شادو شمشېره البغداداي

شادو شمشېره البغداداي

افغانانو په تيره بيا پښتانو تل خپل قاتلان اتل بللي ،ستايلي او قبرونو ته يې سجدي کړي دي، غوړه بېلګې خورا ډېرې دي :

« ماتصوير د يوه ښکلي په مهراب کې وه ښخ کړى

فتنه ګرې توبې غله کړ اوس لمنځونه بې قبلې دي»

لومړی_ ظهرالدين بابر چي د پښتانو له ککرۍ څلي جوړول اوس دغه قبر ته ورځي او خوړدي يی خوري!!!!

«ظهیر الدین محمد بابر دهندوستان لومړني مغولي واکمن و چې مزار یې دکابل په بابر بڼ ( دبابر باغ) کې دی،نوموړی هغه ظالم او ویني څښونکي واکمن و چې دپښتنو په وژلو کې یې ځانکړي ځيرکتيا درلوده. دي په خپله په خپل تاریخ ( تزک بابري ) یابابرنامه کې لیکي چې دپښتنو له سرونو او ککرو یې کله منارونه او څلي جوړکړي دي.همداراز هغه په ۱۵۲۶ زیږیز کال کې دهند د لودي پښتنو واکمني ړنګه کړه او په هند کې یې دلودیانو دریم واکمن سلطان ابراهیم لودي یې په پاني پت کې وواژه او سر یې له تنې ورته پرې کړ.

خو حیران دې خبرې ته یم چې بیا هم زموږ یو شمیر پښتانه چې له تاریخه هم ښه خبر دي په کابل کې دده مزار ته ورځي ،دګلانو ګیډۍ پرې ږدي او ده ته دبخښنې او مغفرت دعا ګانې کوي . چي اسمان پرې شين کړي«

« دويم _شادو شمشېره البغداداي (لیث بن قیس) چې به د کابل ښاغلي افغانان ووژل نو د هغو مېرمنې او لوڼې به یې په سوغات کې د بغداد لونډانو ته د مینځو په توګه ورولېږلې.

یو ځای یو عرب په خپل تاریخ کې لیکي:

"نن موږ د کندهار په جګړه کې تر ۱۰۰۰ زیاتې ښځې په غنیمت کې ونیولې"

شادو شمشیره یو عرب جنګیالی وو چې زموږ نیکونه یې په دوو تورو وهل سرونه يې تري غوڅول،ځکه خو د دوه تورو لرونکي شاه (شاه دو شمشېره) لقب ورکړل شوی وو او بې شمیره افغانان یې وژلي، لکه څنګه چې مسعود او فهیم او نورو قاتلانو د افغانانو قتلونه وکړل اوس یې له ټولو ښایسته مزارونه او قبرونه دي.

شاه دو شمشيره په افغانانو ستر ظلمونه کړي خو افغانان ډېر ښه خلک دي چې په خپلو قاتلانو مزارونه جوړوي، ساته یې کوي او تر اوسه نه چا د همدې قاتلانو مزارونو ته اور ور واچولو او نه یې هم پکښې عامه تشنابونه جوړ کړل.

تر اوسه چا د دې جنګیالي په هکله فکر هم ونکر چې ولې یې ورته شاه دو شمشمېره ویل. افسوس زما په ملت!!!!

وا غرقه ملته!

په ډیرو ولايتونو کې موږ د ښوونځیو ودانۍنه لرو او حکومت وايي چې بودیجه نشته خو بل خوا بیا نا اهله چارواکي د ملت په پیسو ایله د مړو قبرونه سينګار کړي، ملي تلويزون وايي چې په دغه زیارت او جومات جوړولو به ۲۳ ميليونه او ۶۰۰ سوه زره افغانۍ لګښت راشي، دوی کولای شول په دغه پیسو کوم ښوونځی جوړ کړي چې په سلګونو او زرګونو ماشومان له پوهې او زده کړي څخه برخمن کړي او یا هم پوهنتونونو ته پرې لابراتوارونه جوړ کړي، يا د سيندونو پر سر بندونو جوړولو او تړلو ته دا پیسې وسپموي او یا یې دې پر داسې پروژو ولګوي چې اوږد مهاله یې ملت ته خیر ورسيږي. نه دپښتانو قاتلانو په قبرونو!!!!

«چي پخپله په خپل کور کي ډیوې وژني

های توبه د داسې قوم له تغافله»

ماخذونه:

۱ـ سیطره ۱۴۰۰ساله اعراب برافغانستان ص۱۱۹

۲ـ تاریخ سیستان،ص۱۱۲ببعد

۳ـ تاریخ سیستان،ص، ۸۵

۴ـ تاریخ سیستان ،ص، ۸۷

۵ ـ بوسورت، سيستان، ص۱۱۸، طبری، ج۸ ، ص ۳۶۶۴

۶ـ بوسورت، سيستان، ص ۱۱۹،تاريخ سيستان، ص۱۱۱

۷ـ تاريخ سيستان، ص۱۱۱

۸ـ سعيد نفيسی ، تاريخ اجتماعی ايران، ص ۱۲۹، شفا، پس از ۱۴۰۰ سال، ص ۴۴۲، بلاذری ، ص ۴۰۸

۹ـ بوسورت، سیستان،ص ۱۲۰»

کاپي له دوو دوستانو !


شادو شمشېره جومات البغدادايشادو شمشېره