٢ع کال په باړه ګلۍ کي دپښتونخوا او افغانستان دمهاجروليکوالوپه ګډون جوړسو. دسيميناردمنځ ته راتګ زمينه دهغوټولنيزو اوکلتوري اړيکوله امله برابره سوه چي په افغانستان کي دثوردبخولي(فاجعې) له خاطره پاکستان ته دافغانانو دډله ييزمهاجرت وروسته دلرواوبروپښتنوترمنځ ټينګي سوي وې .

په دې سيمينارکي دتېروفيصلوځيني موادتعديل سول اودښاغلي رفيع صاحب دخولې خبره ده چي په مجموع کي هغه ليکدودترډېري اندازې ومنل سوچي په افغانستان کي پالل کېدئ . داسي ښکاري چي د سيمينارله نتايجوسره ځينوپوهانو،چي په سيمينارکي يې برخه نه وه اخيستې، په ځينوبرخوکي موافقه نه درلوده .

د پېښورنامتو ليکوال ارواښادقلندرمومندخوله لومړي سره دسيمينار پرضدو. ځکه ده خپل ځان ته نوی ليکدودراايستلی و اوکتابونه يې ( پټه خزانه فی الميزان او خيرالبيان اونور) هم په خپاره کړي وه . پوهاند دوکتور زيار صاحب دباړه ګلۍ فيصلوته انتقادي نظرلري اوليکي چي په دې سيمينارکي ځيني منلي اوعامي سوي سموني بيرته باطلي سوي دي . لکه ٌ عربي ټول پوروييونه په اره بڼه ليکل لکه قميص،طمع،شمط ..نيم کانسونينټي (معدوله) واونه ليکل لکه په خله(خوله) ، ګټ (ګوټ) ... کې ، همدارنګه دپښتواوږده يامجهول (و) پرځای له پېښ (ضمې) او اوږدې يامجهولې (ې) پرځای له زېر(کسرې) کار اخيستل لکه په ګمان (ګومان)،رمان(رومان)اوګله(ګېله ياګيله)،ډموکراسي (ډېموکراسي) اوله دې ټولوسره تر (ک) ، (ګ) غوره ګڼل چي يوبې سر وبوله کاردی ، ځکه داخوکوم غبرګژبيزسېمبول نه دی چې کړۍ ور واچول شي او خوشې يوتوری پرپښتوابېڅې(الفباء) ورسرباری شي چې هم تخنيکي ستونزه(ټايپ، کمپوزاوپرينټ په اړه) رامنځته کوي اوهم اقتصادي اومهالي هغه . ٌ (۱۳) دې سيمينارته دزيارصاحب ٌ ١٢٦ معياري آرونه ٌ وړاندي سوي وه خوونه منل سول چي دوکتورزيارله دې بابته خپل ناراضيتوب ښوولی دئ

ډاکټرپالوال دباړه ګلۍله دې فيصلې سره موافقه نه لري چي وايي په پښتوکي (مد) نسته . دپالوال صاحب په عقيده پښتومدلري اوده دهمدې موضوع اويولړنوروخبروپه باب خپل دلايل په تفصيل سره پخپل نوي کتاب ( معياري پښتوــ ٩٧مخ )کي راوړي دي .ښاغلی سرمحقق زلمی هيوادمل په دې برخه کي مصلحت آمېزه نظر ورکوي اوليکي : ٌ ... کومې فيصلې چې ددې سيمينارپه نتايجومرتبي شوې دتطبيق ساحه يې دپخوانيوفيصلوپه پرتله ژوره او پراخه وه ، خو زه ورسره داخبره زياتول غواړم،چي دافيصلې ځينې تخنيکي مشکلات لري ، ددې لپاره چې دتطبيق ساحه نوره هم پراخه شي د افغان،پښتونخوا(سرحد)اوجنوبي پښتونخوا(بلوچستان)د متخصصو ژبپوهانويوه ډله بياپرې غوروکړي ، هغه مشکلات او تخنيکي ګرانۍ چې پکې شته ، هغه پکې رفع کړي اوبيايې دتطبيق ساحې ته وړاندي کړي وروسته تردې بايددپښتنود بېلوبېلو سيمو او ثقافتي حوزورسم الخطونه سره يووي .

ٌ (۱۵) ښاغلي هيوادمل داتخنيکي ګرانۍ ښوولي نه دي چي کومي دي خود بيان له سياقه يې ښکاري چي له فيصلوسره يې بشپړتوافق نسته .دپښتوليکدودپه باب ځيني شخصي اوانفرادي هڅي هم سوي دي لکه دشهيدخان عبدالصمدخان ليکدو، دوزيرمحمدګل خان ليکدود ، دقلندرمومندليکدود اونور .

خوددې ټولوليکدودوزني دهغوی د مخترعينوتروفات وروسته ورتړلي سوي دي .دليکدودپه ټاکلوکي زه داسي نظرلرم چي موږبايد دپښتو ږغونو (فونيمونو) له پاره دسيمبولونوپر ټاکلو فيصلې وکړو، نه دتلفظونوپه باب .

دمثال په توګه پردې خبره بايدتوافق وسي چي اوږده يامجهوله (ې) څه رازوليکل سي . په دې برخه فيصله سوې ده چي دوه ټکي دي سرپرسرورکړه سي .

بس همدافيصله ده . اوس که دژبي ويونکي په هرلغت کي داوږدې ( ې) اړتيااحساس کړي ، همدغه شکل ب

ه ورته راوړي . موږکه په ليکدوکي داخبره فيصله کووچي اوږده(ې) دي په پلانۍ کلمه کي استعمال سي ، دادليکدودسمونه نه ده ، بلکي دتلفظ اصلاح کول دي . دتلفظ اصلاح کول په فيصله نسي ترسره کېدلای بلکي دهغه له پاره يواوږدتدريجي بهېر اومشخص ژبني او تاريخي شرايط برابرېدل لازم دئ . دليکدودپرسرداختلاف اساسي ستونزه همدغه مسئله ده اوزموږدژبي متخصصين ورته ډېره پاملرنه نه کوي .

دپښتوټولني په فيصله کي ويل سوي وه چي شو، شم ، شي به ليکو ــ بخښل ، کښېنستل به ليکو ــ چې ، کې، مې به ليکوــ ږغ ، غږ به ليکو، نورنودهرچاخوښه چي هررازيې تلفظ کوي . سو، سم ، سي يې تلفظ کوي اوکه بخل اوکېنستل اوکه چي ، کي ، مي . ددې عجيبي فيصلې له مخي نوګوياد(ش) ګرافيم د(س) اوازهم ورکولای سي،(ښ) چي په کوموتوروکي راغلی دئ ، دانګرېزي په شان ګونګ (silent) کېدلای هم سي اومجهوله (ې) دمعروفي(ي) کارهم ورکولای سي .

د (ښ) او (ږ) په برخه کي داخبره پرځای ده چي ليکلی ګرافيم بايد په همدې شکل وي خوپه وينګ کي دي هره لهجه خپل داپه پام ونيسي ، ځکه دا دعين ګرافيم اوفونيم بېلابېل تلفظونه دي . مګر د(سو) او(شو) په باب داحکم چي (شو) به يې ليکو، نوردهرچاخوښه چي څه رازيې تلفظ کوي ، يوه بې بنياده خبره ده . ځکه (س) او(ش) دوه جلاږغونه اودوه سره بېل ګرافيمونه دي اوپښتانه ددواړوپه ليکنه اولوستنه کي هيڅ رازمشکل نه لري .

دابه يوه ژبنۍ مضحکه وي چي (ش) به ليکو، که يې څوک (س) تلفظ کوي ، پروانه لري . که داديوې قاعدې په توګه ومنل سي نوآيا په نوروشين لرونکولغاتوکي به هم داجراوړوي که يا؟ له بلي خواچي لهجوته دتلفظ حق ورکول کېږي اود(س) او(ش) په تلفظ کي دوی خپل اختيارلري ، نوپه ليکلوکي ولي داحق نه ورکول کېږي . که دتلفظ له پاره ددغه شان حکم په برخه کي ژبنی جواز موجود وي ، نوولي يې په ليکلوکي دغه رازجوازنسته . داکارکه څوک دنه پوهېدني له مخي کوي يايې يودبل له مراعته کوي ،په دواړوصورتوکي زماپه نظردژبپوهني په اصولوکي يوناوړه بدعت دئ .

ددې پرځای يې معقوله فيصله داده چي دکېنستل اوکښېناستل دواړه شکله دي ومنل سي ، چې ــ مې ــ کې که چا په مجهوله (ې) تلفظ کول ،همداسي دي وليکل سي اوکه يې په معروفه تلفظ کاوه د(چي ، مي ، کي ) په شکل دي وليکل سي .

په دې صورت کي به نودالفبې يوه ګرافيم ته دتلفظ دوه بارونه ورپه شاسوي نه وي . په انګرېزي ژبه کي د همدې ضرورت له خاطره دئ چي colourاوcolor ــ labour اوlabor دواړه شکلونه هم په ورځنيوليکنوکي کارېږي اوهم يې په ډيکشنريو کي ثبت کړي دي . ما له همدې اسيته دانګرېزي ژبي داکسفورډ کوچنۍ ډيکشنرۍ ( ١٩٩٨ع کال چاپ) لومړي څلوررديفونه سرسري وکتل اويوزيات شمېرتوپيري ثبتونه مي پکښې وموندل . که مي ټول رديفونه کتلي وای ، دتوپيري لغاتوشمېر ترسووهرومرواوښتئ . داتوپيري لغتونه مي داسي سره طبقه بندي کړل :

هغه لغتونه چي بريتانوۍ اوامريکايي ليکنه يې توپيرسره لري

:Arbour Arbor (US)Ardour Ardor (US)Armour Armor (US)Axe Ax (US)Behaviour Behavior (US)Cesarean Caesarean(US) Caesium Cesium (US)Calk Caulk (US)Cancell Cancel (US)Catalogue Catalog (US)Caecum Cecum (US)Coenobite Cenobite (US)Centre Center (US)Centreboard Centerboard (US)Centrefold Centerfold (US)Clamour Clamor (US)Colour Color (US)Coulter Colter (US)Cosy Cozy (US)Defence Defense (US)Disfavour Disfavor (US)Dishonour Dishonor (US)Distil Distill (US)Dolour Dolor (US)Draughty Drafty (US)

هغه لغاتونه چي (Z) يې په (S) باندي اوښتی وي .Apologize ApologiseAtomize AtomiseAuthorize AuthoriseBaptize BaptiseBastradize BastradiseCanalize CanaliseCapsulize CapsuliseCentralize CentraliseCharacterize CharacteriseCivilize CiviliseCollectivize CollectiviseCommercialize CommercialiseComputerize ComputeriseCriticize CriticiseCustomize Customise

دهمدې څلورورديفونوربېلابېل توپيري لغاتونه

Artifact ArtefactBail BaleBarracouta BarracudaBlether BlatherBogeyman BogymanBogey BogyBond BandBotch BodgeBoult BoltBrag BraggBurk BerkCaddy CaddieCalix CalykCarvel CaravelCastor CasterCombe CombConey ConyDean DeneDike DykeDispatch DespatchDoyley DoilyDryer DrierDryly Drily

هيڅ انګرېزي ژبی له دې توپيري لغاتوڅخه هيڅ يوه ته غلط يامعياري نه وايي . ددواړوډولونوثبت اوکارول يې په ټوله معنااختياري دي . موږکه ددوکتورزيارصاحب خبره ٌ ژبه دخلکوپه خولوکي وراصلاح کووٌ، نوپه دې هم بايدسرخلاص کړو،چي دابارمزله ته نه رسېږي . عملي اومعقول حل يې هغسي دئ ، لکه ماچي بيان کړ. په دې صورت کي به له لهجوي اصطکاکونوڅخه هم خلاص سوي يواوپه بېځايه ناندروبه مووخت هم نه وي ضايع سوی . لهجوي تلفظونه دهغوخپلوويونکوته پرېږدئ . که يې دتغير اړتيا او شرايط برابرسول ،هرومروبدلون پکښې راځي. زماد خپلي مشاهدې له مخي دېرش کاله وړاندي ماله خپلوپکتياوالو ټولګيوالو څخه د پوهنتون په ليليه کي دخور، مور کلمات دخېر، مېر په شکل اورېدل . اوس يې هغوی پخپلومنځوکي لاهم نه سره وايي . د تلفظ دا سمېده د پښتوټولني دفيصلومعجزه نه ده بلکي دهغو اجتماعي اغېزو نتيجه ده چي زماپردغوټولګيوالوباندي د نورو لهجو له پښتنوسره د ګډ ژوندله لاري پرېوتلي وې .دکندهارپه پارسيبانانوکي زمادوړکتوب پروخت په (غ) باندي د(ق) بدلېدل په ټوله معناعامه خبره وه . خواوس داتلفظ ترزياتي اندازې پوري په تېره بياپه نوي تعليم يافته نسل کي له منځه تللی دئ . نه کومه فيصله ترمنځ سوې ده اونه تلفظ په فيصلوباندي بدلون مومي

ليكوال: ګل پاچا الفت

پښـتو تـه يـوه كـتـنـه

درنو لوستونكيو!

د 1318ل كال په كابل كلنۍ كې مو د ګل پاچا الفت نثري ليكنه له 298-306 مخونو غوره كړې، چې د ليكدود، ادبي هڅې، وخت او ارزښت پر خوندي ساتلو يې تاسې ته وړاندې كوو- "ورځ"په تېرو سالنامو كښ دپښتنو خصوصيات او ملى دودونه

دپښتونوالۍ تر عنوان لاندى دلوستونكو له نظره تير شوه اوس غواړو چه دپښتو خصوصيات او استعداد لږ څه څرګند او ښكاره كړو.

دامنل شوى خبره ده چه عمومى توجه او اعتنا د هر شى په اكمال كښ لوى لاس لرى او بالعكس بى اعتنائى لكه خزان دهر باغ او بڼ دپاره سخت او مهلك مرض دى، هر شى چه دخلقو له نظره ولويږى هغه هيڅكله خپل موجوديت نه شى ساتلى او ورو، ورو يى لمن غوټه كېږي، تر څو چه بېخى ورك او فنا شى، نو پښتو هم چه ډيره موده له ښارونو وتلى وه دغرو په سرو او كلو كښ يى دلويو خلكو له نظره لرى ځاى نيولى و، ارومرو به يى هغه خپله پخوانۍ پنګه له لاسه وتلى وى او لږ څه به ورته پاتى وى، داهم دپښتو ډير قوت او لوى طاقت دى چه په غرو او رغو كښ يى لا تراوسه پورى لكه دڅېړۍ ونه بى باغوانه خپل ځان ټينګ كړى او په خزان كښ يى هم خپلى پاڼى شنى ساتلى دى.

اوس چه پدى روښانه عصر كښ داخبره بېخى ښكاره شوه چه دملى ژبى ژوندون دملت په ژوندون كښ ترهر څه زيات تاثير لري، او تر څو چه علوم او معارف ديوه قام پخپله ژبه نه شى دهغه قام په ذهنيت كښ ځاى نه شى نيولى، او اجتماعيونو هم دا نظريه پوره ومنله چه لكه څنګه چه يو اقليم پخپل پيداوار او دخلكو په رنګ او خوى كښ ښكاره تاثير لرى همدارنګه په ژبه، لهجه او لغت كښ هم اثر كوى او ارومرو ديوى علافى لهجه له بلى څخه او ديوه مملكت ژبه له بل مملكت ځنى بيلېږى، نو لكه څنګه چه ديوه ځاى مخصوص بوټى په بل ځاى كښ نه شنه كېږى ديوه ځاى ژبه هم په بل ځاى كښ وده نه كوى او عموميت نه پيدا كوى.

وګورى! دتودو ملكو مخصوصى ونى په سړو ملكو كښ په ګلخانو او دښيښو په كوټو كښ هم ښى نه ساتل كېږي، نو بايد په هر وطن كښ خپله ملى ژبه وروزل شى او هر قام پخپله ژبه وغګېږى، دهمدى لامله زمونږ ملت پالونكى او بيدار حكومت دملى ژبى خواته زياته توجه وكړه او ددى ژبى روزلو او رسمى كولو ته يى ټينګه ملا وتړله، نو ډير ژربه انشاالله دا ژبه چه دى هوا او دى خاورى سره پوره موافقت لرى اوددى ځاى اصلى ژبه ده افغانستان په هره خوا كښ خپلى نيلى وځغلوى او زمونږ كورنى روابط به لا سره ټينګ كړى.

نو دا ژبه كه څه هم فى الحاله دومره علمى او ادبى ذخاير نه لرى چه د دنيا له ژونديو ژبو سره سيالى وكړى شى مګر د استعداد له لامله په بعضى ژبو څرګند او ښكاره فوقيت لرى او په همدغه ابتدائى حال كښ هم له لويو او مترقى ژبو څخه بيرته نه پاتى كېږى.نو دغه دى چه مونږ ددى ژبى په وسعت او استعداد باندى بحث كوو خو دا بحث په حقيقت كښ يو اساس دى چه د اّينده تحقيقاتو دپاره مبادى ګڼل كېږي، ځكه چه مونږ پدى وخت كښ ددى ژبى ټول خصوصيات او مزاياد حصر په ډول نه شو ليكلى، تراوسه لا په دى ژبه كښ ادبى كتابونه او مكمل ګرامرونه نه دى ليكل شوى ددى ژبى بيان او بديع، استعارات او كنايات لا هماغسى دبيخبرى په تياره او تورتم كښ پراته دي، نو دايوه نوى دروازه ده چه د اينده تنبعاتو دپاره بيرته كېږى او فى الحاله يوازى هماغه خصوصيات چه مونږ ته په محاوره كښ څركېدلى دياداشتو اونوټو په طور ليكل كېږى چه دپښتو زده كوونكى ورته ملتفت وى او په غلطۍ كښ ونه ولېږي.

دابحث دلغاتو، قواعدو، محاورى په لحاظ په درى برخو ويشل كېږى ځكه چه دا درى شيان دهرى ژبى اساسى ستنى او مهم اركان دي: لغات:داڅرګنده خبره ده چه لغات دضرورت او احتياج په اثر كښ پيداكېږى او احتياج دهر ځاى بېل وى نو مونږ په دى لحاظ لغات په دوه برخو وېشو:اول:

- اسماء او اعلام چه ديوه محسوس او معين شى دپاره ټاكل شوى وي.لكه: توره، غشى، لينده، غر، بڼ اونور.... دا ډول لغات په بعضى ځايو كښ لږ او په بعضو كښ ډير وى، ځكه چه داشيان لكه حيوانات او نباتات په ټولو ځايو كښ يو شان نه موندل كېږى اّب وهوا او نور طبيعى عوامل ددى شيانو په پيدايښت كښ ډير دخل لري، داسى شيان چه په يوه اقليم كښ وى په بل كښ يا بيخى نه وى او يا په بل رنګ ليدل كېږى نو مونږ ددى راز لغاتو په اعتبار يوه ژبه له بلى سره نه شو مقايسه كولاى اونه د داسى لغاتو زياتوالى ديوى ژبى د استعداد او وسعت دليل ګڼلى شو.دو هم: فعلى او صفتى لغات چه مصادر،مشقات، اسماى معنى ټول پكښ داخل دي، دا راز لغاتو ته البته په هر ځاى كښ ضرورت وى او دمحيط مقتضيات په كښ ډير لږ اثر كوي، نو ددغسى لغاتو زيادت ديوى ژبى استعداد او وسعت ښه ښودلى شى اوخلق هم قانع كوى، ځكه چه همدغه لغات د افهام او تفهيم ارابه چلوى او دهر راز مطلب په اظهار كښ لويه برخه لري.مصادر:مصدرونه په پښتو كښ لكه نورى ژبى بعضى لازمى او بعضى متعدى وى مګر دبعضى افعالو دپاره درى قسمه مصدر هم شته چه يوه ته متعدى او دوه نورو ته بايد لازمى اختيارى اوغير اختيار وويل شي.لكه:

- لمبول، لمبل، لمبيدل، ځنډول، ځنډكول، ځنډېدل، ځنګول، ځنګل، ځنګېدل، غپول، غپل، غپېدل، - دا راز مفهومات چه مونږ په فارسى كښ هر يوه ته كلمات نه لرو بايد په هره ژبه كښ الفاظ ولري، همدارنګه په پښتو كښ بعضى نور مصادر هم شته چه فارسى يى نه لري. لكه: (ويشتل) په معنى د (رمې) او (ختل) په معنى د(طلوع) چه دضرورت له لامله ترينه په عربى تعيير كوو. همدغه شان (وړل) او (بيول) يا (راوړل) او راوستل) چه په فارسى كښ دڅلور واړو په ځاى (بردن) او (اوردن) استعمالېږى اودپښتو امتياز په كښ وركېږى دامصدرونه اودغه شان بعضى نور مصادر ددى ژبى د وسعت ښى ښى نمونى دى چه په بعضى ژبو كښ نه شته نوويلى شو چه پښتو دمصادرو او مشتقاتو له لورى كافى او مكمله ذخيره لرى اوهر راز مفهوم اداكولى شي.په پښتو كښ غير له مصادرو نور هم داسى ډير لغات شته چه په فارسى يا بعضى نورو ژبو كښ يى عوض نه مومو.لكه: (لور) او جلۍ) چه په فارسى كښ ددواړو پرځاى ( دختر) ويل كېږى او په پښتو كښ يو له بله ډير فرق سره لرى او هر يو پخپل ځاى كښ استعماليږى.مثلاً ويل كېږي:

دا جلۍ دفلانى لور ده – چه جلۍ ته په عربى (صبيه) او لور ته (بنت) ويل كېږي، يا- لكه ( ځيږ) او (لواړ) چه هر يو ځانته بيله معنى لري، لكه لواړ اوړه او ځيږه تيږه، چه دلواړ جانب مقابل ميده او دځيږ ښوى راځي؛ همدغه شان ( پوست) او خوړين) چه په بيل بيل ځاى كښ استعماليږى، لكه:

پسته ډوډۍ او خوړينه اوګره يا غوښه چه هر پښتون يى په فرق باندى له ورا پوهېږى او په فارسى كښ دغه فرق ورك شوى دلومړيو دواړو لفظو په ځاى ( درشت) او د وروستنيو دوه و په عوض (نرم) ويل كېږي.همدغه شان (كشر او كوچنى) يا ( مشر اولوى) په پښتو كښ ښكاره فرق لرى چه كشر او مشر په اصل كښ دعمر اوسن دكميت په اعتبار او كوچنى يا لوى دجسامت اوسن دواړو په لحاظ استعماليږى، مثلاً ويل كېږى،دا سړى مشر دى، دا غر لوى دى چه غره ته مشر نه ويل كېږى يعنى لوى دمشر په ځاى كښ استعمالېداى شى او مشر دلوى په ځاى نه ويل كېږي. داخصوصيت دفارسى پدى دوه ټكو ( خورد، كلان) كښ ورك شوى دى همدغه ډول ( ځواني، ځلميتوب) دمعنى په اعتبار څرګند توپير لرى ځكه چه ځوانى پخپل مفهوم كښ عموميت لري، يوازى په انسانانو پورى خاص نه ده په حيواناتو كښ هم استعمالېږى او ځلميتوب په انسانانو پورى اختصاص موندلى اّس يا غويى ته هيڅكله ځلمى نه ويل كېږي.

دا فرق هم په فارسى كښ د (جوانى) په كلمه كښ پټ شوى دى. لنډه دا چه دپښتو له پلو لاندى داسى ډير محاسن پټ دى چه پښتانه هم لا تراوسه پورى ورته نهدى ملتفت شوى او لكه څنګه چه ددى خاورى نور قيمتى شيان پټ پاتى دى همدغه شان يى ژبه هم يوه پټه خزانه او سربسته كتابخانه ده چه ورو، ورو ورته خلك ملتفت كېږي، كه مونږ ددى ژبى لغات له ژورى كتنى لاندى ونيسو او زيات تحقيق پكښ وكړو ارومرو به مومضمون له هغى ټاكل شوى اندازى اوږد شى نو دنمونى په ډول څولغتونه چه سمدلاسه مخى ته راځى او په فارسى كښ ورته الفاظ بيخى نه لرو او په عوض يى عربى استعمالوو يادڅو لغتونو په عوض يو لغت لرو دمثال په طور لاندى ليكو: لغات ترجمه لغات ترجمهاغيزه تاثير ټاكل تعينلوښى ظرف بوب، نګه خالصمينه عشق، محبت كټ مټ عيناًبډى رشوت وړانګې، پلوشې شعاعكركه نفرت ويسا اعتمادوده نشو ونما ويار عيب واك اختيار ونه قدتور تهمت جوارى قمارتيرى تجاوز كلك محكمڅېر،ډول،راز طور، قسم تركاڼ نجارګالل ... برمته ...غولى صحن شيبه ساعتمښلى مستعمل سيال كفوبسپنه .... سيمه ...پرديس مسافر ګروهيدل اعتقادلورى، خوا ... هسك جګ،لوړ پلو، لودن سو اوچت،دنګ بلندتياره، تروږمۍ ... پرېكول، غوڅول بريدنتورتم تاريكي څملاستل ، ويديدل خواب شدنلړل، خوزول نرى، مئين باريكښورول شوردادنوليدل،پرېوتل پرزېدل پورته، پاس بالاغورزېدل افتادنواښه، پروړه، بوس كاه وريځ، ادوره ابرپالنه، روزنه پرورش ليدل، كتل ديدننړول، ړنګول لمباندن قواعد:دلته زمونږ غرض دا نه دى چه ددى ژبى په ګرامر باندى څه علمى بحث وكړو، په دى برخه كښ مونږ يوازى دپښتو بعضى ګرامرى خصوصيات چه نسبت فارسى يا كومى بلى ژبى ته يى لرى د اختصار په ډول ليكو.پښتو لكه څنګه چه دتذكير اوتانيث له كبله لكه عربى خورا پراخه ژبه ده او دتانيث دپاره ډيرى زياتى علامى لرى همدارنګه دجمع دپاره هم زښت ډير اوزان لرى چه له فارسى سره هيڅ نه مقايسه كېيږى ځكه چه فارسى دجمع دپاره يوازى همدغومره كوى چه دمفرد په اخر كښ (ها) زياتوى او بس، په ادبى كتابونو كښ لا بعضى جمع په الف او نون او بعضى په (ګان) سره ليدل كېږى چه په محاوره كښ نه اورېدل كېږي، په پښتو كښ حروف مغبره چه په عربى اصطلاح ورته عوامل وايى هم شته چه بعضى په وروستنيو او بعضى په مخكنيو كليمو كښ تغير پېښوي، دا حرفونه يو د اضافت دال او بل د ندا حرف دى چه كله حذفېږى هم او نور دا لاندينى حرفونه دي:د، تر، په (پر) بې، ته ، سره، پكشې- دا حرفونه په هره كلمه كښ عمل نه كوى او نه تل يو شان تغير پېښوي، داحروف بى له درى وروستيو نور ټول په وروستۍ كلمه كښ تغير پېښوى او (ته) يا (سره) په مخكى كلمه كښ عمل كوي، اّخرنى حرف تجزيه كېږى (په) له كلمى نه مخكى او (كښ) وروسته راځي.داحروف كه له هغو مفرد مونث اسم سره راشى چه په اخر كښ يى معروفه (ى) وى په ثقيله يى بدلوي، لكه:

دځوانۍ په وخت كښ – يا- په خوشحالۍ پيل شوه- او كه له مصدر يا اسم جنس يا اسم عدد سره راشى نو په اخر كښ يى مجهول واو زياتوي، لكه: په ويلو هيڅ نه كېږي- ستا تر راتلو به زه دلته ناست يم – فلانى په څلوروځى – غنمو سره يى جوار ګډ كړي- ليكن په محاوره كښ اسم عدد كله پخپل حال هم پاتى كېږي.دا حرفونه په هغه جمع كښ چه اخر حرف يى صحيح يا معروفه يا مجهوله (ى) وى هم دغه شان عمل كوى يعنى په اخر كښ مجهول واو زياتوى خو مجهوله (ى) ارو مرو او معروفه په بعضى لهجو كښ حذفېږى، لكه :

د مېږو پۍ راوړه، سړيو يا سړو ته ووايه، له ځوانانو پوښتنه وكړه- داحرفونه هغه مفرد اسم چه په اخر كښ يى ملينه (ى) يا خفى (ه) وى دجمع په صورت ګرزوي، لكه: د سړى په لستوڼى كښ څه شى دى؟ دښځى په ټكرى كښ غله ده- بى مالګى ډوډۍ ښه نه ده – ماضى متعدى هم پخپل فاعل كښ عمل كوى كه فاعل يى اسم جنس يا اسم عدد يا هغه جمع وى چه اخر حرف يى صحيح يا معروفه يامجهوله (ى) وى نو په اخر كښ يى مجهول واو زياتوى او كه مفرد اسم وى او په اخر كښ يى ملينه (ى) يا خفى (ه) وى نوملينه په معروفه (ه) په مجهوله يى بدلوى، لكه : فلانى اوبو ويووړ يا څلورو كسو وواهه، سړى ويلې، ښځى وويل-همدارنګه ، چا، ما ، تا،ده ، دى – چه په معنى دڅوك، زه، ته، دى، دا – دى اومفهوم په اعتبار هيڅ فرق نه لرى په استعمال كښ همدغه توپير لرى چه لومړۍ ډله له مغيره حروفو سره راځى او دماضى متعدى فاعل هم واقع كېږى لكه: چاسره ځې، ماته څه وايې، بى ما دى شل نه كړه. په تا اړه نه لرم، تر ده يا له ده احمدښه دى، ده ويلي، په ما كښ دروغ نه شته-

او روستۍ ډله غير له دغو ځايو په نورو مواقعو كښ استعمالېږى مگګر هغه مصادر چه په سر كښ يى يو واو زياتېږى او ماضى ترى جوړېږى د هغو مصادرو ماضى كه لازمى وى هم فاعل يى ما، تا، ده، دى، چا- راځى لكه ما ولمبل ما لمبلى و، ده وځنګل، ده ځنګلى و، چا ودانګل، چا دانګلى و، په دې پنځو كلمو كښ، ما او تا يو بل خصوصيت هم لرى چه د فعل حال مفعول واقع كيږى.

لكه: زه تالېږم، ته مالېږې- په پښتو كښ يو بل خصوصيت دادى چه ماضى متعدى دخپل مفعول په اعتبار تغير مومى او په فارسى يا عربى كښ متعدى فعل ماضى وى او كه فعل حال لكه لازمى فعل د فاعل تابع وى، لكه: ما احمد وواهه، مونږ احمد وواهه چه په دواړو جملو كښ فعل دمفعول په اعتبار يو شان راځى، ما او مونږ پكښ هيڅ تغير نه پيښوى او كه مونږ دا مفهوم په فارسى ادا كوو نو – من احمد را زدم، ما احمد را زديم- به وايو او د فاعل رعايت په كوو همدغه شان په عربي- ضربت زيداً، ضربنا زيداً- ويل كېږى او فعل له فاعل سره مطابقت كوي، ليكن پښتو او فارسى بيا پدى كښ سره نژدى دى چه په دواړو نومو كښ فاعل او مفعول په خلاف د عربى له فعل څخه دمخه راځي.په پښتو كښ په همدغه عربى حركاتو باندى بسوالى هم نه دى شو، د زوركى په نامه يو بل حركت هم په پښتو كښ شته چه له زور نه لږ خفيف اداكېږي، داحركت كه له " ى" ځنى مخكښ راشى هغى يى ته ثقيله ويل كېږى چه دا ډول يى به هم په فارسى او عربى كښ نه وى نو په حقيقت كښ دايو مستقل حرف دى چه له نورو يا ګانو سره قافيه كېږى هم نه په پښتو كښ په خلاف د فارسى او عربى ابتدا په ساكن باندى هم كېږى چه پښتنو ته اسانه او نورو ته يى تلفظ ډير ګران دى په پښتو كښ بالعكس دفارسى او عربى صفت له موصوف او مضاف اله دمضاف نه مخكښ راځى نو پښتو دګرامر په اعتبار له فارسى او عربى دواړو څخه ځان بيلوى مګر خپل نژدى والى هم ورسره ساتى.دا يوه لنډه تبصره وه چه د پښتو په ګرامگرى برخه وشوه زيات تفصيل زمونږ له دى لندى مقالى سره موافقت نه كوى د همدى لامله مو د حروف مغيره و تفصيل او بعضى تغير و ته پرېښوده او له هغو نظرياتو څخه مو هم صرف نظر وكړ چه اوس يى لا د اظهار وخت نه دى او ډير اوږده بحثونه غواړى.محاوره:په هره ژبه كښ لغات او قواعد د محاورى تابع او لاس لاندى وى ډير ځله داسى كېږى چه محاوره د يوه لغت اصلى او وضعى معنى په بله معنى بدلوى او لغت پخپله خوښه په مختلفو ځايو كښ استعمالوى نو ويلى شو چه دژبى ټول خصوصيات دمحاورى په ناليكل شوى كتاب كښ درج او ثبت دى، كه يو سړى ديوى ژبى كافى لغات زده كړى او په ګرامر باندى يى هم پوره علم راولى سره له دى كه له محاورى سره اشنا نه وى خپل مطلب په يوه صحيح عبارت نشى ادا كولى.كه يو پښتون د فارسى په لغاتو پوهېږى او له محاورى څخه نه وى خبر ضرور بايد دسين غاړى ته ګردن دريا ووايى ځكه چه په فارسى كښ د غاړى ترجمه په ګردن سره كېږى او ده ته دا نه ده معلومه چه دفارسى محاوره په دى ځاى كښ له پښتو نه مخالفه ده او دګردن په ځاى (لب) استعمالېږى نو معلومه شوه چه يوازى لغات او ګرامر سړى له دغى غلطيو څخه نه شى خلاصولى، همدغه سبب دى چه نن دژبو دزده كړى دپاره دمحاورى (برليتس) اصول غوره شوى او دا خبره ومنل شوه چه په ګرامرى اصوولو ديوى ژبى زده كول ډېر ګران دي.وګورى زمونږ علماء دعربى ژبى ګرام او ټول ادبى كتابونه په ډير غور او دقت سره لولى او دلغاتو هم كافى ذخيره لرى سره له دى په عربى نه شى غږېدى، نو هر كله چه هره ژبه ځانته محاوره او خصوصيات لرى پايد دپښتو زده كوونكى لا څه چه ليكونكى هم دپښتو اصلى محاورى ته ښه ملتفت شى او پخپل ليك كښ دپښتو رنګ وساتى.زمونږ بعضى ليكونكى چه تر پرونه پورى يى هرڅه په فارسى ليكلى او لوستلى دى دليكلو په وخت كښ د پښتو خصوصيات هيروى او خپل مطالب چه په فارسى پيرايه كښ د دوى په ذهن كښ پراته دى په پښتو د ترجمى په ډول ليكى،

مونږ ډير ځله په جرايدو كښ پښتو عنوانونه وينو چه د محاورى مراعات په كښ نه وى شوى مثلاً د دى په ځاى چه (نيالګى ايښودل) وليكى نيالګى كښينول چه د نهال شانۍ ترجمه ده ليكى او خپلى سهوى ته هيڅ نه ملتفت كېږي.

زه دا نه شم ويلاى چه سړى به لـه دى تاثيره ځان سمدلاسه بيخى خلاص كړى شى، ځكه چه په يوه ځاى كښ د دوه ژبو اختلاط او ګډوالى ضرور دا تاثير لرى چه يوه ژبه په بلى اثر وكړى او خصوصيات يى سره ورك يا پټ شى لكه چه اوس په پښتو اوفارسى دواړو كښ دپټكى په نسبت دا دوه محاورى اورېدل كېږى چه يو وهل او بل تړل دى مګر په اصل كښ شايد داسى نه وى يوه دپښتو او بله دفارسى وى چه وروسته يى د اختلاط په اثر كښ په دواړو ژبو كښ داسى عموميت موندلى وى چه اوس يى څوك فرق نه وشى كړى، زمونږ عرض فى الحاله عمدغومره دى چه هرڅوك دى خواته ملتفت شى اود پښتو اصلى اوعارضى محاورى حتى الامكان يو له بله بېلى كړي.

اوس سړى له بعضى پښتنو دا هم اورى چه (غلو لوڅ كړم، سترګى يى خلاصى كړى) مګر كه څوك غور وكړى، هغه پوهېږى چه د پښتو اصلى محاوره دا نه ده بلكى دا د فارسى اثر دى چه په پښتو وليدلى دى، څوك چه له دى تاثير څخه خلاص دى هغه وايي- غلو وشكولم، سترګى يى وغړولې- نو ليكونكى بايد ډير غور وكړى او دغه ډول محاورى له لاسه ونه باسى او زيار وكاږى چه دپښتو هغه اصلى محاورى چه نن هيريدو ته نږدى دى بيرته دخلكو غوږو ته ورسوي.سره له دى چه نن عام پښتانه وايى چه :

فلانى ډوډۍ خورى او دى جملى ته هيڅوك غلط هم نه شى ويلى مګر كه ليكونكى ددى په عوض (نارى كوي) هم استعمال كړى او دا محاوره ترك نه كړى ډير به ښه وى ځكه چه دا محاوره كه له لاسه واوزى يو لغت (نارې) چه دپښتو خاص لغت دى او په فارسى كښ نه شته هم له ځانه سره وړي؛ نو بايد چه محاورات ښه وساتل شى ځكه چه د ژبى مخصوص لغات د محاورى په لمن كښ پراته وي. كه مونږ د محاورى خواته زياه توجه وكړو پرديو لغاتو ته هم دومره نه اړېږو، مثلاً د دى په ځاى چه دا سړى له ماځنى منع كړه ويلى شو چه دا سړى له ماځنى واړوه، همدارنګه دتابع كېدلو په ځاى، غاړه ايښودل، او د اقتدار په ځاى لاس بريدل ويلى شو.ډير خلق داوايى چه: فلانى ديده ودانسته دغسى وكړه او د دى د پاره په پښتو كښ (په لوى لاس) محاوره موجوده ده چه همدغه مفهوم ادا كوى.غرض دا چه د پښتو لمن له هرى خوا پراخه او اوږده ده چه د هر مفهوم د پاره ډېر لغات او مختلفى محاورى لري، او دا ژبه په همدغه حال كښ هم چه ډيره موده لكه شاړه مځكه له سترګو غړانده او بى روزنى پاتى وه او له بلى خوا پرى باندى د يوى بلى ژبى زورور طوفان هم راغلى چه بايد د دى ژبى هر څه يى په مخ وړى واى او هيڅ ورته نه واى پاتى سره له دى لا خپل موجوديت تراوسه پورى ساتلى دى چه اوس هم په بعضى لويو ژبو څرګند او ښكاره فوقيت لرى او په همدغه حال كښ هم پښتانه په خالصه پښتو نثر او نظم ښه ښه مضمونونه ليكلى شى.

څېړنه:د پښتو لرغونتوب

ښاغلي علي اكبر جعفري د تهران په (سخن)نومي مجله كې د پښتون او افغان په باب يوه څېړنه كړې وه،هر كله چې په دغه ليكنه كې ځينى جزى له خپل اصلي شكل نه په بل ډول اوښتې وې،نو ځكه مې وغوښتل چې په دغه باره كې يو څو كرښې وليكم او د ده په نظريه باندې يوه رڼا واچوم .

دى د ۱۳۴۵ ش كال په (۱۱) ګڼه كې ليكي

چې پښتانه كاريګر رښتينى،نيك خويه،ساده او آزاد خلك دي او شمير يې په افغانستان او نورو ځايو كې (۱۱) ميلونه ته رسيږي)) د پښتنو له پخواني تاريخ څخه په پوره ډول څرګنديږى چې دوى يو كاريګر،نيك خويه،رښتيا ويونكى په آزادۍ مين اولس دى.موږ د دې يادونې پوره نمانځنه كوو،مګر دومره وايو چې د نفوسو د شمير په باره كې د ښاغلي جعفري يادونه سمه او په ځاى نه ده

د پښتنو يا د پښتو ژبو شمير يوازې په افغانستان كې د لسو مليونو په شاوخوا كې دى او په كوزه پښتونخوا كې هم لسو مليونو ته رسيږي چې د ټولو پښتو ويونكو شمير د شلو ميلونو شاوخوا كې اټكل كيږي.

سيدجمال الدين افغان په خپل مشهور كتاب ((تتمة البيان فى تاريخ الافغان))كې د افغانستان غالب عنصر پښتانه بولى

(۱)

ښاغلى عبدالعظيم وليان د ايران يو مشهور ليكونكى په افغانستان كې د پښتو ويونكو شمير په سلو كې اويا (۷۰) ګڼى.(۲)

شوروي پلټونكى هم په دې عقيده دى چې د افغانستان دوه برخې اسيدونكي پښتانه او پښتو ويونكي دى لكه چې پروفيسر اسلانوف په خپل كتاب د (لومړنۍ آسيا د خلكو احصائيه) كه ليكلي دى

چې د افغانستان په سلو كې شپېته اوسېدونكي پښتانه دى.(۳)

ښاغلى جعفري په نوموړې ګڼه كې د پښتون اصلى شكل ( پرسو = پارسى) ګڼي چې په سانسكريټ كې (پرشو) دى دى وايى چې پښتو (شت) د اوستا له لاس = رست سره او د سانسكريت له ((رش)) سره يو ازو مساوي دى . لكه پوښتل چى په اوستا كې (پرس) دى. دى وايى چې پرسو خلك په ويد كې د جنګيالو په نامه ياد شوى دى

د ده په تعبير (پرسو = پرشو) پښتۍ ته وايى . ښاغلى جعفري يوازې د لغوي څېړنې له مخې د پښتون - نامه په باب يوه نظريه ښكاره كړې ده،حال دا دى چې تاريخي شيان يوازې په لغوي څېړنه نه ثابتيږي.

ټول ختيځ پوهان په دې خبره سره يوه خوله دى چې د پښتون اصل هماغه د ريګويدا (پښت = پكهت) دى چې درې نيم زره كاله پخوايې په يو ليكى سند كې يادونه شوې ده

د يونان لوى مؤرخ هيرودتس چې په افغانستان كې د (پكتويس) په نامه كوم خلك ياد كړي دي هغه هم دا پښتانه دي نوميالى مورخ بهادر شاه ظفر كاكاخېل په خپل كتاب (پښتانه د تاريخ په رڼا كې) هسې ليكي : د ريګويدا په سندرو كې څو ځايه د پكتها يادونه په دې دلالت كوي چې پكتيان د آريائي قبيلو په جرګه كې د نوم او نښان خاوندان وو دا قبيله يوه مشهوره قبيله وه . (۴)

اروپائى ختيځ پوهان لكه ډاكټر ترومپ،پروفيسر لاسين،مسترګريرسن وايى

چې پښتون هغه قام دى چې په لومړي ځل يې په ريګويدا كې د (پكهت،پكهتا،په نامه يادونه راغلې ده او بيا يونانيانو د (پكتويس،پكتوان)په نامه يادونه راغلې ده او بيا يونانيانو د (پكتويس،پكتوان) په نومو ياد كړي دى او د دوى ځمكه يې د پكتيكا،پكتين په نومو ياده كړې ده چې دغه ټولې كلمې له اوسنى د پښتون،پښتيخا،او پښتون خوا سره سمون خوري.(۵)

له پورته تاريخي څېړنې څخه ښكاره مالوميږي چې د پښتون اصل هماغه (پښت،پكهت)دى او يوازې په دې دليل چې (رس ، رش) په (شت)بدليږي،(پرسو،پرشو) يې اصل بلل يوه بې اساسه خبره ده. موږ د دې خبرې سره كوم مخالفت نه لرو چې د پښتو ((شت)) د اوستا له (رس،رست)او د سانسكريت له (رش)سره برابر دى،مګر د پښتون په كلمه كې منځنى تورى ((شت)) نه دى بلكې ((ښت)) دى چې ځانله غږ او شكل لري. زموږ په خيال پرسو يا پارسو بايد د ژبې نوم وي لكه پښتو چې د ژبې نوم دى او د نسبتى(و) په زياتولو يې د ((پښت)) قوم ته نسبت كيږي.دغسې د پرسو او پارسو نسبت هم پارس ته كېداى شى

دا صحيح ده چې د پوښتل په مقابل كې په اوستا كې (پرس) راغلى دى - خو دا كوم عام قانون نه دى ولې چې نور مثالونه نه لري او د پښتو د غوښتل په مقابل كې په پارسي كې خواستن راځي. موږ دا منو چې (پرسو،پرشو)به د يو قوم نوم وي،خو لفظي ارتباط يې له (پرتوه) سره ډېر زيات دى،چې د ټولو ايراني پوهانو په نظريه يو اريائي قوم دى او ژبه يې پرتوى يا پهلوي بلل شوې ده

د (پرسو،پرشو)د كلمو اصلي معنا اول او لومړى كيږي لكه چې د (پرون،پروس)په كلمو اصلي كې په ښكاره ډول مالوميږي. د پرستو په كلمه هم دغه معنى پرته ده ،ځكه لومړۍ مرغۍ چې په پسرلي كې راځي توتكۍ دي چې په پارسي يې پرستو بولي. دغه شان (پرشوتم)كې چې د لومړي روح يا لومړي عقل معنى وركوي. نو كه چيري ښاغلي جعفري د پښتون اصل (پرسو،پرشو)بولي نو بيا ښايى چې پښتون د ټولې نړۍ لومړى نژاد لومړنى قوم وګڼى او پښتو د ټولو ژبو مور وبولي.

ښاغلى جعفري د سخن مجلې (۱۲) ګڼه كې ليكي : چې د افغان نوم ايرانيانو وركړى دى

په اوستا كې (او - جن - اپ جن،او په سانسكريت كې (اوهن - اپ هن) د وهلو،وژلو،غورزولو په معنى دى.د فاعل نوم په اوستا كې(اوغنه،اپغنه،اپغانه) او په سانسكريت كې (اوګهنه،اپګهنه) راځي چې د جنګيالي او ساتونكي معنى وركوي.دى وايى چې په سانسكريت كې (اوهن)د جدا كولو او شړلو په معنى دى.(۶)

د افغان د كلمې كومه معنى چې ښاغلى جعفري كړې ده،د پښتون قوم سره پوره اړخ لګوي ولې چې دوى يو جنګيالى او توريالى قوم دى

خو دغه ډول اشتقاق چې له (اوجن)نه او غنه جوړوي او له (اوهن)نه او ګهنه راباسي،په بل ځاى كې كوم مثال او نمونه نه لري. دى په خپله مقاله كې پښتانه له ايرانيانو نه جلا شوي بولي نو ځكه يې (اوهن) ته د شړلو او جدايۍ معنى هم وركړې ده. حال دا دى چې دغه مفهوم د پښتنو په حال نه برابريږي. پښتانه په خپل اصلي وطن بلخ او د هغه په شاوخوا كې اوس هم مېشته دى او ايرانيان ورنه بېل شوى او د غرب په لوري تللى دى.

د افغان د كلمې په باره كې د ځينو نورو پوهانو نظريه دا ده چې اصل يې اوغان دى چې په ارمني ژبه كې د غره اوسېدونكي ته وايى. دغه نوم د لومړي او دريم شاپور د نقش رستم په كتيبه كې د (ابګان،اپګان،اپاګهان)په شكل راغلى دى

چې دا ټول د افغان د كلمې سره نزدېوالى لري.

خوشحال خان په دستار نامه كې وايى چې اوغان د ديو نيوونكي په معنى دى. او دا لقب ورته سليمان (ع) وركړى دى .(۷)

لكه چې ښكاره ده دغه ټولې معناګانې د پښتون د قوم له تاريخ او حالت سره پوره ا ړخ لګوي،خو دومره خبره ده چې مفهوم يې عام دى او په هر قوم كې دغه حالت پيدا كېداى شي په غرونو كې نور قومونه هم اوسي او توريالي او جنګيالي هم وي. نو ځكه موږ په دې برخه كې د نظر خاوندانو ته يوه بله نظريه وړاندې كوو.

زموږ په خيال په دغو ټولو نومو كې د (اپاگان) شكل اصل ته نزدې دى. په دې خبره زيات پوهان اتفاق لري.

چې دغه نوم يو لقب دى او د نورو له خوا پښتنو ته وركړ شوى دى

لكه چې ښكاره ده د (پښت = پكهت) قبيلې په نور و آريائي قبيلو كې د مشرۍ او درناوۍ حق درلود. دا قبيله په ټولو كې د واك،اختيار او عزت خاونده وه - نو ځكه ورته اپاګان ويلي شوى دى يعنې مشران او د درناوي خاوندان. د (اپى) كلمه د لوى په معنى هم راځي لكه چې د لغمان په سايګل كې (اپى كافر) يو لوى كافر ؤ چې د غازي محمد دروېش له لاسه په (۹۹۰ هـ) كې مړ شوى دى. د (اپا،اپه) كلمې اوس هم د احترام او درناوي لپاره استعماليږي او مشرې ښځې ته په كابل كې (اپه) وايى. د اپا كلمه د (پاپا) هم معنى ده لكه (ابا = بابا ، اكا = كاكا) چې سره يوه معنى لري.

د اپاګان دوهم توكى (ګان) دى چې د جمع نښه ده،خو وروسته ورځنې مفرده كلمه جوړه شوې ده او اپګان = افغان ورنه جوړ شوى دى. موږ د ښاغلي جعفري له معنى سره نزدې د (اپه ګان) په كلمه كې يوه بله نظريه هم وړاندې كول غواړو او هغه دا ده چې د (اپه ګان)لومړى توكى (اپه).(۸) د حملې او يرغل په معنى دى او دوهم توكى يې (ګان) دى چې د (ګن،ګين)(۹) يو بل شكل دى.

ګين د يو نسبتى سفكس حكم لري لكه په (اوګين او بارګين) كې - دغه شان د امرګان په كلمه كې (ګان) يو فاعلي پسينه ده چې د آمر او امر وركوونكى معنى لري. نو په دې حساب د (اپه ګن - اپه ګان) معنى حمله كوونكى او هپه كوونكى كيږى چې لازمي معنى يې زړور او توريالى كيږي. (۱۰)

او دا معنى ګانې د پښتون قام له حاله سره ښه اړخ لګوي. دا پغنه په كلمه كې يوه بله توجيه هم شته - اپ د جګ،پاس او سر په معنى دى لكه په اپسر كې چې د تاج په معنى دى او (غن، غنه،غني)نسبتي لاحقې دي لكه په (سرغنى)كې نوا پغنى ،اپغنه،اپغان هم د مشر،سردار او واكدار معنى وركوى.(۱۱)

لمنليكونه

1. د تمة البيان پارسي ترجمه د كابل چاپ ۱۵۶ مخ

2. افغانستان د تهران چاپ ۴۱ مخ

3. د مسكو چاپ ۱۹۶۳ ع (۱۷) مخ

4. پښتانه د تاريخ په رڼا كې د پېښور چاپ ۸۶ مخ

5. پښتانه د تاريخ په رڼا كې ۱۰۱ مخ

6. د سخن مجله د تهران چاپ د ۱۳۴۵ كال (۱۲) ګڼه

7. دستار نامه - د كابل چاپ ۸۵ مخ

8. د ښاغلى جعفري ( اپ - جن) هم په دغه معنا له (اپ ګن) سره هم معنى دى. له بلې خوا په پښتو كې د ((جن)) لاحقه هم شته دى لكه په اونمجن كې

9. په پښتو كې د دغسې لاحقو نور مثالونه هم شته،لكه ګر،چې نور شكلونه يې (ګير،ګار) دى لكه زور ګير،بارګير،توبه ګار،پرهېز ګار،خدمتګار. نو په دغه اساس (ګن ،ګان ،ګين) هم د نسبتى او فاعلي لاحقو بېل بېل شكلونه دى

10. په پښتو ادب كې اپه = هپه د حملې په معنى يوه ژوندۍ كلمه ده قمبر على وايى (م : ۱۲۰۷) چې د زړه براق دې پرېوته له تر په - په ضعيف صورت به خو درومى په اپه .

11. اب هم داپ په معنى د پاس او جګ معنى وركوي لكه په ابره كې چې د ساعت پاسنى مخ ته وايى په پارسي كې ابد قدرت اوچت قدرت ته وايى نو په دې اساس ابرغني هم داپ غني هم معنى گڼل.

څېړنه:د پښتو لرغونتوب

په دې خبره ټول ختيځ پوهان سره يو او متفق دي چې ټول اريايان په لومړى سر كې په يوه ژبه غږېدل او دغه ژبه په غالب احتمال(اريك)نوميده

نوميالي ژب پوهان ميكس مولو واىى (( له سانسكريت څخه هم د مخه يوه زړه لرغونې ژبه موجوده وه چې((ادې))ته په كې موير (Moer) (۱) ويل كېده،دا ژبه د ټولو انډو اريايى ژبو مور وه .)).

استرابون يوناني مؤرخ په لومړۍ ميلادي پېړۍ كې وايى :

پارسيانو،ميديانو،باختريانو او سغديانو تقريباً په يوه ژبه سره خبرې كولې مګر دا خبره تر اوسه پورې په يقين سره نه ده جوته شوى چې دغه شريك اريايى ژبه څه نوميدله او موږ يې اوس زياتي نښې نښانې په كومه ژبه كې موندلاى شو ؟

تر دې وخته پورې د ژب پوهانو د څېړنې لار دا ده چې دوى د اريايى ژبو په خېلونو،كورنيو،لغوي او ګرامري نژدېوالى باندې غږيږي او په دې ډول د هرې ژبې اهميت او مقام څرګندوي

اريايي ژبې په لومړي سر كې په اروپايى او ايشايى ژبو باندې وېشل كيږي. اروپايى ژبې درې لوى ښاخونه لري،په لومړي ښاخ كې فرانسوي،هسپانوي او ايټالوي ژبې راځي او لاتيني ښاخ ورته وايى.

په دوهم ښاخ كې الماني،انګليسي،نارويژي او نورې ژبې راننوځي او ژرمانيك ښاخ يې بولي.

په دريم ښاخ كې روسي،پولينډي،چكي،سربي ژبې شامليږي او اسلاوي ښاخ باله شي د ايشيا اريايى ژبې همدغه ډول درې لوى ښاخونه لري.

لومړى ښاخ د هندي ژبو دى چې (هنديك)ژبې ورته ويلاى شو. په دې ښاخ كې ساسنكريت ،پراكريت،هندي،اردو،پنجابي،ګجراتي او د شمالي او غربي هند نورې ژبې شاميليږي.

بل ښاخ د ايراني ژبو دى چې د (پارتيك)په نامه ياديږي په دې ښاخ كې زړه پارسي،ساساني،پهلوي،اوسنۍ پارسي او د ايران جنوبي لهجې يو ګروپ دى او مادي،اشكاني،پهلوي ګيلكي،كردي او د ايران شمالي لهجې بل ګروپ دى

دريم ښاخ چې د تاريخ او موقعيت له حيثه ډېر اهميت لري د باخترى ژبو دى چې موږ يې (پښتيك)په نامه يادوو په دې ښاخ كې پښتو،بلوچي،اورمړي،پراچي او د هندوكش د شاوخوا نورې ژبې شامليږي،مګر پښتو په كې د لويې مورځاى لري.

په دغو درې واړو ښاخونو كې اوستا،سانسكريت او پښتو د پوره نوم او شهرت خاوندانې دي او درېواړه د خوږو خويندو په نامه ياديږي. مګر اوس په كې يوازې پښتو ژوندۍ ده او دغه نورې دواړه خويندې د مرګ په خوب ويدې دي د پښتو او ستا د ډېر نژدېوالي له كبله ځينې ختيځ پوهان په دې سودا كې لويدلي دي چې پښتو ګوندې له زند سره نژدې لهجې څخه راوتلې ده. دغه نظريه فرانسوي ډار مسټټر په شكمنه لهجه ښكاره كړې ده. مګر همدغه پوهاند بل ځاى وايي : دا مالومول ډېر مشكل دي

چې پښتو په ايراني ژبو كې له كومې ژبې څخه راوتلې ده؟ بيا په يقيني ډول سره وايى چې پښو ژبه نه د پارسي يوه لهجه ده او نه د پهلوي. په پښتو كې داسې لغات شته چې نه په پارسي كې شته او نه پهلوي كې،يوازې په زندګې كې يې رېښې پيداكيږي. كله د پښتو(پل)او د زند(پده)چې سره نژدې او يو شان ښكاري د ډارمسټټر په نظريه پښتو له پارسي او پهلوي څخه ډېره لرغونې ده او د زند سره په يوه كتار كې درېداى شي.

او د ايران په زړو ژبو كې يوه ژبه د مادي په نامه هم ياده شوې ده

ډار مسټټر وايى چې او ستا لومړى په مادې ژبه ليكل شوى وه او دغه مادي ژبه له زړې پارسو سره ډېره نژدې وه (۲).

د ايران د زاړه تاريخ په شهادت د مادي ژبې ويونكي قومونه يعنې ماديان له باختر څخه د ايران پر خواوو كوچيدلي دي.

نوميالى ختيځ پوهاند ګريرسون انګرېز په دې باره كې بل شان نظريه لري. دى د اريايى ژبو يوې كورنۍ او يو خپلواك ښاخ ته ميدي ژبې وايي. دى ليكلى چې ميدي ژبې د ايران په شرقي خواوو كې ويلې كېدې ځكه نو دى د پامير او هندوكش د سويلي خوا لكه غلچه،اورمړي،بلوچي،او پښتو په ميدي ډلو كې داخلوى

دى په خپله دغو ته نن پارسيك ژبې وايى (۳).

د ګريو سون دغه اصطلاح زموږ وړومبني وېش سره سمه راځي(پارسيك)ژبې د ايران ژبې دي او (ناپارسيك)هغه ژبې دي چې موږ يې د باختري ژبو يا (پښتيك)په نامه يادوو.

د ګريرسون د اصطلاح په باره كې موږ يوه بله توجيه كول هم غواړو. مدهيه په سانسكريت كې د (ملا) په معنى ده. په پكتيا كې اوس همدغه كلمه د (مليه)په شكل موجوده ده د دې كلمې دوهمه لازمى معنى منځنى او متوسط كيږي. ځكه چې ملا هم د وجود منځنۍ برخه ده

په انګريزي كې د (مډ،مډل،مډيم)كلمې هم له دغه اصل سره ارتباط لري او د متوسط معنى وركوي. په دې حساب موږ ميدي ژبې منځنۍ او متوسطې ژبې بولو او دا هغه ژبې دي چې د ايراني او هندي(پارسيك او هنديك)ژبو تر منځ سيمه كې ويل كيږي. افغانستان د منځنۍ ايشيا زړه او منځ دى. نوميدي ژبې همدغه ژبې كېداى شي چې د آمو او اندوس تر منځ ويل كيږي. له دغې نظريى څخه د دې ژبو خپلواكي او كامل والى ښه څرګنديږي.مګر دا بېلتون او بېلوالى هم په منځنۍ زمانې پورې اړه لري

په ډېر لرغوني تاريخ كې بيا د دغو ژبو اصل او مبداء سره يوه ده لكه چې د استرابون له نظريې څخه دغه خبره څرګنده شوه.

د ناروي د نوميالي پوهاند مارګنسترن په نظريه هم افغانستان د اريايي ژبو د مطالعې له حيثه ډېر اهميت لري. دى وايى چې افغانستان د ايشيايى او اروپايى ژبو مركز دى او پښتو په اريايى ژبو كې يوه مهمه ژبه ده.

لمنليكونه:

(۱): په شرقي آريايي ژبو كې يوازې په پښتو كې دغه كلمه موجوده ده او د (مور)په شكل ويل كېږي.

(۲): ايراني مطالعات .

(۳): د پښتو ادبياتو تاريخ لومړى ټوك

څېړنه :د پښتو او ايراني ژبو نژدېوالى

لكه چې د بلخ ښار د ام البلاد په نامه ياديږي او د ښارونو مور ګڼل كيږى دغسې پښتو ژبه هم د ډېرو ژبو مور بللاى شو

څه د پاسه دوه زره كاله پخوا چې د بلخ پاريتان د ايران په لور وكوچېدل او هلته يې د پارت په نامه يو غښتلى حكومت جوړ كړ دوى هرو مرو له ځانه سره خپله ژبه هم وړې وه دغې ژبې د ايران په ټولو لهجو پوره اثر واچاوه او اوس لكه چې ګورو د پښتو ژبې لغات او ريښې په دغو ټولو لهجو كې ليدل كيږى

دلته موږ غواړو چې لومړى ښاغلې ذبيع الله صفا د (تاريخ ادبيات ايران)په حواله د ايرانى ژبو لهجې وښيو او بيا وروسته د پښتو او هغو تر منځ نژدېوالى ثابت كړو.

ښاغلى صفا د ايران د ادبياتو د تاريخ په (۱ - ټوك ۱۲۷ مخ) كې (پهلوي،پارسي،درى،سغدى،خوارزمي - تخاري) د ايران مشهورې ژبې او لهجې بولي. په دې باره كې د ده ليكنه په دې ډول ده :

((پهلوي د پهله ژبه ده چې په پنځو ښارونو(رى اصفهان،همدان،نهاوند،اذربايجان) كې ويل كېده.

پارسي د پارس د خلكو ژبه ده چې مو بدان پرې خبرې كوي

يعنې د اور نمانځونكو ژبه ده. درى د مداين د ښارونو ژبه ده چې د پادشاه دروازه وانانو پرې خبرې كولې او د بلخ د خلكو لغات په كې غالب دى.))

سغدي لهجه د اسلام په درې لومړنيو پېړيو كې رواج وه خو ار زمي هم دغه شان لهجه وه

تخاري لهجه په تخارستان كې د اسلام په لومړنيو پېړيو كې رواج وه.طبرى،كردى،خوزي هم ايراني لهجې دي.

د ايران يو بل لوى ليكوال ملك الشعراء بهار په خپل مشهور كتاب سبك شناسي كې نوموړې لهجې او ژبې په دې شان ښودلي دي :

پهولي :- د دې كلمې اصل (پرتوي)دى چې په اصل كې د يو قوم نوم دى چې له خراسان نه راووتل او يونانيان يې وزغلول.( پرتو)د بيستون په كتيبه كې د خراسان نوم دى

دغه مملكت ته يونانيانو (پارتيا)وايه دا هغه پارتيان دي چې له بلخ څخه ولاړل او په شرقي او شمالي ايران يې (۵۰۰ كاله حكومت وكړ.(۱)

سغدي ژبه ډېره موده په مركزي ايشيا كې ويل كېده.

د دري په باب وايى :- دا د څو ښارونو ژبه وه لكه بلخ- بخارا- مرو او نور مګرابن النديم،ابن مقفع او ياقوت وايى چې دري د مداين د ښارونو ژبه وه (۲).ځينې كسان يې د مازندران د درو ژبه بولي. مګر د فرهنګ نظام مؤلف وايى چې درى يوه موهومه ژبه ده او هرې ولايتي ژبې ته ويل كيږى.(۳)

ښاغلي ملك الشعراء بهار مادي ژبه له زړې پارسي سره نژدې او د ايران يوه ژبه يې بولي

ختيځ پوهانو د پښتو او مادي ژبې تر منځ هم د لغاتو نژدېوالى ټينګ كړى او د دواړو بنياد يې يو ګڼلى دى مثلاً وايى چې په مادي ژبه كې سپي ته (سپاكه)وايى

د دې ژبې نور لغات تر اوسه په لاس نه دي راغلي چې له پښتو سره مقايسه او مقابله كړى شي

اخځونه او لمنليكونه

(۱): سبك شناسى لومړى ټوك ۱۶ مخ

(۲): سبك شناسى ۲۱ مخ

(۳):فرهنګ نظام اول ټوك ۷ مخ

څېړنه:د پښتو او ګيلكي لغوي پرتلنه

د ايران پر ژبو كې يوه ژبه د ګيلكي په نامه ياديږي. دا ژبه د مازندران په سيمه كې ويل كيږي پخواني ليكوال يې د تبري په نامه يادوي مګر په خپله دغه خلك ځان ته ګيلك او ژبې ته ګيلكي وايى

(۱) دا ژبه د شمالي ايران د زړو ژبو رنګ لري او د اوسنۍ پارسي په نسبت د لرغونتوب نښې په كې ډېرې دي . په ډېرو لغاتو كې له پهلوي سره هم نژدېوالى ښيي مګر له پښتو سره هم زيات شباهت او يووالى ښكاره كوي

موږ د تهران د پوهنتون د استاد ښاغلي صادق كياله ((واژه نامه طبرى)) څخه يو څه لغات رااخلو او په وروسته ډول يې د پښتو سره مقايسه كوو :

په دې پلټنه كې به تاسو وګورئ چې په دغو لغاتو كې ګيلكي له پښتو سره څومره نژدې او له پارسي نه څومره لرې ده :

ګيلكى پښتو پارسي

بل بلكه شعله

بليك بولك رمه

بوين ووينه بنگر

بوريشت وريت بريان

ښبول بمبل بس بزرگ

تنگال تينګلۍ امپلق

جر جر خندق

جونګا جونګى چوچه اشتر

دزرمون درزي خياط

ديب ديو ديو

رون ورون ران

زوما زوم داماد،په پهلوى كې زومات دى .

سرمال سره مل همسر

سوايى سبا صبح

كرك كرك (مړز) بودنه

كل كيل جوى

كنجى كونځله كنجد

كوتر كوتره كبوتر په پهلوى كې (كبوتر) دى.

ګټ غټ بزرگ

گزر ګازره زردك

كمه كومه كنم

ليلم للمه (هغه ځاى چې د كرد لپاره تياره شى.

لنګ لنګى لنگ

مار مور مادر اصل يې

(مور ده چې (و) په (۱) اوښتى دى .

ميج مميز مويز

وا وهه باد

وار وار بار

وارش وريا بارش

وارنګ بادرنګ مادرنګ،په پهلوى كې (واترنګ)دى.

واش واښه علف

واشه باښه باشه

ورف واوره برف

ويشار ويښ بيدار

ورمه وړم ميبرم

وشنا وږى گرسنه

وره ورى بره

ونوشه بنوشه بنفشه

په دې پورته لغاتو كې تاسود پښتو او ګيلكي نژديوالى وليد چې په ډېرو ځايو كې پښتو لغات د اصل او ريښې بڼه لري مثلاً په (ويشار) كې يو ژب څيړونكى سمد لاسه دا خيال كوي چې اصل يې ويښ دى او (ار)د يوې لاحقې په توګه وروسته زيات شوي دي.

لمنليكونه

(۱): واژه نامه طبرى. د تهران چاپ ۹ مخ

څېړنه:دپښتو او آذربايجاني نژدېوالى

د ښاغلى ذبيح الله صفا په وينا پهلوي ژبه په اذربايجان كې ويله كېدله نو ځكه اذربايجاني ژبه هم يوه پخوانۍ آريايى لهجه ده. دا ژبه هم په ډېرو لغاتو كې د پښتو سره يووالى او نژدېوالى لري. موږ يې په وروسته كرښو كې له پښتو سره په تله كې اچوو. (۱)

اذربايجاني پښتو پارسي

اورت اورته عورت

امبر امبر عنبر

باغ بيه بها

بختور بختور خوشبخت

بدرگه بدرګه بدرقه

برګه بولګه نشانى

بوخچا بوخچه بقچه

بنوشه بنوشه بنفشه

توت توت توت

توتى توتي طوطى

تاووس تاووس طاوس

تلواسه تلوسه عجله

تره تره طره

تمبل تمبل سست

تنګه ټنګه

توند توند تند

تالان تالان غارت

تسبه تسپه تسبيح

پالاكى پالكۍ

پوك پوك پوك

پياله پياله پياله

پيلته پلته فتيلۀ چراغ

دسمال دسمال دست مال

درزى درزي خياط

سابون سابون صابون

چينار چينار چنار

ګولاپ ګولاپ ګلاب

لكه چې ښكاره ده په دغه پرتلنه كې د پښتو او اذربايجانى لغاتو د وينا او ليك تر منځ هېڅ توپير نشته او بيخي يو شى دي.

اخځونه:

(۱): د تبريز د ادبياتو د پوهنځى مجله - د يو رمياشت ۱۳۳۳ ش كال .

رښتين او پښتو د ساپوهنې په رڼا كې

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه ددې سرليك څخه مطلب دا دى، چې د رښتين او پښتو اړيكي په پوهنيز ډول څېړل كېږي

د پوهنې ډېر تعريفونه شته دی، چې دلته نه راجمع كېږي او د ساپوهنې د جرمني پوهاند تراكسل TRAXEL تعريف بنسټ ګرزول كېږي، چې وايي: ((پوهنه د څېړنلارې (ميتودي) پواسطه په لاس راغلى معلومات دى)) .هره پوهنه ځانته څېړنلارې لري د څېړنلارو په بنسټ مختلفې پوهنې يو د بل څخه بېليږي

پدې ليكنه كې دا خبره څېړل كېږي، چې پوهاند رښتين نه يوازې د ليكوال په توګه بلكې د دندې په توګه د پښتو سره اړيكې لرل. دلته د ادب د سا پوهنې د څېړنلارې يا ميتود څخه كار اخيستل كېږي، چې د يوه ليكوال د ليكنو له مخې د هغه سړيتوب يا شخصيت انځوروي او بر خلاف د سړيتوب څخه يې د ليكنو اندازه لګولى شي

لدې كبله د رښتين روزني او ژوند ته ځغلند نظر اچول كېږي، چې د سړيتوب د پېژند په برخه كې د معلوماتو غوره چينه ده

پېژندګلوى : پوهاند صديق الله رښتين د مولانا تاج محمد خان ځوى دى، چې په مهتمم مشهور و او په هډ پښتون د سليمان خېلو د پرګنې پورې اړه لري

پوهاند صديق الله رښتين په 1919ع كال كې د مومندو په غازي اباد (سور كمر) كې ځېږېدلى دى او لومړنۍ زده كړه يې د مولانا فضل لربي او مولانا ابراهيم كاموي او مولانا غلام نبي خان څخه كړېده. 1932ع كال كې د هډې صاحب دارالعلوم نجم المدارس كې په زده كړه پيل وكړ بيا په 1936 كال د كابل په عربي دارالعلوم كې شامل شو او هغه يې په پښتو ټولنه كې عالى درجه سرته ورساوه، او په 1939 كال يې په پښتو ټولنه كې په كار پيل وكړ او په 1941 كال د پښتو د قواعدو عمومي مدير شو، چې دوړانګي په نامه مجله يې خپروله او د څه وخت دپاره يې د ځیري جريده او د وږمې مجله هم چلوله. په 1955 كال كې د پښتو ټولنې رييس شو

په 1956 كال كې د پوهنې د وازرت سلاكار او د كابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد و. په 1961 كال كې د كابل د پوهنتون له خوا د پوهاند درجه وركړى شوه. په 1963ع كال بيا د پښتو ټولنې رييس شو او 1973ع كال پورې ددې ټولنې رييس و، بيا تقاوت شو.

د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين دا لنډه پېژندګلوي مونږ ته نه يوازې دا راپه ګوته كوي، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه ده ته د پښتو د خدمت دنده ورپغاړه شوې وه او د پښتو سره يې ددندې له پلوه اړيكې لرلې بلكې دده لوړ استعداد هم راپه ګوته كېږي، چې د مدرسې او ملايئ روزنې سره سره يې ځان د پښتو ژبې د پوهاند درجې ته رسولى دى.دا، چې ارواښاد پوهاند رښتين د خپل استعداد او هغه وسايلو سره، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه يې په لاس كې لرل، د پښتو حق يې څومره ادا كړى دى، په دې برخه كې قضاوت د پښتو نورو مينوالو او پوهانو ته پرېږدم او د پوهاند صديق الله رښتين پښتنې لارښوونې نومې كتاب، چې د پېښور د يونيورسټۍ بك اېجنسۍ له خوا د دوهم ځل دپاره په 1986ع كال كې چاپ شويدى لنډ نظر اچوم.ارواښاد پوهاند رښتين د دې كتاب په لومړي برخه پښتنې خويونه او په دوهمه برخه كې پښتنې دودونه او په دريمه برخه كې پښتنې لارې چارې راپه ګوته كړيدي

د لومړي برخې په پيل كې ليكي، چې: يوې برخې كې هغه ټول خويونه او صفتونه راځي، چې په ټولو پښتنو كې يو شان لمانځل كېږي او هر څوك ورته په درانه نظر ګوري. دا خويونه د پښتون د كليمې د هر توري يوه ښكاره مانا او تفسير هم ګڼل كېدلى شي.پت او عزت : تر ټولو دروند او سپېڅلى خوى پت او عزت يا په بله ژبه پت پالل او عزت ساتل دي. د پښتو پاخه شاعران او استاذان پت او عزت پدې ډول ستايي:

خوشال خټك وايي

سر دې لاړ شي مال دې لاړ شي پت دې نه ځي

د انــــســــــــان خــو بــې هـــمــه واړه په پـت ده

حميد مومند وايي

پروت په وينو كې لت پت ښه يم په پت كې

نه د ســرو زرو پـه تــخــت بــانــدې بــې پـته

رحمان بابا وايي

مــړ بــهـتر ښــه دى تر هغه چې بې پت وي

په ياري كې دې څوك نه كا خداى بې پته

پښتون په هر حال كې، غريب وي او كه شتمن، خو د پت او عزت ټينګ ملګري دي. بيا پوهاند رښتين پښتنې ښه خويونه او يا صفتونه لكه: (ښېګڼه او نيكي وفا او وعده، توره او مېړانه، ننګ او غيرت، رښتيا او صداقت، زړوتيا او همت، انصاف او عدالت، شرم او حيا، ښه ځواني او سخي توب! امانت ساتل او سلا مشوره) راپه ګوته كوي او د پښتو د منل شوو شاعرانو او مشرانو ويناګانې ورته د دليل په توګه وړاندې كوي. دا واقعيت، چې خپله پوهاند رښتين هم د پښتنو زيات صفتونه را په ګوته كړي نسبت د پښتون د كلمې تورو ته دده ددې خبرې سره، چې وايي: پښتنې خويونه او د پښتون د كليمې د هر توري يوه ښكاره مانا او تعبير هم ګڼل كېدلى شي

(پښتنې لارښود 7 مخ) په تضاد كې ښكاري. دا خبره تر هغو، چې تاريخي مدللـه شوي نه وي، چې د پښتون د كليمې تورى د پښتو د صفتونو لنډيز دى پوهنيز مقام نلري، خو د روزني د سا پوهنې EDUCATION PSYCHOLOGY د پيوستون ASSOCIATION د برخې او سمت قانون له مخې، چې وايي: چې كله، چې د يوه ټول يا سمت برخه را ياده شي، نو ټول يا سمت را په يادېږي. كېداى شي، چې دا تورى د پښتنو د هغه صفتونو د رايادېدو سبب وګرځي ، چې دا تورى پكې راځي او برخه يې ده

زما دا لاندې شعر هم پدې ډول منځ ته راغلى دى، چې سړي ته دا احساس پيدا كوي، چې ګني د پښتو د كليمې د هر توري تعبير او مانا ده، خو كله، چې زما نور شعرونه څوك ولولي، چې د پښتو نور صفتونه پكې راغلي دي، نو بيا يې دا احساس له منځه ځي. ښكاره خبره ده، چې پښتو دلته د ټولو صفتونو په بنسټ نه بلكې د يوڅو صفتونو په بنسټ تعريف شوى دى

لوى پښتون شې

تـش خـــيـال نـدى مـــــادې چــــېـــرتـــه اوريــــدلــي

پـــــښـــــتــــنې مــــــــور ځـــــوى تـــه داســې ويــلــي

پښـتو ويـل، پښـتو لوسـتل، پښتو ليكل به كوي

زمـا بـچـيـه لــوى پـښـتون شـئ پـښــتو تـل به كوي

پــښــتو د پت، ښـېګړې، تـوري او ورورۍ نوم دى

پـه پت كې ژونـد په پت كې ناسته ودرېدل به كوي

ښـېـګــړه ژونـد د پـښـتـنو كـې ټــولـنـيز قـانون دى

ښـــېـګـــړه هـــرچـــېـرې بـې تــمـې بـې بـدل بـه كوي

په تــــوره يـا د مـــونـږ پــښــتانه د ډېــرپـخــوا نه يـو

تــــوره به نـن، تــــوره سـبا تــــوره هــــر ځــل بـه كوي

وروري د ځـواك او د ژونـدون د ســوكالۍ نـښه ده

وروري كـول، وروي،پالل، وروري سـاتل به كوي

چې پښــتونــخـوا ته پـسرلى د پښتونوالي راوړي

پـه زړه كـــې ســـاته پـــام دستوري په غـزل بـه كوي

پوهاند رښتين د پښتنې لارښود په سريزه كې دا هم وايي، چې: (پښتو له يوې خوا د پښتون لاس د ژبې نوم دى، نو د بلې خوا د پت او عزت، ښېګڼې او ښه خوى، تورې او مېړانې، ننګ او غيرت، وفا او حیا نوم هم دي. پښتو، پښتو، نو له پښتونواله دا ټولې كليمې په يوه مطلب دلالت كوي ( د پښتنې لارښود مخ 3_4(

د ساپوهنې د اصولونو له مخې دا خبره سړى تاييدولى شي، چې پښتو يوازې د پښتنو ژبه نده بلكې د يو لړ صفتونو مجموعه ده، چې پوله يې د پښتون د كليمې د تورو په شمېر تنګه نده او زيات دي. هر پښتون كه موړ او كه غريب وي دا صفتونه لري د پښتو بابا خوشال خان خټك هم دا خبره تاييدوي، چې وايي

درست پښتون له قندهار تر اټكه

سره يو دننګ پكار پټ او اشكار

مونږ وينو، چې پښتو ويل او پښتو كول سره توپير لري پښتو د پښتنو ژبه ده، چې يوازې د پوهېدلو يا پوهولو وسيله نده بلكې سوچ هم د ژبې يوه بڼه ده، بې د ژبې څخه سوچ وده كولى نه شي.پښتو د يو شمېر صفتونو مجموعه ده، چې پښتانه يې لري او يا يې پښتو د صفتونو د مجموعې په توګه د پښتونولى هم ذاتي برخه ده لكه څنګه، چې دودونه، نرخونه، لارې چارې، پېغور او بدل برخه ده

پښتونولي د جرګو يو اولسي سيستم (نظام) دى، چې ډيموكراتيك (جمهوري) خوى لري. لدې كبله پښتو او پښتونولي بېل بېل مفهوم افاده كوي او په يوه مطلب دلالت نه كوي.د ارواښاد پوهاند رښتين د پښتنې لارښود د كتاب نورې دوه برخې پښتنې دودونه او پښتنې لارې چارې هم په زړه پورې مطالب لري، چې په تيره بيا د ټولنيزې ساپوهنې او حقوقي ساپوهنې د څېړنې موضوع ګرزېدلى شي، چې مونږ يې بل وخت ته پرېږدو.لنډه دا، چې پوهاند رښتين په پښتنې لارښود سره پښتون اولس ته يوه داسې شتمني پرېښودلې ده، چې د يوې خوا د پښتونولي جرړې خوندي ساتي او د بلې خوا پدې ډګر كې د پوهنيزو څېړنو بنسټ ګرزېدلى شي، چې د پښتو سره د رښتين نه يوازې د دندې په توګه بلكې د ليكوالۍ په توګه د اړيكو نښه ده.

روح دې ښاد وي

يادونه

دا مضمون څوكاله وړاندې په هغه سمينار كې، چې د پښتنو كلتوري ټولنې_ جرمني له خوا جوړ شوى و، ويل شوى دى.

پښتو- پارسي فونيمي اوګرافيمي انډولونه

عبدالودود پښتونځار

په سر كې له ګران استاد ډاكټرمجاوراحمد زيارځنې مننه كوم، چې له ډېرو بوختياوو سره، سره يې راته دسمون لپاره څو يادښتونه راوليږل

دا ليكنه مې د پارسي او پښتو په وييونو كې دغږيز (فونيمي)اوښتون د ښوولولپاره كړې وه او هڅه مې كړې وه چې د پارسي اوپښتو ګډ وييونه چې په لږ غږيزبدلون سره لاهم په دواړو ژبو كې ژوندي دي، په ګوته كړم.

په هر ډول، ښاغلي استادراته ددې ليكنې لپاره پخې لارښوونې وكړې او يادښتونو يې لاره راسيخه كړه

زه سوچ كوم،چې دښاغلي استاد يادښتونه له اصلي ليكنې نه څو ځله ګټور دي، چې وروستى يادښت يې ددې ليكنې په لومړۍ برخه كې كټ مټ او ليكنه په دويمه برخه كې راولم.

يو ځل بيا له ګران استاد ډاكټر مجاور احمد زيارځنې مننه كوم،كور يې اباد،زوى يې لوى، لوراند خداى دې، د ده سيورى راباندې تر ډېره ولوروي!

يادښت

ګران پښتونځار در ځار شم

ما به وبښې چې ورته کار،خوپه نوې پوهنيزه بڼه((پښتو اېتېمولوجۍ)) راڅخه ځواب در وځنډاوه. ماهم په دې موخه چې دژبپوهنې زده کړه خپله څانګه وګرځوې، نه په دې هيله چې ژبپوهنه له پښتو ځار کړې او يا سرچپه، نو بيامې هم لږو ډېر وخت در ځار کړ !

غږپوهه اوآرپوهه(اېتېمولوجي) د ژبپوهنې له خورا پېچلو سکالوو اوبيا يې له ساينتيفيکو څانګو ګڼل کېږي. باور کوې چې پرون مې کرۍ ورځ مټې يو ويی(پسرلی) وڅېړه او هغه په دې چې استاد مورګنستيرن ته پکې -rl- نادوده برېښېدلي او بايداړوند زوړ غږ غونډ rd يې پر/ړ/ اوښتی وای!

دا د نوې ژبپوهنې له ابېڅې(الفبې) څخه چې د نړۍ په اوسني ژبني پېر کې 6000 واړه ژبې سره همزولې دي. له ساينتيفيک زباد پرته څوک دا پرېکړه نه شي کولای چې داتوک له دې ژبې هغې بلې ته تللی دی. دا پرتلې په نوې ژبپوهنه کې دومره پاموړې نه بلل کېږي او کومې چې تراوسه شوې،يوازې او يوازې د بېلابېلو ژبو ترمنځ د جېنالوجيکي اوتايپولوجيکي اړيکواوډلبنديو په موخو شوي، نه زموږ د زړو پښتو پوهانو غوندې د لرغونپالنې(قدامت پسندۍ) په موخه

له بده مرغه ستا دادوديزه پرتله هم د خدای بښلو دوديزو استادانو پر پليونۍ ټيکاو لري چې وښيې، پښتو تر پارسۍ پخوانۍ ده!

له دغې تربرې ژبې سره زموږ پرته شخړه((تاريخي- جغرافيايي))ده، هغه درې زره کاله وړاندې له شمالختيځ(آريانا) سوېل لويديځ ته له ور لېږدولي ګړدوده پرمختيا موندلې او له نوي پېر(اتمې زېږدي پېړۍ) سره له تاريخي بريد((دشت لوط)) نه دېخواته راغځېدلې،بې له دې چې خپلې لويديزې فونېتيکي ځانګړتياوې له لاسه ورکاندې، مانا داچې پارسي زموږ د هېواد له بومي ژبو څخه نه ګڼل کېږي، بلکې د پخواني پارس او اوسني ايران بومي ژبه ده او دلته يې يوستر ګړدود دی چې په سياسي درغلۍ ورته د ((يوې جلاژبې)) په توګه هسې ((دري)) نوم ورکړ شوی دی!

هرګوره،داهم د تاريخي او پرتليزې ژبپوهنې او بيادواړو ساينتېفيکو(غږپوهيزو او آرپوهيزو)فارمولونو په رڼا کې زباد ته رسېدلې چې پارسي د پښتو له سوېل- لويديزو خپلوانو ژبو څخه ده او پښتو او(12-13) پاميري ژبې شمال ختيزه آرياني ډله رغوي. دغې پوهنيزه پرتله دا نه رازبادوي چې کومه يوه پکې مشره ده او کومه پکې کشره، بلکې داراسپينوي چې د څلورګوني جغرافيايي ډلبندۍ له پلوه کومه، کومې ته زياته نژدې ده او کومه د کوم هېواد بومي يا آره(اصلي) ژبه ګڼل کېږي او((ملي ترمينالوجي)) يې ورپورې اړه لري!

داهم د ژبپوهنې يو آر دی چې د نورو په څېر زموږ په هېواد کې سم له لاسه ګردې ويل کېدونکې ياله منځه تلونکې(47) ژبې((ملي)) بلل کېږي، هماغسې چې ويونکي يې د همدې هېواد ښاروندان ((افغانان)) بلل کېږي!

د/ش ه šh-/ بېلګې سرچپه زباد شوې او يوازې د ځانته/ش/ داپر (ښار) سربېره نورې هم شته، لکه

بخشيدن- بخښل(بښل)، نشان- نښان،پيش- پېښ، خويش- خېښ، خوش- خوښ،لاش- لاښ... .( دلته د کښل، کښې-، ښه، ښوول... د دواړو ژبو ګډ ميراث زبادېږي)

همداسې ((څ)) هم درواخله. له پښتو پارسۍ ته ورغلي وييونه هم زباد شوي، لکه: تېر، سم، غوشايي... په افغاني پارسي ګړدود کې هرګوره خورا ډېر دي

داهم پاسنيو پوهنيزو آرونو او فارمولونو رازباده کړې چې پښتو له غږيز پلوه ډېره اوښتون او بدلون منونکې او له پښوييز پلوه خورا ځانساتې(محافظه کاره). پارسي بيا سرچپه دريځ لري، پښويه يې لکه انګرېزي ساده شوې، ښځينه نوږی(جنس) اوداسې نور يې له لاسه ورکړي، خو پخواني آرياني غږونه يې ټينګ و ترينګ ساتلي، لکه(ګ-د- ب) چې پښتو او پاميري ژبو پر(غ- ل- و) اړولي دي. دا د هرې ژبې ځانتنۍ لارې رودې دي چې بېلابېل لاملونه پکې ونډه لري چې يو غوره لامَل د نورو ژبو اغېز دی، لکه واخلې پر پښتو د هندي ژبو دغبرګژبيزوالي(ټ- ډ- ړ- ڼ) او بېکچه وييپانګيز( لغوي) اغېز

داچې پارسي له فونېتيکي پلوه ځانساتې ده، ستا له راوړو بېلګو څخه دا دوې در څېړم:

د پښتو/ پ / د پاړسۍ پر / و/ اوړي لكه : خپل- خود} (( خود)) تر ((خپل)) پخوانی دی او آره يې aoto- ته رسي، لکه په اتومات کې؛ د ((خدای))د ويي آره همaotua- ده، زيار {

دپښتو/ ج/ د پاړسۍ پر /چ/ اوړي لكه : غوجل- يخچال ، پښتو(-چل) روستاړی هم لري، لکه په مورچل، چاپېرچل... کې}داد دواړو ژبو ګډ مال دی او يوبل ته يې د تګ سپيناوی ګران دی، زيار{

که تاد فونيم پرځای ګرافيم(توری) رامخته کړی وای او په دې تړاو د دواړو تربرو ژبو تر منځ په ګډو وييونو او بيا نومونوکې ليکدودي توپيرونه، لکه: ګمان-ګومان، کنر- کونړ، هلمند- هېلمند،آزادی- ازادي... ډېره به په زړه پورې وه. هرګوره، زباد شوي ګډ انډولونه تش سره پرتله کول دومره ژبپوهنيز ارزښت نه لري، بس دی چې خدای بښلو ((دوديزو متنپوهانو)) پرې خپلې ((فضل فروشۍ)) کړې او د ((ستورو)) او ((علامه ګانو)) ستاينومونه ور په برخه کړي دي!

په هرډول،که بيا هم پرې ټينګار کوې، نو زما له دغه يادښت او سمون او بېلګې نيمې سره يوځای خپرولای شې او هغه داسې چې بې له شننې د دواړو ژبو نوملړونه پرتله کړې او ورمند(قضاوت) د نوې ژبپوهنې څانګوالو ته پرېږدې!

په ټوله مينه! ستا زيار

اکسفورډ، 4-1-2010

پښتو- پارسي فونيمي اوګرافيمي انډولونه

ديوې ځانګړې اويابيلابېلوژبوپه وييونو(كلمو) اوګړونو( مورفيمونو) كې د غږونو (فونيمونو)بدلون يوه لويه سکالو( موضوع) ده،چې په ګړ- غږپوهې (مورفو- فونيميكس) پورې اړه لري او په آرپوهنه (اېتېمولوجۍ) كې هم ترې ګټه اخېستل كيږي.

دنړۍ د ځينو نورو ژبو په څېر د آريايي او بيا آرياني ژبو په وييوكې هم دوخت په تېرېدو سره ډېرې اوښتنې راغلي.دهمدغو اوښتونو،په پايله كې له يوې ژبې نه بيلا بيلې ژبې زېږېدلي دي

زړې ژبې ورو ورو مړې شوي او ځاى يې همدغو لوڼو،خويندواو لمسيو ژبو نيولى دى .

پښتواو پارسي خپلوانې ژبې دي. دتاريخ په اوږدوكې سره نژدې پاتې شوې دي. د دواړو مونډ(ريښه) دنورو آريايي او اروپايي ژبو په شان ګډې مورينې هندو- اروپايي ژبې Indo-European اوبياله دې وړاندينۍ ژبېProt-Indo European ته رسېږي.

په دې ليكنه كې پردې يو څه رڼا اچوو چې د پښتو او پارسۍ ځينې وييونه لكه دنورو آرياني ژبو په شان، سره ډېر نژدې دي او يوازې دڅو غږونو(phonemes) په بدلون سره،لا هم كارول كيږي.

دلته يې د بېلابېلو غږونو توپير د ښوولو لپاره هغه وييونه سره پرتله کوو چې د پېړيو په پوړيو کې سره د دغو دوو ژبو تر منځ ادل بدل شوي او يا د دواړو ګډه پاتوړې(ميراث) بلل کېږي

پارسي پښتو

شهر- پهر ښار، پار

شهد شات

مهره موره

مهمان،چهره مېلمه، څېره

شب شپه

شبان شپون(له آره /پسه بون/ وو اوښايي پارسي شبان کړی وي)

هيچ،چادر،چادري، چه هيڅ، څادر، څادري، څه

رنجور- جاى- جان- رنج-جلغوزي- جار-جنګل

رنځور- ځاى- ځان- رنځ-ځڼغوزي- ځار-ځنګل

زرد، سرد، آرد، کارد، خوردن، بردن(رد= ړ،ړه)

ژېړ(ژړ، زيړ..)،سوړ(ساړه)، اوړه، چاړه، خوړل، وړل

دل،داما زړه، زوم

زبان- زنده(-ګي) ژبه(زبه)-ژوند(زوند)

ګوش-شش-شُشُ غوږ- شپږ-سږی

ژاله ږلۍ

ده لس

پشيمان، پشتو، شور(-دادن)،شوربا

پښېمانه، پښتو،ښور(-ول، ېدل)،ښوروا...

گاو،ګوساله،گندم،گردن،گوش،ګفتن،ګوشت،

غوا،غنم،غاړه،غوږ

سال كال

ديوار،راه،را دېوال،لار، لره

دم،پدر،دست،دختر،داشتن(دارم،دارد)،دور،ديدن،داس،درو،دامن،دادا،دام،دود،دېور،ديوانه،سد،دوشيدن،ديد...

لم،پلار،لاس،لور،لرل (لرم،لري)،لرې،ليدل،لور،لو،لمن،لوگى،لېور، لېونى،سل،لوشل،ليد...

خانه- نام خونه، نوم

گريبان، برادر،بار،برف،باد، بز،باز(باز كردن، باز شدن...)بيست،بليست،بارش،بيخ،بريان، بردن...

گرېوان،ورور،ورى،واوره،وهه(پوست باد) وز( وزه)،واز( وازول، وازېدل)،ويشت ،ولېشت(لويشت،لويست)، ورښت (اوريا)،وېخ( بېخ)وريت،وړل...

اخځليك:

1. دپياوړي استاد ښاغلي پوهاند مجاور احمد زيار ځينې ليكنې

2. دستور معاصر زبان پارسي دري، نويسنده: پوهانددكتور محمدحسين يمين، دچاپ كال- ۱۳۸۴

4. ددې ليكنې دسمون لپاره د دپياوړي ژبپوه،استاد،پوهاند ډاكټر مجاور احمد راليږلى يادښت په پام کې نیول شوی

دخپلي ژبي په خدمت بایدمتعصب او فاشیست ونه بلل شم

عبدالقهار کټوازی

څرنګه چی پښتو یوه داسی اتله ژبه ده چی مونږ ته یی دا اتل نوم رابښلی ده چی (پښتانه ) یو نو بیا ولی مونږ دخپلی ژبی لپاره هیڅ نه کوو لو همداسی په ارام خوب ویده یو ..؟؟؟

علت څه ده او ملامتی په چا کښی ده ؟؟

هرڅه موپه سترګوولیدل چی په تیره لس کلنه دوره کښی د پښتو او پښتنولپارهیڅ داسی څه نه دی شوی چی مخ ورواړول شی بلکه پښتانه یی دډیرذلت اودخواری دژوندسره مخامخ کړل.

دوهمه خبره چی ملامتی په مونږټولوپښتنوکښی ده چی په یوداسی خوب ویده یوچی دخوب لیدوپه وخت کښی ډیرداسی شیان وینوچی زمونږ دتباهی سبب دی خودځان دبیدارولواوددی تباهی دورکولولپاره هیڅ نه کوو.

زمونږ دهمدی خوبونونتیجه همداسی منفی ده چی مثبت ته دراګرځولولپاره ډیرڅه غواړی چی ویی کوو.

هغه داسی ،په ډیرو خبرونوچی کله مونږ اورو سرټکی یی داسی وی چی په جنوبی ولایت کندهارکښی دناپیژاندوکسانو لخواښونځی ته اور اچول شوی وو اویاهم داخبری وی چی پښتنی سیمی دناامنی له وجی دبیارغونۍکارونه ولاړدی............

راځم دی ته چی صرف دیوی خبری لیکل اواوریدل په کاردی اوکه دهغی خبری دعملی کولولپاره جدی اقدام پکار ده؟

آیا همداسی یوڅه لوستل ،اوریدل به غوره وی اوکه دهغوی عملی کول؟

نو ځواب به داسی وی چی په تش خبری کولوهیڅ نه ده جوړه اونه موپه تیروکښی کومه نتیجه ولیدله، نوراځی هرڅه عملی روښانه کړو اوددغولیکنو مطابق خپل غورځنګ پیل کړو ترڅوهرڅه په عملی توګه څرګندکړو.

څه شی ته اړتیاده او څه باید وکړو؟

اوس چی داټولی ناخوالی په سترګو وینویوه ورځ موتربلی خرابیږی اویواوبل ناورین راباندی تپل کیږی اومونږتری لاندی کیږو. نومونږته لازمه ده چی لاندی کارونه په نظرکښی ونیسو اوعملی جامه ورواغوندو.

اول بایدخپله ژبه ددفتر ،مکتب او پوهنتون ژبه وګرځوو.

هرهغه پښتون چی په حکومتی اداروکښی کار بند وی دهرچاسره په هر ارګان کښی چی وی باید اول دعریضی دلیکلو په وخت کښی دخپلی ژبی(پښتو) دلیکلو نه کار واخلی او ورته په پښتو لیکل شوي عریضه وړاندی کړی د نه منلو په وخت کی باید کلکه مبارزه وکوی او د واکثریت دلیل ورته وړاندی کړی په دی کی باید ځان ورته متعصب نه شی ښکاره ځکه دی شیانو ته مو ضرورت ده .

بل هغه خبریالان چی په تیلویزنو او رادیوګانو کی کار کوی باید دا واجب وګڼی چی په سلوکی پنځه اویافیصده برخه دی پښتوژبی او پښتنی کلتور ته ورکړی او په دی لاره کی دچا ډار او ویره ونه کړی او نه یی هم په دی لیل چی د دندی به ګوښه شم ځان نامسوله وبولی ځکه دی ژبی مسولیت زیات او حق یی په هروخت بلکه په اوس اساسو شرایطو کی ډير ده .

دریم هغه هغه پښتانه وروڼه چی په دولتی ادارو کی دندی ترسره کوی باید دادځان فرض وبولی چی دی پښتو لپاره به کار کوم او دا طمع ونه کوی چی اوس خو دری په هره اداره کی ویله کیږی نو زه ولی پښتو وایم او یایی ولی ولیکم او په دی باره کی په اداره کی دی نورو کارکوونکو ته هم دی هدایت په شان همدا خبره وکوی او پښتنی احساس ژوندی وساتی .

څلورم : هغه پښتانه استادان چی په پوهنتونو او ښوونځیو کی درس ورکوی باید اول مرام یی همدا وی چی په همدی درس کی به دوه کارونه کوم یو هم عام درس ورکول او بل پکښی دی پښتو ژبی اوچتول .په تیره بیا هغه پښتانه استادان چی په کابل کی په پوهنتون او یا ښونځیو کی درسونه ورکوی باید فریضه یی وګڼی او د ځان یی معمول وګرځوی .ترڅو هم ثواب شی هم خرما .

پنځم :هغه ګران محصلین چی په کابل پوهنتون کی زده کړی کوی ددی لپاره چی مونږ ته دی درس په خپله مورنی خوږه ژبه پښتو راکړل شی باید سولیز لاریونونه وکوی او ترهغه وخته په قرار نه کښینی ترڅو چی ورته په ټولګی کی دی خوش امدید په ځای ښه راغلاست نه وی ویل شوی .

شپږم :بله چی یوه مهمه خبره ده هغه هم دی ولسی جرګی دی وکیلانو لپاره ده څنګه چی ولسی جرګی ته دی اولس خونه ویل کیږی او وکیل ته دی ولس نماینده ویل کیږی نو باید دی خپل اولس ته په ریښتنی سره خدمت وکوی او دی هغوی هره اړینه موضوع حل کړی او یو وکیل دی ولسی جرګی له لاری کولای شی چی ډيرو شیانو کښی بدلون راولی او ل باید همدا خبره په ولسی جرګه کی عملی کړی چی خپل یو دملت اواز رسول او دی هغوی ځواب اخیستل په پښتو ژبه کی وکوی او په دی خبرو خطا نه شی چی څوک ورته متعصب او یا فاشیست وایی په دلیل سره دی ورته ووایی چی دی هیواد پنځه اویا سلنه (۷۵٪) سلنه وګړی پښتانه دی او دی وګړیو مطابق د خپلی ژبی حق هم غواړو او دی لړی ته دی دوام ورکړی ترڅو دنورو وکیلانو هم دی ټکی ته نظر شی او دا کار یو عمل ولری ترڅو یی مثبت نتیجه ووینو او میوی ته یی ټول اولس زړه خوشحاله کړو او په همدی طریقه به دی خلکو او دی وکیلانو ترمنځ دا د نفرت اوږد واټن هم کم شی نوپه نتیجه کی به مو دوه کاره کړی وی هم به هغه وکیل خلک په ځان راټول کړی او ولس ته به باوری شی او هم به یی خپلی مورنی ژبی ته چی ناموس ګڼل کیږی خدمت کړی وی او نه داسی چی کوم وکیل صاحب محترم مو (قانونی )او یاکوم بل زورواک د واک لاندی ځان غلی وساتی او خپل پښتنی احساس دی څو پیسو په مقابل کی مړ کړی او ټول اولس په ژوره کنده کی غورځار کړی چی بیا به هم دی خدای مسوله وی او هم دی خپلی ژبی او هم د دغه مظلوم ولس .....

اووم:هغه خلک (پښتانه ) ځوانان وروڼه او خویندی چی انټرنیټ ته لاس رسی لری باید دی خپلی ژبی لپاره نه ستړیدونکی هلی ځلی وکوی .باید د همدی (انټرنیټ) له لاری خپلی ژبی ،خپل کلتور او خپل قوم دی اواز اوچتولو لپاره خپلو لیکنو،مقالو ته زور ورکړی او له همدی لاری یو غږ او یوالی اوچت کړی

نو اوس سوال داده چی د پورتنیو کارونو دسرته رسولو په صورت کی به ایا زمونږ ښونځی دسوځولو خلاص شی او یا دی پښتنو ټولی بدبختی به له همدی لاری ختمی شی ..؟؟؟

زه دومره وایم چی که پورتنی کارونه سرته ورسیږی او دی قدرت په وخت کی له دی نه هم زیات کار وکول شی او عملی شی او هرپښتون پښتو مورنی ژبه وګڼی او دا احساس وکوی چی خپلو خلکو ته په خدمت کولو او خپلی ژبی ته په رشد ورکولو کی ډير خوند ده او دا فریضه وبولی نوزه درته د انګریزانو په خبره دا (چیلینج) درکوم چی ټولی ناخوالی به له همدی لاری ورکی شی .

چی موضوع نوره اوږده نه شی نو په دی باره کی کیدای شی یوڅوک سوال بیا هم ولری چی داڅنګه ژبی ته په خدمت کولو کی به قوم هم له بدبختی خلاص شی او اولس ته به هم ګټه ورسوی؟؟

نو په ځواب کی یی د (پاچاخان ) دایوه خبره کفایت کوی چی وایی : چی کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شی هغه قوم سپک شی .

نو دخپلی ژبی په ساتلو کی خپل قوم خپل اولس حتما ساتل کیږی . نوراځی چی له همدانن نه لاس په کار شو او په همدی لار کی هر راز قربانی ته تیاری ونیسو

دا خبره باید یوار بیا یاده کړم چی په دی کی مونږ متعصب نه بلل کیږو بلکه همدا راته ضرورت ده چی ویی کوو

یادونه : درنو لوستونکو زه لیکوال نه یم که کومه ادبی غلطی یی درلوده درنه بښنه غواړم

پښتو لغات

پازوال-------موظف، مسوول

جوليز يووالی-------لفظي وحدت

ځمکواکي-------زمين سالاري، فيوډالېزم

ځمکسمون -------اصلاح ارضي

سمونپال-------اصلاح طلب

ټولنپوهنيزو -------سوسيالوجيکي

ارونو او دويونو -------نورمونو او قوانينو

څېرمه-------ضمني

سکالو------- موضوع

ښوونتوکي------- درسي مواد

لتاړ------ روان ـ ویجاړ

جولاګاډې ------ بایسکل

غږ دبلې------ رادیو

شرنګ سوټې ------ سیتار

منځپانګه------ محتوﺉ

ویېزیرمه ------ډکشنرې یا ویکیبلری

ګڼوڼ------ لیست

پچوۍ------ ټګ کول

ماشلومه------ پشه خانه

لیکاڼې------ قلم

مونځینه------ جای نماز

زما محبوبې په ما ګرانې زما ځان پښتـــــــــــــــــــــــــــــو

زما د پلار نيكه شملې دين و ايمان پښتـــــــــــــــــــــــــو

ستـــا د ادب د پلوشو د نندارو په مينــــــــــــــــــــــــــــــه

كانټيننټل كې راغونډ شوي ډير پوهان پښــــــــــــــتو

څوك دې هنر څوك دې تاريخ څوك دې ادب يادوي

څوك دى د پټو خزانو راسپړي كان پښتــــــــــــــــــــــو

د پښتو پېغلې ستا پيكی څڼه اوربل جـــــــــــــــــوړوي

كه ډاكټران دي كه پوهان كه شاعران پښتــــــــــــــــــــــو

زه يم خوشال كه څوك تنقيد كړي كه نظر وركـــــــوي

خو چې د زړه په مينه كاندي ستا بيان پښتــــــــــــــــــو

اى زما ژبې زما ژوند زما ملي نامـــــــــــــــــــــــــــــــوسه

ستا نه لوګي شم ستا نه جار ستانه قربان پښتــــــــــــو

دركوم زيرى زما ډيرې نازولې ليـــــــــــــــــــــــــــــــــــلا

اوس دې خوريږي پلوشې په ټول جهان پښــــــــــتو

كه يې ناوونو ګړنګونو او ميرو كې لــــــــــــــــــويه

يا لرې پاتې لــه دفتر او لـه دېوان پښتــــــــــــــــــــو

خو دغور غرونو سړبندونو كې اوس هم كړنګېږي

ستا د كروړ د حماسې عالي داستان پښـــــــــــــــتو

د ښكارندوى د شيخ متي دبيټ نيكه په سيمــه

بيا راټوكېږي د ادب رنګين ګلان پښتــــــــــــــــو

تا وربخښلى دى ثبات چې هسكه غاړه دى لا

د بابا غر دى كه دى غر د سليمان پښتــــــــــــو

د ننګ سندرې دې لا ورځ په ورځ مستي راولي

هم په ميوند هم په خيبر هم په بولان پښتـــــــــــو

ستا پوهنتون كې يې هم توره هم ادب لوستى وو

ځكه منلى نړۍ والو خوشال خان پښتــــــــــــــــــــــو

تا د نازو په خولــه روزنه د ميرويس كـــــــــــړې وه

شو ځلند ستورى د ميړانې د آسمان پښتــــــــــــــو

ژور فكرونه لوړ خيالونه نازكۍ باريكــــــــــــــــۍ

موشګافي ده د حميد درومرجان پښتــــــــــــــــــــو

تاكې اخلاص مينه دوستي او پېرزوينه وينـــــــــم

چې شوه ساده انشا رنګينه د رحمان پښتـــــــــــــــو

په لرغونتوب كې دې نشې د پېغلتوب پټـــې دي

چې لى په لى دې په لټون دي عاشقان پښــــــــــــتو

تاكې وفا ملي وحدت همت غيرت نغښتــــى دى

توره جرئت دې دى بې سارى لوى عنوان پښـــتو

ستا ښه راغلئ ستا هر كلئ امتيازي سلوك دى

په دې قائل دي د پردو ژبو پوهان پښتــــــــــــــــــو

څو چې دا ځمكه دا آسمان وي دا نړۍ آبــــاده

تا به پالي چې څو وي پاتې يو افغان پښـــــــتو

ستا مروت مېلمه دوستي په وطن سروركـــول

اوچت ساتي لــه هر چا ستا عزت اوشان پښـــتو

دا ستا ستاينه دوريانكوف، تبرا، په مينه وكړه

د جعفري او رام راهول ډېر ډېر احسان پښـــــــتو

مونږ ارمه زمونږ ژونده په دنيا جنـــــــــــــــــــــــــته

ستا په ژوندون كې زمونږ ژوند ښكاري روښان پښتو

د هر چا خپله خپله ژبه دوى ښاغلى دي پـــــــرى

مونږ ته هم ګرانه ده زمونږ ملى درمان پښــــــــتو

ستا د لوړتيا او پراختيا پسې ژبۍ ده زمــــــــــــا

خو د ميږي په پله روان دى ستا كاروان پښـــــتو

زما كوچۍ زما د غرونو غرڅنۍ ملوكـــــــــــې!

د مخ شغلې به دې عالم كاندي حيران پــــــــښتو

اوس دى ورو ورو د نوي ژوند نغمې خورېږي هره خوا

درته پسخېږي ښځه نر زاړه ځوانان پښـــــــــــــــــــــــــتو

د پښتو پېغلې ستاولور كې موسرونه شــــــــــــــــه زار

ته مو ډېوه يې مونږه ستا يو پتنګان پښــــــــــــــــــــــتو

ستا عاشقان ستا مينان ستا شاعران لكــــــــــــــــونه

خو زه لـه هر چانه اول ګڼم خپل ځان پښــــــــــــــــــــتو

ستا د ښكلا ستا د ادب د پلوشو په رڼــــــــــــــــــــــا

كانټيننټل ته عالمونه راروان پښتـــــــــــــــــــــــــــــو

زه خو په زغرده ډانګ پيلى درته وايمــــــــــــــــه دا

په پښتو ژبه كوم تاسره پيمان پښتـــــــــــــــــــــــــــــو

چې د ژوندون تر آخرۍ سلګۍ به پالمه تـــــــــــــــــا

تر دې شيبې مې هم دركړى امتحان پښتـــــــــــــــو

چې برابره شي سيالۍ سره د سيالو ژبــــــــــــــــــــــو

د سېلاب زړه كې دى فقط دغه آرمان پښـــــــت