شعر

خوب وينم عالمه چی پښتون دی راويښيږی

د غفلت په خوب ويده وو خو اوس را بيداريږی

خوب وينم عالمه چی ايران او پاکستان په ورکيدو دي

پر مخ ددغی خاوری لوی افغانستان به نور جوړيږی

ګورم چی خوشحال دی، بياض يی دی په لاس

وايی په دی کی خوبونه د رحمان دي تعبيريږی

قسم يی دی خوړلی نور به نه کوی خوبونه د غفلت

په جهل پوره نه شوه کتاب و قلم ته نور اړ کيږی

دعوی د خپلی ژبی او وطن افغانستان کړی

اخلی له غليمه انتقام که په زور او رضا کيږی

پښتون دی پوهه شوی رټل کيږی خپل هيواد کی

اتحاد ته ضرورت دی ولی هسی حلاليږی؟

جنګ کوی پښتون بقا د بل لپاره

که لر دی او که بر دی بس پښتون دی تباه کيږی

په سيمه او نړۍ کی نه دوست لری نه ورور

ټول جهان ورته دښمن دی لوی اسمان پری نه رحميږی

يو عهد او پيمان ته اړتيا ده پيدا شوی

پښتون به نور د جهل او نا پوهۍ سره جنګيږی

ګوره ای پښتونه ياره ربانی او قانونی در څخه بيل کړه

د نظار پليته ډله اوس ايران او امريکا باندی خرڅيږی

راويښ شه او راوزه له غوږونو د پيلانو

دا ستا په سرنوشت نړيوالی لوبي کيږی

قسم پښتون ته کړی اولادونو د يزيد

خو پښتون بد بخته قوم لا په دي هم نه پوهيږی

وطن ستا دی او تا دی ازاد کړی له دشمنه

خو ته د خپلی ژبی په ويلو اوس شرميږی

تاجک، ازبک او هزاره شول خاوندان ددغی خاوری

خپله خاوره کی پښتون په اوغان غول باندی ياديږی

هزاره ګان چی د ايران او خمينی کليمه وايی

پښتون د کوزی پښتونخواه، پاکستانی باندی ياديږی

طالبان يی کړل بدنام په القاعده او ای-اس-ای

خو مسعود وطنفروش په قهرمان باندی ياديږی

که په دی جنګ کی ناکام شوی او فرصت در څخه لاړ

نو خدايږو ای لاليه، چی نور به نو ورکيږی

ټول جهان او ګاونډيان درته يو شوی

بس تر عمره به غلام يی او غلام به پاتی کيږی

ستميان، پرچميان او جمعيتيان سره يوځای شول

بس ته هم متحد شه چی په دی به کاميابيږی

تاريخونه دي جوړ کړي ستا نيکونو او پلرونو

دسيسي درته جوړيږى او تاريخ دى مسخه کيږى

(پا چا) څومره به لګيا يي په ويلو دغه قوم ته

په خوله خو ټول لګيا دي اوس عمل کی به څه کيږی؟

دجانان د خولې خبرې رانه زړه وي

ته مې مل شې خدايه زړه د له ما نه وړي

ستاغمونه چې نن ډلې ډلې راغلل

چې مې وينې د زړه نه څښي نوبيا ځه وړي

اوښکې مه تويوه ډيرتاوان به وکړې

داخوستاله توروسترګونه رانجه وړي

خيرکه لاس کې مې ټوپک دي مه وېرېژه

داموننګ دی دا خو واړه پښتانه وړي

چې مو راټول په یو کور کړي داسې څوک غواړو مونږ

چې مو زخمونه لږ ټکور کړي داسې څوک غواړو مونږ

یو بې و طنه بې کفنه لا وارثه افغان

که چیرې خلاص مو د پیغورکړې داسې غواړو مونږ

چې مو زخمونه لږ ټکور کړي داسې څوک غواړو مونږ

چې یو له غر بل له سنګر دریم له ټانکه کوز کړي

چې مو راټول په یو شکور کړي داسې څوک غواړو مونږ

چې مو زخمونه لږ ټکور کړي داسې څوک غواړو مونږ

یوه د خیر تیګه چې کیږدي زمونږ دواړ منځ کې

چې مې د ورور سره بیا ورورکړي داسې څوک غواړو مونږ

چې مو زخمونه لږ ټکور کړي داسې څوک غواړو مونږ

چې مې ټوپک او توره دواړه په قلم بدل کړي

چې نور له جنګه مو زړه تور کړي داسې څوک غواړو مونږ

چې مو زخمونه لږ ټکور کړي داسې څوک غواړو مونږ

چې د اغیار نه د اټک مظلوم زړګې وګټي

چې نور اوبه د ظالم زور کړي داسې څوک غواړو مونږ

چې مو زخمونه لږ ټکور کړي داسې څوک غواړو مون

خــــــــــاوري به يي سترګو ته رانجه كړم

په طـــــــــواف به د وطن ځان پروانه كړم

ښكلوم به يې تور كاڼي دا العلــــــــــــونه

دوطن په هر ګــــــــــــــــــودر به ننداره كړم

پر هروته به يې ځـــــــــــان پټۍ پټۍ كړم

ښكلي ښكلي به يې جوړه كنډواله كړم

له دى دنګـــــــــــو دنګو غرونو د زار شم

د شپيلۍ آواز به ستا لوړ د شپـــانه كړم

چې در واړوي پـــــــــه بدو خړى سترګې

هر غليم بــــــــــــــه د كاروان سره ايره كړم

نعيم به دى دا شـــــــــــــــــاړي ګلعزار كړم

د وطن بوټي به ټول ګل دلالــــــــــــــه كړم

ای زما ګرانه وطنه ته به کله ځان آ باد کړی

د تاریخ دویاړ یادګاره ته به کله ځان آزاد کړی

ستا لمن کی تیری شوی،د جګړو لوی طوفانونه

ستا پر خاوره دی راغلی ،د غلیم ستر لښکرونه

د افغان په نوم ویاړلی ننګیالی د پر ګنویی

په غیرت کی لوړ نښان یی ته وطن د زمر یا لو یی

ستا لوی غرونه د ښکلا له خیا له ډک دی

ستا غونډی هواری دښتی شا ړی ځمکی دخلقیت دی

د لعلو نو خزانه یی د زمرو دو کارخانه یی

دعینک د مس خاونده د معدن اود ګازونوپیما نه یی

ولی نن ته یی بد بخته د جګړو سره دی کاردی

د تعلیم نصیب دی نشته مرګی ولی ستا په واردی

ځان را ویښ کړه را بیدارشه د اسی نه چه نن سبا کړی

د علمیت ډیوه کړه بله که ژوند غواړی دا به بیا کړی

د نفاق ریشه کړه ختمه د وحدت پر لاره ور درومه

د د ښمن خبری پریږده ، ددوستانو سره ومره

د انګریز چال ته ځیرک شه خپله ګټه علاوه کړه

ددښمن ځا له کړه ما ته په غضب یی محا صره کړه

د احمد دلاری مل شه د میرویس کار نامی زده کړه

د اکبر دتوری شرنګ ته خپل ځان بیا نن ور ښکاره کړه

دچنګیز ظلم په یاد کړه ستا په خاوره څه اور بل وو

د تیمور ګوډ له هیبته ستا پر خلکو لوی محشروو

د رو سانو سرو لښکرو ستا پرخاوره تیری وکړی

ګا ونډ یانو پخپل وارستا پر انګړ غم یو په دوه کړی

د پردو په لاس وهنه ستا بچیان څنګه پردی شول

د پیسو په مقا بل کی ستا د کور غړی ټول سپی شول

په تعلیم پسی ورد رومه دا تیاری به بیا رڼا کړی

دغفلت خو بونه بس کړه صدا قت به په ریښتیا کړی

بسم الله که ځان تیار کړه توکل پر پاک ا لله کړه

نوی ژوند ته ځان چمتوکړه د یووالی لار پیدا کړه

د وروری پر قد م ولاړ شه ټینګوه د دوستی ستنی

دعزت او پت خاوند شه نورنو پریږده دا میچڼی

د خپل خاوری خد مت وکړه د جګړو نه ځان فناه کړه

ددښمن پر سر بلا شه دا وطن خپل بیا رڼا کړه

ته ددی خاوری بچی یی دا وطن ستا مور او پلاردی

د شهید غازی لمسی یی دادی ننګ دی دادی عار دی

په همت کی برکت دی په عزت کی صدا قت شته

ستا د لوړ احساس عمل ته ځکه تل ځای د شوکت شته

قر بان زه ستا تر نا مه شم څومره ډیر ته پر ما ګران یی

خدای دی تل لره سر شاره ته آزاد افغانستان یی

دهمت ملا می تړلی ستا خد مت لره به درشم که ر ضا کړی

د نورزی آرزو خو داده که يو ځل دا ستا پرخاوره ځان فدا کړی

مونږ نه هر څه واخله رقیبه خو پښتو مه اخله

د ژوند خپلواکه ولوله مو لدې غرو مه اخله

ستا را کټونه او بمونه لوی طاقت دی منم

مرګ ورنه ښه دی مونږ ته نوم دغړوندومه اخل

یو خواته په وطن کی واویلا می ژړوی

بل خواته درقیب دروغ او ریښتیا می ژړوی

چاره نه لرو خدایه ته رحم پرمونږوکړی

د خپل ورور جدایی په پښتونخوامی ژړوی

عبدالقهار کټوازی

جنګه

ای جنګه خوار شی جنګه

ناولیه او بد رنګه

ته ورک شي له جهانه

دنیا ده درنه تنګه

------------

نه ځوان ګورې نه زوړ

ناورین دی ستا پری جوړ

ماشوم وژنی بی ننګه

ای جنګه خوار شی جنګه

-------------

لمبی دی مدام بلی

سیزی دا خلک ولی

څوک خلاص ستا له غورځنګه

ای جنګه خوار شی جنګه

--------------

هیڅ رحم درکی نشته

بد مرغه او بدپښته

نړﺉ لتا نه ړنګه

ای جنګه خوار شی جنګه

-------------

پخوا دی وه بس توره

دنیا وه تری تروره

ټويک دی اوس تر څنګه

ای جنګه خوار شی جنګه

---------------

د شوبلو دی لښکری

ماشین وکړی وزری

راکټ دی هم په ننګه

ای جنګه خوار شی جنګه

-------------

منطق دی واړه زور دی

سکروټی او سور اور دی

ستا خوله د پوهی ګونګه

ای جنګه خوار شی جنګه

ته غوښت د ظالمانو

وسله د شوکمارانو

په تا یی ده غوا لنګه

ای جنګه خوار شی جنګه

---------------

حتمی یو ورځ ورکیږی

نړۍ نه محوه کیږی

شی کوز به له پالنګه

ای جنګه خوار شی جنګه

جهان به ټول هوسا شی

خوره به سوله بیا شی

خوښی به وی هر رنګه

ای جنګه خوار شی جنګه

زما پښتو پښتو وطنه بې پښتو دې نه شې

د نا تار ګرو رقیبانو د بنډو دې نه شې

دغه خپلواکه اوچت غرونه دې خپلواکه اوسه

هیڅکله کمه له با ننګه پرګنو دې نه شې

مـــونـــږه پـــښـتو نــده پـا لـلــی مـلا مـت خـپـله یـو

لـه خـپـل دفـــتـره مــوویــستلــی مـلا مــت خـپله یـو

واکــمن پـــه ویــــنه پـښتانـه دي خو پــښتو نـه کوي

نـــه ئـی لــیکلــی ، نـه ویـلـی مــلا مــت خــپـلـه یـو

د قــام بــچـي پــوهـان زمـونږه، پـه پـښتو نه روزي

پـښـتو ئــی شـا تـه غــورځــولـی مــلا مت خـپله یـو

څو چې پښتون نه شي پښتون ننګ په پښتو و نکړي

دنــیا کـی نـه بــه یــو ښــاغــلی مــلا مت خــپلـه یـو

ســتوریه پـخـپله مــونږه پـړه یـو پردی ګرم مه ګڼه

پـــښــتو پـخپله مـونږ ځــپلــی مــلا مـت خــپلـه یــو

اور مو راغلـــــــو تر بړستنې، مونږ ويده يو

ويې ســــــــــــــــوې راته لمنې، مونږ ويده يو

دې پاچا مــــــــو راته لار هـــــــــــــــواره نه کړه

مخکې يښې راته غنې، مـــــــــــــونږ ويده يو

بس يواځې يې پښتون ته په کې چـــــــــل دی

سر مو غوڅ شي بی پوښتنې، مونږ ويده يو

د وطن حـــــــــــــــــــالات اوس دې ته رسيدلې

سړی چيچي لکـــــــــــــه ستنې، مونږ ويده يو

د مکتب په جـــــــــــــــــــــــــونو پاشې تيزابونه

دوی مو باسي له پوهنې، مـــــــــــونږ ويده يو

حميد احساس

چــــــې لـــــه ژبـــــې او کـــلــــتـــور خـــــپــل نــه جــدا شــي

پـه ذهــنـی کــــړکــېـــــچ اخـــــتــه بـــــه خـــامــخــــــا شــــي

لــــــه دې غـــــټــــه بـــــــــدبـــخــتـــــی پــه دنـــیــا نــــشــتــه

چــې قـاتــل څــوک د خـپــــلـــه ځــــان او داشــــنـــا شـــــي

ای زما ګرانه وطنه ته به کله ځان آ باد کړی

د تاریخ دویاړ یادګاره ته به کله ځان شیرزاد کړی

ستا لمن کی تیری شوی ، د جګړو لوی طوفانونه

ستا پر خاوره دی راغلی د غلیم ستر لښکرونه

د افغان په نوم ویاړلی ننګیالی د پر ګنویی

په غیرت کی لوړ نښان یی ته وطن د زمر یا لو یی

ستا لوی غرونه د ښکلا له خیا له ډک دی

ستا غونډی هواری دښتی شا ړی ځمکی د خلقیت دی

د لعلو ن...و خزانه یی د زمرو دو کارخانه یی

دعینک د مس خاونده د ګازونواو معدونو پیما نه یی

ولی نن ته یی بد بخته د جګړو سره دی کاردی

د تعلیم نصیب دی نشته مرګی ولی ستا په واردی

ځان را ویښ کړه را بیدارشه د اسی نه چه نن سبا کړی .

د علمیت ډیوه کړه بله که ژوند غواړی دا به بیا کړی .

د نفاق ریشه کړه ختمه د وحدت پر لاره ور درومه

د د ښمن خبری پریږده ، ددوستانو سره ومره

د انګریز چال ته ځیرک شه خپله ګټه علاوه کړه

ددښمن ځا له کړه ما ته په غضب یی محا صره کړه

د احمد دلاری مل شه د میرویس کار نامی زده کړه

د اکبر دتوری شرنګ ته خپل ځان بیا نن ور ښکاره کړه

دچنګیز ظلم په یاد کړه ستا په خاوره څه اور بل وو

د تیمور ګوډ له هیبته ستا پر خلکو لوی محشروو

د رو سانو سرو لښکرو ستا پرخاوره تیری وکړی

ګا ونډ یانو پخپل وارستا پر انګړ غم یو په دوه کړی

د پردو په لاس وهنه ستا بچیان څنګه پردی شول

د پیسو په مقا بل کی ستا د کور غړی ټول سپی شول

په تعلیم پسی ورد رومه دا تیاری به بیا رڼا کړی .

دغفلت خو بونه بس کړه صدا قت به په ریښتیا کړی .

بسم الله که ځان تیار کړه توکل پر پاک ا لله کړه

نوی ژوند ته ځان چمتوکړه د یووالی لار پیدا کړه

د وروری پر قد م ولاړ شه ټینګوه د دوستی ستنی

دعزت او پت خاوند شه نورنو پریږده دا میچڼی

د خپل خاوری خد مت وکړه د جګړو نه ځان فناه کړه

ددښمن پر سر بلا شه دا وطن خپل بیا رڼا کړه

ته ددی خاوری بچی یی دا وطن ستا مور او پلاردی

د شهید غازی لمسی یی دادی ننګ دی دادی عار دی

په همت کی برکت دی په عزت کی صدا قت شته

ستا د لوړ احساس عمل ته ځکه تل ځای د شوکت شته

قر بان زه ستا تر نا مه شم څومره ډیر ته پر ما ګران یی

خدای دی تل لره سر شاره ته آزاد افغانستان یی

دهمت ملا می تړلی ستا خد مت لره به درشم که ر ضا کړی

د نورزی آرزو خو داده که يو ځل دا ستا پرخاوره ځان فدا کړی