پنجاب ظالم ریاست

پنجاب ظالم ریاست پښتانه د ذلت کنډې ته تریي

د پنجاب ترهګر پوځ، ای ایس ای او فاشیست ریاست یې پښتانه د ذلت کنډې ته پریباسلي او حیثیت یې ترې ورک کړی دی.پښتانه خپل زوړ شان او شوکت بیا ترلاسه کولی شي چې د آفتونو، شکنجو او ربړونو نه بچ کیدو سره د اولس په منځ کې د زړونو نه شکونه او بابیزه وسوسو او ډار لیري کول دي په کومه کې چې د پښتون اولس عزت، پت او غیرت بیرته رامنځ ته او د بلواکي ځنځیرونو شلولو سره د یووالي په مټ د لر او بر افغان چیغه پورته او عمومي لاریون ، او اعتصاباتو سره سیمییز هټوځي، دفترونه او کارخوني وتړلی شي او د ترهګر دښمن او توکموژونکي پنجابي ریاست په وړاندې خپله کرکه جوته کړي. خپلواکي ته مه ناهیلي کیږی او اولس ته به دا زباتوو، چې تر برلاسې پورې به دا اوږد مزل په اتفاق سره هرومرو لنډوؤ تر هغه چې د تاسې ارادې کمزورې نشي.که چیرې د قومونو مشران او پوهان هر څومره چې دي پخپل حق ټینګ ولاړ وي او داسې هلې ځلې ونکړي چې د قوم ګټو او ګډ ژوند ته خلل او ګواښ ورسوي نو دوی به د یو پیاوړي او درندې جوسې په شان وي. که څه هم د خښتو او چونې نه جوړ شوي وي، لیکن هره یوه برخه یې یو تربله دومره کلکه ورغلي وي چې سیلۍ، ټالنده او د تباهي ریږدله یې یو له بله بیلولی نه شي او هر شانته پیښو ته ټینګ ولاړ وي.ځکه دغه ټول قوم د خپل قومي شرافت او مشرۍ ټینګولو زیار وکاږي او د پردیو یرغل او ګواښ په ښه شان ردوي. دغه شان که د قوم په یو کس څه ناورین یا مصیبت یا څه ربړ نازل شي نو هغوی دا خپل ذاتي مصیبت او تکلیف ګڼي ، ولې چې د یو کس ذلیل کیدل د ټول قوم سپکاوی دی.د اولس اند یا فکر د بلواکۍ اوډار نه خپلواک کول، او له بلې خوا یووالۍاو ښه اخلاق یو قوم د مړینې نه بچ کوي او قومي ژوند یې برقرار او پیاوړی ساتي. نایووالۍ او بیلتون په قوم کې میرڅمن رابولي او د هغه لاس بري ته یې لاره جوړیږي. نو اوس مونږ پښتانه د پنجابي ښکیلاکګر دښمن په لومه کې نغښتي یو. ډیر وخت مو د لاسه ورکړ او اوس مو دا پنجابۍ میرڅمن د بې هویته انسانانو په ټوګه په بې ګناهی کې ترتورو خاورو لاندې کوي. مشران مو د ظلم او شکنجو په کپسونو کې ایسار دي، کانونه او معدني زیرمې مو له ځمکې لاندې لوټوي . سیاسي، اقتصادي ، ټولنیز او کلتوري برخو کې ګډونوال نه یو، او هر امتیازد پنجاب فاشیست ریاست د پاره ده. دوی د پښتنو او بلوچو توکموژنه له تیر دوه اویا کالو را پدیخوا پیل کړی ، خو مونږ بیا هم ځانونه ګونګ، ړانده او کاڼه نیولي دي او د نورو په تمه یو. نه داسې به نکوو، اوس به عمومي اړو دوړ جوړوو، او د خپل حق غوښتنه به کوو، په نره به یې کوو. د منظور پښتون چیغه به بدرګه کوو، او ټول په نامه پښتانه بایده ایمان او وجدان ته په کتو سره د خپل عزت، نوم او نښان ، غیرت او همت سره د پښتنوالي په درشل کې راپاسي او یو ټولیز اعتصاب او لاریون په لر او بر کې د خپلو حقوقو او خپلواک ژوند د پاره نړیوالو غوږ ته ورسوو، او د ظالم ترهګر پنجابي فاشیست ریاست تورې څیرې دنیاوالو ته څرګند او جوټ کړو. اصلي ژوند په خپلواکۍ کې او بې عزته ژوند په بلواکۍ کې تیریږي. نو پاڅئ !سره وپییل شئ او د پښتون افغان په نامه د پنجاب فاشیست استعماري زولانې ماټې او لکه بنګله ډیش اولس په شان خپلواکۍ او د عزت او حیثیت ډک ژوند ګټلو د پاره په یووالي سره مبارزه پیل کړئ. پښتنو بایده وه چې د بابړې پیښې نه چې ۶۲۰کسان د ظالم پنجابي پوڅ لخوا شهیدان شول د جناح انګریزي پر ضد پورته شوي وای او د نامشروع پنجابي ښکیلاک یې نړولی وای نو اوس به د هغوی ظلمونو څخه پښتون او بلوچ هوسا ژوند درلود. دا چې هغه وخت و نه شول نو اوس به د مبارزې مسیر پیاوړی کوو او د حق غږ به په نره پورته کوو. انشأالله