پښتونخوا بیا هم محکومه ده

د ختیځ او لویدیځ المان د یو ځای کیدو دیرشمه کالیزه، خو پښتونخوا بیا هم محکومه ده

وروسته له دویمې نړیوالې جګړې په کال ۱۹۴۵ نېټې روسانو د المان ختیځې خواوې تر برلین پورې ونیوې او د دواړو المانانو د بیلتون په پلمه پاخه دیوالونه او اغزنمزي ولګول شول. محکوم المانانو تر بیرته یو ځای کیدو پورې خپله الماني ژبه او کلتور خرڅ نکړ. هغوی تر وسه زیار کاږلو، ترڅو د روسي کلتوري اغیزو څخه خپله ټولنه تر کیدو پورې وساتي. لویدیځ المان وګړو او حکومتي چارواکو هڅه دا وه چې خپل محکوم الماني اولس سره سیاسي،اقتصادي او کلتوري اړیکو په ساتلو سره د هغو ذهنیت ته د یووالي او بیرته د یو ځای کیدو لیوالتیا رابیداره کړي. تر څو چې مناسبې موکې کې د یووالي پیغام ته ټول لبیک ووایي او خپلو جلا شوو کورنیو سره پیوستون یې ترسره شي. هغه ؤ چې ۱۹۹۰زیږدیز کال کې د دوی د بیرته یو ځای کیدو ستوری وځلید او د روسي ښکیلاکګرو د ختیځ برلین حکومتي اډانه ویجاړه او د بیلتون په دیوالو اولس لکه تند سیلاب ور واوښتل چې د دوی د خوشالۍ، خوښۍ او احساساتو ټول برلین ښار د خپلواکۍ چیغو په سر اخیستی ؤ. ځوانان، پیغلې،زاړو سړیو اوښځو د منحوس دیوال په ماټولو سره د خپل د زړه ۴۵کاله د محکومیت تاو وباسلو. اوس په کې د ورورولي او خپلوالی پخوانۍ مینه او محبت بیرته په غوریدو ده. په هغه شپه او ورځ چې المانان سره یو شول نوسترګو څخه مې اوښکي توی شول او د الله(ج) نه مې وغوښتل چې مونږ ته هم د داسې خوشالې نعمت راپه برخه کړي په کومه کې د موږ محکوم پښتانه او بلوچ هم د تور انګریز استعمار ماټ کاندي او د ظلم او وحشت کټارې او اغزنمزي وشلوي لراو بر سره ستړی مشي وکړي او په واحد افغانستان کې د عزت، خپلواکۍ، ورورولي او پښتونوالي په کینډی کې د پرمختللي او سوکاله ژوند څښتنان شي.

له بده مرغه له ۷۳ کالو راهیسې د محکومې پښتونخوا او بلوچ اولسونو د خپلواکۍ ستوری لا د ځلیدلو پاتې ده. پنجابي لوټمارو د افغانستان د نظام اډانې ته هم د ویجاړولو شا په شا ګواښونو او ستونځو سره غواړي چې د محکومو افغان ورونو سره د بیلتون واټن اوږد کړي. د افغانستان حکومتو بایده ده چې په تیر ۷۳ کالو څخه تر اوسه لکه د المان په شان د پښتونخوا محکومو افغانانو سیاسي، اقتصادي او کلتوري ننګه او مرسته څرنګه چې لازمه وه ونکړه. هغوی ته د مورنۍ خاورې سره د یو ځای کیدو ذهنیت او هیله ور نه کړل شوه. په پښتنو د ظلم،شکنجو،ترهګري او توکموژنې په اړوند نړیوالو او ملګروملتو مؤسسې ته د پنجاب جنایتکار پوځ او آی ایس آی په هکله جدي شکایت ونشو ، او دا یې هم په ډاګه نکړله چې محکومه پښتونخوا د نړیوالو حقوقو پر بنیاد د افغانستان له ځیګر نه غوڅه شوې خاوره د انګریز پنجابي غلامانو په ولکه کې ورکړ شوي ده. د افغانانو دښمنان او نړیوال استکبار مونږ له ۴۱ کالو را په دې خوا په جګړه کې بوخت کړي یو که څه هم دا زمونږ جګړه نده. المان اولس د محکومیت په وخت کې خپله الماني ژبه ژوندی وساتله، خو پښتونخوا محکوم اولس د خپلې د ژبې ننګه هم ونه کړی شوه او پښتو ژبه یې هم محکومه کړله. پنجابی متعصب او فاشیست ریاست د پښتنو تعلیمي نصاب اردو کړی او قصدي توګه غواړي چې د پښتنو هویت له منځه یوسي. همدا اوس نوی نسل په خپلې مورنۍ ژبه غږیدلی نشي. لراوبر افغانان دې نور د کابل حکومت ته په تمه نه کیني. دوی بایده ده چې د منظور پښتون مبارزه غښتلي کړي او د محکوم پښتونخوا اولس سره خپله خواخوږي په ډاګه کړي. په غونډو او ځانګرو بنډارونو کې خپل محکوم ورونو سره د پیوستون او د ذهنیت جوړونې اړیکي ټینګي شي. پښتانه بایده ده چې د خپل پښتون ورور ځور، ناورین او مصیبت خپل مصیبت وګڼي او هغو سره د پښتنوالي په کړۍ کې خواخوږي واوسي. هرکله چې د پښتنو اندونو(فکرونو) کې د بیداري خوځښت پیدا شي بیا نو غفلت ترې لیري شي او ذهنیت یې د خپلواکۍ او د قام په لور وګرځي او د غمژنې او خواخوږې په ځای د سوکالې او بریالیتوب ډګر کې په یووالي سره په ننګ راشي. پښتون په یووالي، ښوونې او روزنې بهیر کې ډیر ژر خپلې موخې ته نږدې کیدای شي خو چې یو ځل د ډیرکیو پښتون اولس حق غوښتونکي شي. انشاالله هغه ورځ به راشي چې لکه المانانو په شان مشر او کشر افغان به د پنجابي لوټمارو د بیلتون کټارې او اغزنمزي ویجاړ او د لوی افغانستان اډانه جوړه شي.

عبدالله ځاځی ۰۸ /۱۰ / ۲۰۲۰