سلطان شهاب الدین محمد غوري

{سلطان شهاب الدین محمد غوري څوک ؤ}

===================== {لیک بختورشاه}

سلطان شهاب الدین محمد غوري د غور د شاهي ټبر د پُښتنو د " سوري " تپې سره تعلق لرلو او د غور د شاهي ټبر وړومبی سردار " شنسب " نومیدهٔ چې د ده په نوم د غور شاهي کورنۍ ته شنسبي هم وېٔیلی شي ، په ۳۷هـ کښې شنسب د غور حکمران ؤ ، بیا وروستو د ابومسلم د تحریک په زمانه کښې یعنې ۱۱۰هـ کښې امیرپولاد سوري د غور حکمران شو او بیا په ۱۳۹هـ کښې د هغه زوی امیرکروړ حکمران شو.

زه یم زمری په دې نړۍ له ما آتل نشته

په هندوستان او په تخار او په کابل نشته

بل په زابل نشته - له ما آتل نشته

او نور

امیرکروړ چې کومه ویاړنه د خپل شجاعت د اظهار په غرض د بیتونو په شکل کښې په زړې پخوانۍ سوچه پښتو ژبه کښې کړې ده نو په دې کښې هیڅ شک پاتې نه شو چې د هغه د اسلافو او د غور د اولس ژبه به پُښتو وه ، د امیرکروړ نه پس په ۱۵۴هـ کې د هغه زوی امیرناصر حکمران ؤ

د خلیفه هارون الرشید په زمانه کښې د غور حکمران امیربنجي ؤ چې د خلیفه د لوري نه ورله د امارت سند ورکړی شوی ؤ ، په کومو ورځو کښې چې محمود غزنوي په غزني کښې حکمران ؤ نو د دې خاندان په هغه زمانه کښې د غور حکمران امیر محمد سوري ؤ ، کله چې امیرمحمد سوري د محمود غزنوي په لاس بندیوان شو نو د غیرت په وجه يې د قید د ذلت نه د بچ کیدو په خاطر زهر وخوړل او د دې نه مړ شو.

د امیرمحمد سوري په مرګ د هغې وخت د یو شاعر اسعد سوري په پښتو ژبه کښې " مرثیه " په دې دلالت کوي چې د غور حکمران او اولس پُښتانه وو

د فلک د چارو څه وکړم کوکار

زملوي هر ګل چې خاندي په بهار

په سوریؤ باندې ویر پریوت له پاسه

محمد واکمن چې لاړ په بل دیار

او نور

بیا وروستو د غور د شاهي کورنۍ علاوالدین سوري د غزنیانو حکمراني ختمه کړه او ډېر خلک يې په بې دردۍ سره ووژل او د غزني ښار يې وسېزلو ، چې تر نن ورځې پورې علاوالدین سوري د جهان سوز په لقب یادېږي

د علاوالدین جهان سوز د مرګ نه پس د هغه زوی سیف الدین د غور امیر شو ولې هغه ډېر زر د عیاشۍ له سببه د خپل سپه سالار عباس د لاسه اووژلی شو ، د دې نه پس د عباس د نورو امیرانو په مشوره عیاث الدین بن بهاوالدین سام د غور امیر شو ، سلطان عیاث الدین او شهاب الدین دواړه د یو مور و پلار اولاد وو ، د شهاب الدین د سرلښکرۍ له امله د غور حکمراني تر ډېرې لرې یعنې خراسان ، سیستان ، ترکستان او د ایران زیاتره برخه يې په خپل سلطنت کښې شامله کړه (۵۶۹هـ)

عیاث الدین په ۵۹۹هـ کښې په حق ورسېدو ، د هغه په مرګ د هغې وخت د یو شاعر "تاېٔمیني" د عیاث الدین په ستاېٔینه کښې قصیده:

نن زه ژغیږم په صفت د سلطان

چې دې بادار غازي ملک د جهان

د فیروز کوه او غور رڼا ده له ده

هم د تیرو تورو بریښنا ده له ده

او نور

په ۵۶۹هـ کښې شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور د فوځ سرلښکر مقرر ؤ ، د ده په مشرۍ کښې په ۵۷۴هـ کښې ملتان ، په ۵۷۵هـ کښې پېښور ، په ۵۸۲هـ کښې لاهور او په ۵۸۸هـ کښې يې د هندوستان د قسمت فیصله د تراوړی په میدان کښې وکړه ، او په دې جنګ سره په هندوستان کښې د مسلمانانو د سلطنت بنیاد کېښودلی شو چې د ۱۸۵۷م کال پورې قاېٔم ؤ.

په کال ۵۹۹هـ کښې د سلطان عیاث الدین غوري په مرګ شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور جانشین شو او خودمختاره بادشاه شو.

شهاب الدین محمدغوري د ۲۳ کالو او ۸ میاشتو د واکمنۍ نه وروستو په 602هـ کښې په حق ورسېدو او په غزني کښې په هغه مقبره کښې خاورو ته وسپارلی شو کومه چې د خپلې لُور دپاره جوړه کړې وه.

د ډیلي د راجه سره د جنګ په میدان کښې د هغې وخت د یو شاعر " ملک یار غرشین " رجزیه شعرونه:

څښتن مو مل دی

اوس مو یرغل دی

هیواد د بل دی

غازیانو ګورﺉ

څښتن مو مل دی

تُوری تیری کړﺉ

دښمن مو پرې کړﺉ

منګلی سری کړﺉ

څه له به تښتو

څښتن مو مل دی

او نور

دلیل دپاره د دې لاندې کتابونو نه مرسته اخستی شیٔ - مننه

---------------------------------------------------------------------------

۱- هندوستان پر اسلامي حکومت ، د مفتي شوکت علی فهمي لیکنه . ۱۷۰-۱۹۷ مخونه.

۲- علامه عبدالحی حبیبي ، دپښتو ادبیاتو تاریخ ،۴۶۰-۴۶۴ مخونه ، دپيښور چاپ .

۳- پُښتانه د تاریخ په رڼا کښې - سید بهادرشاه ظفر کاکاخیل

۴- منهاج السراج

۵- او پټه خزانه

کاپی هیواد ځدران

Sultan Chahabuddine le Ghoride Empereur Afghan (1173)

سلطان شهاب الدین غوری شهنشاه افغان (965 ه ق )