بابا امير حمزه شينواری

حمزه بابا

له نن څخه اوويشت کاله وړاندی د پښتو د‌غزل بابا امير حمزه شينواری په حق ورسيد، الله د جنتونه نصيب کړي!!!

ټینګه په وعده نه شوې دا څه چل دی

کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

ډېره کستاخی مې نظر اوکړله!

ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

ته مې مخ روڼی د ماښامونو یې

سوزې خو ډیوه نه شوې دا څه چل دی

تا خو د وختونو پروا نه کړله

لاړې راستنه نه شوې دا څه چل دی

ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه

مړ شو ته خوره نه شوې دا څه چل دی

د پښتو ژبی مشهور شاعر امیر حمزه خان شینواری په ١٩٠٧م کال کی د خیبر په لواړګی یا لنډیکوتل خوګه خیلو د میرباز خان په کور کی زیږدلی وو لومړنی زده کړی د لواړګی په ښونځی کی تر نهمه ترسره کړی وی حمزه شینواری د ماشومتوب زیاتره برخه په خپله حجره کی له خپلو مشرانو سره تیره کړی وه ،حمزه بابا چی کله دوه کلن شو نو مور بی بی یی له نړی سخه د تل لپاره خپله کډه وتړله حمزه بابا خپله د ماشوم توب قیصه څه داسی کوی چی کله می مور مړه وه نو ښه می یاد شی چی د کور کلی ښځو ژړا می اوریده او زه د کور په انګڼ کی د نورو ماشومانو سره د خاورو بادولو کی او نوکاری وهلو کی بوخت ووم یو دم می توجو هغی خوا ته وګرځیده ورو ورو د مور کټ لنګی ته ودریدم د کلی محلت ډیرو ښځو می په سر لاسونه راښکل ډیرو ځان ته رانږدی او ښکل کړم ،ما محسوس کړه چی زه خو بیخی یوازی پاتی شوم غریو می اوچت شو غریو می په مری کی غلی شو یو ناڅاپه می دوه تنکی لاسونه د مور ښپو ته ور وږده شول د هغی ښپی می کلکی ونیوی خپل مخ می پری کیښود او اوښکی می راماتی شوی اوښکو سره می بی دریغه چیغی او کړیکی هم ملګری شوی

ښه راته یاد دی چی پدی وخت کی د کور محلت ښځو نه ژړا هیرا شوه ټولو ماته مخه شوه ویل یی بچیه زار دی شم مه ژاړه کور می درنه جار بچیه تا دی خدای لری ابی خو دی مړه نده بچیه هغه خو اوده شوی ده

حمزه شینواری په ځوانی کی د تورخم په پاسپورټ دفتر کی وړومبی کار پیل کړو د هغی نه وروسته یی د اوور ګاړی په دفتر کی کار شروع کړو اوور ګاړی کی د نوکری په وجه د هند په بیله بیلو ښارونو کی وګرځیدو د فلمونو په اړه د هند مشهور ښار بمبي ته هم لاړو حمزه شینواری ډیر ارمان لرلو چی په هندی فلمونو کی کار وکړی د لیله مجنون په نوم د پښتو وړومبی فلم ته یي کیسه او سندری ولیکلی

کله چی یی پلار له نړی سخه سترګي پټی کړی نو ستار شاه باچا يی فاتحی ته ورغلی وو حمزه شینواری سره لیدل کتل وشو تر دی وخته حمزه شینواری په اردو کی شاعری کوله د خپل مرشد یعنی ستار شاه باچا په واینه چی ته به د پښتو شاعری کوی نو حمزه شینواری بیا د پښتو شاعری ته مخه کړه

حمزه شینواری په خپلو شعرونو کی څه داسی وایی چی

وریځي لیمه سترګي باڼه پښتانه

څنګه یو ځای شو و پښتانه پښتانه

زلفی کمڅی کمڅی ښکلا ګڼمه

ولی دی وی خواره واره پښتانه

حمزه شینواری د لر او بر پښتنو لپاره ډیر څه کړی دی کله چی حج ته تلو نو وايي چی

حمزه سفر که د حجاز وی نو هم

زه د افغان د قافلی سره ځم

که څه هم حمزه بابا په پښتو ژبه کی ګڼ شمیر افسانی ناولونه ډرامی او سفرنامی لیکلی دی خو د هغه شعرونه او په تیره بیا غزل نوموړی ته دومره درناوی ورپه برخه کړو چی پښتنو ورته بابا غزل لقب ورکړو حمزه شینواری وايی چی پښتو غزل ته یی د زړه وینی ورکړی

وایی چی

ستا په اننګو کی د حمزه د وینو سره دی

ته شوی د پښتو غزله ځوان زه دی بابا کړم

حمزه بابا د ملکانو له یوی ډیری معززی کورنی سره تعلق لرلو ملک بازمیر خان په خیبر ایجنسی کی ډیر مخور ملک وو او دا خو به ستاسی ته هم معلومه وی چی د لواړګی ټول ولس د پښتو او اسلام نه ډک دی نو د حمزه بابا چی په داسی ماحول کی روزنه وشوه په داسی ماحول کی رالوی شو نو لازمه ده حمزه بابا پښتو ته ډیر زور ورکړی

حمزه بابا پخپله عالم او صوفی وو او دا یی عقیده وه چی مذهب قومیت نه نفی کوی او پدی هکله ورسره ډیر زیات دلایل وو

حمزه بابا به وایل چی ویاړم چی خدای تعالی پښتون پیدا کړی یم او زما نښی زما څادر زما څپلی زما ناسته زما جرګه زما د زندګی طور طریقی دا ژبی دا ټول د خدای تعالی نښي دی ،دا چی مونږ ساتو دا یو بل ډول نیشنلزم دی چی حمزه بابا په پښتو کی عام کړو په خپه یو شعر کی وایی چی

ته اسلام پښتو ګڼه دوه زه وایم یو دی

خدای هم که انسان و نو پښتون به و

حمزه بابا داسی نظر وو چی اسلام او پښتو یی سره ډیر نیږدی کړی وو داسی څه یی د دواړو تر مینځ نه لیدل چی ګنی پښتونولی او اسلام یو دی

حمزه بابا هم مسلمان او هم پښتون وو او دا دواړه ارزښتونه یی ښه کلک نیولی او پاللی وو

حمزه بابا په خپل شعر کی وایی چی

خو وزر می د مجاز دی پری یریږم

ګنی عرش نه یو قدم هغه پرواز یم

حمزه بابا په ١٩٣٠ کی تصوف ته مخه کړه حمزه بابا د چشتي طریقت لاروی وو حمزه بابا اجمیر شریف ته هم په دغه زمانه کی تللی وو او د تصوف خوندونه يي لیدلی وو

حمزه بابا په ١٩٩٦ د فبروری په اتلسمه نیټه له فانی او ارمانی نړی سخه د تل لپاره سترګی پټی کړی او په خپل پلارنی ټاټوبی لواړګی کی خارور ته وسپارل شو چی وروسته بیا د خیبر پښتونخواه حکومت لخواه په لنډیکوتل کی د حمزه بابا په مزار کی جوړ شوی کتابتون ته تالی یعنی کلپونه لګولی شوی دی ځای خلق او د بابا عقیدت مند ځای انتظامیه سخه په کلکه غوښتنه کوی چی کتابتون دی خلاص کړی شی په کتابتون کی پراته کتابونو سخه علم او پوهه زده کړی

ليکوال :مينه وال شينواری

کاپی

حمزه بابا

له نن څخه اوويشت کاله وړاندی د پښتو د‌غزل بابا امير حمزه شينواری په حق ورسيد، الله د جنتونه نصيب کړي