" اصلۍ پېښه داسې وه چې د بنوں د جنډوخيلو يو ځلمي امير نور علي شاه د جنډوخيل(غيسکي) د يوې هندوې کورنۍ د جينۍ رام کوري سره وادهٔ وکړو، هغه مُسلمانه شوه او نورجهان نوم يې ورله کېښودو. د هغې پلار(ميوه رام) مړ ؤ خو ترهٔ هرنام داس او مور منسه ديوي يې د امير نور علي شاه خلاف د بنوں د ډوميل پهٔ تاڼه کې عريضه وکړه او تور يې پورې کړو چې هغهٔ زمونږ جينۍ پهٔ زور مُسلمانه کړې ده او نابالغه هم ده چې وادهٔ ورسره کول پهٔ قانون کې جرم دی. هغوی دا تور هم پورې کړو چې امير نور علي شاه د رام کوري سره سره د هغې د پلاره لهٔ کوره بلها سرهٔ او سپين زر هم وړي دي. خو حکومت چې کله د هغهٔ کور ولټولو نو هېڅ هم نهٔ وو. د رام کوري(نور جهان) کورنۍ څهٔ وخت پس خپله وړومبۍ عريضه يې بيرته واغيسته او بله يې وکړه چې زمونږه وړومبۍ عريضه زمونږ تېروتنه وه او مونږ پهٔ امير نور علي شاه هېڅ دعوديداري نهٔ لرو. امير نور علي شاه د دغه دويمې عريضې سره لږ پهٔ ساه صورت شو خو بیا هم د احتياط لهٔ مخې د خپلې ميرمن سره د سورنۍ د سيمې پک اسماعيل خيل ته د خپل ماما د زوي ميرزالي خان کره لاړو.