سوريان د پښتنو يوه لر غو نې قبيله ده چې داوسيدو اصلي ځای يې دغور تاريخي سیمه ده چې په مر کزي افغا نستان کې پر ته ده ٠ دغه قبيله په اصل کې دلوديو پښتنو يوه پښه ده اودپښتنو دنسب په عنعنوي شجرو کې کښل شوي دي چې دلودي زوی سياڼي دوه زامن درلودل چې يو يې اسماعيل او بل يې پړانګی نومیدل چې داسماعيل له دريو زامنو نه يې مشر سور نومیده چې دده نسل دسور ،سوري او يا زوري په نامه ياديږي ٠(١) دغه خلک په پيل کې دمرکزي افغا نستان دغور په غرونو کې اوسيدل، خو ورو سته دشمیر ډېروالي اوياهم جګړو او ځينو نورو عواملو دېته اړ ايستل چې له دغې سيمې نه په لیږدېد وپيل وکړي٠ ځينې يې دهرېرود په واديو کې میشته شول ، ځينې يې غزني ته وليږ ديدل او ځينې يې هم د سليمان دغره ختيزد دامان په سیمه کې میشته شول ٠همدااوس هم ددامان په سيمه کې سوري پښتانه استو ګنه لري٠ ددغې قبيلې خلک په غور،بادغيس او هرات کې دزوريانو په نامه سره مشهور دي چې اوس هم ډېر شمیر زوريان يا سو ريان په دغو ولا يتو نو کې میشته دي ٠ ځيني يې هندوستان ته وليږديدل٠د سوري واکمنا نو لړۍ چې له آره له غوره پيل شوې ده په هندو ستان کې يې يوه ستره واکمني رامينځ ته کړه چې سوري شیرشاه يې بنسټ ايښودونکی ګڼل کيږي٠