رنځمنه او خوږمنه پښتو

(29 Mai) پښتو ورځ،غبرګولي ۸،پښتو ویل پښتو لیکل او پښتو چلول

رنځمنه او خوږمنه پښتو

پنجابي ښکیلاکګر په پښتونخوا افغانانو باندې د پښتو ژبې پر ځای ، ټول تعلیمي او د زده کړې نصاب په اردو واړولو، خو پښتنو د خپل حقوقو له پاره پاڅون ونکړ. د دوی طبیعي شتمني لوټیږي، خو دوی پاڅون ونکړ. ویجاړ کلي او کورونه ، بې عزتي، شکنجې، وژنې، ځورونې، غیر انساني او اسلامي کړه وړه او توپیریز فاشستي چلند د پښتنو او بلوچو پر وړاندې روان وؤ، خو پاڅون ونشو. اوس چې د منظور پشتین په سروالې پښتون ژغورنې سپیڅلی غورځنګ چې د پنجابي ظلم ، نارواوو او جنایاتو په وجه رامنځ ته شو، په کلکه به یې ملاتړ کوو. مظلوم او محکوم اولسونه به دا ځلې په بشپړې یووالي سره د ظالم په وړاندې په کلکه ودریږي او خپل حقوق به اخلي.