د الله (ج) پیرزوینه وه،چې انسانانو ته یې په سمسوره او له هر شانته نعمتونو ډکه ځمکې باندې د ژوند او پیدایښت لورینه وشوه. مونږ انسانان بایده وه چې د دې نعمتونو منندوی وای، او چاپیریال ساتنې کې خپل ایماني او اسلامي دنده پر ځای کړي وای.د ځمکې چاپیریال ککړتیا انسانانو طبعیي ژوند ، او ټولو ساه کښو ته لوی ګواښ ګرځیدلئ دئ. په ټولیزه ټوګه د چاپیریال چټلتیا یا ناولتوب لمړیتوب کې خځلې ، زهرجن غازونه ، د موټرو او فابریکو لوګي چې انسانانو روغتیا ، ژوو ، کرکیلو او ځنګلونو باندې بده اغیزه لري.