په څه ده مروره، چیرته تللې ده پښتو
دا ولې په دې ښار کې داسې غلې ده پښتو
هم اورو، هم یې وایو، نه یې لولو، نه یې لیکو
مونږ څه په نااشنا ډول منلې ده پښتو
له بل سره خو خیر، ډیرې بانې ډیر جوابونه
دا ما او تا په څه باندې کږلې ده پښتو
نه، نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ
زما چې په کې بند په بند تړلې ده پښتو
دغه پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې وکاروئ خبرو ته مو ځانګړی ښکلا ورکوي.
کتاب فروشي √ کتاب پلورنځی
تاريخ تولد √ د زيږيدو نېټه
عکاسي √ انځورګري√ انځورګرۍ
مهمان خانه √ مېلمه خونه یا کوټه
انتخابات √ ټاکنې ټول ټاکنې