دامپراطور احمدشاه بابا

دامپراطور احمدشاه بابا

هغه څوک دې ولولئ!

چې داسیا دامپراطور احمدشاه بابا په اړه لا نه پوهیږي

داحمدشاه بابا دورې ته یو لنډه کتنه!

کله چې احمدشاه بابا پادشاه شو،په اول قدم کې کوښښ وکړ،چې دقومونو ترمنځ پخوانۍ دښمني ختمه کړي اوپدې برخه کې یې کامیابي په برخه شوه،نوموړي وکولای شول،چې ټول هیواد په سیاسي او اقتصادي لحاظ سره متحد کړي،ترڅو ددې اتحاد په نتیجه کې خپل اقتدار لا پسې قوي کړي،اداري،مالي،او نظامي تشکېلات یې جوړ کړل،کله چې پدې کامیاب شو،چې داخلي اختلافات یې ختم کړي،بیا نو یو ملي دایمي جرګه جوړه کړه،چې دهیواد په مهــمو مسلو کې به یې دجرګي څخه مشوره اخیسته،او هم یې دا مفکوره عام کړه،چې افغانستان دټولو شریک کور دی،اوپدې شریک کور کې ګټه او تاوان سره شریک دي،علاوه لدې احمده شاه بابا دمذهبي ګروپونو،وطنپرستو ډلو او نور ملي افتخاراتو څخه د ملک دوحدت په برخه کې پوره ګټه واخیسته، او هم یې دبیلابیلو قبیلو سره دخپلوی رشتې جوړې کړې، دهغه استعداد له مخې چې الله تعالی احمدشاه بابا ته ورکړی وو،ویې کولای شوچې دا ویده قوم راویښ کړي او دیو هدف په لور یې وهڅوي، دهمدې تحریک په نتیجه کې وو چې افغانستان خپل طبیعي او حقیقي سرحداتو ته ورسید،سره لدې چې احمدشاه بابا دمطلقه صلاحیت لرونکی وو،خو ددې باوجود دهغه اقتدار دوره معتدله دوره وه،چې دا کار دهغه د ازادي څه ښـه معلومیدای شې،نوموړي یو نهه (9)کسیزه شورا درلوده چې دهغه تصامیم دملک په مهیمو کارونو کې دتطبیق وړ وو.

که څه هم داحمدشاه بابا سلطنت میراثي شکل درلوده،خو بیا هم هغه دخپلې کورنۍ غړي په دولتي اموراتو کې دمداخلي څخه لرې ساتل،یواځې خپل ولیعهد شزاده تیمور یې دسردار جهان خان تر لارښوني لاندې دمملکت په شرقي او غربي برخـو کې په سیاسي او نظامي امور کې دتمرین لاندې ساته،دسیاسي او دولتي اموراتو څخه دده کورنۍ غړو لریوالی تردې اندازې وو،چې تاریخ او عام خلک داحمدشاه بابا نور زامن په پوره توګـه نه پیژني پداسې حال کې چې احمدشاه بابا اته زامن (۸)درلودل( شهزاده تیمور،شهزاده سلیمان،شهزاده شهاب، سنجر؛ یزدان،سکندر،داراب او شهزاده پرویز).

احمدشاه بابا دملک داقتصاد پیاوړتیا لپاره طلا او نقره کې سکه ضرب کړه،تر څو پدې طریقه دخلکو څخه مالیات راټول او دولتي خزانه کې یې واچوي،دولتي خزانه عبارات وه له غنیمتي اموالو،جنګي غراماتو،خارجي تحایفو،او داسې نورو څخه پدې طریقه داحمدشاه بابا په خزانه کې په زیات مقدار سره طلا او جواهرات راټول شوي وو،خو احمدشاه بابا له مړینې څخه وروسته دکورنۍ د اختلاف په وجه نوموړي ذخایز دملک په درد دوا نشول.

احمدشاه بابا دمنظم پوځ ترڅنګ قبایلي نظامي تشکېلات هم درلودل،احمدشاه بابا دهمدې منظم پوځ او عسکري مهارات څخه په استفادي وکولای شول،چې هغه سیمې بیرته خپلې کړي،کوم چې دافغانانو دلاسه وتلي وي ددې کامیابیو باوجود احمدشاه بابا پدې بریالی نشــو،چې یوداسې سیتماتیک(فیوډالي) نظام جوړ کړي چې ده ته وفادار وي.

احمدشاه بابا دخپل عمر(۲۵)کاله په استثنا دهغه کالونو چې په جنګونو او لښکرکشیو کې تیر کړل،دملک دسیاسي او اداری امورو په تنظیم کې په مصرف ورساوه

نو ولې ونشو کولای چې داسې بهتر اقتصادي نظام جوړ کړې چې دقبایلي او سیمیزو مشرانو دنفوذ څخه ازاد او مستقل وي.

احمدشاه بابا دولتي رسمي نښان دوه توري،دغنمو دوه وږي او په منځ کې ستوری و،داحمدشاه بابا مهم کارونه دقندهار ښار دنوې ښار جوړول،دکابل بالاحصار،دتاج قرغان ښار،په سند کې دحیدراباد ښار ابادول همدارنګه پښتـو ژبې ته یې وده ورکړه،معماران یې او هکاکان یې افغانستان دمهاجرت په خاطر وهڅول ددې کار کارونو پکې شامل دي،

احمدشاه بابا په افغانستان کې یواځنی پادشاه وو چې تاج یې په سر نه ایښوده لنګوټی یې تاړه او چپن او موزي یې اغوستلي، دتخت په عوض په ځمکه کېانسته او مستقیماً به یې دخلکو سره په تواضع او اخلاص مندي خبرې کولي،دقضایا په حل او فصل کې به یې دانصاف او عدل څخه کار اخیسته،احمدشاه بابا دخپل سلطنت په دوران کې هېڅکله عیاشي او تجمل ته لاس وانه اچاوه،او نه هم حریص وو،هغه په هیڅ جنګ کې د دښمن دمقابلي څخه تېښته نده کړي،دمملکت دخلکو په وړاندې دنرمي څخه کار اخیسته،مثلاً هغه په مجازاتو کې شدت او سختي اوپه تشریفاتو کې حکمران په وړاندې ټېټیدل منع کړل.

دهـــمــــدې وجــــوهــــاتــــو،تــــقـــوا،خــــدمـــــاتــو،او

ښـــــو اخـــلاقــــــو نـتـیـجـه وه چـــې دمــلــت بــابــا او غــازي پـــه نـــوم یـاد شو.

دافغانستان معاصر تاریخ کتاب له پاڼـــو.

را اخیستل( لیکل) دکتاب نه (محمدعلي بدلون)

کاپی

داسیا دامپراطور احمدشاه بابا په اړه لا نه پوهیږي

دامپراطور احمدشاه بابا

نن د ۲۰۲۰م کال د جون پر درېيمه (د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي پر ۱۴مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۴۸م تلين دی. هغه په ۱۷۲۲م کال کې د هرات د حکمران زمان خان ابدالي او مېرمن زرغونې په کور [هرات] کې وزېږېدی.

د تاريخ په کتابونو کې ليکل شوي چې په ۱۷۴۷م کال کې د بېلا بېلو افغان قبيلو مشرانو د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې اته ورځې ملي جرګه وکړه خو ونه توانېدل چې په متفقه توګه د افغانانو لپاره له خپل منځه يو پاچا وټاکي. وروسته د جرګې پر نهمه ورځ صوفي دروېش، صابر شاه، پر احمد خان لاس کښېښودی او ويې ويل چې خدای پاک احمد خان په تاسو ټولو کې ستر او شريف پیدا کړی دی او په ده کې د رهبرۍ جوهر شته.

له دې وينا سره سم هغه له نږدې کروندې څخه د غنمو وږي راواخيستل او د احمد خان په لنګوټه کې يې د تاج په توګه وټومبل او وې ويل چې دا ستا تاج شو. د جرګې نورو غړو د احمد خان ابدالي کورني شاليد، د هغه وړتيا او پوهې او همدا ډول د دروېش صابرشاه نظر په پام کي نيولو سره، هغه ته د افغانانو د مشرتابه مسوليت وسپاری. دا ډول احمد خان ابدالي په ۲۵ کلنۍ کې د احمد شاه دراني په نامه د افغانانو رهبري پر غاړه واخيسته.

په کاناډا کې مېشت افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک وايي چې د احمد شاه بابا يوه تر ټولو لويه کارنامه ملت جوړونه ده.

"د پاچاهي تر لاسه کولو سره سم د احمد شاه بابا لويه هڅه د ملت او دولت جوړونې وه. پخوا هم په دغه سيمه کې پښتنو خورې ورې هڅې کړې وې. روښاني حرکت و، د خوشحال خان حرکت و، د ميروېس خان حرکت و، لاکن هغوی نتيجې ته نه وه رسېدلي يا نيمه خوا شوي وه. احمد شاه بابا خپل لومړی هدف دا وټاکه چې پر دغه سيمه باندې د دغو ولسونو لپاره په منظم ډول له برنامو او تشکيلاتو سره سم يو دولت رامنځ ته کړي او په هغه کې بريالی شو."

احمد شاه بابا افغانان پر يو مرکز راغونډ کړل او د هغوی تر منځ يې ولسي او ملي تګلاره خپله کړه. هغه د بېلا بېلو قبيلو خانان او مشران متحد کړل. دا ډول يې افغانان يو خوا د پرديو له ستمه وژغورل او بلخوا يې د خپل واک څښتنان کړل.

معصوم هوتک زياتوي چې احمد شاه بابا په داسې وخت کې د افغانانو خورې ورې قبيلې را يوځای کړې چې د نړۍ په نورو پرمختلليو هېوادونو کې لا هم دا ډول هڅې په لومړني حالت کې وې.

"هغه وخت د اوسېدونکو اقوامو له قبيلويت څخه د را ايستلو هڅې وې چې دوی د يو ملت په حيث باندې سره راجمع شي. نو احمد شاه بابا د دې لپاره اساس کښېښودی. په دغه وخت کې په افغانستان کې خو پرېږده، حتا په امريکا کې د يو منظم دولت د جوړېدو هڅې هم په شروع حالت کې وې، خو احمد شاه بابا دا مرکزي دولت جوړ کړ."

د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه. خو پر دومره مصروفياتو سربېره هم هغه له علم او قلم سره خپله اړيکه پرې نه کړه.

په امريکا کې مېشت ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني وايي چې د احمد شاه بابا له اشعارو ښکاري چې هغه د فارسي ادبياتو او ديني علومو زياته مطالعه کړې وه.

"د احمد شاه بابا شاعري د يو معلم يا پلار شاعري ده، اخلاقي شاعري ده. زما عقيده دا ده چې دی په ډېره ځواني کې د پوزې په سرطان اخته شو او دی پوهېدی چې له دې رنځ څخه نه جوړېږي ځکه چې د هند او افغانستان طبيبان ورباندې ستړي شوي وو، نو په دا خاطر د ده په اشعارو کې د بېلتون کليمه ډېره زياته ده. ما د بل هېڅ شاعر په اشعارو کې د بېلتون دومره زياته کليمه نه ده ليدلې."

احمد شاه بابا د يو غوره منتظم په حيث داخلي تشکيلات سم کړه او عسکري، اداري، علمي او مدني اصلاحات او جوړښتونه يې رامنځ ته کړه. جهاني زياتوي چې هغه هرې برخې ته پاملرنه کړې او په هغو برخو کې يې اقدام هم کړی و.

"احمد شاه بابا هم د توري سړی و او هم د قلم سړی و. دی چونکې يو پاچا و. له ده سره د مملکت غم و. په مملکت کې مالي، نظامي او علمي چاري راځي. نو احمد شاه بابا هرې برخې ته توجه کړې وه. هغه که يو خوا جنرالۍ ته توجه کړې وه نو بلخوا يې علم و ادب، قومي اختلافاتو، کانالايزېشن او ښار جوړولو ته هم توجه کړې وه او په هره برخه کې يې اقدام هم کړی و."

احمد شاه بابا له خپلې خاورې او وطن سره ډېره مينه لرل. بلخوا هغه غوښتل چې د نورو لويو سيمو له تخت نيولو وروسته هلته پاتې نه شي بلکې د خپل ملي قوت مرکز افغانستان ته راستون شي. احمد شاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې د ۱۷۷۲م کال د جون پر درېيمه د کندهار د سلېمان/توبې غرونو په لمن کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه او له وصيت سره سم د کندهار ښار په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو چې پر مزار يې يوه لويه ګنبده جوړه شوې ده.

د احمد شاه بابا د دربار مورخ محمودالحسېني او افغان مورخ عزيزالدين وکيلي پوپلزي په خپلو کتابونو کې د هغه د مړينې نېټه د ۱۱۸۶ هجري قمري کال د ربيع الاول دويمه ياده کړې چې د ۱۷۷۲م کال د جون له درېيمې (د ۱۱۵۱ هجري شمسي کال د غبرګولي له ۱۴مې) سره سمون خوري. ليکوال او محقق علامه عبدالشکور رشاد په خپل کتاب "د پاني پت قهرمان"، نامتو انګرېز مورخ ماونټسټوارټ ايلفينسټن په خپل کتاب "د کابل سلطنت"، انګرېز مورخ کرنل جارج بروس مېليسن په خپل کتاب "د افغانستان تاريخ"، او يو بل انګرېز ژبپوه مېجر هېنري جارج راورټي په خپل کتاب "د افغانانو شاعري" کې هم د احمد شاه بابا د مړينې نېټه د ۱۷۷۲م کال د جون درېيمه ذکر کړې ده. خو هندوستاني ليکوال پوهاند ګنډاسينګ ښايي د احمد شاه بابا د مړينې د نېټې په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی نه وي پیدا کړی نو له دې امله يې د هغه د مړينې نېټه ۱۶/۱۷ اکتوبر ۱۷۷۲م

ليکلې ده.

کاپی

داسیا دامپراطور احمدشاه بابا په اړه لا نه پوهیږي

د آسیا لوی امپراطور احمدشاه بابا