د تاریخ له څپو څخه

د تاریخ له څپو څخه


د تاریخ له څپو څخه

د پښتو او پښتنوالی له کتاب څخه د نورزي لیکنه

یو ملت چې کومې جغرافیه کې اوسیږي، تاریخ یې هم په هغه جغرافیه کې جوړیږي. ځکه لوی افغانستان د افغانانو جغرافیه دی. د نړی ستر محققین استاذ کهزاد، استاذ حبیبي، کرستن سن دینکرد، ډاکتر توراویانا، اولف ګیرو او داسې نور په دې باور دي چې پښتانه د هغه زمانو راهیسې په پښتونخوا کې اوسیږي چې د تاریخ په یاد ندي او لا تر اوسه هم پښتانه د خپلو نیکو پر ځمکه یعنې د آمو سیند نه تر اباسیند پراته دي. د پښتنو لیکلی تاریخ د پښتنو د لمړي پاچا ګیومرتن دزمانې څخه راپیل کیږي چې څه ناڅه د زردشت دین تر پیدایښت او د غرغښت تر پاچاهي څو زره کاله وړاندې یې د بلخ د البرز په غرونو کې تاجپوشي وکړه. تاریخ پوه ډاکتر توراویانا، عبدالحی حبیبي، اولف ګیرو،استاذ کهزاد وایي چې : پارداتان لکه پیشدادیان پښتانه دي او دا پیشدادیان د بلخ یا بخدي لومړی شاهي کورنۍ ده، چې یما یې وروستی او نامتو پاچا دی.

پیشدادان = پارتان = پارداتان = پښتانه په اویستا کې د ( پره ذاته) په نوم یاد شوي دي. په دوی کې وتلی پاچا او لوی پهلوان یې هوشینګه د پره ذاته = پیشداد = پښتون په نوم ملقب وؤ. د پیشدادیانو سلطنت د زردشت آیین د پیدایښت نه څه نا څه درې زره کاله وړاندې منځته راغلی دی. د دې شاهي کورنۍ مشر او مؤ سس ګیومرتن ، ګیومرث دی.

د فردوسي طوسي په حواله ګیومرتن او د هغه زوی سیامک دېوانو سره په جګړه کې ووژل شول او د پښتونخوا د چارو واګې ګیومرتن المسي او د سیامک زوی هوشنګ ته په لاس ورغلې.

استاد حبیبي وایي ، چې په اویستا کې ذکر شوي دي چې په پښتونخوا کې یو لوی پهلوان چې هوشنګ نومیده، د بلخ البرز په غره کې یې د (اناهیتا) د رب النوع قربانې کولې.دیوانو سره جنګیده او په اوه هیوادونو یې پاچاهي کوله. جرمن عالم دینګرد وایي: بزګري رسم،د ملکیت اصل، د حکومت او بادشاهي کولو دود او اولس ساتنه همدغه هوشنګ او دده کورنۍ پیشدادیانو= پښتانو ایجاد کړل. سر اولف ګیرو او استاد احمد علي کهزاد وایي چې پیشدادیان پښتتانه وؤ ، او دوی پاچا هوشنګ په خپل هیواد کې پارتا یا پښتونخوا کې سلطنتي نظام درلود.فردوسي وایي چې هوشنګ له ډبرې څخه اوسپنه را وایستله. هغه څلویښت کاله په عدل او انصاف پر خپل پښتون ملت پاچاهي وکړه. د فردوسي د شاهنامې په حواله د پیشدادیانو وروستی پاچا نوم یما ؤ. ډاکتر احتشام د اویستا د ۸۸-۸۹ یشتونو په حواله یما نوم یې په (یم ) یا (یه مه) لیکلی دی. په ویدا کې د پیشدادي ستر پښتون (یاما) لیکل شوی دی. ایراني فرهنګي غله او تیرایستونکي ددې لپاره چې د پښتنو ستر پاچا (یما) ایراني وبولي، د هغه نوم یې پهلوي ژبه کې (یم) ولیکئ.

وروسته یې په ایراني فارسي د (یما) نوم (یم) څخه په (جم ) بدل کړ او بیایې جمشید کړ.ایراني فرهنګي غله د پښتنو بادشاهانو، عالمانو او پهلوانانو نومونه ځکه بدل لیکي چې د غلا لار ورته برابره کړي.

د محقق سر اولف ګیرو په وینا د پیشدادیانو تربوران ساګزیان ، او د یو پښتون ملت خلک دي.ساګ = سهاک نوم دپښتنو په سترو کتابونو ( ویدا) او (اویستا) کې راغلي دي. تاریخ پوهان وایي د سهاک یا ساک اصلی نوم بیوراسب او د پلار نوم یې اروند اسپ دی چې لړی یې د پښتنو لمړی پاچا ګیومرتن یا ګیومرث ته رسیږي . او مور یې د پیشدادیانو وروستی پاچا (یما)خور (اوداک) وه. سیدجمال الدین افغان تاریخي اسنادو په حواله ساګ = سهاګ د پښتنو نیکه بولي.تاریخ پوهان وایي چې په ریکویدا او اویستا کې د پارس یا اوسني ایران د هیڅ واکمن نوم ذکر شوی نه دی. مګر د پښشتونخوا د پښتنو پاچایانو نومونه ذکر شوي دي چې په دې جمله کې د (یما) او (ساګ) نومونه هم شته دي. تاریخ پوه ډاکتر توراویانا او نورو په اند پښتنو ساکانو یا ساګزو زرګونه کاله تر اسلام وړاندې د خپل حکومتو یوه اوږده لړی درلودل. اوسنی پارس هم د پښتنو د واکمنې یوه برخه وه. انګریز څیړونکی او تاریخ پوه اولف ګیرو وایي ضحاک د ساک عربي شوی نوم دی. د ساګزو او پیشدادیانو دواړو ریښې ګیومرتن یا ګیومرث ته رسیږي او دواړه پښتانه دي.ساګ پښتون پاچا او نوړو پاچاهانو په فارس یا پارس حکومت کړی وؤ.په همدې وجه ایرانیانو دهغه څخه نفرت درلود. ځکه نو ایراني متعصبو د ساګ نوم یې په جعل شوو اسنادو کې اژداک یا ښامار لیکلی دی. ساکان، ساګزي، اسحاق زي د پیشدادیانو پښتنو تربوران او سوچه پښتانه دي.په پیشدادیانو او ساګزو مشهور پاچایان لکه د پیشدادیانو ستر پاچا ( یما) او ساکانو ستر پاچا (ساک)، ضحاک یا سهاک دواړه پښتانه پاچایان وؤ.ساک د یما د خور اوداک یا ورک زوی او یما د ساک(ضحاک) ماما دی.

کله چې د پیشدادیانو پایڅور یعنې کیانیانو د ساګزو څخه بلخ بیرته ونیوله، بیا دوی اوږدې مودې وروسته د میلاد نه یوه يیړی د مخه ګندهارا - پېښور کې ترپنځمې پېړی پورې حکومت وکړ. د ساګزو دوهمې دورې پاچاهي کې موندل شوې سکې د څلورو نامتو پاچاهانو نومونه راښیي چې مافیس، لومړی ازیس یا ازیر، ازیلیس او دوهم ازیر. ساګزي پاچا مافیس ټیکسلا = ملتان خپله پلازمینه وټاکله.

تاریخ بلعمي د ضحاک = ساګ په هکله لیکي: د نوح (ع) تر طوفان زر کاله وروسته د سام بن نوح په اولاد کې یو پاچا پیدا شو، چې نوم یې ضحاک = ساګ و. او ټوله نړی یې لاندې کره. د اویستا په وندیداد کې د پښتونخوا شپارلس قطعې ځمکه ذکر شوې ده چې د هندوکش په شاوخوا کې پرتې وې، او دغه سیمه اویستایي خاوره بلل شوې ده.

د ساګزو کورنۍ په آخرو وختونو کاوک (کاوه) پښ یا آهنګر خپل د آهنګري بنۍ یا څرمن د نیزې په سر وتړله، چې د کاویان د بیرغ په نوم مشهور شو . چې د اریایي اولسونو د بري سمبول بلل کیدی او اولسونه یې وپارول.

کاوه کواتا ( ایرانیان یې کیقباد بولي) د کیانیانو شاهي کورنۍ بنسټ ایښودونکی و. کاوه کواتا د بلخ البرز غر کې لکه لمړي پښتون پاچا ګیومرتن تاجپوشي وکړه. هغه پښتونخوا کې د عدالت او انصاف حکومت جوړ کړ.

کاوه یوسا (چې ایراني فرهنګي غله یې) کیکاوس بولي د کاوه کواتا زوی دی. د خپله تاجپوشي په زریفیه په غره کې وکړل. کاوه یوسا د زریفیه په غره سر اووه لوړې ماڼۍ جوړې کړې وې. کاوه یوسا د غیر آریایي عناصرو سره د اوسني ایران د شمال مازندران په ځنګلونو اوسیدل، جنګونه وکړل او هغه یې خپل لاس لاندې کړل. په اویستا کې دغه ځنګلي خلکو ته دیبان یا دیوان ویل کېدل.

کاوه هوسروایا په اویستا کې ددې پښتون پاچا نوم راغلی چې ایرانیان یې (کی خسرو) بولي. د دغه پاچا حکومت د پښتو او پښتونوالی قانون سره چلیده او خدای(ج) ته دا دعا کوله چې : ای خدایه که ښه مې کړي او که ناښه، له خپل جنت نه مې بې برخې نه کړې. کاوه هوسروایا د کیاني کورنۍ وروستی پاچا په خپله خوښه پاچایي یې یو بل پښتون اوروت اسپه = اتریت = بیت نیکه ته وسپارله ، او پخپله د خپل خدای په عبادت مصروف شو. ستر محقق دینګرد وایي چې اسپه کهول لکه پیشدادیان ، ساکان او کیانیان سره ټول تړلي پښتنې کورنې وه. کله چې کاوه هوسروایا سلطنت یې اوروت اسپه = اتریت = بیت نیکه ته په خپله رضا خوشې کړ، نو بیت نیکه په تاریخي ښکلي پلازمینه بلخ کې پر پلاز کیناست. هغه به تل خلکو ته ویل چې : ای خلکو له خدای(ج) څخه وویریږی. هیڅکله د خدای(ج) درباره مه ناهیلي کیږی.خدا(ج) سیندونه، غرونه ، مځکه او هغه نه تاو راتاو هسک اسمان پیدا کړی دی. شیخ بیت یا بیت نیکه د شمال لخوا د تورانیانو د حملې په نتیجه کې د خپل هیواد په دفاع کې مړ شو ، او بیا دهغه زوی غرغښت د پښتنو پاچا شو.د پښتونخوا پلازمینه بلخ یا بخدي کې په تخت کیناست.

غرغښت = غرشاه سب = ګرشاسب : استاد کهزاد وایې د غرغښت د پلار نوم د اویستا (اتریت ) = اتریط = بیټ نیکه دی. دغه د اویستا اتریت د پښتنو د نیکونو له جملې څخه بیټ = بیټی = شیخ بیټی = بیټ نیکه دی. د پښتنو دوه نور نیکونه د اویستا سرند = سربن او غرغښت دي.

اخځلیک : د ښاغلي عبدالحکیم نورزي او پښتانه د تاریخ په رڼا کې د ښاغلي سید بهادر شاه ظفر کاکا خیل

سپیدار ځاځی ۰۲/ ۰۴ ۲۰۱۹