ویداند سید جمال الدین افغان د حالات او خیلاتو په کتاب کې یووالی او بریالی مشر داسې کښي . د یو قام ټول کسان په یو منځي راغونډول، بله خوا د مشری بریالۍ مینه هغه د خدای پیرزوینه ده چې د چا په زړه کې واچوي چې هغه قام یې د پرمختګ بنسټیز اصول وګڼي. که چیرې یو قام دا مینه ونلري چې په نورو قومونو لاسبري ووسي، او د خپل قومیت بنیاد او بنسټ ټینګ نکړي نو داسې ورځ به راشي چې دغه قوم به د نورو تر لاس لاندې او ورک به شي. د قامونو د ژوند او ټینګښت د پاره بری يا برلاسي دومره اړینه ده، څومره چې انسان ژوند د پاره د خواړو اشتیا . که لوهه یا اشتیا نه وي نو پایله به یې دا وي چې په ځان کې خواړه بند شي او ښیرازه کیدی نشي. ددغې نه وروسته به اړین کمزوری شي چې پایله یې مړینه ده. همدا شان یو قام تر هغه خپله هستي نشي ساتلی او د خپلې زمانې په نورو قامونو بری نشي موندلی ترڅو چې خلکو کې د خپلو اړتیاو د بشپړولو د پاره یووالی شتون ونلري. کوم قام چې یووالي سره مینه لري هغه ته دا زیری ورکول پکار دی چې هغه به د خپلې زمانې په قامونو لاسبري او مشري به یې کوي. د قامونو د هستي، ژوند، پیاوړتیا او پایښت او داسې نور په یووالي دی . هغه قام لویي او بری ترلاسه کولای شي چې د برلاسي او مشري تلوسه ولري. یو قام ترهغه زوال شوی ندئ ترڅو چې یې همت لوی وؤ، اراده یې کلکه او غښتلې وه، یووالی یې ژغورلی وؤ.