یو ملت چې کومې جغرافیه کې اوسیږي، تاریخ یې هم په هغه جغرافیه کې جوړیږي. ځکه لوی افغانستان د افغانانو جغرافیه دی. د نړی ستر محققین استاذ کهزاد، استاذ حبیبي، کرستن سن دینکرد، ډاکتر توراویانا، اولف ګیرو او داسې نور په دې باور دي چې پښتانه د هغه زمانو راهیسې په پښتونخوا کې اوسیږي چې د تاریخ په یاد ندي او لا تر اوسه هم پښتانه د خپلو نیکو پر ځمکه یعنې د آمو سیند نه تر اباسیند پراته دي. د پښتنو لیکلی تاریخ د پښتنو د لمړي پاچا ګیومرتن دزمانې څخه راپیل کیږي چې څه ناڅه د زردشت دین تر پیدایښت او د غرغښت تر پاچاهي څو زره کاله وړاندې یې د بلخ د البرز په غرونو کې تاجپوشي وکړه. تاریخ پوه ډاکتر توراویانا، عبدالحی حبیبي، اولف ګیرو،استاذ کهزاد وایي چې : پارداتان لکه پیشدادیان پښتانه دي او دا پیشدادیان د بلخ یا بخدي لومړی شاهي کورنۍ ده، چې یما یې وروستی او نامتو پاچا دی.