ګیلامان پشتین

ګیلامان پشتین


منازه شهید پهٔ خواږهٔ غږ زما غزل دیکلمه کړې تاسو ته ډالۍ


ستا پۀ بیلتون دومره غمجن یمه چې حد نهٔ لری

پۀ ماشوم زړۀ داسې خوږمن یمه چې حد نهٔ لری

که ئې پۀ مینه کښې پۀ دار شمه پروه مې نـــشته

پۀ پشتون قام دومره مئین یمه چې حـد نهٔ لری

د پـــــــښتانو پۀ قتلِ عام خاموش مَلک او مُـــــلا

له تاسو دومره ګـــــیلامن یمه چې حـــد نهٔ لری

د باچاه خان امر ماتیږي ګــــــــني رب ګـــــــواه دې

نور دومره تنګ له تور دوښمن یمه چې حد نهٔ لری

پۀ کـــــــــرغیړنو او ازغـــــنو کرښو بیله یــــــــــاره

دومره دې تـــــــږې د دیدن یمه چې حد نهٔ لری

کلـــه مـــــــــهاجر شمه او کله ترهــــــګر او غــــدار

دومره ذلیل پۀ خپل وَطــــــن یمه چې حد نهٔ لری

د پښتانو عزت لوټ کیږي اؤ زۀ چُپ خولۀ ناست یم

زۀ (ګیلامان) دومره ډارن یمه چې حــــــــد نهٔ لری

ګیلامان پشتین