پنجابی دوکه مار

پنجابی دوکه مار

پښتانه اوس په دې پوهیدلي دي چې هر کله د پنجاب او هند تر منځ شخړه راشي، نو بیا د جګړې په وخت ځان په پښتون ساتي او وایي: پښتنو ارمیش د هند سره په جګړو کې ډیره بهادري ښودلې ده او دوی به په میړانه د پاکستان دفاع ته ودرومي.چې سوله او روغه وي بیا نو پښتانه ترهګر او غدار شي.د نړیوالو څخه د ترهګریزو کړنې پر ضد ډالري ټولوي.برسیره پر دې پنجاب پښتانه ناپوهه ، بې تعلیمه، بې اتفاقه، نیستمن او بېوسی ساتي.د پښتون ژبه، ډوډ او ټولنډوډ ته یې په بده سترګه ګوري، ځمکې لاندې شتمني یې لوټیږي، او د پښتون توکموژنې لړی له اویا کاله تر اوسه دوام لري. پښتونه اوس پوه او هوښیار شه ، او ولې څو ځلې په همغه مږوي ځان پرېباسې. خپل عزت ، خپلواکي، ژبه او کلتور دې وګټه او خپله خاوره کې د بل چا بلواکي او مړیتوب مه منه. پنجاب فاشیست او ظالم استعماري ریاست تا په رنکارنګ خبرو کله مذهب کله د اسلام په نامه تیرباسي او له تانه سیاسي، اقتصادي ګټې د ځان د پاره اخلي.

د خوشال خان خټک شعردی چي وایي:

په واک چې نلري په قام کښې ژبه

که ګنګ شي ښه دی په لویه تبه

په بده ژبه ځان ځي جهان ځي

ایمان لا هم ځي واوره طالبه

سپیدار ځاځی