دیموکراسي

دیموکراسي

چېرته چې علم او پوهه زیاته وي.

چېرته چې کارونه په وړتوب ورکول کیږي.

چېرته چې شخصي غرضونه حاکمیت نه لري.

چېرته چې چوکۍ په پیسو ، واسطو او خوشامند و نه نیول شي.

چېرته چې زیار او کار سم تول، قدر او نمانځنه لري.

چېرته چې دوستي او دښمني دواړه د خدای(ج) ، هیواد او قوم د پاره وي.

چېرته چې يو عالي او لوړ ټولنیز او ملي موخه شتون ولري.

چېرته چې د هیواد د ټولو چارو د سمون د پاره په هره خوا کښې یو شان نخچې جوړیږي.

چېرته چې د ملي او ټولنیز پروګرامونو د عملي کولو د پاره پاک نیت ، کلک عزم او پخه اراده شتون ولري.

چېرته چې د کار د پاره پویه کسان لټول کیږي.

چېرته چې رسمي تشکیلات د خاصو کسانو د پاره نه جوړیږي.

چېرته چې رښتیاني مساوات ، برابري او عدالت رواج وي.

چېرته چې له پوهنې ، روزنې ، ګټې ، وټې او نورو حقونو څخه ټول خلک یو شان برخه اخلي.

چېرته چې خلک په ګیډه ماړه ، په تن پټ او په ځان روغ وي.

چېرته چې حکومت د خلکو خدمتګار وي.

نو دغسې هیواد ته رسمي دیموکراسۍ یا ولسواکۍ هیواد ویلی شي. دا د ښاغلې پوهاند صدیق الله رښتین د ژوند پلوشې په کتاب کې د دیموکراسي په اکله راغلی مضمون وؤ چې تاسې ته وړاندې شو .

خو د افغانستان په اوسني دیموکراسي کې د پښتون ډیرګړي وګړو ۷۲ سلنه حق د کرزي او اشرف غني په اولسمشری کې د لږکیو په امتیاز رسیدلی دی. په اساسي قانون کې ۱۶ ماده ته ټول حکومتي چارواکي ړانده دي. لږکي قومونه په سپین سترګي او په ناروا ډول د اشرف غني سره په ډغرو اجرایه چوکۍ او یا نور امتیازات ترلاسه کوي خو د پښتنو د ژبې حق په لمړنیو، منځنیو، لوړو زده کړو ، رسنۍ ، ورځپاڼو او حکومتي دوترو کې ځپل کیږي او له پامه غورځول شوي ده . نالوستی جنرال مارشال کیږي. خو د پښتنو لوستۍ علمي کدرونه په کور کینول کیږي.په اشغال شوې افغان خاوره پښتونخوا کې یرغلګر پنجابی په منحوسه او کړغیړنه کرښه د بیلتون کتارې او اغزنمزي تیروي خو حکومت د امریکا سره په ستراژیکي تړون سره بیا هم د پنجابي توکم وژونکي قاتلانو ته په خړه خړه سترګو ګوري او کوم د غیرت او ننګ فرمان نه صادروي تر څو چې اولس خپل ټټر د ظالم ښکیلاکګر ظلمونو ته ډال کړي. د اشغال شوي افغانستان په خاوره د پښتونخوا پښتانو سره د زړه له اخلاصه زمونږ حکومت لاسنیوی نه کوي او د هغوی سیاسي حمایت ته هم ړانده ، ګونګ او کاڼه دي.ننی اولسواکي کې نه د ښاغلې رښتین د پورته وایل شوو ټکو نښې او نښانې شتون لري خو د بې عدالتې ،تعصب ، حق خوړل، پردیپالي، جاسوسي، بډې او رشوت ،غضب،فساد،تیښتونې،ناوړه او متعصب حکومتي چارواکي، غیرملي او کړغیړن مامورین،غیر ملي افراد خپل هیواد او خاورې ته خیانت کول او هغوی ته جزا نه ورکول هغه موارد دي چې په ولسواکې باندې لاسبري دي.دا غیر مشروع کړو وړو ته یو سست بنیاده او تش په سمبولیک ډول دیموکراسي یا اولسواکي ته بایده ده چې د انارشیزم دیموکراسي وویل شي . البته طالبان هم د هیواد اوسني حالاتو کې مقصر دي چې د پردي استعمارګرو په توپک خپل اولس له پښو غورځوي.

عبدالله ځاځی ۲۳ /۰۷ / ۲۰۲۰